د کوویډ-۱۹ سینوفارم بي‌.ای.‌بي.‌پي واکسین

د کوویډ-۱۹ سینوفارم بي‌.ای.‌بي.‌پي واکسین چې د کوویډ-۱۹ د بي‌.بي.‌ای.‌بي.‌پي واکسین او بي‌.ای.‌بي.‌پي واکسین په نومونو هم پېژندل کېږي، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د غیر فعال ویروس یو واکسین دی چې د بېجېنګ د بیولوژيکي محصولاتو انستېتیوت جوړ کړی دی [د دغه انستېتیوت نوم په دوو ډولونو لیکل کېږي، له همدې امله د واکسین مخفف هم دوې بڼې لري]. د دغه واکسین د درېیم پړاو ازمېښتونه په ارجنټاین، بحرین، مصر، مراکش، پاکستان، پیرو او متحدو عربي اماراتو کې بشپړ شول چې څه باندې ۶۰۰۰۰ ګډونوال یې لرل. دغه واکسین د کوویډ-۱۹ لپاره د غیر فعال ویروس د نورو واکسینونو لکه (CoronaVac) او (Covaxin) په څېر تکنالوژي کارولې ده. د محصول نوم یې (SARS-CoV-2 Vaccine) دی چې باید له بل دې ته ورته محصول (CoronaVac) سره غلط نه‌شي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په متحدو عربي اماراتو او بحرین کې د درېیم پړاو د ازمېښتونو پایلو چې په جاما مجله کې خپرې شوې، وښوده چې دا واکسین ۷۸.۱ سلنه د هغو کسانو په مقابل کې اغېزناک دی چې د ناروغۍ علامې لري او ۱۰۰ سلنه د هغو کسانو لپاره اغېزناک دی چې حالت یې نازک دی. د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر میاشت کې متحدو عربي اماراتو لنډمهالې پایلې خپرې کړې چې د دغه واکسین ۸۶ سلنه اغېزناکتیا یې وښوده.[۱۳][۱۴]

که څه هم mRNA واکسینونو لکه «د کوویډ-۱۹ فایزر-بیو اېن‌ټېک واکسین» او «د کوویډ-۱۹ مډرنا واکسین» تر ۹۰ سلنه پورته اغېزناکتیا وښوده، خو د هغه ډول واکسینونو لپاره په ځینو هېوادونو کې د توزېع ننګونې موجودې دي، ځکه چې د کلک انجماد امکاناتو ته اړتیا لري. بي‌.ای.‌بي.‌پي واکسین بیا داسې دی چې په معمولي تودوخه کې په یخچال کې لېږدېدای او ساتل کېدای شي.[۱۵]

دا واکسین د اسیا، افریقا، سوېلي امریکا او اروپا په ځینو هېوادونو کې د واکسیناسیون په کمپاینونو کې کارول کېږي. سینوفارم په پام کې لري چې په ۲۰۲۱ کال کې یو میلیارد ډوزه واکسین تولید کړي. د دغه کال تر مې میاشت پورې یې ۲۰۰ میلیون ډوزه واکسین وړاندې کړی و.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې په ۷مه نېټه بي‌.ای.‌بي.‌پي واکسین په کوواکس (COVAX) کې د کارولو لپاره تایید کړل. سینوفارم له کوواکس څخه د ۱۷۰ میلیون ډوزه واکسین د پېرلو تړونونه لاسلیک کړي دي.[۳۰][۳۱][۳۲]

د دغه واکسین نامه ته ورته یو بل د غیر فعال ویروس واکسین هم شته چې د کوویډ-۱۹ سینوفارم ډبلیو.ای.بي.پي واکسین نومېږي.

