د کلتوري مارکسېزم د توطئې نظریه
د کلتوري مارکسېزم اصطلاح د توطئې هغې ښي اړخې افراطي یهودیت ضد نظریې ته اشاره لري چې په غلط ډول د فرانکفورت مکتب د معاصرو مترقي خوځښتونو، هویتي سیاستونو او سیاسي سمونونو د مسئول په توګه معرفي کوي. د توطئې دغه نظریه څرګندوي چې د یوې پلان شوې کلتوري جګړې پر مټ د لویدیځې ټولنې د له منځه وړو په موخه دوامداره قصدي علمي او فکري هڅې شتون لري څو سنتي عیسوي محافظه کار ارزښتونه کمزوري او پر ځای یې لیبرال کلتوري ارزښتونه رامنځته کړي.[۱][۲][۳][۴][۵]
د نازیانو د تبلیغاتي اصطلاح «کلتوري بلشوېزم» معاصره بڼه د توطئې د تیوري په نامه د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال په متحده ایالاتو کې رامنځته شوه. دغې اصطلاح په پیل کې یوازې د ښي اړخو سخت دریځو سیاستونو په څنډه کې ځای درلود، خو له ۲۰۱۰مې لسیزې راهیسې یې اصلي بحثونو ته لار ومونده او اوس په نړیواله بڼه شتون لري. د مارکسېزم د کلتوري جګړې د توطئې نظریه د ښي اړخو سیاستوالو، بنسټ پالو مذهبي مشرانو، په مهمو چاپې، غږیزو او انځوریزو رسنیو کې د سیاسي مبصرینو او برتري غوښتونکو سپین پوستو ترهګرو له خوا ترویج کیږي چې «د الټرناټیو ښي اړخ پالنې د نړیوال لیدلوري بنسټیز عنصر» ګڼل کیږي. د توطئې د تیوري علمي تحلیل بیا دا پایله وړاندې کوي چې دغه نظریه په واقعیت کې هېڅ بنسټ نه لري. [۶][۷][۸][۹]
اړخونه
سمولد توطئې نظریه څرګندوی چې د مارکسېزم مخکښ نظریه ورکوونکي او د فرانکفورت د مکتب روڼ اندي لویدیځه ټولنه په بل مخ کوي. ورته مهال د فرانکفورت د مکتب هېڅ غړی د لویدیځ تمدن د له منځه وړو په موخه د هېڅ ډول نړیوالې توطئې غړی نه و او سربېره پر دې هورکهایمر د دغه مکتب غړي په کلکه سره د متحده ایالاتو په سیاسي چارو کې له ونډې اخیستو منع کول. د مارک توترز په خبره، «د دغو ادبیاتو پر مټ د وړاندې شوي مارکسېزم تحلیل هېڅکله د یادې موضوع د کوم پام وړ تاریخ لیکونکي د کره څېړنې مخه نه شي نیولی». د توطئې په برخه کې تیوري جوړونکي په پرینسټون راډیويي پروژه کې د تئودور آدورنو چارې ناسمې بولي، ځکه چې آدورنو په خلکو باندې د اغېز په موخه د ټولیزو رسنیو د وړتیاوو د درک په لټه کې و؛ هغه چاره چې د ده په نظر د ګواښ د کمښت په موخه وه، نه د هغې طرحې په توګه چې باید پلې شوې وای. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د توطئې په برخه کې نظریه ورکوونکي ځانونه د «لویدیځ تمدن» د مدافعینو په توګه معرفي کوي او د داسې یو لامبووهونکي استدلال په توګه عمل کوي چې تر ډېره پورې په کپیټلېزم او د بیان په ازادۍ تمرکز لري. د توطئې نظریه د سیاسي سمونونو افراطي ارزونه ده چې وروستي څېړونکي یې د عیسویت، ملت پالنې او هستوي کورنۍ د له منځه وړو په موخه پروژه بولي. د فرانکفورت مکتب ته اړوند څېړونکي د پلار سالارۍ او د کپیټلېزم د استثمار پر خلاف په خبرداري ورکولو سره د غوره ټولنې د جوړولو په لټه کې وو، هغه موخې چې کېدلای شي د اوسني وضعیت له ساتنې سره د لیوالتیا لرونکو لپاره ګواښوونکې ښکاره شي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
