د کندهار هایجک

د الوتکې د برمته کولو پېښه

د کندهار هایجک یا د کندهار های جیک (د هند ایرلاین ۸۱۴ الوتکه) په ١٩٩٩ کال کې د هند يوه مسافر وړونکې الوتکه چې له ډيلي څخه د نېپال د کټمندو پر لور روانه وه چي ١٨٠ مسافر پکښې سپاره وه د اورپکو لخوا وتښتېده.

د کندهار هایجک
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
ډيسمبر ۱۹۹۹ (۱۹۹۹) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مرګ ژوبله
۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژوبلې
۱۷ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
 هند ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
چلوونکی
نور اړين مالومات
پيل موده
۲۴ ډيسمبر ۱۹۹۹ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پای
۳۱ ډيسمبر ۱۹۹۹ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

الوتکه اول په امرتسر، هند بيا په لاهور پاکستان او په آخر کې د افغانستان په کندهار نړیوال هوايي ډګر کې کښته سوه، کندهار په هغه وخت کې د طالبانو د واکمنۍ اصلي مرکز و.

د الوتکې تښتونکو د خپلو نيول شويو کسانو د خوشي کولو لپاره له هندي چارواکو سره هغه وخت خبرې پيل کړې.

هند د سپرليو په بدل کې درې کشميري نيول شوي اورپکي خوشي کړل خو د الوتکې پنځه تښتول شوي وسله وال کسان ونه نيول شول.

د ١٩٩٩ کال د دسمبر په ۲۴ نېټه اى سي ٨١٤ سپرلۍ وړونکې الوتکه تښتول سوې وه د سپرليو د پرېښولو لپاره د هغه وخت د هند د بهرنيو چارو وزير اړ سو چې کندهار ته ورسي.

هند د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژانده او پر هغو يې شک کاوه چې د پاکستان ملاتړ ورسره دى او الوتکې تښتونکو ته هم خوندي لاره ورکوي. [۱]

نور ولولئ

سمول

سرچینې

سمول
  1. بي بي سي پښتو (14 سپتمبر 2012). "کندهار ته د تښتول شوې الوتکې تښتونکى ونيول شو". {{cite web}}: Check date values in: |date= (help)