د کندهار نيول

د کندهار د 1855ز کال د نومبر میاشتې په څوارلسمه نیټه رامنځ ته شول، او د 1856ز کال تر سپتمبر پورې یې ټینګښت دوام وکړ. د کوهندل خان له مړينې وورسته، څوک چې د دل وروڼو تر واک لاندې د کندهار واکمن و، دا سيمه د کوهندل د ورور رحمدل خان او د کوهندل د زامنو تر منځ د پرله پسې کړکېچ سره مخ شوه، چې غوښتل يې د ځان لپاره واک ترلاسه کړي. دوست محمد خان چې د افغانستان د امارت امیر و، د ګډوډۍ او کړکېچ څخه د ګټې اخیستو او د ځان لپاره د کندهار د نيولو هڅه وکړه.

مخينه

سمول

په 1852ز کال کې کوهندل خان چې د کندهار حاکم و، د دوست محمد خان له خوا د کلات د توخي او هوتکانو په ځپلو خفه و. کوهندل خان اندیښمن و چې په دې سره به په سیمه کې د دوست محمد خان نفوذ زیات شي، شونې ده په کندهار دعوه وکړي، په سیمه کې لاسوهنه وکړي، بالاخره به ېې ونیسي او د بارکزیو دواړه قومونه به سره یو کړي. [۱]

له دې امله، کوهندل خان خپل ځوان ورور مهردل خان له 4000 سرتېرو سره د کلات په لور واستاوه. کوهندل خان د کلات د کلا د ټینګولو لپاره يو شمېر میداني ډلګۍ واستولې، تر څو که دوست محمد خان د کلات د نیولو هڅه وکړي؛ نو کلا به پياوړې وي، او په دې توګه یې دوست محمد خان وننګاوه. د دې په اوریدلو سره، دوست محمد شیر علی خان له غزني څخه کلات ته واستاوه، همدرانګه سردار حیدر خان یې له کابل څخه له پوځ سره ولیږه. [۲][۳][۲]

دواړه وروڼه د کندهار پر لور د تګ په حال کې سره يوخای شول. د حیدر خان او شیر علی پوځونه کلات ته ورسیدل، او د حیدر خان سپاره سرتیري دېوالونو ته پورته شول؛ خو د مهردل خان په مشرۍ ځواکونو د توپ په ډزو وځپل. حیدر خان دوست محمد ته د پېښې خبر ورکړ. دوست محمد سردار محمد اعظم خان په کابل کې د مشر په توګه وټاکه، او د کلات په لور له نواب جبار خان، سلطان محمد خان، پیر محمد خان او سید محمد خان سره یو ځای روان شو. كله چې دوست محمد د کلات په لور نور هم مخ ته ولاړ او د دې خبر مهردل ته ورسېد، مهردل خان نور هم په دفاعي پوستو كې ځاى پرځاى شو او د کلات د دروازې له لارې يې د ننوتلو مخه ونيوله.[۲]

دوست محمد د کلا په څنډه کې تېر شو، د لښکرکوټ په جوړولو او د ښار په شاوخوا کې په یوه لوړه غونډۍ يې توپخانه  ځای پرځای کړه، له کومې غونډۍ چې د توپونو ډزو کولای شول دفاع کونکي په نښه کړي. کله چې دوست محمد د کلا څخه تیر شو؛ نو د هغه پوځ د مهردل خان د توپونو له خوا وځل شو او درانده تلفات يې ورته واړول. کله چې دوست محمد د مهردل خان له توپونو لرې ځای ته ورسېد، هلته یې یو لښکرکوټ جوړ کړ او خپلو کسانو ته یې امر وکړ چې په غونډۍ کې پوستې ونیسي. دوست محمد له دې وروسته د کندهار او کلات تر منځ غزېدلي سرک په دې تمه ستړی شو، چې کوهندل خان به کلات ته ولاړ شي او ښار به له محاصرې خلاص کړي. [۲]

کله چې د کوهندل خان پوځ جلدک ته ورسید او هلته یې مرکز جوړ کړ. نواب جبار خان د حیدر خان سره یو ځای دا ارزو لرله چې د دواړو خواو سره سوله وکړي. کوهندل خان باور درلود چې هغه د دوست محمد د فوځ د ځواک سره برابر نه دی؛ نو له دوست محمد خان سره یې سوله وکړه. دوست محمد د حیدرخان هغه وړانديز هم ومانه چې د کلات کلا ويجاړه کړي، خو وروسته يې په پام کې وه که فرصت برابر شي نو کلا به بېرته ورغوي. ورپسې ورځ، کلا  ړنګه کړای شوه. دې سولې کلات د کندهار او کابل د دواړو سیمو ترمنځ د بې طرفه سیمې په توګه پرېښود. [۳][۴]

د 1855ز کال د جولای په يوويشتمه نیټه کوهندل خان ومړ، د ځای ناستۍ ستونزه او بالاخره کورنۍ جګړې بحران يې پيدا کړ، کوم چې دوست محمد سره مرسته وکړه له دې بې ثباتۍ څخه ګټه پورته کړي او د سیمې د نيولو هلې ځلې پيل کړي.[۵]

