د کنګل زمانه

د کنګل زمانه د ځمکې د سطحې او اتومسفیر د تودوخې د کمېدو یوه اوږده دوره ده چې په پایله کې یې د قاره‌يي او قطبي کنګل تختې او الپاین طبیعي یخچالونه یا د یخ سترې ټوټې را پیدا کېږي یا پراخېږي. د ځمکې اقلیم په متناوب ډول د کنګل او ګلخانه‌يي دورو تر منځ بدلېږي چې په دې حالت کې په سیاره کې هېڅ کوم کنګل موجود نه وي. ځمکه دا مهال د «کوارټرنري کنګل» په زمانه کې واقع ده. د کنګل په زمانه کې د ساړه اقلیم انفرادي پالسونه «د کنګل دورې» بلل کېږي او د کنګل په زمانه کې متناوبې ګرمې دورې د کنګل د دوو دورو تر منځ واقع شوې دورې (interglacials) نومول کېږي.[۱][۲]

په کنګل پوهنه کې د کنګل زمانه په دواړو شمالي او سوېلي نیمکرو کې د کنګلونو د پراخو ټوټو موجودیت ته ویل کېږي. د دې تعریف له مخې دا مهال ځمکه د کنګل د دوو دورو تر منځ په «هولوسن» دوره کې واقع ده. د اټکل له مخې هغه ګلخانه‌يي ګازونه چې سمندرونو او د ځمکې اتومسفیر ته ور خپرېږي، د راتلونکو ۵۰۰۰۰۰ کلونو لپاره د بلې کنګل دورې مخنیوی کوي چې تر دې پرته په راتلونکو شاوخوا ۵۰۰۰۰ کلونو کې او تر هغه وروسته د کنګل ډېرې نورې څرخې پیلېږي.[۳][۴][۵][۶]

د کنګل لویې دورې سمول

د ځمکې په تاریخ کې د کنګل لږ تر لږه پنځه لویې دورې موجودې دي چې «هوروني»، «کرایوجین»، «اندو-صحرا»، «لېټ پالیوزوئیک» او د کنګل وروستۍ «کوارټرنري» دورې دي. داسې ښکاري چې تر دغو دورو پرته ځمکې حتا په لوړو جغرافیايي عرض البلدونو کې هم کنګل نه درلود؛ دغه ډول دورې د ګلخانه‌يي دورو په نامه پېژندل کېږي.[۷][۸][۹]

د کنګل د ډېرې پخوانۍ زمانې «هورونین» د ډبرو لرغونوالی شاوخوا ۲.۴ تر ۲.۱ میلیارد کاله مخکې د پروټروزوییک د لومړنۍ دورې مهال ته رسېږي. د سوپر ګروپ سلګونه کیلومتره برخه د «هورون» سیند د شمالي ساحل په شمال کې په ۱۰ تر ۱۰۰ کیلومتره (۶.۲ تر ۶۲.۱ مایله) واټن کې پرته ده چې د «سالټ سټ» له څنګه تېرېږي. د پیوسته هورونین رسوبات د «میشیګان» ایالت «مارکیوټ» سیمې ته نږدې موندل شوي دي او له «پالیوپروټروزوییکو» کنګلیزو رسوباتو سره پیوستون له لوېديځې استرالیا څخه رامنځته شوی دی. د کنګل هورونین دوره د لویو اکسیجني پېښو په جریان کې د «اتومسفیري میتان» په نامه د یوه ګلخانه‌يي ګاز د له منځه تلو له امله رامنځته شوه.[۱۰]