د توطئې نظریه د فرانکفورت د مکتب په اغېز کې مبالغه کوي؛ ستورات جفریس د هغو اړوند «په واقعي نړۍ کې ډېر لږ اغېز» ته اشاره کوي. د جوآن براون په خبره کلتوري مارکسېزم په هغې معنی هېڅکله شتون نه دی لرلی چې د توطئې نظریه جوړونکو ورته اشاره کړې او ورته مهال هم د هېڅ تاریخي مکتب سره ورته والی نه لري. دا همدارنګه څرګندوي چې د فرانکفورت د مکتب پوهان «د انتقادي نظریه ورکوونکو» په توګه یادېږي، نه د کلتوري مارکسېستانو په توګه. دې زیاته کړې چې د توطئې د نظریه ورکوونکو د ادعا پر خلاف وروسته معاصریت یا پوسټ موډرنېزم د مارکسېزم په پرتله ډېره محتاطانه او یا هم مغرضانه بڼه لري او په دغو کې هغه لوی روایات شامل دي چې په معمول ډول د انتقادي نظریې له خوا یې ملاتړ کیږي. [۲۳][۲۴]
یهود ستېزي
سموللیکوال مټیو روز لیکي چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکايي نوي نازي، فرانسېس پارکر یوکي له خوا وړاندې شوي استدلالونه د توطئې د نظریې لومړۍ بڼه وه. [۲۵]
یو ځل هم ویلیام لېنډ د هلوکاسټ څخه د انکار په کنفرانس کې دغو ته ورته خپلې نظریې وړاندې کړې. [۲۶]
سپنسر سن شاین چې د سیاسي څېړنو د همکار بنسټ یو له همکارانو څخه و څرګنده کړې چې «د فرانکفورت په مکتب باندې د ښي اړخو تمرکز، د هغو د ذاتي یهودیتوب څرګندويي کوي». [۲۷]
د ساموئل موین په خبره، «نن ورځ د کلتوري مارکسېزم اړوند پراخه بحث په هېڅ ډول د نوي عصر لپاره د یهودي بلشویزم له اپډېټ شوې افسانې سره ورته والی نه لري». ماکسیم ډافور هم په همدې ترتیب څرګندوي چې کلتوري مارکسېزم د نازیانو د «کلتوري بلشوېزم» د مفهوم په څېر د یهودیت ضد توطئو د نظریاتو معاصره بڼه ده او په مستقیم ډول له «یهودي بلشوېزم» سره اړوند دی. د فیلسوف سلاوي ژیژک په خبره د کلتوري مارکسېزم اصطلاح په یهود ستېزۍ کې د «یهودي توطئې» ساختاري رول لوبوي: دا زموږ د ټولنیز- اقتصادي ژوند داخلي تضاد په یو بیروني علت پورې تړي (یا په سمه توګه په هغو یې اړوي): په هغه څه باندې چې محافظه کاره الټرناټیو ښي اړخي بیا هغه د ژوندانه د اخلاقي ویجاړۍ په توګه بولي (فیمینېزم، په نارینه سالارۍ برید، سیاسي اصلاحات او نور) او هغه د بهرني علت لرونکي بولي – ځکه چې هغوی نشي کولای زموږ د ټولنو له تضادونو او ستونزو څخه ووزي. [۲۸][۲۹][۳۰]
اندریو ووډز د «کلتوري مارکسېزم او جامعه کلیسا: د انتقادي نظریې اړوند دوه ښي اړخي لیدلوري» تر عنوان لاندې خپله مقاله کې له کلتوري بلشوېزم سره د هغو پرتله تائید کوي، خو د دغه نظر مخالف دی چې د توطئې معاصرو نظریو له نازي تبلیغاتو سرچینه اخیستې. د دې پر ځای هغه لیکي چې یهود ستېزي «عملا امریکايي» سرچینه لري. ووډز په کمون مجله کې د توطئې د تیوري شجره شرح کړې چې پیل یې هم د لاروش خوځښت څخه کیږي. [۳۱][۳۲][۳۳]
سیاسي تاوتریخوالي