نيول

سمول

په کندهار کې د بحران د خبر په خپریدو سره دوست محمد شیرعلي ته امر وکړ چې له غزني څخه کندهار ته ولاړ شي، چې هغه همداسې وکړل. ډېر ژر دوست محمد له کابل څخه روان شو. په دې دوران کې د کوهندل خان او رحمدل خان د زامنو تر منځ د کندهار خپل منځي جکړه پيل شوې وه. علماوو استدلال کاوه چې رحمدل خان باید دولت په لاس کې واخلي؛ ځکه چې هغه د «دل» وروڼو د کورنۍ مشر غړی و. د کوهندل زامنو دا وړانديز رد کړ او د خپل ځان لپاره ادعا کوله. کله چې شیرعلي ښار ته ورسید، نو هغه ته د کندهار د سردارانو له خوا ښه راغلاست وويل شو او هلته د انګریزانو چاوڼۍ ته بوتلل شو. شېرعلي به هره ورځ سوداګري کوله او له سلو کسانو سره به ښار ته تلو، خو بېرته به له پنځوسو کسانو سره راستنېدو، پنځوس تنه به يې ښار کې د پټو سرتېرو په توګه پرېښودل. د دې په پای کې، شیرعلي په بریالیتوب سره، د چا له خبريدو پرته د 880 څخه زیات سرتیري ځای پر ځای کړل.[۶][۷]

کله چې دوست محمد د کندهار په لور ولاړ،  رحمدل خان په خپلو لیکونو کې هڅه وکړه چې هغه ارام کړي او کابل ته ستون شي، او ل مخکې تګ منع شي، او ادعا يې وکړه چې د کوهندل خان زامن له خپلې ادعا تېر شوي دي. دوست محمد خان په دې لیکونو باور نه درلود، او حتی د نورو راپورونو څخه پوه شو چې د ښار دننه د ګډوډۍ سره رحمدل خان د واکمنۍ وړ نه دی. [۸]

دوست محمد په پای کې ښار ته ورسید او د ډیرو سردارانو له خوا یې تود هرکلی وشو، او د نومبر په څوارلسمه نیټه یې د ښار په لور رالیږل شوي ناپېژانده سرتیري راوغوښتل او د ننوتو لپاره یې تیاری ونیو. دوست محمد د کوهندل خان د مرګ د لمانځه لپاره ښار ته د ننوتو غوښتنه وکړه. هغه په دې توګه د کلا واک واخیست. دوست محمد د ښار عملي واک په لاس کې واخيست، او وروسته يې د کندهار پر سردارانو د کندهار د عوايدو پر اساس عوايد وويشل، دوست محمد د کندهار په نوي حکومت کي چي د ده په واک کي و، د کندهار هېڅ سردار ته د هېڅ ډول عملي دندې اجازه ورنه کړه.[۷][۹]

د 1856ز کال په جنوري کې په کندهار کې د دوست محمد واکمني د کندهار د ډېرو سردارانو د مخالفت له امله ورځ تر بلې بې ثباته شوه. رحمدل خان کندهار پریښود او د غلو دانو په یو کاروان یې برید وکړ، په داسې حال کې چې سلطان علي، خوشدل خان او محمد عمر د ګرمسیر په مالا خان کې د 600 څخه زیاتو کسانو سره پياوړي واکمنان ګرځېدلي وو، او د دوست محمد پر ضد یې دسیسه جوړه کړه، خو ناکامه شوه. [۹]

دوست محمد د دیني عالمانو، په تیره بیا صاحبزاده ګودري، قاضي غلام او اخندزاده عزیزالله په زنداني کولو سره د نيوکه کونکو په چوپ کولو پيل وکړ. دې کار د کندهار په حاکمیت کې د هغه ثبات نور هم خراب کړ، ځکه چې د کندهار پاتې علماوو د دوست محمد په اړه منفي څرګندونې وکړې او حتی د هغه پر ضد یې د جهاد اعلان وکړ.[۱۰]

سرچينې

سمول
  1. McChesney, Robert; Khorrami, Mohammad Mehdi (19 December 2012). The History of Afghanistan (6 vol. set): Fayż Muḥammad Kātib Hazārah's Sirāj al-tawārīkh (in انګليسي). BRILL. ISBN 978-90-04-23498-7.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ McChesney او Khorrami 2012، م. 213.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Noelle 1997، م. 216.
  4. McChesney او Khorrami 2012، م. 214.
  5. Lee 2019، م. 317.
  6. Noelle, Christine (1997). State and Tribe in Nineteenth Century Afghanistan The Reign of Amir Dost Muhammad Khan (1826–1863) (in English). Psychology Press. p. 15. ISBN 9781138982871.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ McChesney او Khorrami 2012، م. 219.
  8. Noelle 1997، م. 242.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Noelle 1997، م. 243.
  10. Noelle 1997، م. 244.