د کنفدراسیون له لاسه وتلی لامل

د کنفدراسیون له لاسه وتلی لامل (یا په ساده ډول له لاسه وتلی لامل) یو امریکایي جعلي تاریخي افسانه ده چې ادعا کوي چې د امریکا د کورنۍ جګړې پرمهال د کنفدراسیون ایالتونو لامل عادلانه او اتل و او د غلامۍ پر بنسټ نه و، چې دا په لومړي ځل په ۱۸۶۶ز کال کې اعلان شو او تر نن ورځې پورې په سویل کې د نژاد پرستۍ، جنسیت رول او مذهبي چلندونو باندې اغېزه لري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د ورک شوي لامل پلويان په عموم ډول مخکې له جګړې نه د سویل د ویاړ او اتلولي دودیز کلتور ستاینه کوي. دغه راز دوی استدلال کوي چې له غلامانو سره ښه چلند شوی او دا ردوي چې د دوی حالت د جګړې لوی لامل و، د کنفدراسیون مشرانو د څرګندونو برعکس لکه د کارنسټون وینا او پرځای یې دوی د جګړې لامل د دولتونو د حقونو د دفاع او د شمالي تیري په وړاندې د دوی د کرنیز اقتصاد ساتنه ګڼي. په دې توګه د اتحادیې بریا د هغې د لوی صنعتي شتمنۍ او پراخوالۍ په پایله کې تشریح شوې، پداسې حال کې چې د کنفدراسیون اړخ د لوړ اخلاق او پوځي مهارتونو درلودونکي و، خو عصري تاریخپوهان بیا تر ډېره بریده له دې توضیحاتو سره موافق نه دي او د جګړې اصلي لامل غلامۍ په ګوته کوي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ورک شوي لامل د فعالیتونو دوه سخت پړاونه د ۲۰مې پېړۍ په وروستیو کې وه او د هغه مهال و چې دوی د پخوانیو مړه شوي سرتېرو د یادونو تلپاتې کولو لپاره او د ١٩٥٠ او ١٩٦٠ ز کلونو کې د مدنی حقونو د غورځنګ په ترڅ کې د نژادی برابرۍ لپاره د خلکو د ملاتړ د زیاتولو په غبرګون کې هڅې روانې کړې، چې د ځینو کړنو له لارې لکه د کنفدراسیون یادګارونه جوړول، د تاریخ درسي کتابونو لیکل، د ورک شوي لامل سازمانونه (د کنفدراسیون د متحده لورګانې او د کنفدراسیون تجربه لرونکو زامنو په ګډون) هڅه وکړه تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې سپین پوسته سویلي خلک په هغه څه پوهېږي چې دوی یې د کورنۍ جګړې ریښتیني لامل په توګه ګڼي او په دې توګه د سپین پوستو د سترتوب تګلارو لکه د جیم کرو قوانینو ملاتړ ته دوام ورکوي. په دې مانا چې سپین پوسته سترتوب د له لاسه تللي لامل د داستان یو له مهمو ځانګړتیاوو نه دی.[۱۳][۱۴]

اصول سمول

که څه هم د ورک شوي لامل مفکوره له یو نه ډېر لاملونه لري، خو دوی زیاتره دا استدلال لري چې غلامي اصلي لامل او یا د کورنۍ جګړې علت نه و. دغه راز ورک شوي لامل د شمالي ګواښ په وړاندې د سویلي ژوند کړنلارې ته د دفاع په توګه د جلا کېدو په نظر ټینګار کاوه او استدلال کوي چې دا ګواښ د ایالتونو له حقوقو نه چې د اساسي قانون له خوا تضمین شوي سرغړونه کوي همدارنګه دا څرګندونې ټینګار کوي چې هر هېواد د جلا کېدو حق لري، چې شمال یې په کلکه ردوي.[۱۵]

له لاسه وتلی لامل سویل شمال په پرتله ډیر عیسوی پلوه ښیي او غلامي د بې رحمه په پرتله خورا خیرغوښتونکي په توګه انځوروي. دغه راز د خوشحاله غلامانو کیسې زیاتره د غلامۍ د دفاع په هڅو کې د پروپاګند په توګه کارول کیږي، چې د کنفدراسیون متحده لورګانو سازمان د «وفادار غلام یادګار کمیټه» درلوده او په دې ډول د لوېدیځ ویرجینیا په هارپر فیری سیمه کې د هیوارډ شیپرډ یادګار یې جوړ کړ. دغه راز دا کیسې شمالي ته د غلامۍ تشریح کولو لپاره کارول کیږي، چې له لاسه وتلی لامل د غلام مالکین د خپلو غلامانو سره مهربانه ښیي.[۱۶][۱۷][۱۸]

له شلمې پیړۍ نه تر نن ورځې پورې سمول

د ورک شوي لامل بنسټیز انګیرنې په عصري سویل کې د ډیری لپاره تلپاتې ثابت شوي. د له لاسه وتلی لامل اصول زیاتره د شخړو په ترڅ کې د کنفدارسیون بیرغ او د بېلابېلو ایالتي بیرغونو د عامه نندارې په شاوخوا کې راپورته کېږي.