سمولاندرس برویک د ۲۰۱۱ زکال د ناروې د بریدونو په ترڅ کې د ۲۰۱۱ زکال د جولای په ۲۲مه نېټه ۷۷ کسان ووژل. د دغې پېښې له ترسره کېدو شاوخوا ۹۰ دقیقې وړاندې ده «د اروپا د خپلواکۍ اعلامیه او د سیاسي اصلاحاتو نسخه: د یوې ایډیالوژي لنډه تاریخچه» تر عنوان لاندې خپل مانیفېست (آرمان) ۱۰۰۳ کسانو ته په برېښنالیک سره ولېږه. د برویک د مانیفېست اصلي موضوع کلتوري مارکسېزم و. برویک لیکلي و چې «په لویدیځه اروپا کې د لېږدېدونکو جنسي ناروغیو وبا د کلتوري مارکسېزم له امله ده»، په داسې حال کې چې «کلتوري مارکسېزم مسلمانان، فیمینېستې ښځې، همجنسګرایان او یو شمېر نورې لږکۍ ډلې د فضیلت لرونکو په توګه تعریف کوي او اروپايي عیسویان د شر اچوونکو په توګه بولي». ده همدارنګه زیاته کړې وه چې په ستراسبورګ کې د بشري حقونو اروپايي محکمه د کلتوري مارکسېزم تر ولکې لاندې یو سیاسي بنسټ دی. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
یو شمېر نورو ښي اړخو سخت دریځو ترهګرو هم د توطئې له نظریې ملاتړ کړی. په ماشومانو باندې نیو نازي تیري کوونکی جګ رنشاو کارګر ګوند ته د اړوند پارلماني غړي روزي کوپر د ترور د پلان جوړونې له امله مجرم وبلل شو؛ ځکه چې ده د بریتانیا ملي ګوند ته د یوې ویډیو په جوړولو د توطئې د نظریې ترویج ته کار کړی و. د ۲۰۱۹ زکال پر مهال په پووي کنیسه کې برید کوونکي جان ټي ارنسټ د سپینو ملت پالو له ایډیالوژۍ څخه الهام اخیستی و. هغه په یوه انلاین وینا کې ویلي و چې باوري دی «هر یهودي د کلتوري مارکسېزم او کمونېزم د ترویج له امله د اروپايي نژاد د نسل وژنې مسئول دی». [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
سرچينې
سمول- ↑ Jay, Martin (Fall 2010). "Dialectic of Counter-Enlightenment: The Frankfurt School as Scapegoat of the Lunatic Fringe". Salmagundi. Vol. 168/169. pp. 30–40. ISSN 0036-3529. JSTOR 41638676. خوندي شوی له the original on November 24, 2011 – via cms.Skidmore.edu.
- ↑ Jamin, Jérôme (2014). "Cultural Marxism and the Radical Right". In Shekhovtsov, Anton; Jackson, Paul (eds.). The Post-War Anglo-American Far Right: A Special Relationship of Hate. London, England: Palgrave Macmillan. pp. 84–103. doi:10.1057/9781137396211.0009. ISBN 978-1-137-39619-8.
- ↑ Richardson, John E. (2015). "'Cultural-Marxism' and the British National Party: A transnational discourse". In Copsey, Nigel; Richardson, John E. (eds.). Cultures of Post-War British Fascism. London: Routledge. ISBN 978-1-317-53937-7.کينډۍ:Page needed
- ↑ Jeffries, Stuart (2016). Grand Hotel Abyss: The Lives of the Frankfurt School. London, England: Verso Books. pp. 6–11. ISBN 978-1-78478-568-0.
- ↑ Braune, Joan (2019). "Who's Afraid of the Frankfurt School? 'Cultural Marxism' as an Antisemitic Conspiracy Theory" (PDF). Journal of Social Justice. 9. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په July 16, 2020. بياځلي په September 11, 2020.
- ↑ Busbridge, Rachel; Moffitt, Benjamin; Thorburn, Joshua (June 2020). "Cultural Marxism: Far-Right Conspiracy Theory in Australia's Culture Wars". Social Identities. 26 (6). London, England: Taylor & Francis: 722–738. doi:10.1080/13504630.2020.1787822. ISSN 1350-4630. S2CID 225713131.
