د کمپيوټر امنيت


ځان ساتل بهرنی خطر یا حملی څخه هغه که هر ډول خطر یا حمله وي او که له هر چا څخه او یا د هرې خوا څخه وي ورته امنیت وايي.امنیت په دوه ډوله ده یو يې انساني امنیت ده، چې د انسان په واسطه سره د يو شي یا انسان ساتنه کیږي. لکه یو هیواد ساتنه د هغه هیواد اردو په واسطه سره او یا ځینې شخصي شرکتونو ساتنه کول د شخصي ساتونکو په واسطه سرهدوهم ډول يې کمپیوټري ساتنه ده، چې دا ډول ساتنه د کمپیوټر په واسطه سره صورت نیسي. زموږ مقصد هم د کمپیوټري امنیت (computer security) ده. یا په بل عبارت 1 آزادي ده له وېرې اوخطرې څخه (safety ، حفاظت) 2 آزادي ده له شک او تشویش څخه (confidence ، باور) 3 هغه څه چې تا ته ساتنه در کړي او یا د ستا د ساتنې زمواري په غاړه واخلي هغه په لاندې ډول دي A یو ګروپ یا یوه څانګه د شخصي ساتونکو لکه د یوې وداني ساتونکي کله چې په وداني کي یو مېلمه کوم شکمن عمل تر سره کوي نو ساتونکی يې څاري. B د یو ملک جاسوسه ادارې له خوا یوه ورانکاري یا حمله کوونکي په باره کې خبر ورکوي. C د تجارتي خلکو او د هغو د کورنیو ساتنه کول. لکه د لوټ ماري او یرغل کولو څخه خو د دغو شرکتونو امنیت ساتونکي کمزوري یا امنیتي الات يې کوچني وي. زموږ اصلي مقصد د کمپیوټر او کمپیوټري شبکې څخه ساتنه کول دي (computer & network security)نو په همدې موضوع باندي خبرې کوو .



کمپیوټر او د کمپیوټرې شبکې امنیت (computer & network security )د کمپیوټر امنیت یو عامه اصطلاح ده ، ټولي هغه ساحي له خپل پوښ لاندې راولي چیري چې ټولي کمپیوټري عملي او معاملي (computerize processes & transactions) تر سره کیږي . لکه د یوی کمپني په کمپیوټر اوکمپیوټري شبکه (computer & computer network ) باندی باور لري چې د دي لاري څخه دوي خپلي تجارتي راکړي ورکړي (معاملي) تر سره کوي. د کمپیوټرامنیت له هغی پروسی نه عبارت ده چی په هغی کی مهمه سرمایه اومعلومات ساتل کیږی ، دکمپیوټر دساتلو نه موخی محرومیت دمعلوماتو (Confidentiality) تمامیت دمعلوماتو(Integrity) اوموجودیت دمعلوماتو Availabilityده.

د کمپیوټر د حفاظت لس (۱۰) عمده قوانین که چیري یو ضرري سړي (bad guy) تا تشویق کړي چې د هغه خپل پروګرام ستا په کمپیوټر کې وچلوي (run) کړي نو لدي وروسته دا کمپیوټر ستا نه ده. که چيري یو ضرري سړي (bad guy) ستا په کمپیوټر کې (operating system) بدولو لاس رسي ولري نور دا کمپیوټر ستا نه دي . که چيري یو ضرري سړي (bad guy) په فزیکي ډول ستا کمپیوټر ته اسانه لاس رسي ولري نو نور دا کمپیوټر ستا نه د ی. که چیري ضرري سړي ته ته اجازه ورکړي چې ستا په (web site) کې یو پروګرام (upload) کړي نور نو دا (web site) ستا نه دي. که کمزوري شیفر (password) پت وساتي نو قوي ساتنه کوي ستاسو کمپیوټر هغه وخت ساتلي ده کله چې ستاسو کنټرونکي (administrator) اعتمادي یا باوري وي. کډوډ معلومات هغه وخت خوندي دي کله چې يې د هغه د منظمولو شفر (key) له تا سره وي.

له وخت نه تیر (antivirus) تر هغه ښه دي چې بیخي يې ونه لري.

ورک (بي نومه) هیڅ شي ګټور ندي هغه که رښتیا وي او که په (web site) کې وي. ټیکنالوجي د هر مشکل حل ندي.



کمپیوټر او د کمپیوټرې شبکې امنیت( Computer & network security) په لاندي ‌ډولونو ویشل شوي Physical security User security Operating system security Application security

Computer Network security

په فزیکي ډول د کمپیوټر امنیت (Physical security )

دا ډول امنیت د کمپیوټر لپاره ډیر ضرورو دي ځکه چې یو څوک په دي ډول ستا کمپیوټر ته لاس رسي ولري نوکوالاي شي ستا کمپیوټر له تا  څخه غلا کړي یا هغه ته نور نوقصان ورسوي  او دا هم کولای شي چې ستا (hardware) درڅخه غلا کړي او یا يې درته مات کړي او دا کسان زموږ (network) هم خرابولای شي لکه د (network) لینونه پری کول په ( Router & access point) کي کوم تغیر راوستل او داسي نوره ګډوډ کارونه کول. فزیکي امنیت د کمپیوټر د (operating system security) لپاره هم  ډیر ضروري ده ، هغه ځکه چې د (Operating system ) ټول (codes) او د څیړني دوسیي (configuration file) ټول د کمپیوټر په Hard diskکې install وي که چیري یو حمله کونکي ستا کمپیوټر ته په فزیکي ډول لاس رسي ولري نو په اساني سره کولای شي ستا فایلونه ګډوډ کړي او یا يې مهم فایلونه درڅخه ختم کړي نو په دي وجه باندي د لویو سرورونو او یا تجارتي سرورنه په بنده کوټه کې ساتل کیږي او د کوټي لپاره یو وسلوال کس پیردار هم وي د زیاتو خلکو په نظر د کمپیوټر امنیت  د کمپیوټر فزیکي ماشین ساتنه ده . د دریو وجو له کبله د باید د کمپیوټر ماشین (computer system) په فزیکي توګه وساتل شي.

د غلا مخه نیول تر څو زموږ (hardware) له منځه یونشي. د غلا مخه نیول تر څو زموږ معلومات (data, information) له منځه یونشي د خدمتونو د پریکولو مخه نیول یعنی د خدمتونو د له منځه تللو مخه نیول.


2 د کارن امنیت (User security) د یو کارن (User) امنیت د کمپیوټر ، (Operating system) ، (Network) او د کمپیوټري ټولو معلوماتو لپاره ډیر ضروري ده. هغه ځکه چې د یو کارن (user) په واسطه سره کمپیوټر سیستم ته شفر (password) ورکولاي شو او دیو کارن په واسطه په (Operating system) کې یو (user account) ته او یا هم د (admin account) ته شفر (password) ورکولاي شو. د یو کارن په واسطه د (operating system firewall setting) او یا د کوم بل پروګرام (software) لکه (antivirus) او داسي نور (install) وو.




شفر Password کمپيوټر سيستم او يا فايلونو ته د ننوتلو له پاره هغه پټ نوم يا شفر ته پاسورد وايي چې د غير مسولو اشخاصو څخه د مصونيت او خونديتوب په خاطر د يوه کارن (User) له خوا ورکول کيږی. يعنې پاسورد د کارن او په کمپيوټر کې د موجودو Data تر منځ يو شفر دی . کله چې کارن خپل پاسوردپه کمپيوټرکې وليکی، که سم وی، نو سيستم چالانيږي او اطلاعات د کارن په واک کې ورکول کيږي او که غلط وی نه چالانيږي . له دی امله په کمپيوټری او انټرنيټی چارو کې، پاسورډ ځانګړی اهميت لري. پاسورد له بيلابيلو کرکټرونو ( حروف ، اعداد او يا هم ددواړو ترکيب ) نه جوړ وي چې يوازې کارن ته معلوم وي خو ددې په څنګ کې ځنې داسې کسان هم شته چې غواړي له بيلابيلو پروګرامونو(software) له لارې لومړی دنورو پاسوردونه مات ( کرک ) او يا هم تر لاسه کړي او بيا خپل ويجاړونکي فعاليتونه تر سره کړي . له دې امله د پاسورد په ټاکنه کې بايد پوره دقت او پاملرنه وشي . د اوسني اطلاعاتي زمانې انسان دورځني ژوند په بهير کې مجبور دی له بيلابيلو شفرونو ، پټو نومونو يا کودونو نه ګټه واخلي لکه : د خپل موبايل سيټ له پاره پين کود ، د بانک څخه د پيسو د ايستلو د ATM کارت کود ، کمپيوټر سيستم يا فايل ته د ننوتلو پاسورد، د بريښنا ليک( mailـE ) پاسورد ، په On Line پانکونو او مغازو کې د ديجتالي امضا شفر او داسې نور يې ښې بيلګې دي . په ذهن کې ددغه ډول ټولو حرفونو ، اعدادو او يا د هغو ګډ ترکيب ساتل يو څه ستونزمن کار دی نو ځکه ځنې کسان هڅه کوي له داسې نومونو او اعدادو څخه ګټه واخلي چې هغه يې په ورځني ژوند کې زيات کارول کيږي : لکه خپل نوم يا تخلص ، د زوي نوم ، د خپل زيږيدوکال نيټه ، د خپل تليفون شميره ، د خپل موټر نمبر پليټ شميره اوداسې نور . کمپيوټري او انټرنيټي يرغل کوونکو يا غلو له پاره ددغه ډول پاسوردونو د لاس ته راوړنه يو څه اسان کار دی نو ځکه ويلی شو هر څومره چې پاسورد مغلق او پيچلی وي همغومره يې امنيتي او خونديتوب کچه لوړه وي . د بيلګې په توګه : ځنې کسان دخپل پاسورد له پاره د Date کلمه کاروي ،ددې له پاره چې د کمپيوټر ډکشنري هغه و نه شي لوستلی، او کمپيوټري غلو ته په لاس ورنه شي نو په ځای يې daytt ليکي ، همدا رنګه ځنې کسان د پاسورد له پاره د يو نوم په ټاکلو کې د وړو او غټو حروف څخه يو ځای کار اخلي چې دا هم د پاسورد په امنيت کې ښه رول لري.

څنګه Folder ته شفر وركړو؟ كه په ټوليزډول څوتنه په يوه کمپیوټر کار كوئ او غواړئ خپل فولډرونه موله نوروخوندي وي شفر ورته وركړئ اولاندې تګلاره پرمخ بوزئ. ددې لپاره دوه لارې موندل شوي دي . كه کمپیوټر شفر لري په دې صورت كې فولډرشفرنه اخلي اويوازې همداشفر ورته كافي ګڼل شوى دى .خوكه شفرنه لري اوغواړئ يوازې فولډرته شفروركړئ پرفولډر ښى كلېك وكړئ او Properties وټاكئ .يوپاڼه رامخ ته كېږي اوپه هغه كې پر Sharing كېمنډئ (كلېك كړئ) اود Private Make this folder ترڅنګ كوچينى چوكاټ ټېك مارك كړئ اوپرApply زور وكړئ. يوپاڼه مخ ته راځي اوپوښتي ، چې آياغواړئ فولډرته شفر وركړئ اوكه نه مونږ بايد پر yes زور وكړو ترڅودخپلې خوښې شفر ورته وركړو.ترشفر وركولو وروسته پر Create Password زور كوواوپه وروستي پړاوكې پرOK كېمنډ اود Properties پاڼه تړو. كولاى شو New Compressed (zipped) Folder ته هم په آسانۍ شفر وركړو. پرنوموړي فولډر ډبل كلېك كوو ترخلاصېدو وروسته د File له مينوڅخه پر Add Password كلېك كوو اوټاكلى شفر وركوو . وروسته كه څوك په نوموړي فولډركې كوم فايل خلاصوي ضروربه ترېنه شفرغواړي.

3 Operating system security Operating system security د operating system څخه ساتنه کوي تر څو ستاسي د کمپیوټر سیستم ته کوم ویرس یا بل کوم خطرناک پروګرام او هم داسي کوم غلاکونکي (hacker) داخل نه شي او همدارنګه د(user account) ساتنه هم کوي ، ځیني operating system د اوردیوال(firewall)هم لري چې د خارجي حمله کونکو (attackers, hackers) څخه د operating system ساتنه وکړي ، د دي سره په څنګ کې د (windows defender) هم لري چي دا پروګرام له ویرسونو څخه د operating system ښه ساتنه کوي. Operating system ډیري زیاتي پالیسي (policies) لري چې د هغه په مرسته سره موږ کولای شو چې د خپل Operating systemپه ټولو کارونو پابندي ولګو او خاص کارن ته پري اجازه ورکړو چې هغه خپل کارونه په ښه امن کې ترسره کړي.