د کنګل بله دوره چې په تېرو یو میلیارد کلونو کې د کنګل تر ټولو سخته دوره ګڼل کېږي، له ۷۲۰ تر ۶۳۰ میلیون کاله مخکې مهال څخه پېښه شوې ده او ښايي ځمکه یې د یوه واورین توپ په څېر منجمده کړې وي چې په پایله کې یې د کنګل ټوټې استوا ته رسېدلې دي، دا دوره د اتشفشانونو په پایله کې د کاربن ډای اکسایډ په څېر ګلخانه‌يي ګازونو په راټولېدو سره پای ته ورسېده. "په لویو وچو کې د کنګل شتون او په سمندرونو کې د تړلیو کنلګونو شتون د سیلیکاټ او فوټوسنټېز هوا وهنه مهاروي چې دا دواړه دا مهال د کاربن ډای اکسایډ دوې لویې زېرمې دي." ویل شوي چې د کنګل د دغې دورې د پای ته رسېدو له امله د اډیاکران او کامبرین چاودنې وشوې، که څه هم دغه ماډل په وروستیو کې بحثونه راپورته کړي دي. [۱۱][۱۲]

اندو-صحرا دوره له ۴۶۰ تر ۴۲۰ میلیون کاله مخکې مهال څخه را وروسته د «ارډویسین» په وروستۍ دوره کې او د «سیلورین» دورې پر مهال پېښه شوې ده.

د «ډونین» دورې په پیل کې د نباتاتو تکامل په سیاره کې د اکسیجن په کچه کې د اوږدمهالي ډېرښت او د کاربن ډای اکسایډ د کمښت لامل شو چې پایله یې د پالیوزوییک د وروستیو وختونو کنګل و. مخکېنی نوم یې «کارو کنګل» و، دا نوم له هغو کنګل شویو ونو څخه اخیستل شوی چې د سوېلي افریقا په «کارو» سیمه کې موندل شوې دي. په سوېلي افریقا کې د «کربونیفر» دورې پر مهال او د «پرمین» دورې په لومړیو کې د ۳۶۰ تر ۲۶۰ میلیونو کلونو مخکې مهال په جریان کې پراخ قطبي کنګلیز پوښونه موجود وو. دې ته ورته کنګلیز پوښونه په «ارجنټاین» او د «ګنډوانالنډ» د لرغونې لویې وچې په مرکز کې هم پېژندل شوي دي.

کوارټرنري کنګل/ د کوارټرنري کنګل دوره شاوخوا ۲.۵۸ میلیونه کاله پخوا د «کوارټرنري» دورې پر مهال پیل شوه او دا هغه مهال و چې په شمالي نیمکره کې کنګلیزو ټوټو پر پراختیا پیل وکړ. له دغه مهاله را وروسته نړۍ د کنګلیزو ټوټو د څرخو شاهده ده چې د ۴۰۰۰۰ او ۱۰۰۰۰۰ کلونو په زماني کچو کې په بېلابېلو نومونو مخته ځي چې د کنګل دورې، د کنګل پرمتختګونه، د کنګل تر منځ دورې یا هم د کنګل شاته تګ او دې ته ورته نومونه ورکول کېږي. ځمکه دا مهال د کنګل د دوو دورو تر منځ واقع ده او د کنګل وروستۍ دوره شاوخوا ۱۱۷۰۰ کاله پخوا پای ته ورسېده. هغه څه چې د لویې وچې له کنګلونو څخه باقي پاتې کېږي، د ګرینلنډ او سوېلي قطب کنګلیزې ټوټې او کوچني کنګلونه لکه «بافین» ټاپو دي.[۱۳]

لاملونه سمول

د ځمکې په اتومسفیر کې بدلونونه سمول

شته شواهد څرګندوي چې د کنګل د دورې په پيل کې د ګلخانه‌يي ګازونو کچه کمه شوې او د کنګلیزو ټوټو د شاته تګ پر مهال بېرته ډېره شوې ده، خو د علت او معلول مشخصول یې ستونزمن کار دی. د ګلخانه‌يي ګازونو کچې ښايي د نورو عواملو تر اغېز لاندې هم وي چې د کنګل دورې د لاملونو په توګه مطرح شوي دي؛ په دې کې د لویو وچو او اتشفشانونو حرکت د بېګلې په توګه یادولی شو.