طبي استفادې سمول

دا واکسین د عضلاتو له لارې په ډېلټویډ عضله (deltoid muscle) کې تزریق کېږي. لومړۍ دوره یې دوه ډوزه ده او د درېیم تقویتي ډوز لپاره یې د اړتیا لپاره کوم سند نه‌شته. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) یې د ډوزونو تر منځ د ۳ تر ۴ اونیو واټن سپارښتنه کوي. [۳۳]

اغېزناکتیا سمول

په بحرین کې د ټېسټ منفي تحلیل (تر دویم ډوز د ۱۴ ورځو وروسته مهال پر بنسټ) له ۱۸ څخه تر ۵۹ کلنو لویانو لپاره د واکسین اغېزناکتیا ۹۰ سلنه وښوده او ۹۱ سلنه (۸۷-۹۴٪) یې د ۶۰ کلنو او تر هغه پورته کسانو لپاره وښوده. که څه هم د روغتیا د نړیوال سازمان کارپوهان د دغه واکسین پر ټولیزه اغېزناکتیا ډاډمن وو، خو د ځینو کسانو لپاره یې د بي‌.ای.‌بي.‌پي واکسین د خوندیتوب په اړه پر شته وړتیا ډېر کم باور څرګند کړ چې په دې کې د نورو ناروغیو لرونکي کسان، امېندوارې ښځې او عمر خوړلي اشخاص شامل وو، دلیل یې دا و چې دغه ډول اشخاصو په څېړنو کې کم حضور درلود.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د ۲۰۲۱ کال په اپرېل میاشت کې د ابوظبۍ د عامې روغتیا د مرکز یوې څېړنې وښوده چې دغه واکسین په روغتونونو کې د بستري کېدو په مخنیوي کې ۹۳ سلنه او په ځانګړو پالنو کې د منل کېدو په مقابل کې ۹۵ سلنه اغېزه لرلې ده. دغې څېړنې د کوویډ-۱۹ په هغو ناروغانو کې هېڅ مړینه ونه ښوده چې دواړه ډوزونه یې ترلاسه کړي وو. څرګنده نه وه چې په دې څېړنه کې څو کسانو ګډون کړی و.[۳۸]

د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه د ارجنټاین د روغتیا وزارت راپور ورکړ چې واکسین تر لومړي ډوز وروسته د مړینې کچه ۶۲ سلنه او تر دویم ډوز وروسته ۸۴ سلنه راکمه کړې ده.[۳۹]

د جولای په ۲۲مه نېټه د پیرو د روغتیا ملي انستېتیوت راپور ورکړ چې دغه واکسین د ۳۶۱۰۰۰ کسانو د ډېټا تر تحلیل وروسته د مړینې کچې تر ۹۴ سلنې پورې را کمه کړې ده.[۴۰]

د اګسټ میاشتې په ۱۳مه نېټه په پیرو کې د ۲۰۲۱ کال له فبرورۍ څخه تر جولای میاشتې پورې د ۴۰۰۰۰۰ روغتیايي کارکوونکو په مرسته یوې څېړنې چې تر ډېره د لامبډا او ګاما بڼو د خپرېدو پر مهال وشوه، وښوده چې واکسین تر دوو ډوزونو وروسته د سرایت په مقابل کې ۵۰ سلنه (۴۹-۵۲٪) او د مړینو په مقابل کې ۹۴ سلنه (۹۱-۹۶٪) اغېزناکتیا لرله. تر یوه ډوز وروسته د سرایت په مقابل کې اغېزناکتیا ۱۷ سلنه (۱۵-۲۰٪) او د مړینو په مقابل کې ۴۶ سلنه (۳۰-۵۹٪) وه.[۴۱][۴۲]

د اګسټ میاشتې په ۲۴مه نېټه په بحرین کې پر یو میلیون کسانو د یوې غیر تصادفي څېړنې لومړنیو پایلو چې په دې کې ۵۶۹۰۵۴ کسانو بي.ای.بي.پي واکسین کړی و، وښوده چې دغه واکسین د ناروغۍ سرایت، په روغتونونو کې د بسترېدو او مړینو کچه کمه کړې ده، په تېره هغه مهال چې د دغې ناروغۍ ډلټا بڼه غالبه شوه. خو له دې سره سره یې اغېزناکتیا بیا هم د فایزر-بیو اېن‌ټېک، اکسفورډ-سټرازنکا او سپوټنیک‌وي هومره نه وه.[۴۳]

تاریخچه سمول

لومړی او دویم پړاو سمول

د ۲۰۲۰ کال په اپرېل میاشت کې چین د کوویډ-۱۹ واکسین لپاره کلینکي ازمېښتونه تایید کړل چې دا واکسین د بېجېنګ د بیولوژيکي محصولاتو انستېتیوت (BIBP) او د ووهان د بیولوژيکي محصولاتو انستېتیوت (WIBP) تولید کړي دي. دا دواړه د کوویډ-۱۹ لپاره د غیر فعال ویروس کیمیايي واکسینونه دي.[۴۴]