4 Application security د یو پروګرام په واسطه سره د کمپیوټر سیستم څخه ساتنه کول چې دا پروګرامونه ډیر زیات دي او دا پروګرامونه موږ له internet څخه هم اخیستلي شو چې ځینی يې په بیه دي او ځینی نور يې بیا بي بې دي چې د هغو له جملي څخه ډیر مهم يې antivirus ، firewall، encapsulation ، File Encryption ،WRAR او داسي نور پروګرامونه هم شته چې زموږ له کمپیوټري سیستم څخه ډیره ښه ساتنه کوي.

Antiviruses ټول هغه پروګرامونه دي چې زموږ په کمپیوټر کې مضره ، جاسوسه ،ویرسونه او ورانونکي پروګرامونه له منځه وړي له Antivirus څخه عبارت دي. چې دغو پروګرامونو ته یو پروګرامر یا پروګرام جوړونکي له خوا خاص codes کیږي چې د دي code په واسطه سره دا مضره ویرسونه پیژنې او له منځه يې وړي. د antivirus ډیر زیات ډوله لري لکه: AVG antivirus

Vast antivirus
Avira antivirus
Bat defender antivirus

او داسي نور............

د اوردیوال (Firewall) د اوردیوال هم یو پروګرام ده، د اوردیوال (firewall) اصطلاح په ډیرو ځایونو کې استعمالیږي. د مثال په ډول د اوردیوال په لویو ودانیو کې استعمالیږي د دي لپاره چې په ودانۍ کې د اور مخه ونيسی تر څو په وداني کې اور له یوی کوټي څخه بلي کوټي ته لاړ نشي. همدا وجه ده چې په اکثرو ودانیو کې د اور له لګیدو وروسته هم وداني روغه او پکي شته انسانان بچ پاتي وي. اوهمدارنګه د اوردیوال اصطلاح پخوا وخت کې انسانانو هم استعمالوله په ځیني ملکونو کې لکه جاپان، چین، جرمني او داسي نورو اروپايې ملکونو کې خلکو د سفر په وخت کې د شپي په مهال د وحشي حیواناتو څخه د خپل ځان د ساتولو لپاره د ځان څخه څلور طرف ته اور بلولو یعني د اوردیوال به يې جوړ کړ. نو د دي په واسط به دوي په امن کوو. همغه اصطلاح اوس مهال د په کمپیوټرونو او کمپیوټري شبکو کې استعمالیږي. Firewall هم د کمپيوټر امنيت تامينوي، نوموړي هغه معلومات چې د کمپيوټر او انټرنيټ تر منځ رد و بدل کېږي معاينه او کنټرولوي،د اوردیوال په دوه ډوله ده چې یو يې (hardware) او بل يې (software) دي د Firewall په نامه ډېر سافټويرونه په بازار کې موندلاى شو د بېګلې په توګه Zone Alarm. پورتني سافټوير ټولې مشکوکې کړنې څېړي او کنټرولوي، هېڅ يو فايل يا ورانکاره پروګرام نه شي کولاى د نوموړي له اجازې پرته اجرا شي، بايد وويل شي ٧ ويڼدوز د امنيت له پلوه او د هکرانو د حملو پر وړاندې ډېره باور وړ سرچينه ده.

File Encryption

File encryption هم د معلوماتو (data) په ساتلو کې ډیر مهم رول لري، چې کله په نړيواله کمپیوټري شبکه (internet) کې له یو کمپیوټر څخه بل کمپیوټر ته معلومات لیږو نو په هغه وخت کې که څوک زموږ معلومات ونیسي نو بیا هم زموږ معلومات نشي لوستلای، هغه ځکه چې موږ د file encryption په واسطه سره هغه معلومات ګډوډ کړي دي. نو همدا وجه ده چې زموږ معلومات په امن کې بل کمپیوټر ته رسیږي. د معلوماتو ګډوډولو لپاره ډیر زیات پروګرامونه جوړ شوي دي، اوسني وینډوز يې هم لري.


5 د کمپیوټري شبکي امنیت (Computer Network security) له دي مخکي باید کمپیوټري شبکه وپیژنو چې کمپیوټر شبکه څه ته وايې؟ د نن ورځې د کمپیوټر د مهمو موضوعاتو څخه یو هم کمپیوټری جال یا شبکه ده چې په وسیله یې کولای شو څو کمپیوټرونه یو د بل سره وتړو چې د کمپیوټرونو تر مینځ نوموړی تړاو او ارتباط د یو کمپیوټر څخه بل کمپیوټر ته د معلوماتو (Data)  د لیږدولو او د بل کمپیوټر څخه د ډیټا د اخیستلو چانس رامینځ ته کوي. همدارنګه د کمپیوټري شبکې یا نیټورک له لارې کولی شو سریع مکالمه او لیږدونه سرته ورسوو. دا چې کمپیوټری جال یا شبکه څه شی دی؟ څه ډول کار کوي؟ څنګه څو کمپیوټرونه یو د بل سره تړلی یا وصل کولی شو؟ که په شبکه کې ستونزې رامینځ ته شي هغه څه ډول له مینځه وړلی شو؟ دا زما موضوع نه دي. خو بیا هم د کمپیوټري شبکي څخه لږ یادونه کوم، کمپیوټري شبکه څه ته وايې؟



شبکه څه دی What is Networking  ؟ نیټورک Networking  د کمپیوټرونو تر مینځ د هغه تړاو څخه عبارت دی چې د معلوماتو Information  او منابعو Resources  د شریکولو یا  Sharing  لپاره کارول کیږي یا د کمپیوټرونو تر مینځ د معلوماتو او منابعو شریکولو ته نیټورکینګ وایي. هغه منابع چې کمپیوټرونه یې یو د بل سره شریکوي عبارت دي له:

1.پوستکالیزي منابع Software Resources 
2.کلکالیزي منابع Hardware Resources 

پوستکالیزي منابع لکه معلومات (Data & Information)  چې د نیټورک د کاروونکو Users ترمینځ لیږد رالیږدول کیږي د بیلګې په ډول ایمیل یا بریښنالیکونه، انځورونه، ویډیواو غږونه او نور ډول ډول فایلونه. کلکالیزي منابع لکه چاپګر یا پرینټر، سکینر، د فاکس د لیږدولو ماشین، هارډ ډسک، سی ډی او نور. د منابعو د شریکولو ګټه دا ده چې مونږ د لازیات او اضافي لګښت څخه ژغوري د بیلګې په ډول که مونږ په خپل دفتر کې شبکه یا نیټورک ولرو دې ته اړتیا نشته چې هر کمپیوټر ته بیل بیل پرینټر واخلو، یواځې یو پرینټر اخلو د شبکې سره یې وصلوو په شبکه کې شته ټول کمپیوټرونه کولی شي د نوموړي پرینټر څخه ګټه واخلي او له دې لارې خپل معلومات چاپ کړي.هر هغه کمپیوټر چې د کوم بل کمپیوټر سره نه وي تړلی د Standalone Computer  په نوم یاديږي. لکه څرنګه چی ګورو په نړی کی کمپیوټری شبکی مخ په چټکتیا روانی دی ، د دغو کمپیوټری شبکو ساتنه یوله موهمو مسایلو نه شمیر ل کیږی ، دنه ساتنی په صورت کی کمپيوټری شبکی له لویو ستونزو سره مخ کیږی .

دشبکوامنیت له هغی پروسی نه عبارت ده چی په هغی کی موهمه سرمایه اومعلومات ساتل کیږی ، دشبکو دساتلو نه موخی محرومیت دمعلوماتو (Confidentiality) تمامیت دمعلوماتو(Integrity) اوموجودیت دمعلوماتو (Availability)ده.

دشبکو خراب ډیزاین ، دشبکودوسایلو غیر منظم جوړونه (Configuration) اودکمپیوټری شبکو دکارونکو بی احتیاطی هغه څه دی چی دغه ګواښونه نور هم زیاتوی ، که څه هم دشبکو خوندی ساتل سل په سله له امکان نه وتلی ده خو دشبکو په ښه مدیریت سره کولای شو دغه ګواښونه راکم کړو .

پخوانی شبکی چی دتړلو شبکو (Closed Networks) په نامه یادیدلی ، یاپه بل عبارت له بهر سره یی کومه اړیکه نه درلوده امنیت یی نسبتا ښه وو ، ولی ننی شبکی چی دخلاصوشبکو (Open Networks) په نامه سره یادیږی اوله نړی والو شبکو سره هم تړلی دی ،له جدی ګواښونو سره مخ دی .
یو خوندي سیستم دلاندی خواصو درلودونکی وی :




دشبکی کارکونکی یواځی هغه کارونه ترسره کوی چی دهغو دترسره کولو اجازه ولری .
دشبکی کارکونکی هغو معلوماتو ته لاس رسی مومی چی ورته دلاس رسی حق ورکړل شوی وی .
دشبکی کارکونکی نشی کولای چی معلوماتو ، پروګرامونو اویا کاری سیستم ته ضرر ورسوی .
کله چی دکمپیوټری شبکو دامنیت په اړه خبری کو نوله دریو اصطلاح ګانوسره مخ کیږو :
دکمزورتیا نقطی (Vulnerability) 
ګواښونه (Threat) 
حملی (Attacks) 


دکمزورتیا نقطی (Vulnerability) 
له هغه څه نه عبارت ده چی دشبکی په هر سیله کی شتون لری لکه روټر، سویچ ، کمپیوټر، سرور، اوحتی په هغه وسیله کی شتون لری چی دامنیت دساتلو لپاره ورنه ګټه اخستل کیږی لکه داور دوال  (Firewall)،په کمپیوټری شبکوکی دکمزورتیا نقطی دری مرجع کیداشی :
دتکنالوجی کمزورتیا : لکه د TCP/IP کمزورتیا ، دچلندوی سیستم (Operating system) کمزورتیا ، اودشبکی دوسایلو کمزورتیا .
دجوړونی (Configuration) کمزورتیا:
دپالیسو کمزورتیا : کله چی دشبکی کارکونکی په ټاکل شویو پالیسو عمل ونه کړی ،نودشبکی په امنیت کی ستونزی رامنځ ته کیږی
.
ګواښونه (Threats) :
داهغه ډلی دی چی په یو سیستم کی ترټولو ضعفی نقطی ګوری اوله دی لاری برید ترسره کوی ، دوی دحملو دترسره کولولپاره له وسایلو اوپروګرامونه ګټه اخلی ، په عمومی ډول دغه ډله کمپیوټرونه اوسرورنه ترخپلوبریدولاندی راولی .
ګواښونه په لاندی ډولونو ویشل شوی دی.
ناترکیبی ګواښونه  (Unstructured Threats) 
دغه ډول ګواښونه دکم زدکړو کسانو له لوری ترسره کیږی عموما د Hacking له ځینو وسایلونه لکه Shell Scripts او Password Crackers نه ګټه اخلی .
ترکیبی ګواښونه (Structured Threats):
دغه ډول ګواښونه دهغوانټرنیټی غلو(hacker)  له لوری ترسره کیږی چی دزیاتو زده کړو درلودونکی وی دغه انټرنیټی غله کولای شی چی دیو سیستم کمزوری نقطی پیداکړی اوورته پیچلی کوډ جوړ ، اوسیستم تربرید لاندی راولی
.
بهرنی ګواښونه (External Threats):
دغه ډول ګواښونه دهغو کسانوله لوری رامنځ ته کیږی چی داداری نه بهر وی .


کورنی ګواښونه (Internal Threats):
دغه ګواښونه دهغو کسانو له لوری رامنځ ته کیږی چی په قانونی ډول سیستم ته لاس رسی ولری .
په عمومی صورت څلور ډوله Attack وجود لری :
دسیستم کتنه (Reconnaissance) :
په غیر قانونی ډول دسیستم دخدماتواو دضعف دنقطو کتل ، دغه ډول حملی د دمعلوماتو دټولولو (Gathering  Information)  په نامه هم یادیږی .دغه ډول حملی عموما د حقیقی حملونه وړاندی ترسره کیږی اوحمله کونکی هڅه کوی ترڅو دحملودترسره کولو لپاره لاری چاری ولټوی
.
په ناقانونه ډول سیستم ته لاس رسی (Access):
سیستم ته لاس رسی هغه توان ده چی غیر قانونی شخص یی لاس ته راوړلی شی او د Script , Hack اویاد نورو وسایلو په وسیله دسیستم کمزوری نقطی پیداکوی اوله دی لاری سیستم ته داخلیږی .
دقانونی خدماتو درول Denial of Service (DoS):
ددی ډول حملو له لاری حمله کونکی دشبکی خدمات له منځه وړی او دشبکی په کارکونکو ټول خدمات درول کیږی ، دغه ډول حملی سیستم له جدی ستونزو سره مخ کوی .
(Worms, Viruses, Trojan horse)
دغه مضر (Malicious) پروګرامونه سیستم ته ننوځي اودکمپیوټری شبکی دخدماتومانع ګرځی ، کمپيوټری شبکه نشی کولای په عادی ډول خپلوخدماتو ته ادامه ورکړی .
دیادونی وړده چی نوموړی تهدیدونه ورځ تربلی ورځی زیاتیږی ، پخوا به ویروسونه په څوورځویاهفتوکی په کمپیوټری شبکو کی خپریدل ولی اوس مهال دغه ویروسونه شاید په څوثانیو کی په کمپيوټری شبکوکی خپاره شی
.