د ځمکې د واورین توپ فرضیه په دې باور ده چې د «پروټروزوییک» په وروستیو کې سخت انجماد په اتومسفیر کې د کاربن ډای اکسایډ د کچې له ډېرېدو سره پای ته ورسېد چې لامل یې تر ډېره اتشفشانونه وو؛ د ځمکې د واورین توپ د فرضیې ځینې ملاتړي استدلال کوي چې لامل یې د اتومسفیري کاربن ډای اکسایډ کمښت دی. دغه فرضیه په راتلونکي کې د ځمکې د نورو واورینو توپونو په اړه هم خبرداری ورکوي.

په ۲۰۰۹ کال کې په دې اړه لا ډېر شواهد وړاندې شول چې ګواکي په لمریزو وړانګو کې بدلونونه د کنګل تر دورې را وروسته د ځمکې د ګرمېدو لپاره لومړني محرکونه برابروي، او په دې پسې نور عوامل لکه د ګلخانه‌يي ګازونو ډېروالی هم په دغه بدلون کې ستر لامل ګڼل کېږي.[۱۴][۱۵][۱۶]

د لویو وچو موقعیت سمول

د ځمک‌پوهنې د سوابقو له مخې د کنګل زمانه هغه مهال پیلېږي چې لویې وچې په داسې موقعیتونو کې واقع شي چې له استوا څخه قطبونو ته د ګرمو اوبو جریان ودروي یا یې کم کړي، له دې امله کنګلیزې ټوټې جوړېږي. کنګلیزې ټوټې د ځمکې د انعکاس وړتیا لوړوي او په پایله کې یې د لمریزو وړانګو جذب کمېږي. کله چې د لمریزو وړانګو جذب کم شي، اتومسفیر سړېږي. د اتومسفیر په سړېدو سره د کنګلیزو ټوټو ودې ته لاره هوارېږي چې انعکاس په یوه مثبته کړۍ کې لا ډېروي. د کنګل زمانه تر هغه مهاله دوام کوي چې د هوا وهنې کموالی د ګلخانه‌يي اغېزې د ډېرېدو لامل شي.

په لویو وچو کې درې لوی لاملونه موجود دي چې قطبونو ته د ګرمو اوبو د حرکت مخه نیسي:[۱۷]

  • چې یوه لویه وچه د بلې لویې وچې پر سر وي، لکه اوسنی سوېلي قطب.
  • چې یو قطبي سمندر کابو په وچه کې ایسار وي، لکه دا مهال چې منجمد شمالي سمندر دی.
  • چې یوه لویه وچه د استوا کرښې ډېره برخه وپوښي، لکه څرنګه چې «روډینیا» د «بروډټي» په دوره کې پوښلې وه.

دا چې ځمکه دا مهال پر سوېلي قطب یوه لویه وچه او پر شمالي قطب یو داسې سمندر لري چې کابو په وچه کې ایسار دی، نو ځمک‌پوهان په دې باور دي چې ځمکه به په نږدې راتلونکي کې د ځمک‌پوهنې له نظره خپلو کنګلیزو دورو ته دوام ورکړي.

ځینې پوهان په دې باور دي چې «همالیا» د کنګل د اوسنۍ دورې اصلي لامل دی، ځکه دغو غرونو د ځمکې ټولیز ورښت زیات کړی دی چې په پایله کې یې له اتومسفیر څخه د کاربن ډای اکسایډ د وتلو چټکتیا ډېره شوې او ګلخانه‌يي اغېز کم شوی دی. د همالیا جوړښت شاوخوا ۷۰ میلیونه کاله مخکې هغه مهال پیل شو چې د هندو-استرالیا تخته له اوراسیا تختې سره ولګېده، او همالیا دا مهال هم هر کال شاوخوا ۵ میلي متره ډېرېږي، ځکه چې د هندو-استرالیا تخته لا هم هر کال په ۶۷ ملي متره چټکتیا سره حرکت کوي. په ټولیز ډول د همالیا تاریخچه د ځمکې د متوسطې تودوخې له اوږدمهالي کمښت یعنې ۴۰ میلیونه کاله مخکې مهال سره مطابقت لري.[۱۸]