د اکتوبر میاشتې په ۱۵مه نېټه د بېجېنګ د بیولوژيکي محصولاتو انستېتیوت د بي.ای.بي.پي واکسین لپاره د کلینیکي څېړنو د لومړي پړاو (۱۹۲ لویانو) او دویم پړاو (۴۴۸ لویانو) پایلې خپرې کړې چې ویې ښوده دغه واکسین په ټولو ازمویل شویو ډوزونو کې خوندي دی. د SARS-CoV-2 په مقابل کې انټي باډي‌ګانې له ټولو ترلاسه کوونکو څخه په ۴۲مه ورځ وایستل شوې. په دغو ازمېښتونو کې له ۶۰ کلنو پورته اشخاص شامل وو.[۴۵]

درېیم پړاو سمول

د ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې سینوفارم خپل ازمېښتونه په اماراتو کې له ۳۱۰۰۰ داوطلبانو سره د «جي۴۲ هېلت کېير» (G42 Healthcare) شرکت په همکارۍ پيل کړل. د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې سینوفارم د ۳ تر ۱۷ کلنو ماشومانو او نویو ځوانانو لپاره د درېیم پړاو ازمېښتونه له ۱۸۰۰ داوطلبانو سره پیل کړل.[۴۶][۴۷]

د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې سینوفارم په کازابلانکا او رباط کې پر ۶۰۰ کسانو خپل ازمېښتونه پیل کړل. په سپټمبر میاشت کې مصر پر ۶۰۰۰ کسانو خپل ازمېښتونه پیل کړل.[۴۸][۴۹][۵۰]

په اګسټ میاشت کې سینوفارم په بحرین کې خپل ازمېښتونه پر ۶۰۰۰ کسانو پیل کړل چې وروسته دا شمېره ۷۷۰۰ کسانو ته لاړه شوه. په همدې میاشت کې اردن هم پر ۵۰۰ کسانو خپل ازمېښتونه پیل کړل.[۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

په سپټمبر میاشت کې پیرو پر ۶۰۰۰ کسانو ازمېښتونه پيل کړل چې وروسته یې شمېره ۱۲۰۰۰ کسانو ته لوړه شوه. د جنورۍ په ۲۶مه نېټه د پلسیبو ګروپ یو داوطلب د کوویډ-۱۹ د اړوندې سږيو ناروغۍ له امله مړ شو.

په سپټمبر میاشت کې ارجنټاین پر ۳۰۰۰ کسانو خپل ازمېښتونه پيل کړل.[۵۵][۵۶][۵۷]

په پاکستان کې کراچۍ پوهنتون پر ۳۰۰۰ داوطلبو کسانو ازمېښتونه وکړل.[۵۸][۵۹]

اجازه‌نامې سمول

په چین کې سینوفارم د ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې د بیړنۍ استفادې اجازه ترلاسه کړه. د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر میاشتې په ۳۰مه نېټه د چین د طبي محصولاتو ملي ادارې بي.ای.بي.پي واکسین د عمومي استفادې لپاره تایید کړل. د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې چین د ۳ تر ۱۷ کلنو ماشومانو او نویو ځوانانو لپاره د بیړنۍ استفادې اجازه تصویب کړه.[۶۰][۶۱]

د ۲۰۲۰ کال په سپټبمر میاشت کې متحدو عربي اماراتو د بیړنۍ استفادې اجازه تصویب کړه او د همدې کال په ډسمبر میاشت کې یې بشپړه اجازه تصویب کړه. د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې متحدو عربي اماراتو د ۳ تر ۱۷ کلنو ماشومانو او نویو ځوانانو لپاره د بیړنۍ استفادې اجازه تصویب کړه.[۶۲][۶۳][۶۴]

د ۲۰۲۰ کال د نومبر میاشتې په ۳یمه نېټه بحرین د لومړۍ کرښې کارکوونکو لپاره د دغه واکسین د بیړنۍ استفادې اجازه صادره کړه او د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر میاشت کې یې دا واکسین تایید کړ.[۶۵]

د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې په ۷مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان د کوویډ-۱۹ لپاره په نړیواله کچه د لاسرسي وړ واکسینونو په ډله کې دا واکسین د بیړنۍ استفادې لپاره د مجازو واکسینونو په نوملړ کې اضافه کړ.