انټرنیټ څه شي ده؟ What is Internet ? انټرنېټ له هغه نړېوال جال څخه عبارت دى، چې نږدې دنړۍ هر پوهنتون او حکومت ورسره وصل او منځپانګه يا ځولۍ يې له سلو مليونو ويب پاڼو ډکه ده. له دغه نړېوال برېښنايي جال سره د نړۍ په مليونونه کمپيوترونه تړلي او دمعلوماتو له دغه سمندره هره شېبه په مليونونو خلک استفاده کوي. په انټر نېټ کې له سلو څخه زيات هېوادونه ډول، ډول معلومات، خبرونه، او علمي څېړنې خپروي او په دې برېښنايي جال سره ټوله نړۍ ديو کلي بڼه او شکل غوره کړى.

انټرنيټي يرغلګرInternet Hackers لکه د ژوند په هره برخه کې چې يرغلګر موجود دي، دې ته ورته انټرنيټي يرغلګر هم شته، د دوى دنده دا وي چې پر ډېرو حساسو کمپيوټرونو حملې تر سره کړي او معلومات تر لاسه کړي، داسې کسانو ته په انګريزي ژبه کې هکران Hackers وايي، ځينې هکران د ځينو وګړو ياهو ايډيګانې تر بريد لاندې نيسي، د نوموړو ايډيګانو له لارې نورو وګړو ته سپکې سپورې وايي او ځان په تاسو ښيي. يوه اندېښنه چې هره ورځ د ډېرو وګړو په مغزو کې ګرځي، هغه دا ده که په کمپيوټر کې له ځينو ستونزو سره مخ شي دوى په دې اند وي چې هک شوي يو، نه داسې نه ده که يو کمپيوټر د نوموړې حملې ښکار شوى وي خپلي نښې لري که مو په کمپيوټر کې لاندنۍ نښې وليدې پوه شئ چې هک شوي ياست: د يو هک شوي کمپيوټر د مونيټور پرده د انټرنيټ کارولو پر مهال کله نا کله توره شي، يا يې هم تصوير رېږدي. يو هک شوى کمپيوټر په خپل سر کله نا کله Shutdown يا هم Restart کېږي. يو هک شوى کمپيوټر د څو شېبو لپاره بند پاتېږي او بيا کار پيلوي. د يو هک شوي کمپيوټر د CD-ROM دروازه کله نا کله وزي او ننوزي. او په لسګونو داسې نورې نښې چې د لومړي ځل لپاره ور سره مخېږئ. پر داسې مهال د هک احتمال موجود وي، يو يرغلګر که وتوانېږي ستاسو په کمپيوټر کې د هک سافټ وير ځاى پر ځآى کړي، پر همدې کارونو خورا برلاسى او ځواکمن کېږي، البته پر ځينو وختونو کمپيوټر ته د هارډ وير ستونزې هم پيښېږي. زه دا سپارښتنه کوم چې د هکرانو په وړاندې ويښ اوسئ، دوى د دې لپاره تاسو نه هکوي چې خپله وړتيا وښيي، بلکې دوى په شفرونو، انټرنيټي اعتباري کارډونو، برېښناليکونو او تليفوني شمېرو پسې ګرځي، يو بل د پام وړ ټکى دا دى چې ستاسو له کمپيوټر څخه د لومې په بڼه کار اخلي، يعنې ستاسو د کمپيوټر له لورې پر نورو مهمو او حساسو کمپيوټرونو حملې کوي، که چارواکي د هکر په نيولو وتوانيږي تر ټولو لوى د سر درد به هم ستاسو وي، ځکه ستاسو د کمپيوټر له لورې مهم کمپيوټرونه هک شوي دي، که په پورتنيو نښو کې يوه هم ووينئ څومره چې ژر وي پر وړاندې يې اقدام وکړئ.


د هکرانو پر وړاندې د کمپيوټر امنیت تامینول. هک څه شى دى او هکر څوک دى؟ په ساده او روانه ژبه د هغه تعبير... په ټوليزه توګه هغه کسان چې د يوه کمپيوټر امنيتي سيسټم ورانوي، د اکاونټ يا سيسټم شفر ماتوي او غلا کوي هکر بلل کېږي. هکر د پوره هوښ، ځېرکتيا، لوړي مفکورې او پوره معلوماتو څښتن او په ځان باوري کس دى. بايد ووايم زما له نظره هکران له انټرنيټي يا برېښنايي غلو سره توپير لري، هکران په خپل منځ کې يوه مرام نامه لري چې ټول د هغې پيروي کوي. هکر د يوه امنيتي سيسټم د هکولو پر مهال نه غواړي هېڅ ډول مادي يا معنوي زيان چاته واړوي، نوموړى يو امنيتي سيسټم د دې لپاره هکوي چې معلومات په لاس راوړي، يو سيسټم د دې لپاره هکوي چې خلګ وپوهېږي امنيتي سيسټمونه له ستونزو سره مخ دي، له دې څخه يې موخه دا ده چې د امنيتي سيسټمونو ستونزې او نواقص د خلګو پر وړاندې څرګند کړي، که هکران نه واى ټول ننني امنيتي سيسټمونه به دومره مجهز نه واى. هکران پوهېږي... په دې ترڅ کې نور داسې وګړي شته چې له هکرانو څخه په سوء استفاده د خپلو يا د نورو د معلوماتو له لارې يوه چاته د زيان اړولو هڅه کوي او يا د خپلو جېبونو د ډکولو په هڅه کې وي. دلته غواړم يوازې انټرنيټي يرغلګر يا غله تر څېړني لاندي ونيسم او نه غواړم د هکرانو په اړه ژور وږغېږم، يو خو کافي معلومات نه لرم، بل نه زه د کوم انټرنيټي بانک يا يوې لويي پلورنځۍ مالک يم، زما موخه دا ده چې په دې ځاى کې هغه يرغلګر يا غله تر بحث لاندې ونيسم، چې يا شفرونه، يا د Dialup حسابونه تر بريد لاندې راولي او غلا کوي او يا هم د وګړو د Yahoo  او  Hotmail له لاري نورو ته سپکې سپورې وايي.

موږ څنګه هک کېږو؟ يوه ورځ مې له يوه هکر سره بانډار کاوه او پوښتنه مې ځينې وکړه چې د هکولو تر ټولو اسانه يا ترېنګلې لار کومه يوه ده؟ نوموړي په ځواب کې راته وويل اسانه يې ډېره ساده ده. هغه ورځ زه د ده په ځواب نه وپوهېدلم، مګر کوم وخت چې مې يو څه څېړنه وکړه او د انټرنيټ په نړۍ کې هک شوم نو پوه شوم چې تر ټولو اسانه لار يې د شفرونو غلا کول دي. دې ته ورته يوه بله اسانه لار يې دا ده چې شفر د ليکلو پر مهال تر لاسه کوي، د بېلګې په توګه يو برېښناليک يو چاته لېږي او د هغه په پرانيستلو سره ځان د کمپيوټر په يوه کنج کې غلى کوي او بيا د شفر ليکلو لار څاري، پر داسې مهال چې هر ډول شفرليکل کېږي کاپي يې نوموړي هکر ته د برېښناليک له لارې رسېږي. بل دا چې ډېر يو ښايسته سافټوير په لاس کې لري، نوموړى ټول هغه توري (حرفونه) چې په کمپيوټر کې ليکل کېږي له ځان سره د LOG په نامه خوندي کوي، که د هکر له لورې اجرا شوى وي، هر شفر تر ليکلو وروسته د نوموړي متن په يوه TXT فايل کې ذخېره کېږي او هکر ته استول کېږي. بله اسانه او ساده لار يې هغه پوښتنې دي چې د يوې ID جوړولو پر مهال د کمپنۍ له لورې پوښتل کېږي، په Yahoo کې دا کړنه يو څه ستونزمنه ده، ځکه د زوکړي نېټه، پته او پستي کوډ پوښتل کېږي، مګر په Hotmail کې په ډېره اسانه توګه د پوښتنو تر ځوابولو وروسته شفر په لاس راوړاى شي، بايد وويل شي پرته له هغو کسانو څخه چې د ځانګړي مهارت څښتنان دي نور څوک نوموړي پوښتنې نه شي ځوابولاى، ان دا چې د Hotmail له کارکوونکو څخه  په دې بهانه چې زما برېښنا ليک د هکرانو ښکار شوى دى د نوي شفر غوښتنه کوي، يا هم د شفر لپاره ISP ته زنګ وهي او د ځينو مشخصاتو له مخې چې له هک شوي اکاونټ څخه يې په لاس راوړي د نوي شفر غوښتنه کوي، زه خپله (ليکوال) څو واري په دې توانېدلى يم چې شفرونه په لاس راوړم. پورتنۍ ټولې اسانې او ساده لارې وې چې پر وږغېدلو، اوس چې د کومې لارې په اړه ږغېږم يو څه ژوره، پېچلې او له دې لارې څخه هغه کسان چې له انټرنيټ، IP او ځينو ځانګړو سافټويرونو سره اشنا نه وي ګټه نه شي پورته کولاى. ځېرک هکران د يوه فايل (Trojan) په استولو سره د مقابل لورې سيسټم ککړوي، نوموړى تر اجراکېدو وروسته د کمپيوټر حافظه اشغالوي او په هر وار روښانېدو سره يې فعاليت پيلوي، کمپيوټر د يوه Server په بڼه اړوي او د ځان لپاره يو ازاد پورټ چې هر وخت د هکر پر مخ پرانيستې وي ټاکي، ډاټا او نور معلومات د برېښناليک له لارې و خپل څښتن ته استوي، پر داسې مهال هکر د IP په پيدا کولو سره پوره برلاسى کېږي ان دا چې که نوموړى کمپيوټر روښان وي بندولاى يې شي. البته هکران نوموړى فايل هر وخت د انټرنيټ له لارې نه لېږي، بلکې ځينې وختونه خپله هغه کمپيوټر ته کښېني چې غواړي ويجاړ يې کړي.د حيرانتيا خبره دا ده: ننني وايروس ضد پروګرامونه چې له هر پلوه مجهز دى د ورته فايلونو د نوو نسخو د کشفولو توان نه لري، له همدې امله کم تجروبه خلک ډېر وخت تر بريد لاندي وي.


څه وکړو چې هک نه شو؟ ځينې ساده او اسانې لارې شته که يې په دقت وڅارئ ښايي تر ډېره بريده د هکرانو مخنيوى وکړئ: داسې يو شفر غوره کړئ چې بېلابېل توري په کې کار شوي وي، لکه (AsdF^,oP) شفر، يعنې هڅه وکړئ چې په شفر کې له لينديو {()}، کامې (,) يا هم ټکي څخه کار واخلئ، نوموړي ټول هغه توري دي چې هېڅ يو هکر يې نه شي کشفولاى. د تليفون نمبر، خپل نوم، د کورنۍ نوم، د کور نمبر او... هېڅکله د شفر په بڼه مه کاروئ، نوموړي ټول هغه څېزونه دي چې ډېر ژر کشفېږي. د شفر ليکلو پر مهال څوک نژدې ځان ته مه پرېږدئ، يا هم له منحرفو کيليو څخه استفاده وکړئ، يعنې څو تورې غلط وليکئ او بېرته يې پاک کړئ. هېڅکله مشکوکې کړنې مه پرېږدئ چې پر کمپيوټر تر سره شي، بيا هم که د هکرانو په واک کښېوتى وي، تر څو چې پاکوى يې لاندني توکي د شفر ليکلو پر مهال د Task Manager له لارې بندوئ: Thief Key logger Key1 او يا هم دې ته ورته نورې مشکوکې کړنې. د برېښناليک له لارې شفر چاته مه لېږئ، که څه هم د نورو اکاونټونو شفرونه وي، د Yahoo  او  Hotmail  کارکوونکې هېڅکله د برېښناليک له لارې د شفر غوښتنه نه کوي. که ممکنه وي له Instant Messaging څخه يعنې  Yahoo, MSN, ICQ دې ته ورته نورو ميسنجرونو څخه کار مه اخلئ، نوموړي ټول هغه توکي دي چې په ډېره اسانه توګه IP د نورو په واک کې ورکوي، يعنې چې هغوى وکولاى شي په ډېره اسانه توګه د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره يو ازاد پورټ اشغال او په نېغه توګه کمپيوټر ته لاس رسى ولري، په ځانګړې توګه د فايلونو د تر لاسه کولو او لېږدولو پر مهال.د ناپېژاندو کسانو له لورې هېڅ يو ناپېژندويه تر لاسه شوى فايل مه پرانېزئ.