- ↑ Mirrlees, Tanner (2018). "The Alt-right's Discourse on 'Cultural Marxism': A Political Instrument of Intersectional Hate". Atlantis: Critical Studies in Gender, Culture & Social Justice. 39 (1): 49–69. ISSN 1715-0698. خوندي شوی له اصلي څخه په December 1, 2020. بياځلي په November 5, 2020.
- ↑ Elley, Ben (2021). ""The rebirth of the West begins with you!"—Self-improvement as radicalisation on 4chan". Humanities and Social Sciences Communications. 8 (1): 1–10. doi:10.1057/s41599-021-00732-x. ISSN 2662-9992. S2CID 232164033.
- ↑ Jamin, Jérôme (2018). "Cultural Marxism: A survey". Religion Compass. 12 (1–2): e12258. doi:10.1111/REC3.12258.
- ↑ Tuters, M. (2018). "Cultural Marxism". Krisis: Journal for Contemporary Philosophy. 2018 (2): 32–34. hdl:11245.1/7b72bcec-9ad2-4dc4-8395-35b4eeae0e9e.
The concept of Cultural Marxism seeks to introduce readers unfamiliar with – and presumably completely uninterested in – Western Marxist thought to its key thinkers, as well as some of their ideas, as part of an insidious story of secret operations of mind-control ...
- ↑ Woods, Andrew (2019). "Cultural Marxism and the Cathedral: Two Alt-Right Perspectives on Critical Theory". Critical Theory and the Humanities in the Age of the Alt-Right. New York: Springer International Publishing. pp. 39–59. doi:10.1007/978-3-030-18753-8_3. ISBN 978-3-030-18753-8.
- ↑ Lütticken, Sven (August 24, 2018). "Cultural Marxists Like Us". Afterall: A Journal of Art, Context and Enquiry. 46: 66–75. doi:10.1086/700248. hdl:1871.1/5d0f407a-3b77-4c45-85eb-cacbe50c240d. ISSN 1465-4253. S2CID 150160559.
- ↑ Gordon, Peter Eli; Hammer, Espen; Honneth, Axel, eds. (2020). The Routledge companion to the Frankfurt school. Routledge philosophy companions (First issued in paperback ed.). New York London: Routledge, Taylor & Francis Group. p. 194. ISBN 978-1-138-33324-6.
- ↑ Neiwert, David (January 23, 2019). "How the 'cultural Marxism' hoax began, and why it's spreading into mainstream". Daily Kos. خوندي شوی له اصلي څخه په December 1, 2020. بياځلي په October 24, 2020.
- ↑ Jay, Martin (Fall 2010). "Dialectic of Counter-Enlightenment: The Frankfurt School as Scapegoat of the Lunatic Fringe". Salmagundi. Vol. 168/169. pp. 30–40. ISSN 0036-3529. JSTOR 41638676. خوندي شوی له the original on November 24, 2011 – via cms.Skidmore.edu.
- ↑ Woods, Andrew (2019). "Cultural Marxism and the Cathedral: Two Alt-Right Perspectives on Critical Theory". Critical Theory and the Humanities in the Age of the Alt-Right. New York: Springer International Publishing. pp. 39–59. doi:10.1007/978-3-030-18753-8_3. ISBN 978-3-030-18753-8.
- ↑ Jamin, Jérôme (2018). "Cultural Marxism: A survey". Religion Compass. 12 (1–2): e12258. doi:10.1111/REC3.12258.
- ↑ Woods, Andrew (2019). "Cultural Marxism and the Cathedral: Two Alt-Right Perspectives on Critical Theory". Critical Theory and the Humanities in the Age of the Alt-Right. New York: Springer International Publishing. pp. 39–59. doi:10.1007/978-3-030-18753-8_3. ISBN 978-3-030-18753-8.
- ↑ Hammond, Guy B. (1978). "Transformations of the Father Image". Soundings. 61 (2). Penn State University Press: 145–167.
- ↑ Giroux, Henry. "Culture and Rationality in Frankfurt School Thought". Theory and Research in Social Education. 9 (4). Routledge: 17–55. doi:10.1080/00933104.1982.10506119.
- ↑ Kellner, Douglas (2005). "Introduction". Herbert Marcuse: The New Left and the 1960s. Routledge. ISBN 978-0-8153-7167-0.
