د کوریا اتحاد

د کوریا بیاځلي اتحاد په یو خپلواک هېواد باندې د شمالي کوریا او سویلي کوریا بیاځلي یو موټي کېدو ته ویل کېږي. د بیاځلي اتحاد بهیر د ۲۰۰۰زکال په جون میاشت کې د جون په ۱۵ مه د شمال او سوېل د ګډې اعلامیې په ورکولو سره پیل شو چې د ۲۰۱۸ زکال په اپرېل میاشت کې د کوریا د ټاپووزمې لپاره د سولې، هوساینې او یو موټي کېدو د پانمونجوم اعلامیې او د ۲۰۱۸ زکال په جون میاشت کې د سنګاپور د ناستې په ترڅ کې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون د ګډې بیانیې له خوا تائید شو. په پانمونجوم اعلامیه کې دواړو هېوادونو پرېکړه وکړه چې په راتلونکي کې به د کوریا د سوله ئیز اتحاد په موخه هڅې کوي.

د کوریا اتحاد
بنسټ ايښودنه۲۷يو جولای ۱۹۵۳
رسمي نښه통일
هېوادسوېلي کوريا، شمالي کوريا

له لومړۍ نړیوالې جګړې او جاپان ته د کوریا له الحاق (۱۹۱۰- ۱۹۴۵ زکال) وړاندې د پېړیو په اوږدو کې کوریا د یو موټي واحد دولت په توګه شتون درلود؛ چې د ګوریو او چوسون د سلسلې او همدارنګه په وروستیو کې د کوریا د سترواکۍ په نوم پېژندل کېده. په ۱۹۴۵ زکال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای او د سړې جګړې (۱۹۴۵-۱۹۹۲ زکال) د پیلېدو تر مهاله کوریا د کوریا د خلکو د جمهوریت په نامه یو موټی دولت و. له دې سره دغه یو موټي توب او یو موټي دولت د لنډ مهال لپاره دوام وکړ او په ۱۹۴۸ زکال کې د ۳۸مې موازي کرښې په اوږدو کې (اوس د کوریا غیرنظامي زون دی) په دوه هېوادونو وویشل شو. له جګړې څخه په وروسته نږدې کلونو کې شمالي کوریا د شوروي اتحاد او سویلي بیا د متحده ایالاتو تر مدیریت لاندې راغله. په ۱۹۵۰ زکال کې شمالي کوریا په سویلي کوریا برید وکړ او د کوریا جګړه یې پیل کړه چې په ۱۹۵۳ زکال کې په داسې حال کې پای ته ورسېده چې کړکېچ یې پاتې شو. له جګړې وروسته بیاځلي یو موټي کېدل په یوه ستونزه واوښتل ځکه چې دواړه هېوادونه په مخ پر زیاتېدوني ډول په ثابته چټکتیا له یوبل لرې شول. له دې سره په ۲۰۱۰ مه لسیزه کې د شمالي کوریا او جنوبي کوریا ترمنځ اړیکې ښې شوې او شمالي کوریا د سویلي کوریا په پیونګ چانګ او ګانګوون ایالاتونو کې د ۲۰۱۸ زکال په ژمنیو المپیک سیالیو کې ونډه واخیسته. په ۲۰۱۹ زکال کې د سویلي کوریا ولسمشر مون جه این تر ۲۰۴۵ زکال پورې د دواړو ویشل شوو هېوادونو د یو موټي توب وړاندیز وکړ.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

وېش (له ۱۹۴۵ زکال راهیسې)