که کمپيوټر مخکې ککړ شوى وي بايد څه وکړو؟ که ډاډمن امنيت غواړئ کمپيوټر مو فارمټ کړئ، وينډوز له سره ځاى پر ځاى کړئ، ځکه ننني وايروس ضد پروګرامونه تر ډېره بريده د ورته فايلونو د کشفولو توان نه لري، مګر دا يې حتمې لار نه ده. بل دا چې که يو کمپيوټر له تېز انټرنيټ څخه برخمن وي داسې يوه وايروس ضد نسخه په کې ځاى پر ځاى کړئ چې د هرې ورځې په اوږدو کې تازه (Update) شي. لکه څنګه چې مې مخکې وويل ټروجان د کمپيوټر حافظه اشغالوي، کمپيوټر د Server په بڼه اړوي او د هکرانو پر مخ د دروازې پرانيستلو لپاره يوه ازاد پورټ ته اړتيا لري، د ازادو پورټونو ساتنه تر ډېره بريده اسانه ده. لکه څنګه چې ويل شوي انټرنيټ له Proxy پرته انټرنيټ نه دى، نوموړى نه يوازې دا چې د انټرنيټ سرعت چټکوي، بلکې د هکرانو د حملو پر وړاندې جنګېږي او شڼدوي يې. Firewall هم د کمپيوټر امنيت تامينوي، نوموړي هغه معلومات چې د کمپيوټر او انټرنيټ تر منځ رد و بدل کېږي معاينه او کنټرولوي، د Firewall په نامه ډېرى سافټويرونه په بازار کې موندلاى شو د بېګلې په توګه Zone Alarm.پورتني سافټوير ټولې مشکوکې کړنې څېړي او کنټرولوي، هېڅ يو فايل يا ورانکاره پروګرام نه شي کولاى د نوموړي له اجازې پرته اجرا شي، بايد وويل شي ٧ ويڼدوز د امنيت له پلوه او د هکرانو د حملو پر وړاندې ډېره باور وړ سرچينه ده.  

سایبري جګړه: کمپیوټري جګړه، مجازي جګړه یا هم سایبري جګړه( Cyber warfare یا cyber war) دا داسې جګړه ده چې دواړه لوري په هغو کې له کمپیوټري نټورکونو په ځانګړې توګه له اینټرنېټه د وسلې په توګه کار اخلي او جګړه په مجازي فضا کې پیلوي.

سایبري جګړه مارو ډولونه:

White hat hackers هر څوک چې له امنیتي خنډونو تیر شي اما کوم خراوونکی کار و نه کړي نو دې ته سپینې خولۍ واله هکران وايي، دا د نټورک د ځانګړو متخصصینو څخه عبارت دي چې غواړي د نټورک کمزوری پیدا او مسوولینو ته یې راپور ورکړي تر څو له تکرار یې مخنیوی شي.

Black hat hackers هر هغه څوک چې کمپیوټرونو ته دننه کیږي هلته مالومات اخلي، جاسوسي کوي او ویروس پکې خپروي دې ته تورې خولی لرونکي وايي.

Gray hat hackers دا هغه کسان دي چې د دواړو په منځ کې دي، د خړو خولو لرونکي ورته وايي.


Pink hat hackers دا هغه کسان دي چې د څو خرابوونکو سافتویرونو په کارولو سره د نورو د ځورولو سبب کیږي. د جګړه کوونکو د حملو ډولونه:

Interception په دې ډول کې لارموندونکی په پټه توګه له مالوماتو یوه کاپي اخلي. Modification په دې ډول کې لار موندونکی مالوماتو ته تغیر او لاسوهنه پکې کوي. Interruption په دې طریقه کې لارموندونکی په نټورک کې ګډوډي او د مالوماتو تبادله رامنځ ته کوي.

د سایبري جګړې دفاع: 1- د بریدګر د ځای او هویت پیژندنه 2- د بریدګر د هوډ مالومول 3- د پلان شوو حملو پیژندل او تشخیصول 4- د تلفاتو څیړنه وروسته له جګړې

د هیوادونو ترتیبات: روسیه: دا هغه هیواد دی چې وروسته یې له اتومي جګړه څخه دوهمه درجه ګڼي. چین: چین په سایبري جګړه کې تر دومره حده پرمختګ کړی دی چې امریکا پرې خپله اندیښنه ښودلې ده.

د بریښنالیک امنیت څنګه کولای شی خپل بربیښنالیک خوندی کړی لکه څرنګه چی ګورو دانټرنیټ په خیا لی نړی کی هره ورځ 6 میلیا رده بر یښنالیکونه تبا د وله کیږی ،خلک یی د تجا رت ، لرزد ه کړی ، رو غتیا ، ز را عت ، او د ژند په نورو حیا تی برخو کی د معلو ما تو د را کړی ور کړی لپا ره په کا ر وړی ، ولی ډیر بریښنالیکونه په ا نټرنیټی قوانینو نه دی جوړشوی ، همدا لامل ده چی هغه بریښنالیکونه چی په انټرنیټی قوانینو نه وی جوړشوی د انټرنیټی غلو تربریدو لاندی راځی ، د د لپاره چی ستا سو بر یښنا لیکونه د انټرنیټی غلو تر بریدو لاندی را نشی نو لاندی لارښونو ته ځیر شی . له رسمی بریښنالیک نه په شخصی کارونوکی ګټه مه اخلی.

که وغواړی چی په دفتر کی خپل شخصی معلومات کوم دوست یا ملګری ته واستوی ښه ده چی د یا هو ، جیمیل ، یا ها ټمیل نه ګټه واخلی .
داړتیا په مهال له BCC نه ګټه واخلئ.

که وغواړی چی مختلفو کسانوته بریښنالیکونه واستوی ، چی یوله بل سره وه نه پیژنی ښه لاره یی داده چی له BCC نه ګټه واخلی چی د Blind Carbon Copy په معنی ده ، چی د د کا ر په وسیله سره کولای شی د Spamلیږونکو لاسونه غوڅ کړی ترڅو د ستاسو د نورو د وستانو بریښنالیکونه تر لاسه نه کړی . په ګروپی ډ ول بریښنالیکونه Forward نه کړی. ځینی مهال داسی بریښنالیکونه کیداشی ستاسو اکونټ ته راشی چی د غه بریښنالیک 10 نفرو ته ولیږی کیداشی د خوښی زیری ترلاسه کړی ، کوښښ وکړی چی دغه ډ ول بریښنالیکو نه چاته Forward نه کړی .

خپلو ملګرو ته Spam مه جوړیږی.
د غه بریښنالیکونه د نه غوښتونکو بریښنالیکونو په نامه هم یا د یږی چی په تبلغاتی بڼه ستاسو په اکونټ کی را څرګند یږی د دی لپا ره چی د Spam له شرنه خلاص شی ، باید خپل میل سرور (Exchange Server) په یوخوند ی ځای کی ځای پر ځای کړی او پر میل سرور باندی مو د Spam پیژندلو سافټ ویر انسټال کړی ، که چیر ته مو بریښنالیک ترلاسه کړ ، او ډاډ من شوی چی Spam ده لومړی باید دا ډ ول بریښنالیک خلاص نه کړی ، اوکه په اشتباه دغه بریښنا لیک تاسو خلاص کړ، کوښښ وکړی ځواب مه ورکوی ، د امکان په صورت کی د غه بریښنالیک له منځه یوسی ، ځینی مهال چی ستاسو میل سرور په سم ډول کار ونه کړی نو په لسګونو بریښنالیکو نه ستاسو له پتی نورو ملګر ته ځي . 

د بریښنالیک د پرانستلو پرمهال لومړی ډاډمن شی چی بریښنالیک د چا له لوری راغلی بیا بریښنالیک خلاص کړی (Attachment)

فایلو نه هغه مهال خپل کمپیوټر ته ډونلوډ کړی چی رالیږونکی یی په کامل ډول وپیژنی ، اوستاسوته دباور وړوی کیداشی له یو جعلی یا غلا شوی بریښنالیک سره مخ شی ، نوموړی فایلونه له خلاصیدو څخه وړاندی په Anti-Virus باندی Scan کړی یا د بریښنالیک له رالیږونکی سره یی د امکان په مهال ټیلفونی اړیکه ونیسی.
د (Sniper Spy) جاسوسی سافټ ویر څخه په کمپیوټرکی له انسټالولو نه مخنیوی وکړی .

دغه سافټ ویر کولای شی ستاسو له کمپیوټر نه ټول هغه پټ معلومات چی ستاسو یی په کمپیوټر کی کاروی هغو انټرنیټی غلو ته ولیږی چی د ستاسو په کمپيوټر یی سافټ ویر انسټال کړی ، نوموړی سافټ ویر کولای شی ستاسو په انټرنیټی شبکو کی د سرورونو ، اوبریښنالیکونو پاسورډونه انټرنیټی غلوته هم په لاس ورکړی ، عموما دغه سافټ ویر دانټرنیټی غلوله لوری دشبکو کارکونکوته د بریښنالیک له لوری لیږل کیږی .

د بریښنالیک په متن کی دانټرنیټی صفحو لینکونه مه خلاصوی.
که اړتیا وه چی دغه لینکونه راخلاص کړی نودنوموړو صفحو لینکونه په نوی Internet Browser کی راخلاص کړ .
د خپل بریښنالیک پته په هر انټرنیټی فورم یالست کی مه ځای پر ځای کوی.
ډیری هغه انټرنیټی پاڼی چی ستاسونه دبرښنالیک پته غواړی دپوره امنیت درلودونکی نه دی ، تاسو کولای شی د دی ډول انټرنیټی فورمو ډکولو لپا ره له موقتی بریښنالیکی پتی نه ګټه واخلی. 

د بریښنالیک لپا ره له ساده شفر(Password ) نه ګټه مه اخلی. څیړنی څرګندوی چی دانټرنیټ په نړی کی په میلونونو دانټرنیټ کارونکی له یوډول شفر (abc123, password, 123456)نه ګټه اخلی ، د شفر لپاره د داډول سا ده کلیمو کارونه د انټرنیټ کا رونکی له جدی ستونزو سره مخ کوی ، او انټرنیټی هکران په اسانی سره کولای شی ستاسو شفر (Password) وپیژنی ، اوستاسو پټ معلومات ستاسو له اکونټ نه غلا کړی ، لوی ستونزی هغه مهال رامنځ ته کیږی ، چی د ا ډول ساده شفرونه د بانکی اکونټونویا حسابی کارتونو لپاره وکارول شی. (جف ماس) یو پخوانی هکر ده ولی اوس مهال له یو امنیتی انټرنیټی شرک سره کار کوی ، دانټرنیټ کارونکو ته دا سپارښتنه کوی چی له یو داسی شفر نه ګټه واخلی چی د ۱۲ حروفو درلودونکی وی (A-Z,a-z,0-9,$# ) چی د انټرنیټی غلو لپاره ددی ډول شفر پیژندل ستونزمن کار ده په همدی ډول دمایکروسافټ شرکت اعلان کړی چی د مایکرسافټ دویندوز په راتلونکو نسخو کی به څوک ونشی کړای چی له ساده شفرنه کار واخلی .

په هر کمپیوټرکی خپل رسمی بریښنالیک مه خلاصوی.

که وغواړی چی بریښنالیک موپه انټرنیټ کلب یا دکوم ملګری په کمپیوټرکی راخلاص کړی ، لومړی هغه کمپیوټر وګوری چی کوم ډول سافټویرونه په کی انسټال شوی دی ، دجاسوسی داسی سافټویرونه شته چی کولای شی ستا سو دبریښنالیک شفر وپیژنی اوانټرنیټی غلو ته یی په لاس ورکړی

د بریښنالیک د استولو په مهال له بریښنایزلاسلیک (Digital Signature) نه ګټه واخلی.
که چیری کوم انټرنیټی غل ستاسو بریښنالیک ته لاس رسی پیداکړی ، که ستاسو بریښنایز لاسلیک ورسره نه وی نشی کولای نوروته جعلی بریښنالیکونه واستوی
که د بریښالیک دلیږلو لپا ره له یو خوندی کمپیوټرنه ګټه واخلی.
په هغه اندازه به ستاسو بریښنالیک هم خوندی وی په خپل کمپیوټرکی انتی وایروس Anti-Virus داوردوال (Firewall) اوجاسوسی ضد سافټویرونه انسټال کړی .
له فیشینګ بریدونه ځان وساتی.

دا هغه طریقه ده چی انټرنیټی هکران ورنه ګټه اخلی ، دوی غواړی چی ستاسو پټومعلوماتوته لکه د برښنالیک نوم ، اوشفرته لاس رسی پیداکړی ، دوی په جعلی بڼه ستاسو ته بریښنالیک رالیږی ،تاسو فکر کوی چی دغه بریښنالیک دکوم بانک ، شرکت ، پوهنتون ، یاکومی دولتی اداری نه ستاسو ته رالیږل شوی ده ، تاسو سمدلاسه دوی ته ځواب ورکوی دځواب په ورکولو سره خپل پټ معلومات ددوی په اختیار کی ورکوی .