د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې زامبیا دا واکسین د استفادې لپاره تایید کړ.[۶۶][۶۷]

د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې فلپین دا واکسین د بیړنۍ استفادې لپاره تایید کړ.[۶۸][۶۹]

سرچينې سمول

  1. Xia S, Zhang Y, Wang Y, Wang H, Yang Y, Gao GF, et al. (January 2021). "Safety and immunogenicity of an inactivated SARS-CoV-2 vaccine, BBIBP-CorV: a randomised, double-blind, placebo-controlled, phase 1/2 trial". The Lancet. Infectious Diseases. 21 (1): 39–51. doi:10.1016/s1473-3099(20)30831-8. PMC 7561304 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33069281 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 10 May 2021 باندې). The Sinopharm COVID-19 vaccine: What you need to know. World Health Organization
  3. (په 5 June 2021 باندې). Coronavirus: Vietnam approves Sinopharm's vaccine, but will people take it?. South China Morning Post.
  4. (په 16 June 2021 باندې). What we now know about the efficacy of China's Covid-19 vaccines. Quartz.
  5. (په 7 May 2021 باندې). WHO lists additional COVID-19 vaccine for emergency use and issues interim policy recommendations. World Health Organization
  6. Reuters Staff (په 19 November 2020 باندې). China Sinopharm's coronavirus vaccine taken by about a million people in emergency use. Reuters.
  7. (په 26 April 2021 باندې). How the Sinopharm Vaccine Works. The New York Times.
  8. "WHO lists additional COVID-19 vaccine for emergency use and issues interim policy recommendations". World Health Organization. 7 May 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۲۱. The Sinopharm product is an inactivated vaccine called SARS-CoV-2 Vaccine (Vero Cell). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Chen W, Al Kaabi N (18 July 2020). "A Phase III clinical trial for inactivated novel coronavirus pneumonia (COVID-19) vaccine (Vero cells)". Chinese Clinical Trial Registry. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Yang Y. "A Study to Evaluate The Efficacy, Safety and Immunogenicity of Inactivated SARS-CoV-2 Vaccines (Vero Cell) in Healthy Population Aged 18 Years Old and Above". مؤرشف من الأصل في ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Sinovac's Coronavac™, SARS-CoV-2 Vaccine (Vero Cell), Inactivated, Announces Approval for Phase I/II Clinical Trial in Adolescents and Children" (Press release). Beijing: Bloomberg. Business Wire. 23 September 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "A Multi-center, Randomized, Double-blind, Placebo-controlled Phase II/III Clinical Trial to Evaluate the Safety and Immunogenicity of a SARS-CoV-2 Inactivated (Vero Cell) Vaccine in the Elderly 60–80 Years of Age, Coronovac ENCOV19 Study". registry.healthresearch.ph. Philippine Health Research Registry. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Al Kaabi N, Zhang Y, Xia S, Yang Y, Al Qahtani MM, Abdulrazzaq N, et al. (26 May 2021). "Effect of 2 Inactivated SARS-CoV-2 Vaccines on Symptomatic COVID-19 Infection in Adults: A Randomized Clinical Trial". JAMA. 326 (1): 35–45. doi:10.1001/jama.2021.8565. PMC 8156175 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 34037666 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "UAE: Ministry of Health announces 86 per cent vaccine efficacy". gulfnews.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 9 December 2020 باندې). China State-Backed Covid Vaccine Has 86% Efficacy, UAE Says. Bloomberg.com.
  16. (په 31 December 2020 باندې). China gives its first COVID-19 vaccine approval to Sinopharm. Reuters.
  17. Turak N (18 January 2021). "The UAE is on track to have half its population vaccinated by the end of March". CNBC. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "PM Imran kicks off Pakistan's Covid-19 vaccination drive". Dawn.com. 2 February 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Reuters Staff (په 24 January 2021 باندې). Sisi says Egypt to begin COVID-19 vaccinations on Sunday. Reuters.
  20. Dumpis T (27 January 2021). "Morocco Receives Half a Million Doses of Chinese Sinopharm Vaccine". Morocco World News. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Zimbabwe starts administering China's Sinopharm vaccines". thestar.com. 18 February 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Argentina autoriza la vacuna china Sinopharm para mayores de 60 años". El Comercio. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 10 February 2021 باندې). 'The best shield': Peru launches inoculation drive with Sinopharm vaccine. Reuters.
