د کندهار سقوط

کندهار د افغانستان د جګړې پر مهال په ۲۰۰۱ زکال کې سقوط وکړ. د مزارشریف، کابل او هرات وروسته کندهار تر ټولو مهم ښار و چې د طالبانو په ولکه کې و. کندهار هغه ولایت و چې د طالبانو خوځښت ترې سرچینه اخیستې وه او د طالبانو د واک مرکز هلته موقعیت درلود، له همدې امله داسې انګېرل کېده چې د کندهار نیونه به ستونزمنه وي. دغه ښار د پښتنو ملیشه قوماندانانو تر قوماندې لاندې د سیمه ییزو ملیشه وسله والو او د هغوی د امریکايي سلاکارانو په لاس سقوط وکړ. د کندهار سقوط په افغانستان باندې د طالبانو تنظیم شوي کنټرول ته پای ټکی کېښود. [۱]

مخینه سمول

کندهار د طالبانو او القاعدې د بېلابېلو ډلو تر کنټرول لاندې و. په دغه ولایت کې د ځای پر ځای عربو مجاهدینو مشري د سیف العدل پر غاړه وه چې شمېر یې څو سوو تنو ته رسېد او په افغانستان باندې د امریکایانو د بمبار په غبرګون کې د طالبانو له خوځښت سره مل شوي و. [۲]

جګړه سمول

د ۲۰۰۱ زکال د اکتوبر په ۱۹مه د متحده ایالاتو د ۷۵مې رنجر لوا دریم رنجر ټولي ته اړوند ۲۰۰ رنجر ځواکونه د لاک هېډ ام سي-۱۳۰ (MC-130) الوتکو څخه په ګټنې د کندهار ولایت سویل ته ولاړل څو د «رینو» په مستعار نامه عملیات ترسره کړي چې د متحده ایالاتو د پوځ او د دغه هېواد د هوايي ځواک د ۱۰۱ ټولي ۷۵۰ سرتېرو یې ملاتړ کاوه؛ دوی غوښتل د کندهار سویل ته په ۱۰۰ مایلي فاصله کې د رینو په کمپ (Camp Rhino) کې د مخکې تلونکو عملیاتو لپاره اډه جوړه کړي.

د طالبانو سره مخالف قوماندان ګل آغا شېرزي د نومبر په ۱۸ مه د متحده ایالاتو له ځانګړو ځواکونو سره اړیکه ونیوله. د نوموړي د وسله والو شمېر شاوخوا ۸۰۰ تنه و خو لا یې هم شمېر کم او ډېر لږ تجهیزات یې لرل. د تجهیزاتو له ترلاسه کولو وروسته یې د نومبر په ۲۲ مه د ۲۰۰ موټرو د کاروان په جوړولو سره د ارغستان د دښتې له لارې د کندهار ولایت پر لور حرکت وکړ. هغه هڅه کوله چې د طالبانو له پوستو تېر شي، خو د موټرو کاروان یې د کندهار له ښار څخه بهر د طالبانو تر واک لاندې تخت پل ولسوالۍ کې ودرول شو. په داسې حال کې چې د هغه کاروان هڅه کوله د تسلیم کېدو په موخه مذاکره وکړي د طالبانو پر کمین برابر شو، خو د امریکا د هوايي ملاتړ په مرسته طالبان پر شاه شول او د تخت پل سیمه یې پرېښوده.

وړاندې له دې چې د امریکا د وسله والو ځواکونو ۱۵ سمندریز واحد رینو ته ورسېږي، د نومبر په ۲۵مه د SEAL اته ډلې یو اطلاعاتي واحد استخباراتي ماموریت ترسره کړه خو په تېروتنې سره له AH-1W کوبرا برید کوونکو چورلکو سره ښکېل شول؛ هغوی وتوانېدل وړاندې له دې چې تلفات ورته واوړي له سمندریزو ځواکونو سره اړیکه ونیسي. [۳]