کمپیوټري وایروسونه (Computer viruses) داچې کمپیوټري ویروس څه شی،څنګه او د طبي ویروس سره څه توپیر لري؟ په دې اړه زه څه ویل نه غواړم ځکه دا ډیرې اوږدې لیکنې ته اړتیا لري. دلته یوازي زه کمپیوټري وایروس در پیژنم او دا درته وایم چې څنګه خپل عملیات کوي. د کمپيوټر ويرس يو ورانکاری پروګرام دی , کوربه ته اړتيا لري چې خپل ځان د کمپيوټر په ډسک کې کاپي کړي. چې دا ويروس بياد پروګرام فايل سره ځان يو ځای او يا ترې جلا کوي او بيا کمپيوټر ته زيان رسوي. ټول ويروسونه د کمپيوټر د پروګرام جوړونکو له خوا چې د کمپيوټر په پروګرام جوړونه پوهيږي جوړيږي. دکمپيوټر له وايرس زموږ هدف هغه پروګارم وي چې ستاسې له کمپيوټر ناوړه ګټه واخلي، او يا ستاسې د کمپيوټر زيرمې ناوړه استعمالوي، او بالعموم دا کار د ستاسې له پوهې يا اجازې پرته کيږي. دکمپيوټر دا وايرسونه يا زيانمن پروګرامونه هم د نورو پروګرامونو په څېر د پروګرامر لخوا جوړيږي، د دې جوړولو څو دلايل کيداى شي، خو د وايرس ضد پروګرامونو جوړولو کمپنۍ هم پدې کار کې دخيلې وې. دوايرس جوړولو لپاره پروګرامر (پروګرام جوړونکي) زيانمن پروګرام جوړوي او ازموي يې، ترڅومعلومه کړي، چې دا پروګرام له ځان نقل جوړولى شي، کله چې يې ازميښتونه بريالي شي، نو په شبکه عموماً پر انټرنېټ خپرول کېږي. کمپيوټر وايرسونه څو ډولونه لري،خو عموماً په دوه فيزونو کې کار کوي، د کمپيوټر ککړول او ځان رسول. دککړولو مرحلي پيلولو لپاره، وايرس بايد فعال شي، نن سبا پر وايرس د ککړيدو عمومي لارې په کمپيوټر کې د پرديو ډيسکونو (فلاپي،سې ډې، فلش ډيسک، او نور..) او انټرنېټ استعمالول دي لدې پرته که ستاسې کمپيوټر له شبکې سره وصل وي، نو بيا هم پر وايرس د ککړيدو امکان شته، د کمپيوټر وايرس د بيالوژيکي وايرس په څېر په هوا کې نه الوزي، پر وايرس اخته کېدو لپاره کمپيوټر بايد په يو نه يوه طريقه له بيروني نړۍ سره ارتباط ولري. د ککړولو په مرحله کې وايرس عموماً درې کارونه اجرا کوي. لومړى وايرس ځان د پروګرامونو له فايلونو سره نښلوي. ماکرو وايرس ځان د ماکرو په ژبه، لکه دمايکروسوفټ ورډ ماکرو، کې پټوي. دچالانېدو (Boot) مهال وايرس د کمپيوټر فعالولو برخه د هدف لاندي نيسي، او هرځل د کمپيوټر چالانېدو پر مهال فعاليږي.د فايل ډول وايرس ځان له ځانګړي ډول فايلونو سره وصلوي، چې دعملي کېدونکو فايلونو (exe) وايروسونه ډير عام دي. دا ډول وايرسونه لومړى د وينډوز د حساب ماشين، نوټ پېډ، مرستې exe فايلونه ککړوي، او ورپسې د کمپيوټر ټول هارډډيسک د اېکزي (exe) فايلونو لپاره لټوي، ځان ورسره مربوطوي، او دا معلومات د کمپيوټر په ثبتوونکي (registry) کې ثبتوي. په بل ځل چې ککړ فايل پرانېستل شي، نو وايرس د معلومات له ثبتوونکي رااخلي، او خپلي ککړتيا ته دوام ورکوي او نور ډرايوونه لړي. وايرس ځان له کشفولو هم پټوي، د غلا وايرسونه (viruses stealth) ځان د کاريدونکي فايل په کوډ(Code) کې پټوي . Polymorphic وايرسونه د عملي کېدو يا ککړتيا خپرولو پر مهال خپل کوډ بدلوي، او هر ځل د نوي فايل ډول خپلوي کله چې د فايل په کوډ کې نوى کوډ وراضافه شي، نو حتماً يې اندازه ډيريږي، چې د دې ستونزې حل لپاره وايروسونه د فايل کوډ لومړى سريا د فايل اندازه ښودونکى کوډ بدلوي. لدې سره پرته polymorphic تخنيکونو پر کارولو دا وايرس کوډ د فايل په کوډ کې شيندل کېږي. د دي تخنيکونو له کبله دا وايرسونه ځان د وايرس کشفولو له پروګرامونو پټوي. لدې پرته وايرس فعاليدو لپاره ټاکلي حالت يا شرط ته منتظر وي، کله چې دا حالت يا شرط واقع شي نو وايروس راويښيږي. دا پېښه ممکن د کمپيوټر فعالېدل يا د ټاکلې نېټې رارسېدل وي. منطقي بمب (logical bomb) هغه وخت فعالېږي کله چې پر ټاکلي شرط پوه شي، لکه له معلوماتو خاص نوم يا نېټه ورانه شي. وختي بمب (time bomb) هغه وخت فعاليږي، کله چې ټاکلى نېټه راورسېږي،لکه د هرې مياشتې اوومه نېټه، يا د هرې شپږمې مياشتې ٢٥ نېټه يا نور، که فعالوونکى شرط پوره نه شي، نو وايرس يوازې بچي راوړي، يعنې خپل نقلونه جوړوي. د کمپيوټر لړلو مرحلې پرمهال ممکن کمپيوټر ودريږي، تر څو وايرس خپل کار وکړى شي، وروسته کمپيوټر بېرته کار پيلوي، خو تر دغه مهال ممکن ستاسې کمپيوټر پر وايرس اخته شوى وي. د ځان رسولو يا Delivery په مرحله کې وايرس له خپلو برکتونو تاسې برخمن کوي دا زيان ممکن يوازې پر سکرين د يو احمقانه يا بې مطلبه پيغام ښودل او يا د مفروضاتو ورانول او هارډډيسک له کاره غورځول وي. پدې زيانونو کې ممکن دخاص ډول فايلونو ورانول هم شامل وي، چې لدې لارې ستاسې کمپيوټر هم کار پرېښودلى شي. تر ټولو خطرناک هغه وايروسونه وي، چې په پټه خپل کار کوي، او تاسې يې له زيانونو نه خبريږئ، پدې زيانونو کې ممکن د فايلونو په محتوا کې ګوتې وهل يا د داسې پروسو پيلول وي چې له کبله يې کمپيوټر په کراريږي. له وايرس پرته پدې ډله کې نور پروګرامونه هم شته چې ورم ((worm, Trojan horse, Adware او spyware يې بللى شو. لدې پرته نور پروګرامونه هم شته، خو هغه ممکن تر ډيره حده په پورته يادو شوو ډلو کې راشي. ورم (worm) د کمپيوټر په فعاله يادښت کې اوسيږي، او پر شبکه بچي راوړي، او نور کمپيوټرونه ککړوي، چې د کمپيوټر زيرمې کاروي او ممکن کمپيوټر هم خاموشه کړي.

Trojan horse زيان رسوونکى پروګرام وي، چې د اصلي پروګرام لکه Screen saver په توګه ځان ښيي. کله چې کاروونکى دا معصومه فايل پرانېزي، نو پدې پروګرام کې فايل ستاسې شخصي معلومات لکه د کاروونکي نوم او پټ نوم پټوي، او لرې ناستHacker(معلوماتو غل) ته يې استوي، چې هغه ستاسې کمپيوټر ته د غلا دروازه پرانېزي، او لدې لارې ستاسې کمپيوټر کنټرولوي. Trojan horses د وايرس په څير بچي نه راوړي. 

Adware او spyware د نورو په پرتله نوي مرضونه دي، دا د انټرنېټ له خپريدا سره ډير شول. پدې پروګرامونو کې خاص ډول پروګرام يا فايل ستاسې کمپيوټر کې ځاى پر ځاى کېږي، او ستاسې معلومات اړوند کمپنۍ ته استوي چې پدې کې ستاسې د انټرنېټ کتلو تاريخچه او ځينې شخصي معلومات شامل وي، د دي معلوماتو په مرسته هغه کمپنۍ تاسې ته مربوطه اعلانونه راستوي. لدې پرته موږ کې چې څوک بريښناليک ادرسونه لري، نو پوهيږي هره ورځ ورته څومره بېکاره بريښناليکونه راځي، چې spam بلل کېږي دا ټول بريښناليکونه عموماً د همدې دوو پروګرامونو له لارې راوغونډ شوو معلوماتو په مرسته ترتيب او رالېږل کېږي. لدې پرته ځينې تجارتې کمپنۍ په لوړه بيه د عامه وګړو بريښناليکونه د داسې پروګرامونو له جوړونکو رانيسي، چې د بريښناليکونو او د انټرنېټ لټولو تاريخچې راټولولو دا ترټولو آسانه لاره ده. که په کمپيوټر کې مو وايرس موجود وي له لاندې لينک څخه د وايرس ضد پروګرام ښکته کړئ ولي دې ورانکاری پروګرام ته ويروس وايي؟ داسې ويل کيږي چې دا ورانکاری پروګرام په ١٩٤٩ م کال جوړ شوی او په ١٩٦٠ م کال په شاوخوا کې لومړنی ويرس جوړ او ازمايل شوي و. په١٩٨٤ م کال کې د يو پوهنتون پروفيسر دې ته د ويروس نوم کيښود ځکه چې دا بيالوژيکې ويروس ته ورته دې، کمپيوټري ويروس کوچنی دی، دخپل ځان کاپې ګانې جوړوي او د کوربه نه پرته اوسيدلی نه شي. کله چې کمپيوټر ډير وپيژندل شو نو کمپيوټرې ويروس هم د١٩٨٦ نه تر ١٩٨٧ په شاوخوا کې را څرګند شو. په لومړيوکې دا د يوې ټوکې اوتجربې په ډول په کاريده خواوس يې مقصدورانکاري اوپيسې ګتل دي. په ټوليز ډول وايروسونه پر لاندنيو دوو برخو ويشل کېږي:

په نېغه توګه (Direct Action) اجرا کېدونکي وايروسونه.
په حافظه کې (Memory Resident) غلي شوي وايروسونه.

ځينې وايروسونه د پورتنيو دواړو خاصيتونو څښتنان وي، په حافظه کې غلي کېدونکي وايروسونه په ډېرې اسانۍ سره د سيسټم کړه وړه تر نظر لاندې نيسي او د پروګرام پنځېدو پر مهال د نورو په ککړولو لاس پورې کوي، نوموړي وايروسونه له دوو لارو څخه په حافظه کې غلي کېږي.   د ځينو وقفو په استفادې سره.   د MCB  چې د Memory Control Block  لنډيز دى په استفادې سره. نننيو وينډوزونو تر ډېره بريده په حافظه کې د غلي کېدونکو وايروسونو مخه نيولې او د هغوى څارنه يې محدوده کړې ده، له همدې امله ننني وايروسونه په حافظه کې پر غلي کېدو برسېره په نيغه توګه يوه اجرايوي کړنه هم تر سره کوي.

د فايل باينري (Binary) وايروسونه يو وايروس خپل فايل د يوه پروګرام د فايل په بڼه په سيسټم کې خوندي کوي او د بېلابېلو تخنيکونو له لارې د نورو فايلونو په ککړولو لاس پورې کوي، د يادونې وړ ده فايلي وايروسونه د خپلو ځانګړو تخنيکونو له مخې پر بېلابېلو برخو ويشل کېږي چې تر ټولو مهمې يې په لاندني ډول دي:

پر ليکل کېدونکي (Overwriting)  وايروسونه.
دا ډول وايروسونه په نېغه توګه ځان د يو پروګرام په ابتدايي برخه او د هغه په کوډونو کې داخلوي، له همدې امله نوموړى پروګرام په يو ويروس بدلېږي، که د پروګرام د پنځولو پرېکړه وشي نه يوازې دا چې نه پرانيستل کېږي بلکې نوموړي وايروسونه د نورو فايلونو په ککړولو لاس پورې کوي، دا ډول وايروسونه په ډېره اسانه توګه له منځه وړل کېږي.

  مل  (Companion) وايروسونه.

دا ډول وايروسونه په نېغه توګه د يو پروګرام په کوربه فايل کې کوم بدلون نه راولي، پر ځاى يې د خپلو ځينو کړو وړو له مخې يو وينډوز په دې اړباسي چې د پروګرام پر ځاى وايروس وپنځوي، ځينې وختونه نوموړي د يوه پروګرام نوم بدلوي او ځان د پروګرام د نامه په بڼه ښيي، يا دا ډول وايروسونه په يوه ډايريکټرۍ کې  EXE  يا  COM  فايلونه په دې موخه چې تر هر څه مخکې اجرا کېږي ککړوي.

  اړيکى لرونکي  (Link)  وايروسونه.