سمول

د کوریا د ټاپووزمې اوسنی ویش د دویمې نړیوالې جګړې له پای وروسته د ترسره شوو پرېکړو پایله ده. په ۱۹۱۰ زکال کې د جاپان سترواکۍ کوریا ځانته الحاق کړه او په دویمه نړیواله جګړه کې یې د ماتې خوړولو تر مهاله په هغو واکمني وکړه. د کوریا د خپلواکۍ هوکړه د ۱۹۴۳ زکال د ډسمبر په لومړۍ نېټه هغه مهال ترسره شوه، کله چې متحده ایالاتو، چین او بریتانیا د قاهرې اعلامیه لاسلیک کړه؛ په دغه اعلامیه کې راغلي و چې: «یاد درې ځواکونه چې له غلامۍ څخه د کوریايي وګړو د خلاصون په فکر کې دي؛ هوډ لري د وخت په تېرېدو سره به کوریا ازاده او خپلواکه کوي». په ۱۹۴۵ زکال کې ملګرو ملتونو د کوریا د قیمومیت د مدیریت په موخه یو شمېر پروګرامونه ترتیب کړل.[۷]

په دوه پوځي اشغالي سیمو باندې د دغې ټاپووزمې پر ویش هوکړه وشوه: شمالي برخه چې د شوروي اتحاد له خوا اداره کېدله او سویلي چې متحده ایالاتو اداره کوله. د ۱۹۴۵ زکال د اګست په ۱۰ مه د دواړو خواوو دوه ډګرمنانو ۳۸ مه موازي کرښه د ویش د کرښې په توګه وټاکله. د کرښې شمالي لوري ته جاپاني سرتېري باید شوروي اتحاد ته او سویل لور ته سرتېري باید متحده ایالاتو ته تسلیم شوي وای. 

په پیل کې په پام کې نه وه چې دغه ویش دې د اوږد مهال لپاره دوام وکړي خو د سړې جګړې سیاست په ۱۹۴۸ زکال کې په دغه دوه سیمو کې د دوه جلا دولتونو د رامنځته کېدو لامل وګرځېد. د سوله ئیز یوځای کېدو په موخه د کوریایي وګړو هیله په ۱۹۵۰ زکال کې د کوریا د جګړې په رامنځته کېدو سره له منځه لاړه. د ۱۹۵۰ زکال د جون په ۲۵ مه د شمالي کوریا ځواکونو په سویلي کوریا برید وکړ. مائوتسه تونګ له متحده ایالاتو سره مخ کېدل وستایل او ژوزف ستالین زړه نازړه له دغه برید ملاتړ وکړ. له درې کاله جګړې وروسته چې په کې د چین، کوریا او ملګرو ملتونو ځواکونه ښکېل و او متحده ایالاتو هم په کې د وروستیو ځواکونو مشري کوله؛ جګړه د نږدې هماغې پخوانۍ پولې په شتون کې په اوربند پای ته ورسېده.[۸][۹][۱۰]

اوسنی حالت

سمول

د اتحاد ماهیت، یعنې د شمالي کوریا پاشل کېدل او په تدریج سره د شمال او سوېل ادغام د ښکېلو خواوو ترمنځ چې کوریا، چین، جاپان، روسیه او متحده ایالات دي د شدیدو سیاسي بحثونو او آن د یو شمېر نښتو موضوع جوړوي.[۱۱][۱۲]

په وروستیو کلونو کې د دواړو کوریا ګانو ترمنځ اړیکې د شمالې کوریا له خوا د یو شمېر پارونکو اقداماتو لکه د کیم جونګ ایل د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۰ زکال کې د ROKS بېړۍ د په نښه کولو او د یویونپوینګ ټاپو بمبار کول؛ همدارنګه د هغه د زوی کیم جونګ اون د واکمنۍ پر مهال د ۲۰۱۲ زکال په اپرېل او ډسمبر میاشتو کې د هستوي توغندیو د ازموینې او په ۲۰۱۳ زکال کې د شمالي کوریا د دریم هستوي توغندي د ازموینې له امله ترینګلې شوې. واک ته د کیم جونګ اون ناڅاپي رسېدل او د حکومتولۍ په برخه کې د هغه محدودې تجربې د بېلابېلو لورو ترمنځ د واک پر سر د شخړې ویره رامنځته کړې چې د کوریا په ټاپووزمه کې د راتلونکې بې ثباتۍ لامل کېږي.[۱۳][۱۴][۱۵]