سرچينې سمول

  1. Ehlers, Jürgen; Gibbard, Philip (2011). "Quaternary glaciation". Encyclopedia of Snow, Ice and Glaciers. د کتاب پاڼي 873–882. doi:10.1007/978-90-481-2642-2_423. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-481-2641-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Cohen, K .M.; Finney, S. C.; Gibbard, P. L.; Fan, J.-X. "International Chronostratigraphic Chart 2013" (PDF). stratigraphy.org. ICS. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Imbrie, J.; Imbrie, K. P. (1979). Ice ages: solving the mystery. Short Hills NJ: Enslow Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-89490-015-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Thomson, Andrea (2007). "Global Warming Good News: No More Ice Ages". LiveScience. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Human-made climate change suppresses the next ice age". Potsdam Institute for Climate Impact Research in Germany. 2016. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اگسټ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Archer, David; Ganopolski, Andrey (May 2005). "A movable trigger: Fossil fuel CO2 and the onset of the next glaciation". Geochemistry, Geophysics, Geosystems. 6 (5). Bibcode:2005GGG.....6.5003A. doi:10.1029/2004GC000891. S2CID 18549459. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lockwood, J.G.; Zinderen-Bakker, E. M. van (November 1979). "The Antarctic Ice-Sheet: Regulator of Global Climates?: Review". The Geographical Journal. 145 (3): 469–471. doi:10.2307/633219. JSTOR 633219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Warren, John K. (2006). Evaporites: sediments, resources and hydrocarbons. Birkhäuser. د کتاب پاڼې 289. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-540-26011-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Allaby, Michael (January 2013). A Dictionary of Geology and Earth Sciences (الطبعة Fourth). Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199653065. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  10. Kopp, Robert (14 June 2005). "The Paleoproterozoic snowball Earth: A climate disaster triggered by the evolution of oxygenic photosynthesis". PNAS. 102 (32): 11131–6. Bibcode:2005PNAS..10211131K. doi:10.1073/pnas.0504878102. PMC 1183582. PMID 16061801. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hyde WT, Crowley TJ, Baum SK, Peltier WR (May 2000). "Neoproterozoic 'snowball Earth' simulations with a coupled climate/ice-sheet model" (PDF). Nature. 405 (6785): 425–9. Bibcode:2000Natur.405..425H. doi:10.1038/35013005. PMID 10839531. S2CID 1672712. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Chris Clowes (2003). ""Snowball" Scenarios of the Cryogenian". Paleos: Life through deep time. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جون ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. University of Houston-Clear Lake - Disasters Class Notes - Chapter 12: Climate Change sce.uhcl.edu/Pitts/disastersclassnotes/chapter_12_Climate_Change.doc
  14. Luthi, Dieter; et al. (2008-03-17). "High-resolution carbon dioxide concentration record 650,000–800,000 years before present" (PDF). Nature. 453 (7193): 379–382. Bibcode:2008Natur.453..379L. doi:10.1038/nature06949. PMID 18480821. S2CID 1382081. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Ruddiman, W.F.; Kutzbach, J.E. (1991). "Plateau Uplift and Climate Change". Scientific American. 264 (3): 66–74. Bibcode:1991SciAm.264c..66R. doi:10.1038/scientificamerican0391-66. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Raymo, Maureen E.; Ruddiman, William F.; Froelich, Philip N. (1988-07-01). "Influence of late Cenozoic mountain building on ocean geochemical cycles". Geology (په انګلیسي ژبه کي). 16 (7): 649–653. Bibcode:1988Geo....16..649R. doi:10.1130/0091-7613(1988)016<0649:IOLCMB>2.3.CO;2. ISSN 0091-7613. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lee Hannah, Climate Change Biology, 2nd ed. (Amsterdam: Academic Press, 2014), 23-28. کينډۍ:ISBN
  18. Raymo, Maureen E.; Ruddiman, William F.; Froelich, Philip N. (1988-07-01). "Influence of late Cenozoic mountain building on ocean geochemical cycles". Geology (په انګلیسي ژبه کي). 16 (7): 649–653. Bibcode:1988Geo....16..649R. doi:10.1130/0091-7613(1988)016<0649:IOLCMB>2.3.CO;2. ISSN 0091-7613. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)