دا ډول وايروسونه د سيسټم د اجرايوي فايلونو په وروستۍ برخه کې خپل اړيکى داخلوي، له همدې امله د دې بدلون په وجه يو پروګرام پنځوونکى فايل د پروګرام پنځولو تر څنګ وايروس هم اجرا کوي چې ښايي د امکان تر بريده په سيسټم کې د ټولو ځاى پر ځاى شوو پروګرامونو د پنځوونکو فايلونو په وروستۍ برخه کې ياد شوى اړيکى موجود وي.
دعوه ګير (Pretending) وايروسونه.

دا ډول وايروسونه په ډېره ساده توګه خپل ګوډ د يو پروګرام د اجرايوي فايل په سر کې داخلوي، له همدې امله د پروګرام پنځولو پر مهال تر هرڅه مخکې د وايروس کوډ اجرا کېږي.   داخلېدونکي  (Inserting)  وايروسونه. دا ډول وايروسونه ځان د يو پروګرام د کوربه فايل په منځنۍ برخه کې داخلوي، نوموړي وايروسونه کولاى شي د ځان لپاره د يو کوربه پروګرام په فايل کې ځاى ولټوي او ځان په کې داخل کړي، که نوموړى فايل د وايروس ځايولو وړتيا ونه لري، يوه غټه برخه يې بل ځاى ته انتقالېږي او پاتې تشه فضا يې وايروس د ځان لپاره غوره کوي.

اضافه کېدونکي  (Appending)  وايروسونه.

دا ډول وايروسونه خپله ورانکاره حمله د يو پروګرام د کوربه فايل په سر کې ليکي، د نوموړي فايل د سر برخه د هغه پاى ته انتقالوي او ځان د اصلي پروګرام د ابتدايي برخې په منځ کې يا هم د وروستنۍ برخې په منځ کې داخلوي، که د پروګرام د پنځولو پرېکړه وشي نوموړى حمله د فايل له ټاکلي برخې څخه د وايروس په لوستلو پيل کوي او وايروس اجرا کېږي، ورپسې د فايل ابتدايي برخه چې له ځايه بېځايه شوې وه بېرته خپل ځاى ته انتقالېږي او پروګرام ته د پنځولو اجازه ورکول کېږي.

سکريپټي  (Scripts)  وايروسونه.

دا ډول وايروسونه په حقيقت کې د وايروسونو په ډله پورې هېڅ تړاو نه لري، هر سکريپټ يو ځانګړى متن دى چې بايد د پروګرامونو د برخو له لورې ولوستل شي او تفسير شي، مګر په اوسني عصر کې د جدي تهديد په ليکو کې درېږي. د سکريپټي ژبې څو لاندنيو ډولونو ته ځير شئ:   جاوا سکريپټ  (Java Script)   ويژول بېسيک سکريپټ  (VB Script)   جې سکريپټ  (Jscript)   اى، ار، سي سکريپټ  (IRC Script)   يونيکس شيل سکريپټ  (Unix Shell Script)   ايم، ايس ډاس بېچ سکريپټ (MS-DOS Batch Script)   وېژول فاکس پرو سکريپټ  (Visual FoxPro Script)   ځينې نور بېلا بېل سکريپټونه لکه سوپر لوګو (Super Logo)،  پرو  (Pro)  او... ځیني نور کمپیوټري وایروسونه په لاندي ډول دي.


کمپيوټري چينجی (Worm) څه شی دی؟ کله چې انټرنټ (نړيوال جال) ښه وپيژندل شو بريښناليک ته اړتيا پيدا شوه نو ورانکارو د ويروس او په خاص ډول د کمپيوټرې چينجيو د خپرولو له پاره يوه ښه لار وموندله. کمپيوټرې چينجی ويروس ته ورته دي ، ځان کاپي کوي خو دا کار په کوربه کې له بدلون پرته تر سره کوی . دا د ويروس په شان ښايي د تکرارول (Replicate) څخه پرته کوم عمل وکړي او يا يې ونه کړي.

تروجن آس (Trojan horse) څه شی دی؟ د Trojan horse پروګرام نوم د هغه قوی لرګين آس نه چې يونانی عسکر يې پټول او د تروی (Troy) په لرغونې ښار به يې حمله کوله اخستل شوي. دهمدې چل په شان د تروجن آس پروګرام هم پټې لارښوونې ساتی. دا پټې لارښوونې کيدای شي ټوکې او يا ورانکاري وي، خو ورانکاري تروجن آس پروګرام د خلکو د معلوماتو د ورانولو له پاره کار ول کيږي او په دې هم پوه دي چې خلک هغه پروګرامونه چې په زړه پورې نومونه لري چلوي. آيا دا پروګرامونه ټول ورانکاري دي؟ دا پروګرامونه د کمپيوټر ماغزه او يا زيرمې ورانوي، دکمپيوټر کار بتي کوي، د کمپيوټر چلوونکی سيستم او يا د کمپيوټر نور پروګرامونو خرابوي. دا ډول پروګرامونه ددې له پاره جوړيږي چې د ويروس ضد پروګرامونه ارزښت او بيه لوړه بوځي. ځکه که يو کمپيوټر وران شې نو د هغه بيرته جوړول د خلکو له پاره ډير وخت نيسي.

ولې او څوک دا پروګرامونه جوړوي؟ دځينو ويروس جوړونکو مقصد تجربه،ټوکې، اود ډيرو ورانکاري وي. اکثره ددې ويروس جوړونکو څخه تکړه او پوه نارينه وي چې عمر يې له ١٥ نه تر ٢٣ کلونو پوري وي. او بعضې نور يې د ويروس جوړونکو يو ګروپ وي چې د بيلا بيلو مقصدونو له پاره دا کار کوي.

څنګه دوې ويروسونه خپروي؟ دوی د بيلا بيلو لارو پواسطه د يو کمپيوټر نه بل کمپيوټر ته ويرسونه او تروجنونه خپروي چې دا ټول دکمپيوټرد کاروونکو د بې پروايې له امله کيږي. ځينې خلک هيڅ د داسې ستونزو سره نه مخامخ کيږي خو ځينې د احتياط نه کولو له کبله ددې ستونزو سره مخامخ کيږي لکه، د فايلونوراښکته کول، د ويروس لرونکو سې ډې ګانو کارول او داسې نور. په (نيټ ورک) کې ويروس په چټکې سره له يو کمپيوټر نه بل کمپيوټر ته خپريدی شي په خاص ډول د بريښناليک د مل په توګه.

څنګه پوهيږو چې زمونږ په کمپيوټر کې ويروس شته؟ ځنې وختونه ويروس په کمپيوټر کې ناشنا کارونه کوي، ځينې ويروسونه په کمپيوټر کې هيڅ کار هم نه کوي خو خپل شتوالي ښيي، ددې له پاره تاسو د ويروس ضد پروګرامونه کارولي شئ چې پيژندل شوي پروګرامونه يې Norton او McAfee دي خو دا پروګرامونه بايد وخت په وخت د انټرنټ نه تازه شي. څنګه تاسو خپل معلومات ساتلي شي؟ که نه غواړئ چې خپل معلومات د لاسه ورکړئ نو بايد د خپلو معلوماتو نه بله کاپې هم جوړه کړئ، ځکه چې که کوم ويروس ستاسو ارزښتناکه معلومات له منځه يوسي دابه تاسو ته ډيره ګرانه پريوځې چې خپل معلومات بيرته تر لاسه کړئ. له تخنیکې پلوه که چیرې ستا سو په کمپیوټر  کې ویروس شتون ولری نو څنګه پوهیدای شۍ؟ چې زما کمپیوټر په ویروس ککړ دی یوڅو اړین ټکي درپه ګوته کوم. د کمپیوټر ویروس یو ډیر زیا نمن شی دی.ځکه ډیر ځله د کمپیوټر کارونکي ته د ویروس دشتون معلوما ت نه کیږي او کله چې کارونکی د ویروس په شتون پوه شي نو وخت له وخته تیروي او ویروس خپل کار کړی وي.داسې ډیرې نښې نښانې شته چې له پلوه یی تا سې په کمپیوټر کې د ویروس دشتون شک کولای شی. لاندینۍ نښې نښا نې اړینه نه ده چې خا مخا به دویروس له شتون نه پیدا شوې وي، ځکه داسې نور ډیر عوامل هم شته چې په کمپیوټر کې دا راز نښې نښانې رامنځته کړي. مګر که چیرې تا سو په خپل کمپیوټر کې یوه هم له دغو لاندینیو نښو څخه ومونده نو ښه به دا وي چې دیوه ښه Antivirus پوستکالي(سا فټ ویر) په مټ خپل کمپیوټر Scan کړۍ. نوموړې نښا نې په لاندې ډول دي: 1  د ویروسی کمپیوتر نښی 1.1 ستا سو په کمپیوټر کې د لګیدلي ها رډیسک خا لي ځای ورځ په ورځ کمیږي 1.2 د هارډسک Activity LED بې له کوم سببه پړکیدل 1.3 کمپیوټر ورځ له ورځې پڅ (Slow) کیږي 1.4 بې له کوم سببه د فایلونو خرابیدل او یا هم له منځه تلل 1.5 ډیر ځله کمپیوټر په ټپه دریږي (Hang)

2  مآخذونه 1 ستا سو په کمپیوټر کې د لګیدلي هارډیسک خالي ځای ورځ په ورځ کمیږي. ددې لپاره ویروس خپل ځان Replicate د ځان په څیر هو به هو د بل ویروس تولیدولو ته وایي.) کړي په کمپیوټر کې د Exe یا Com فا یلونو سره ځان سریښوي.او دا کار نوموړی ویروس څو څو ځله تکراروي ددویروس ددې کار له امله د نوموړو یادو شویو فایلونو میچ (size) ډیر غوټیږي له همدې امله نوموړي فا یلونه په هارډیسک باندې ډیر ځای نیسي. پس که داسې ویروس په خپل وخت ونه نیول شي


نودنوموړي ویروس د وار په وار Replication څخه کارونکی په هارډیسک کې دځای دکمښت سره مخامخ کیږی.که چیری ستا سو په کمپیوټر کې د CAD روستاړي لرونکې پوستکا لې او یا هم د Graphics لپاره کارونکي پوستکالي شتون ولري نو داهم ستاسو د هارډیسک ډیر ځای نیسي.په هر حال ددغې پورتنۍ نښې له ښکاره کیدلو سره په خپل کمپوټر با ندې د Antivirus پوستکالی وچلوۍ. 2 هارډسک LED Activity بې له کوم سببه پړکیدل ډیرو ښا غلیو او آغلیو په پورتنۍ جمله کې Activity د فعا لیت اوLED د Light Emitting Diode په مانا دی. چې د رڼا ورکونکي تیوب ما نا ترې اخستلی شو. ستا سو د کمپوټر په مخه کې یووړوکی څراغ شتون لری چې د هارډیسک په نښان سره ښودل شوی. اوس نو کله چې تا سو کوم پروګرام یا پوستکا لی کا روی یعنې د پوستکا لي په کارولو بوخت یا ست او یا مو کوم پوستکالی تا زه چا لان کړۍ تر څو کار ترې واخلۍ په دې دواړو وختونوکې د هارډیسک Activity LED با ید وپړکیږي یا نې Flashing با ید وکړي. مګر که چیرې تاسو په پورتنیو داوړو حا لتونوکې قرار نه لری او بیا موهم د هارډیسک Activity LED په وار وار پړکیږي نو ګمان کیږي چې ویروس Replication پیل کړی او دوام لري. په دې حال کې هم دAntivirus د پوستکالي چلول اړین بریښي

3 کمپيوټر ورځ ورځې پڅ (slow) کیږي که چیرې تا سوفکر کوی چې کمپیوټر مو ورځ په ورځ پڅیږي په دې مانا چې که چیرې ستاسو کمپیوټر مخکې په دودقیقو کې Boot کیدلو او اوس ډیر ځنډ با سي تر څو Boot شي او یا هم که چیرې ستا سو د MS-Word پوستکالی مخکې په یوه دقیقه کې چا لانیدلو او اوس په ډیر ځنډ چا لانیږي نو د ویروس د شتون ډیره کره نښه کیدلای شي نو اړینه ده خپل د Antivirus پوستکا لی وچلوی. دا یوه ډیره کره او ټا کنیزه نښه ده چې ډیر دوستا ن له دې ستونزې څخه ماته شکا یت کوي. 4 بې له کوم سببه د فایلونو خرابیدل او یا هم له منځه تلل په عاموحالاتوکې نه کوم فا یل له ځا یه خراب وې اونه هم په خپله له منځه ځي حتی که چیرې په هارډیسک کې Bad Sector هم شتون ولري نو بیا هم دکوم فایل د خرابیدو او یا له منځه تللو شونتیا ډیره کمه ده. ویروس داوړ کارونه ډیر کوي په دې مانا چې کولای شي فا یل په بشپړه توګه له منځه یوسي او یا یي هم تر دې بریده خراب کړي چې د کارولو وړنه وي. که چیرې له تا سوهم له دې راز کارونو سره مخ کیږۍ نو داستاسوپه کمپیوټر کې د خورازیا نمن ویروس د شتون نښه ده. اړینه ده چې دهر څه دمخه خپل Antivirus پوستکا لی وچلوۍ. 5 ډیر ځله کمپیوټر په ټپه دریږي (Hang) ډیر هغه پوستکا لي چې د Bugs لرونکي وي کمپیوټر په ټپه دروي همدا راز د Mother Board ا و یا Memory دخرابي له امله هم کمپیوټرپه وار وار په ټپه دریږي او همداراز د ویروس شتون هم کولای شي کمپیوټر په ټپه ودروي. په دې حا لت کې هم خپل د Antivirus پوستکا لی وچلوۍ. که چیري ته د کمپیوټر یو کارن شي نو د معلوماتو د ساتو زمواري ستا په غاړه وي ته باید په څه ډول له خپلو معلوماتو څخه ساتنه وکړي، دا مختلفي طریقي لري چې په لاندي ډول دي. شکمن برېښنالیک مه خلاصوی. وایروس په مقابل کې خپل کمپيوټر scan کړي دا عمل په هفته کې یو یا دوه واري تکرار کړي. د مهمو معلوماتو څخه backup واخلي. هغه سافټویر چې تاسي استعمالوې د هغه سافټویر اخري update يي په کمپیوټر کې install کړي، او هر وخت يې update کوې.