  24. "Bolivia begins inoculation with Sinopharm jabs | The Star". www.thestar.com.my. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Serbia Becomes First European Nation To Use China's Sinopharm Vaccine". RadioFreeEurope/RadioLiberty. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Hungary first EU nation to use China's Sinopharm vaccine against COVID". euronews. 24 February 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Belarus begins COVID-19 vaccinations with Chinese shots". eng.belta.by. 15 March 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Which companies will likely produce the most COVID-19 vaccine in 2021?". Pharmaceutical Processing World. 5 February 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "WHO approves Sinopharm vaccine in potential boost to COVAX pipeline". Reuters. 7 May 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "WHO lists additional COVID-19 vaccine for emergency use and issues interim policy recommendations" (Press release). World Health Organization (WHO). 7 May 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 7 May 2021 باندې). WHO grants emergency use authorization for Chinese-made Sinopharm coronavirus vaccine.
  32. "Chinese drugmakers agree to supply more than half a billion vaccines to COVAX". Reuters. 12 July 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Interim recommendations for use of the inactivated COVID-19 vaccine BIBP developed by China National Biotec Group (CNBG), Sinopharm (Guidance). World Health Organization. 7 May 2021. WHO/2019-nCoV/vaccines/SAGE_recommendation/BIBP/2021.1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Krause P, Fleming TR, Longini I, Henao-Restrepo AM, Peto R (September 2020). "COVID-19 vaccine trials should seek worthwhile efficacy". Lancet. 396 (10253): 741–743. doi:10.1016/S0140-6736(20)31821-3. PMC 7832749 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 32861315. WHO recommends that successful vaccines should show an estimated risk reduction of at least one-half, with sufficient precision to conclude that the true vaccine efficacy is greater than 30%. This means that the 95% CI for the trial result should exclude efficacy less than 30%. Current US Food and Drug Administration guidance includes this lower limit of 30% as a criterion for vaccine licensure. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Khoury DS, Cromer D, Reynaldi A, Schlub TE, Wheatley AK, Juno JA, et al. (May 2021). "Neutralizing antibody levels are highly predictive of immune protection from symptomatic SARS-CoV-2 infection". Nature Medicine. Figure 3. 27 (7): 1205–1211. doi:10.1038/s41591-021-01377-8. ISSN 1546-170X. PMID 34002089 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 234769053 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: location (link)
  36. Evidence Assessment: Sinopharm/BBIBP COVID-19 vaccine (PDF) (Presentation). World Health Organization. 29 April 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 5 May 2021 باندې). WHO experts voice "very low confidence" in some Sinopharm COVID-19 vaccine data. Reuters.
  38. "Coronavirus: Sinopharm vaccine more than 90 per cent effective at preventing hospitalisation, Abu Dhabi study says". The National. 19 April 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. (په 1 July 2021 باندې). Ministros de Salud de todo el país consensuaron redoblar esfuerzos para completar los esquemas de vacunación en mayores de 40 años. Government of Argentina
  40. Acosta S (22 July 2021). "INS: Vacuna de Sinopharm tiene efectividad de hasta 94% para reducir muerte por COVID-19". RPP (په اسپانيايي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. (په 13 August 2021 باندې). Peru study finds Sinopharm COVID vaccine 50.4% effective against infections. Reuters.
  42. Silvia-Valencia J, Soto-Becerra P, Escobar-Agreda S, Fernández-Navarro M, Moscoso-Porras M, Solari L, et al. (22 July 2021). Efectividad de la vacuna BBIBP-CorV para prevenir infección y muerte en personal de salud [Effectiveness of the BBIBP-CorV vaccine to prevent infection and death in health personnel] (Technical report) (په الإسبانية ژبه کي). Tabla 4, figura 2: Ministry of Health of Peru. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: location (link) صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  43. AlQahtani M, Bhattacharyya S, Alawadi A, Mahmeed HA, Sayed J, Justman J, et al. (2021-08-24). "Morbidity and mortality from COVID-19 post-vaccination breakthrough infections in association with vaccines and the emergence of variants in Bahrain" (Preprint). Figures 1c, 2a and 4b. doi:10.21203/rs.3.rs-828021/v1. S2CID 238713359 Check |s2cid= value (مساعدة) – عبر Research Square. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)CS1 maint: location (link)