دغه راز تاریخ لیکونکي جان کوسکي یادونه وکړه چې د کنفدارسیون تجرته لرونکي سرتېري (SCV) «د بیرغ ترټولو ښکاره، فعال او اغېزمن مدافع دي او د ورک شوي لامل تاریخي او ایډیالوژیکي تفسیرونه یې پرته له کوم بدلون نه ۲۱مې پېړۍ ته لېږدولي دي. همدارنګه کوسکي د « شلمې پېړۍ په وروستیو کې د پرچم جګړو» په اړه لیکلي:[۱۹]

د ۱۹۵۰ لسیزې په لومړیو کې د SCV چارواکو د بیرغ جګړې له همغږۍ نه د بې اهمیتۍ او د هغو کسانو په وړاندې چې ټینګار یې کاوه چې د هغې نندارې غیر وطن پرسته او یا نژاد پرست دي دفاع وکړه. د SCV ویاندانو دا ثابت شوی استدلال تکرار کړ چې سویل د خپلې خپلواکۍ لپاره مشروع جګړه کړې، نه د غلامۍ د دفاع لپاره جګړه او دا چې د تاریخ په اړه د «یانکي» نظریه په غلطه توګه سویل بدنام کړ او خلک یې د دې لامل شول چې د بیرغ جګړې غلط تعبیر وکړي.[۲۰]

کنفدراسیون ایالتونو له ۱۸۶۱ز کال نه او ۱۸۶۵ز کال پورې ډېری بیرغونه کارولي. د امریکا د کورنۍ جګړې له پای ته رسیدو راهیسې، د کنفدراسیون له بیرغونو نه د شخصي او رسمي کارول د پام وړ بحثونو ته دوام ورکوي، چې د مسیسیپي دویم ایالتي بیرغ  په ۱۸۹۴ز کال کې تصویب شو او په ۲۰۲۰ز کال کې د جورج فلویډ لاریونونو پرمهال له پامه وغورځول شو.[۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې سمول

  1. (په November 28, 2018 باندې). The Confederacy Was Built on Slavery. How Can So Many Southern Whites Think Otherwise?.
  2. "The Black and the Gray: An Interview with Tony Horwitz". Southern Cultures. 4: 5–15. 1998. doi:10.1353/scu.1998.0065. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "American Battlefield Trust, October 30, 2020, updated March 25, 2021". October 30, 2020. مؤرشف من الأصل في June 2, 2021. د لاسرسي‌نېټه June 2, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ball, Molly (June 7–14, 2021). "Stonewalled". Time. د کتاب پاڼې 54. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: تنسيق التاريخ (link)
  5. . Karen L. Cox, "Five Myths About the Lost Cause," The Washington Post, January 14, 2021.
  6. (په February 27, 2021 باندې). Confederate Symbols Are Making Way for Better Things.
  7. Cox, Karen L. (2019). Dixie's Daughters: The United Daughters of the Confederacy and the Preservation of Confederate Culture. University Press of Florida. OCLC 1258986793. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780813064130. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Wilson, Charles Reagan (2011). Baptized in Blood: The Religion of the Lost Cause, 1865–1920. University of Georgia Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Domby, Adam H. (February 11, 2020). The False Cause: Fraud, Fabrication, and White Supremacy In Confederate Memory. University of Virginia Press. OCLC 1151896244. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8139-4376-3. مؤرشف من الأصل في August 6, 2020. د لاسرسي‌نېټه July 4, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. Gallagher, Gary W.; Nolan, Alan T., المحررون (2000). The Myth of the Lost Cause and Civil War History. Indiana UP. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-253-33822-8. مؤرشف من الأصل في May 12, 2016. د لاسرسي‌نېټه December 11, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. David W. Blight (2001). Race and Reunion: The Civil War in American Memory. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 259. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-00332-3. مؤرشف من الأصل في June 10, 2016. د لاسرسي‌نېټه December 11, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Cox, Karen L. (2019). Dixie's Daughters: The United Daughters of the Confederacy and the Preservation of Confederate Culture. University Press of Florida. OCLC 1258986793. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780813064130. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Sheehan-Dean, Aaron, المحرر (2014). A Companion to the U.S. Civil War. Wiley. د کتاب پاڼې 837. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-118-80295-3. مؤرشف من الأصل في April 20, 2017. د لاسرسي‌نېټه April 19, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Coates, Ta-Nehisi (2015-06-23). "What This Cruel War Was Over The meaning of the Confederate flag is best discerned in the words of those who bore it". The Atlantic. مؤرشف من الأصل في May 13, 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. William J. Cooper, Jr.; Thomas E. Terrill (2009). The American South: A History. د کتاب پاڼې 480. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7425-6098-7. مؤرشف من الأصل في February 20, 2017. د لاسرسي‌نېټه October 12, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Coski pp. 192–93
  20. Coski p. 193. Coski (p. 62) also wrote "Just as the battle flag became during the war the most important emblem of Confederate nationalism, so did it become during the memorial period [the late 19th Century through the 1920s] the symbolic embodiment of the Lost Cause.":
  21. "Confederate banner still flying high in Trenton, Ga". timesfreepress.com. June 26, 2015. مؤرشف من الأصل في July 1, 2020. د لاسرسي‌نېټه July 1, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Trenton's Flag Loophole – Dixie Outfitters". مؤرشف من الأصل في July 2, 2020. د لاسرسي‌نېټه July 1, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Trenton, Georgia - Your City For Family Living". trentonga.gov. د اصلي آرشيف څخه پر July 1, 2020 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)