د لپټاپ د بطرۍ په اړه څو سپارښتنې   پر داسې مهال چې برېښنا نه وي او د لپټاپ له بطرۍ څخه کار اخلئ که لاندني ټکي په پام کې ونيسئ ښايي تر ډېره بريده يې کار کړئ، آن دا چې تر خپل ځانګړي وخت يې وړاندې کارولاى شئ. بل پلو دا خبره د لپټاپ په جوړښت هم اړه لري، ما چې کوم لپټاپونه ليدلي بطرۍ يې له دوو ساعتونو نيولې بيا تر دوه نيمو ساعتونو پورې کار کوي، ځينې نورې بطرۍ هم پيدا کېږي چې څلور، شپږ  يا اته ساعته کار وکړي، خو هره يوه بطرۍ که د يوه ځانګړي مهارت له مخې کار شي پايلې به يې مثبتې وي. 1. کمپيوټر Defrag کړئ، څومره چې د هارډ ډيسک فعاليت ګړندى وي هغومره د بطرۍ انرژي لږ کارېږي. 2. د پردې نور يې کم کړئ، د نننۍ نړۍ په سلو کې ٩٩ لپټاپونه د پردې د نور کمولو وړتيا لري، پر داسې مهال چې له بطرۍ څخه کار اخلئ نوموړى هغه يې کم کړئ. 3. هغه پروګرامونه چې د پردې تر شا په کار لګيا وي ودروئ، لکه  Antivirus يا هم Google Desktop . ځکه نوموړي هر وخت په کار لګيا وي او کمپيوټر مصروف ساتي، لنډه دا چې ټول دې ته ورته پروګرامونه ودروئ. 5. هغه پرزې چې دباندنې پورټونو له لارې له کمپيوټر سره تړل کېږي بېلې کړئ، د بېلګې په ډول USB موږک يا هم  Cool Disk ، دا ټولې هغه پرزې دي چې د برېښنا انرژي مصرفوي. 6. د کمپيوټر حافظه (RAM) چې څومره جګه وي هغومره د لپټاپ بطرۍ  سپمول کېږي، په جګه حافظه کې پر Virtual Memory  تر سره کېدونکي پروسې خورا کمې وي، يعنې که د RAM حافظه جګه وي کېداى شي بطرۍ تر ډېره بريده کمه کار شي. 7. هارډ ډيسک پر CD  او DVD ښه والى لري، يعنې هارډ ډيسک هېڅ وخت د CD  او  DVD په پرتله بطرۍ نه شي کارولاى، آن دا چې که يوه CD په ډرايو کې پرته وي او کارېږي نه بيا هم د بطرۍ پر وړاندې خنډ ګرځي، که غواړئ CD يا هم DVD  پر داسې مهال کار کړئ چې پر بطري کار کوئ هارډ ډيسک ته يې کاپي کړئ او بيا يې کار کړئ. 8. د بطرۍ غاښي پاک وساتئ، نوموړي عبارت دي له هغو غاښو څخه چې د کمپيوټر او بطرۍ تر منځ د برېښنا اړيکى قايموي، په دې ډول هم بطرۍ تر ډېره کار کوي. 9. د بطرۍ خيال وساتئ، دا يو ډېر اړين ګام دى، که له بطرۍ څخه ګټه پورته کوئ تر پوره چارج وروسته يې په دوو يا هم درېيو اوونيو کې پر مخ خالي کوئ، که نه وي بطرۍ ډېر ژر له کاره لوېږي، د يادونې وړ ده اوسنۍ بطرۍ پر Li-on  کار کوي د پوره خالي کېدو اړتيا يې نه ليدل کېږي، نوموړې کړنه يوازې د زړو کمپيوټرونو پر بطريو تر سره کړئ. 10.  کمپيوټر د Standby  پر ځاى Hibernate کړئ، په لومړني حالت کې د کمپيوټر پرېښودل هم د بطرۍ چارج کموي، مګر دوهم هغه يې کمپيوټر په سمه توګه خاموش ساتي، که تاسو Standby د دې لپاره کاروئ چې ژر مو کمپيوټر روښان شي Hibernate هم له نوموړي څخه کم نه دى. 11.  لپټاپ په داسې ځاى کې کښېږدئ چې ګرم نه شي، څومره چې يې ګرمي کمه وي بطرۍ يې هغومره ډېر کار کوي، بايد ووايم د هوا اخيستلو او ايستلو لارې يې (هغه سوري چې هوا په ننوزي يا وزي) پاکې وساتئ، چې هوا په کې په مناسبه توګه جريان ولري، په داسې ځايونو او کنجونو کې چې د ګرمېدو امکان يې موجود وي د کمپيوټر له اېښودلو ډډه وکړئ. 12. د وينډوز Power Options  تنظيم کړئ، په Control Panel کې د Power Options سيمه پرانيزئ او د مناسبې پرېکړي له مخې يې تنظيم کړئ، په دې برخه کې پلي شوي بدلونونه په اتوماتيک ډول تر سره کېږي او د بطرۍ چارج سپمېږي. د يادونې وړ ده د Change advanced power settings له لارې نور د پام وړ بدلونونه پلى کولاى شئ لاندني شکل ته وګورئ: 13. د کار پر مهال يوازې پر يوه لار لاړ شئ، يعنې که ليکنه ليکئ سندرې مه اورئ، او که سندرې اورئ بيا ليکنه مه ليکئ، په دې ډول هم بطرۍ ډېر وخت کار کوي. 14. يو مناسب لپټاپ رانيسئ، د ناپېژاندو کمپنيو لپټاپ مه رانيسئ چې بطرۍ يې ځواکمنه او د ښه کار جوګه نه وي، په دې ځاى کې چې د ځينو کمپنيو نومونه ليکم دا دي: Toshiba Satellite, Sony VAIO, IBM, Dell, HP او.... 15. Auto Save بند کړئ، د بېلګې په توګه د Word پروګرام نوموړى هغه غير فعال کړئ، که دا اندېښنه در سره وي چې بطرۍ به ختمه او ليکنه به له منځه لاړه شي د Auto Save پر ځاى Power Options تنظيم کړئ چې د بطرۍ له ختمېدو سره کمپيوټر Hibernate شي او ستاسو کارونه پر ځاى پاته شي. 16. د ګرافيک کارډ فعاليت مو کم کړئ، د پردې Resolution هم کښته راوستل د بطرۍ پر چارج مثبت اغېز لرلاى شي، يعنې که د ١٠٢٤ پر ځاى ٨٠٠ هغه کار کړئ اغېزې به يې ډېرې ښې پايلې ولري لاندني شکل ته ځير شئ:  


 17.  د هېڅ يوه لپټاپ بطرۍ تر ٢٠% کمه مه کاروئ، يعنې د يوه لپټاپ بطرۍ مه پرېږدئ چې تر ٢٠% کمه شي، په دې ډول بطرۍ ډېر ژر له منځه ځي. په نړيواله کچه  د هغو بطريو په اړه چې له مايع تېزابو څخه بې برخې وې دا سپارښتنه کېږي چې تر ٢٠% بايد کمه کار نه شي. د کمپيوټر ژوند ته يوه ځغلنده کتنه داسې فکر مه کوئ چې يو کمپيوټر به تل ژوندى او د کار جوګه وي، ځکه کمپيوټر د برېښنا او سيګنال د مدار ټولګه بلل کېږي او د برېښنا جريان ته اړتيا لري، هر د کمپيوټر کاروونکى په دې پوهېږي چې کمپيوټر به يې تل ځوان او د کار جوګه نه وي، ځکه کمپيوټر او د نوموړي پرزې جوړوونکي کمپنۍ تل دا هڅه کوي چې تر ځانګړي وخته پورې هغوى ته عمرونه وټاکي، بايد ووايم داسې نورې وجې هم شته چې د کمپيوټر عمر کموي په ټوليز ډول نوموړې پر څلورو څانګو ويشل کېږي: نامناسبه کارونه: يو کمپيوټر د غلطي کاروني پر مهال هم د ستونزو ښکار ګرځي، د بېلګې په توګه که د قانوني Shutdown  پر ځاى په بې قانونه ډول بند شي. ورپېښې ستونزې:  هغه کمپيوټرونه چې له انټرنيټ سره تړلي وي د هغو په پرتله چې نه وي ډېر د ستونزو ښکار ګرځي، روښانه بېلګه يې کمپيوټري وايرسونه يادولاى شو، يعنې يو په وايروس لړلى کمپيوټر بايد ژر تر ژره پاک او وايروس ضد پروګرام په کې ځاى پر ځاى شي. مناسب ځاى: د کمپيوټر لپاره تر ټولو مهم د هغه ځاى دى، کمپيوټر پوهان تل دا سپارښتنه کوي چې کمپيوټر په داسې ځاى کې چې دوړې يا هم نم ولري مه اېږدئ په دې ډول يې عمر کمېږي او د بېلابېــــلو ستونـزو سره مخېږي.دباندنۍ پرزې: هغه پرزې چې له دباندې څخه له کمپيوټر سره تړل کېږي که په غلطه توګه وتړل شي د کمپيوټر عمر ته زيان رسوي.په ټوليز ډول په نړۍ کې يو کمپيوټر د پنځو کالو لپاره جوړېږي، خو ځينې وخت له داسې کمپيوټرونو سره مخېږو چې لس کاله ژوندي او د  کار جوګه وي وجه يې دا وي چې ښه ساتل شوي وي، خو بيا هم د وخت په تېريدو له کاره لوېږي، اوس به راشو دې ته چې يو کمپيوټر څنګه له منځه ځي: 26% د پاور سيسټم له لارې CPU ته د ورپېښو ستونزو په وجه. 23% په بې پروايي سره د کمپيوټر کارولو په وجه. 15% يو کمپيوټر له کمپنۍ څخه د واردولو يا هم له يوه ځايه بل ته د لېږدولو په وجه. 13% د هغو ستونزو په وجه چې په هيټ سينګ کې مشاهده شوي دي. 10% د برېښنايي تکان يا هم پيلبو (تالنده) د اغېز په وجه. 6%   د USB پورټ په وجه. 3% له کمپيوټره د غلطي ګټې پورته کولو په وجه. 2% د over clocking په وجه. بايد ووايم که کمپيوټر ته نژدې د برېښنا د عمومي تار شارټي منځ ته راشي هغه کمپيوټرونه چې نوموړې سيمې ته نژدې پراته وي که روښان وي يا بند وي هارډ ډيسک يې  له معلوماتو (Data) څخه خالي کېږي آن تر دې بريده چې Partition  يې هم له منځه ځي.