همدارنګه بیاځلي یوموټی کېدل د شمالي او سویلي کوریا د دولتونو پر وړاندې د اوږد مهالې موخې په توګه پاتې دی. د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د ۲۰۱۲ زکال د نوي کال د ورځې په وینا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د «تقابل د له منځه وړو» او همدارنګه د سیاسي او اقتصادي همکاریو د زیاتوالي په موخه د پخوانیو هوکړو د اجرايي کېدو غوښتونکی شو. د سویلي کوریا د یو موټي کېدو وزارت په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ زکال کې د دغې موضوع اړوند د عامه پوهاوي د زیاتوالي په موخه هڅې دوه چنده کړې او د Miracle Audition تر نامه لاندې یې د نمایشي خپرونو پروګرام او همدارنګه د اتحاد پلوه مضامینو لرونکی اینټرنټي طنزي پروګرام پیل کړ. دغه وزارت له دې وړاندې د ابتدايي ښوونځیو په روزنیز نصاب کې د دغې موضوع د ترویج هڅه کړې لکه د «موږ یو یو» تر عنوان لاندې یې د شمالي کوریا اړوند روزنیز کتاب په ښوونیز نصاب کې شامل کړی او همدارنګه یې اړوند د هنري او لاسي صنایعو پروژې هم مخته وړې دي.[۱۶][۱۷][۱۸]

د ۲۰۱۸زکال کې د نوي کال د ورځې په وینا کې کیم څو ځله د کوریا په مشرۍ د کوریا بیاځلي اتحاد ته نغوته وکړه او د ۲۰۱۸ زکال په ژمنیو اولمپیک لوبو کې چې د سویلي کوریا په پیونګ چانګ ایالت کې ترسره کېدلې د شمالي کوریا د ګډون یې وویل؛ هغه موضوع چې د څو کالو دښمنیو وروسته پام وړ بدلون بلل کېږي. له دې وروسته د شمال او سویل ترمنځ ناستې د دې لامل وګرځېدې چې داوړه لوري هوکړې ته ورسېدل چې د المپیک په افتتاحیه مراسمو کې به د یو بیرغ لاندې راغونډېږي او د یخ پر سر د هاکي لوبې یو ګډ ټیم به جوړوي چې په ټولیزه بڼه د شمالي کوریا ۲۲ لوبغاړو د دغې لوبو په مختلفو ډولونو لکه فیګور سکي، د لنډ مسیر چټک سکي، صحرايي سکي او الپاین سکي کې ونډه واخیسته.[۱۹][۲۰][۲۱]

د ۲۰۱۸ زکال په اپرېل میاشت کې په پانمونجوم ناسته کې کیم جونګ اون او مون جه این هغه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې دواړه ژمن شول د کال تر پایه به د دواړو کوریاګانو د سولې هوکړه لاسلیک کوي. دواړو مشران په نمایشي ډول د یو بل له پولو تېر شول او دا لومړی ځل و چې د سویلي کوریا ولسمشر د شمالي کوریا له پولې تېر شو او همدغسې برعکس. کیم څرګنده کړه چې شمالي کوریا به د هستوي وسلو څخه د خلع سلاح کولو بهیر پیل کړي هغه پرېکړه چې د متحده ایالاتو د وخت ولسمشر ډونالډ ټرامپ ترې هم ملاتړ وکړ. د سولې خبرې اترې هېڅ نتیجې ته وه نه رسېدې ځکه شمالي کوریا خپل اټومي پروګرام ته دوام ورکړ.[۲۲][۲۳]