د نومبر په ۲۵مه د روینو د مخکښو عملیاتو اډه (FOB) له کندهار ښار بهر جوړه او د SEAL ټیم د غړو له خوا پاکه شوه؛ MEU ۱۵م پوځي واحد د هوايي ځواک ۱۰۱ ډلګۍ د روینو د مخکښو عملیاتو له اډې څخه خپله کړه او له ائتلافي ځواکونو سره یې په ګډه په کندهار ولایت کې مخ پر وړاندې تلونکو عملیاتو ته دوام ورکړ. د نومبر په ۲۷مه  MEU ۱۵م واحد د اسټرالیا د هوايي ځواک له ځانګړې ډلګۍ سره یوځای شو او د طالب وسله والو پر وړاندې یې ګډ عملیات پیل کړل. [۴]

د ترین کوټ له جګړې وروسته ختیځ ائتلاف د حامد کرزي په مشرۍ څو اونۍ په ترین کوټ کې د جنګیالیو په استخدام تېرې کړې. هغه مهال چې نوموړی د کندهار له شمال لوري څخه کندهار ته د تلو لپاره چمتو شو د وسله والو شمېر یې شاوخوا ۸۰۰ تنو ته رسېد. د نومبر په ۳۰مه د کرزي ځواکونو د پیتاو ښار پر لور مخکې تګ وکړ. له جګړې پرته د پیتاو له نیولو وروسته د کرزي ځواکونو هڅه وکړه د سید عالم کلا پل ونیسي خو د طالبانو له شدید مقاومت سره مخ شو. له دوه ورځنۍ شدیدې جګړې وروسته چې سخت هوايي بریدونه هم په کې شامل و طالبانو د ډسمبر په ۴مه شاته تګ وکړ او دغه پل یې پرته له دې چې زیان ورته واړوي همداسې یې پرېښود. د کرزي ځواکونو په دې پسې وکولای شول د پله هاخوا مهم ځای ونیسي.

راتلونکې ورځ یو لار ورکی امریکايي بمب په یوه امریکايي هدف راولوېد چې له امله یې د امریکايي ځانګړو ځواکونو درې سرتېري ووژل شول او خپله کرزی په کې ټپي شو. د کرزي کسانو خپل سنګرونه وساتل او له طالبانو څخه یې د کندهار د تسلیم کولو اړوند خبرې پیل کړې.

د ډسمبر په اوومه د شیرزي کسانو د کندهار په هوايي ډګر برید پیل کړ، خو له ډېر لږ مقاومت سره مخ شول. هغوی وپوهېدل چې طالبانو له وړاندې څخه ښار د کرزي ځواکونو ته تسلیم کړی دی. د شیرزي کسان کندهار ښار ته ننوتل او شیرزی د کندهار والي اعلان شو. کرزی له وړاندې د افغانستان د لنډ مهالې ادارې د مشر په توګه ټاکل شوی و، په داسې حال کې چې هغه د ډسمبر تر ۲۲مې نېټې په رسمي توګه دنده پیل نه کړه. کندهار د ډسمبر تر ۹مې نېټې پورې په بشپړه توګه د ائتلافي ځواکونو له خوا ونیول شو. د سیف العدل تر مشرۍ لاندې القاعده ځواکونه وتوانېدل له ښاره پر شاه شي او پاکستان ته وتښتېدل.[۵][۶][۲]

له سقوط وروسته سمول

په راتلونکو دوه لسیزو کې په کندهار باندې طالب وسله والو څو ځله بریدونه وکړل چې په وروستي ځل برید کې یې چې د طالبانو د لویو عملیاتو برخه وه او د ۲۰۲۱ زکال له جولای میاشتې څخه یې تر اګست میاشتې دوام وکړ؛ طالب جنګیالي وتوانېدل دغه ښار بېرته ونیسي. [۷]

سرچينې سمول

  1. On The Ground – The Fall Of Kandahar | Campaign Against Terror | FRONTLINE | PBS
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Said 2018، ص. 80.
  3. Neville, Leigh, Special Forces in the War on Terror (General Military), Osprey Publishing, 2015 کينډۍ:ISBN, p.44
  4. Neville, Leigh, Special Forces in the War on Terror (General Military), Osprey Publishing, 2015 کينډۍ:ISBN, p.43
  5. "The United States Army in Afghanistan – Operation ENDURING FREEDOM – October 2001 – March 2003". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ فبروري ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Bonn Agreement" (PDF). United Nations Department of Political and Peacebuilding Affairs. 5 December 2001. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 12 August 2021 باندې). Kandahar City falls to the Taliban. Long War Journal.