دمادربورډ په اړه څو سپارښتنې مادربورډ د کمپيوټر د نورو پرزو په پرتله ډېر لږ له ستونزو سره مخېږي، ما  ځينې داسې کسان ليدلي چې کمپيوټر ته ستونزه له نورو پرزو پېښه وي خو دوى مادربورډ خراب بولي، په همدې موخه لومړى بايد ستونزه ولټول شي وروسته يې د هواري په اړه ګامونه پورته کړل شي، مخکې له دې چې د مادربورډ په اړه کومې پرېکنده پرېکړي ته ورسېږئ لاندني ټکي په پام کې ونيسئ: د کمپيوټر د بوټولو (Bootable)  سيسټم چې عبارت دي له مادربورډ، پروسيسور، کافي اندازه ريم، يو ګرافيکي کارډ او يو ډرايو چې بوټ شي بايد موجود وي، که له ذکر شوو شيانو څخه يو کم وي کمپيوټر پوره کار نه کوي. پورتني ذکر شوي شيان بايد په سمه توګه نصب وي، د يوه رنځور کمپيوټر د رنځ معلومولو پر مهال له ډېر دقت څخه کار واخلئ د نوموړې هره پرزه په جلا جلا توګه بېله او بيرته يې نصب کړئ، تر څو ستونزې لرونکې پرزه په ګوتو درشي، همداسې ټول Jumper Settings په سمه توګه چيک او معاينه کړئ، له مادربورډ سره مل لارښود چې د يوه کوچني کتاب بڼه لري وګورئ داهم بايد وويل شي که پر بايوس Setup مو ځينې بدلونونه پياده کړي وي له سره يې Default کړئ. پاورسپلاى بايد کومه ستونزه و نه لري، که مو د کمپيوټر پاورسپلاى جوړ کړى وي (موخه مو هغه پاورسپلايانې دي چې يو ځلې وسوځول شي وروسته بيا د کمپيوټر ترميموونکو له لورې له سره ورغول شي) يا مو هم نوې هغه په کې تړلې وي، ښايي د نه کارکولو وجه يـــې همدا وې چې پوره به يې نه شي چلولاى په ټوليز ډول يوه پاورسپلاى له ٢٥٠ څخه بيا تر ٣٠٠ واټو پورې برېښنا ته اړتيا لري. بايوس وګورئ چې Update غواړي که يا، نوموړى د کمپيوټر بنسټيز توکى بلل کېږي، په ځينو مادربورډونو کې بدلېږي او په ځينو نورو کې بيا تازه Update کېږي، ښه به دا وي چې د انټرنيټ پر پـــاڼه د خپل کمپيوټر د بايوس د تازه کولو په اړه معلومات تر لاسه کړئ.. کيبورډ بايد کومه ستونزه و نه لري، ځينې وختونه د کمپيوټر روښانولو پر مهال د کيبورډ د نه شتون له پيغام سره مخېږئ، نوموړى پيغام دا معنا ورکوي چې يا کېبورډ له کمپيوټر سره وصل نه دى، يا کېبورډ د کار جوګه نه دى او يا هم د کېبورډ پورټ کار نه وي، که مو کمپيوټر له ورته ستونزې سره مخ وي د پورتنۍ لارښوونې له مخې ګام پورته کړئ او که نه وي دا احتمال شته چې نوى مادربورډ رانيسئ او د زاړه هغه پرځاى يې نصب کړئ. مادر بورډ بايد د  CMOS ستونزې ونه لري، پر ځينو ځانګړو وختونو د نوموړي د پاکولو اړتيا موجوده وي، يعنې که د CMOS شفر مو کمپيوټر ته ورکړى او بيا هېر وي، يا ځينې وختونه مو پر بايوس داسې بدلونونه پياده کړي وي چې د نوموړو په وجه کمپيوټر سم نه روښانېږي همدا لار ګټوره ده،  د ځينو مادربورډونو CMOS په اسانۍ سره نه شي پاکېداى، خو په نننيو عصري مادربورډونو کې دا ستونزې تر ډېره کمې دي، د CMOS پاکولو لپاره څو لارې شته، ځينې مادربورډونه د CMOS د پاکولو لپاره يو Jumper Setting لري چې د نوموړى په څو شېبو ليري کولو سره CMOS پاکېږي، ځينې مادر بورډونه بيا داسې وي چې د نوموړي تر ليري کولو وروسته به کمپيوټر روښانوئ وروسته به BIOS Setup ته ننوزئ او بيا به يوه پړېکړه کوئ، هغه مادر بورډونه چې روښانېده نه غواړي يوازې د څو شېبو لپاره يې Jumper له ځايه بېځايه کړئ، د بطرۍ په ليري کولو سره هم CMOS پاکېږي، خو دا کړنه يو څه ستونزمنه ده له کمپيوټره بطرۍ ليري کول له يوې دقيقې څخه نيولې بيا تر پنځو دقيقو، يا هم ٢٤ ساعته يا هم دوې درې ورځې انتظار غواړي چې CMOS  يې په بشپړه توګه پاک شي، يوه بله لار هم شته له مادربورډه بطرۍ ليري کړئ مثبت او منفي ځايونه يې د يوه تار په وسيله يو له بل سره ونښلوئ دا کړنه د ١٥-٣٠ ثانيو په اوږدو کې تر سره کړئ وروسته بطرۍ بيرته خپل ځاى ته واچوئ. د يوه کمپيوټر وخت او نېټه يې بايد فعاله وي، ځينې وختونه په مادربورډ کې لګېدلې بطرۍ خپل عمر خوړلى وي، له همدې امله نه شي کولاى د کمپيوټر وخت او نيټه فعاله وساتي، د ورته ستونزې د ليري کولو په موخه د زړې بطرۍ پر ځاى نوې هغه نصب کړئ. هڅه وکړئ هر څه د ډېر احتياط له مخې تر سره کړئ، په مادربورډ کې پروسيسور، رېم  يا هم د هارډيســـــــــک او CD-ROMکېبلونه لګول بايد په ډېـــــر احتياط تر سره شي، پر داسې مهال لږه بې غوري کيداى شي زوړ مادربورډ مو په نوي هغه بدل کړي، په مادر بورډ کې په بې غورۍ سره د توکو تړل د هغه په ژوند د لوبو کولو په معنا دي، نوموړى په دې ډول Losing پيدا کوي او له کاره لوېږي.

Touch screen Touchscreen یوه برقی لیدوناکې ښیښیی پرده (visual display) ده. چې د دې پردې (screen) په واسطه سره یو استعمالوناکې (user) کولای شي چې یوې ګوتې یا زیاتو ګوتو د اشارو په واسطه سره دا پرده (touchscreen) کنټرول کړي.ځینی (touchscreen) داسې هم جوړ شوي دي چې د لاسماعو سره سره بیا هم د ګوتو په اشارو سره کار کوي . کله چې یو استعمالوناکې (user) په پرده (screen) باندی لویښودنه (zooming) کوي نو په دې وخت کې دا (touchscreen) د خپل ځان د کنټرول کولو وظیفه هم په غاړه لري چې څه ډول لویښودنه (zooming) وکړي .Touchscreen د ښودلو (display) په وخت یو استعمالوناکې (user) په ځای د دې چې د کوم ډول الو (devices) لکه موس ، اکېبورډ یا بلی الې څخه کارواخلي نو یوزر کولای شي چې د خپل لاس د ګوتو په اشارو سره خپل ټول کارونه سرته ورسوی. نن صباء دا پردې (Touchscreens ) په ډیرو عامو وسایلو استعمالېږي.لکه دې لوبو په الو اکې ،کمپیوټرونو ، موبایلونو او ځینو نورو الو اکې استعمال شوي دي. په Touchscreen کې داسې الې یعنې حسي الې (sensor) لږیدلې وي چې رڼا ، ګرمي او حرکت پیداکوي یا پیژني د دي سره په څنګ کې یو بل پروګرام ((controller based firmware هم استعمالېږي چې دواړه په صحیح ډول خپل کار سرته رسوي. ځینې کمپنی لکه د (display ) جوړونکې او (chip) جوړونکې کمپنیو د touchscreen جوړولو ته مخه وکړه ،هغه ځکه چې هغه ساحه چې کمپیوټر موږ ته معلومات پکې ښئي یعنې (user interface) يې ډیر خوشحالونکې وي ، نو په دی وجه دوی خپل ټول تولیدات په اساس ډول ډیزائن کړل (د touchscreen )په ډول يې جوړ کړل.



د Touchscreen تاریخچه لمړني تشریحات یې په 1965م کې (EA.Johnson) لخوا ورکړل شول . بیا په 1967م کې دغه تشریحات په انځوریز ډول او د ګراف په ډول وړاندې شول . له دې وروسته (Bent Stumpe) او اورسره نور انجینران چې د (CERN) کمپنی کې يې کار کاوو. د دې کمپنی لخوا په 1973 م کال کې یو روښانه (transparent) touchscreen يې جوړ کړ. په 1982م کال کې د یو امریکایي مخترع (G. Samuel Hurst) لخوا Resistive touchscreen جوړ شو. له دې وروسته د (light pen ) ټیکنالوجي منځته راغله چې یو استعمالونکې کولای شوای چې د یو Screen پرمخ د یوې نقطې یا یوې menu ته په ډیر اسانی سره اشاره وکړي. چې یو استعمالونکي (user) لپاره دا ډیر په زړه پوري ده. وروسته بیا د (HP-150)کمپنی لخوا تر ټولو پخوانی ( Touchscreen computer ) جوړ شو لدې وروسته ځینونورو کمپنویو هم مختلف (touchscreen devices ) جوړ کړل. په 1982م کال کې Toronto's University د تحقیق ګروپ لومړنی (human-input multi-touch) سیستم جوړ کړ. په دې کې ډیره نازکه ښیښیي تخته استعمال کړه او د ښيښیي تختې شاته يې یوه کېمره ځای په ځای کړه . لدې وروسته د دې ګروپ لخوا نور Touchscreen devices جوړ شول . په 1993م کال کې د IBM کمپنی لخوا لومړنی Touchscreen phone بازار ته وړاندې شو . د Touchscreen د جوړولو ټیکنالوجي (Technology )

د touchscreen  ټیکنالوجي  ډیر ډولونه لري چې مختلفې طریقې پکې کارول شوي دي له هغو ډولونو څخه يې دوه ډولونه څېړو .

Resistive د ریزیسټیو touchscreen تخته (panel ,screen) له څو پوړونو (layers) څخه ترتیب شوي ده ، مهمه پکې دا ده چې دا تخته (screen) ډیر نرۍ (thin) ده او پوړونه (layers) يې برقي رڼا د ډیری کمې فاصلې په واسطه سره بیل کړي دي . یعنې د هر پوړ مخ د بل پوړ له مخ څخه یو څه لرې وي. او دې مخې پوړ(layer) چې (screen) ورته هم وايې د نورو پوړونو (layers) لپاره د پوښ په ډول دي .او دا پوړ (layer) ډیر مقاومتي وي زر نه خرابیږي .داخلي پوړ (layer internal) نورو پوړونو ته رابطه (connections) ورکوي. نو د دې لپاره یو (layer) ته برق ورکول کېږي تر څو نورو (layers) لیرونه فعاله کړي. کله چې موږ ( screen) د ګوتې یا د کوم بل شي په واسطه باندی زور کړو نو ټول لیرونه په خپل منځ کې په همدې نقطه کې سره لګیږي (connect)کېږي . نو په دې وخت کې په(screen) کې یو برقي دوران صورت نسي چې په یو وخت کې يو دوران تر سره کېږي او په تیزی سره په ټولو لیرونو کې د (switching ) عملیه صورت نیسي.او لمس(touch) شوی ځای لوستل(Read) کېږي. یعنې خپل کار سرته رسوي . داسې سکرینونه په لویو هوټلونو کې او لویو هسپتالونو کې استعمالېږي . ګټه یې داده چې ډیر ارزانه ده اوتاوان يې داده چي په تیره شي سره (touch) شي نو خرابیږي.

Surface acoustic wave دا (touchscreens) د صوتي موجونو(څپو) له مخې جوړشوی دی. په دې سکرینونو کې د هغو صوتي موجونو (څپو) ټیکنالوجي استعمال شوې چې د اهتزاز فریکونسي يې له 20000 څخه پورته وي (Ultrasonic waves) ورته وايي. کله چې موږ دا سکرین په کوم ځای کې لمس(touch) کړو نو په هغه ځای کې دا څپې (موجونه) جذبیږي . نو په سکرین کې یو بد لون رامنځته کېږي او ددې بدلون په وجه دا ځای په نښه کېږي. اودا معلومات د عملیې (process) لپاره اداره کونکي (controller) لېږل کېږي.او هغه د لمس (touch) عملیه تر سره کوي . او باندنی څپې (out waves) د هغو موادو په واسطه سره له منځه ځي چې د سکرین په مخکې استعمال شوي وي. د touchscreen نور ډولونه Capacitive, Surface

Capacitance

Projected capacitance Self-capacitance Infrared acrylic projection Dispersive signal technology Optical imaging , Dispersive signal technology Acoustic pulse recognition, Construction










ماخذونه www.Larawbar.com آغامحمد حیدر لیکنه

[1] W. Stallings, Cryptography and Network Security: Principles and Practices, 3rd edition, Prentice Hall, NJ, 2003. http://www.robertgraham.com/pubs/network-intrusion-detection.html Archived 2004-10-09 at the Wayback Machine. http://online.securityfocus.com/infocus/1527 Archived 2008-10-13 at the Wayback Machine. www.benawa.com ډاکټر ثواب الدین مخکښ لیکنه www.benawa.com عبدالحلیم يوسفزی لیکنه http://rapidshare.com/files/197883873/nod32-offline-20090213.rar http://www.softpedia.com/progDownload/NOD-Download-4492.html www.HowStuffWorks%20%20How%20Computer%20Viruses%20Work%20.htm www.What%20is%20Computer%20Virus%20.htm http://www.cert.org www.benawa online Pashto worldd.com Why is the computer security important? www.Badon.com www.tolafghan.com