  44. Xia S, Duan K, Zhang Y, Zhao D, Zhang H, Xie Z, et al. (September 2020). "Effect of an Inactivated Vaccine Against SARS-CoV-2 on Safety and Immunogenicity Outcomes: Interim Analysis of 2 Randomized Clinical Trials". JAMA. 324 (10): 951–960. doi:10.1001/jama.2020.15543. PMC 7426884. PMID 32789505. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Xia S, Zhang Y, Wang Y, Wang H, Yang Y, Gao GF, et al. (January 2021). "Safety and immunogenicity of an inactivated SARS-CoV-2 vaccine, BBIBP-CorV: a randomised, double-blind, placebo-controlled, phase 1/2 trial". The Lancet. Infectious Diseases. 21 (1): 39–51. doi:10.1016/s1473-3099(20)30831-8. PMC 7561304 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33069281 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "Immuno-bridging Study of Inactivated SARS-CoV-2 Vaccine in Healthy Population Aged 3-17 vs Aged 18 Years Old and Above (COVID-19)". clinicaltrials.gov. United States National Library of Medicine. 4 June 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Maxwell C (14 September 2020). "Coronavirus: UAE authorises emergency use of vaccine for frontline workers". The National. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. "Egypt to start receiving volunteers for COVID-19 vaccine trials". Egypt Independent. 12 September 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. "Morocco orders R-Pharm Covid-19 vaccine | The North Africa Post". northafricapost.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "Chinese Clinical Trial Register (ChiCTR) - The world health organization international clinical trials registered organization registered platform". www.chictr.org.cn. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Manama TD. "Vaccine trial continues | THE DAILY TRIBUNE | KINGDOM OF BAHRAIN". DT News. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. (په 3 November 2020 باندې). Bahrain allows Sinopharm COVID-19 vaccine candidate use in frontline workers. Reuters.
  53. Liu R (5 September 2020). "China's CNBG, Sinovac find more countries to test coronavirus vaccines". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. "Jordan starts phase 3 trial of China's COVID-19 vaccine". Jordan Times. 30 August 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. "Third Phase of Human Trials for Coronavirus Vaccine Underway in Peru". Voice of America. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. "6,000 additional volunteers required for trials of Sinopharm's COVID-19 vaccine" (په اسپانيايي ژبه کي). Andina. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. (په 27 January 2021 باندې). Peru volunteer in Sinopharm vaccine trial dies of COVID-19 pneumonia, university says. Reuters.
  58. "Clinical Trial to Evaluate the Efficacy, Immunogenicity and Safety of the Inactivated SARS-CoV-2 Vaccine (COVID-19)". clinicaltrials.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  59. "Coronavirus vaccine should be available in Pakistan 'within 6-8 weeks'". www.geo.tv. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  60. (په 29 August 2020 باندې). Sinovac's coronavirus vaccine candidate approved for emergency use in China - source. Reuters.
  61. (په 20 July 2021 باندې). China approves Sinopharm vaccine for children, teenagers. The Star.
  62. (په 15 September 2020 باندې). UAE announces emergency approval for use of COVID-19 vaccine. Reuters
  63. (په 9 December 2020 باندې). UAE approves China's Sinopharm vaccine for use. Gulf Business
  64. (په 2 August 2021 باندې). UAE approves use of China's Sinopharm vaccine for children aged 3 and over. South China Morning Post
  65. "Bahrain approves Chinese COVID-19 vaccine for use". ABC News. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  66. "WHO lists additional COVID-19 vaccine for emergency use and issues interim policy recommendations" (Press release). World Health Organization (WHO). 7 May 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  67. (په 7 May 2021 باندې). WHO grants emergency use authorization for Chinese-made Sinopharm coronavirus vaccine.
  68. Sachiti R. "Zambia to get Sinopharm COVID-19 vaccines". The Herald. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  69. (په 7 June 2021 باندې). PH approves Sinopharm COVID-19 vaccine for emergency use. Philippine Daily Inquirer