سرچينې

سمول
  1. Miller, J Berkshire. "Great aspirations: Inter-Korea relations going forward". www.aljazeera.com.
  2. Shin, Hyonhee. "Two Koreas discuss reducing military tension amid reports of North..." U.S.
  3. "North and South Korea militaries meet on the border to "build trust" amid new challenges". Newsweek (په انګليسي). 31 July 2018.
  4. (www.dw.com), Deutsche Welle. "Majority of South Koreans favor North Korea 'friendship' | DW | 19.02.2018". DW.COM (په انګليسي).
  5. Taylor, Adam (27 April 2018). "The full text of North and South Korea's agreement, annotated" – via www.washingtonpost.com.
  6. McCurry, Justin (15 August 2019). "Korean peninsula will be united by 2045, says Seoul amid Japan row". The Guardian. نه اخيستل شوی 16 August 2019.
  7. O’Shaughnessy, Brig Gen Karlynn Peltz. "The Economic implications of Korean reunification" (PDF). Archived (PDF) from the original on 26 March 2014. نه اخيستل شوی 27 September 2012.
  8. Ch'oe, Yong-ho, Bary William Theodore. De, Martina Deuchler, and Peter Hacksoo. Lee. Sources of Korean Culture: From the Sixteenth to the Twentieth Century. Vol. 2. New York: Columbia Univ., 2000. 425. Print.
  9. Boose, Jr., Donald (1998). "The Korean War Revisited". Vincent Ferraro, Resources for the Study of International Relations and Foreign Policy. Archived from the original on 2 March 2013. نه اخيستل شوی 10 March 2013.
  10. Lankov, Andrei (16 May 2012). "Stalin had direct impact on Korea in 1945-53 period". The Korea Times. Archived from the original on 9 June 2016.
  11. "Archived copy" (PDF). Archived (PDF) from the original on 2015-03-19. نه اخيستل شوی 2015-03-17.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link)
  12. "Doomsday scenario plan would divide North Korea". BBC News. 25 September 2013. Archived from the original on 25 September 2013.
  13. "Seoul reaffirms N. Korea's torpedo attack in final report". Korea Times. 13 September 2010. Archived from the original on 16 September 2010. نه اخيستل شوی 14 September 2010.
  14. "Q&A: Inter-Korean crisis". BBC News. 2010-12-20. Archived from the original on 2010-12-09.
  15. Tandon, Shaun (2011-12-20). "Kim death threatens chaos for US policy". U.S. Representative Ed Royce, 39th District of California. AFP. Archived from the original on 2014-03-07. نه اخيستل شوی 9 March 2014.
  16. Harlan, Chico (1 January 2013). "In New Year's speech, N. Korea's Kim says he wants peace with South". Washington Post. Seoul. Archived from the original on 8 January 2013. نه اخيستل شوی 23 February 2013.
  17. Harlan, Chico (17 October 2011). "South Korea's young people are wary of unification". Washington Post. Seoul. Archived from the original on 20 July 2012. نه اخيستل شوی 23 February 2013.
  18. Strober, Jason; Hugh-Jones, Rob (4 December 2011). "Will young South Koreans watch 'unification TV'?". PRI's The World. BBC News. Archived from the original on 7 January 2012. نه اخيستل شوی 23 February 2013.
  19. "New Year's Address". North Korea Leadership Watch (په انګليسي). 2018-01-01. نه اخيستل شوی 2018-02-10.
  20. "North Korea Calls for Reunification with South Korea". Sky News (په انګليسي). 2018-01-25. نه اخيستل شوی 2018-11-19.
  21. "IOC President Bach Says PyeongChang Olympics Can Send 'Message of Peace' to World". International Olympic Committee (په انګليسي). 2018-11-19. Archived from the original on 2018-04-21. نه اخيستل شوی 2018-11-19.
  22. Haas, Benjamin; McCurry, Justin; Smith, David (April 27, 2018). "North and South Korean leaders promise 'lasting peace' for peninsula". The Guardian. نه اخيستل شوی May 2, 2018.
  23. Lynch, Colum (April 20, 2020). "North Korea Continues to Flout Trump, Advance Nuclear Ambitions". Foreign Policy. نه اخيستل شوی December 11, 2020.