- ↑ Busbridge, Rachel; Moffitt, Benjamin; Thorburn, Joshua (June 2020). "Cultural Marxism: Far-Right Conspiracy Theory in Australia's Culture Wars". Social Identities. 26 (6). London, England: Taylor & Francis: 722–738. doi:10.1080/13504630.2020.1787822. ISSN 1350-4630. S2CID 225713131.
- ↑ Braune, Joan (2019). "Who's Afraid of the Frankfurt School? 'Cultural Marxism' as an Antisemitic Conspiracy Theory" (PDF). Journal of Social Justice. 9. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په July 16, 2020. بياځلي په September 11, 2020.
- ↑ Jeffries, Stuart (August 18, 2021). "Why Theodor Adorno and the Frankfurt School failed to change the world". New Statesman. بياځلي په October 4, 2021.
- ↑ Rose, Matthew (2021). A World after Liberalism: Philosophers of the Radical Right. Yale University Press. p. 78. ISBN 978-0-300-26308-4.
- ↑ Berkowitz, Bill. "Ally of Christian Right Heavyweight Paul Weyrich Addresses Holocaust Denial Conference". Southern Poverty Law Center. SPLC 2003. خوندي شوی له اصلي څخه په April 28, 2016. بياځلي په April 19, 2016.
- ↑ Paul, Ari (June 4, 2019). "'Cultural Marxism': The Mainstreaming of a Nazi Trope". Fairness & Accuracy in Reporting. خوندي شوی له اصلي څخه په October 22, 2020. بياځلي په October 24, 2020.
- ↑ Dafaure, Maxime (April 1, 2020). "The 'Great Meme War:' the Alt-Right and its Multifarious Enemies". Angles. New Perspectives on the Anglophone World (10). doi:10.4000/angles.369. ISSN 2274-2042. خوندي شوی له اصلي څخه په September 27, 2020. بياځلي په November 4, 2020.
The Cultural Marxism narrative has particularly telling ancestors, since it is a mere contemporary update of Nazi Germany's concept of "Cultural Bolshevism" used to foster anti-Soviet fears (not unlike the American anti-communist hysterias of the Red Scares). Maybe even more telling is its direct association with the like-minded "Jewish Bolshevism" concept, which professes the whimsical claim that a Jewish cabal is responsible for the creation and spread of communism, and more broadly for the "degeneracy" of traditional Western values, an infamous term which also surfaces in recent far-right arguments.
- ↑ Paul, Ari (June 4, 2019). "'Cultural Marxism': The Mainstreaming of a Nazi Trope". Fairness & Accuracy in Reporting. خوندي شوی له اصلي څخه په October 22, 2020. بياځلي په October 24, 2020.
- ↑ Burgis, Ben; Hamilton, Conrad Bongard; McManus, Matthew; Trejo, Marion (2020). Myth and Mayhem: A Leftist Critique of Jordan Peterson. London, England: John Hunt Publishing. p. 16. ISBN 978-1-7890-4554-3.
- ↑ Woods, Andrew (March 20, 2019). "The American Roots of a Right-wing Conspiracy". Commune.
- ↑ Woods, Andrew (2019). "Cultural Marxism and the Cathedral: Two Alt-Right Perspectives on Critical Theory". Critical Theory and the Humanities in the Age of the Alt-Right. New York: Springer International Publishing. pp. 39–59. doi:10.1007/978-3-030-18753-8_3. ISBN 978-3-030-18753-8.
- ↑ Jay, Martin (2020). "Dialectic of Counter-Enlightenment: The Frankfurt School as Scapegoat of the Lunatic Fringe". Splinters in Your Eye: Essays on the Frankfurt School. Verso Books. pp. 151–172. ISBN 978-1-78873-603-9. OCLC 1163441655.کينډۍ:Page range too broad
- ↑ Trilling, Daniel (April 18, 2012). "Who are Breivik's Fellow Travellers?". New Statesman. خوندي شوی له اصلي څخه په July 22, 2015. بياځلي په July 18, 2015.
- ↑ Buruma, Ian (August 11, 2011). "Breivik's Call to Arms". Qantara.de. German Federal Agency for Civic Education & Deutsche Welle. خوندي شوی له اصلي څخه په July 25, 2015. بياځلي په July 25, 2015.
- ↑ "'Breivik Manifesto' Details Chilling Attack Preparation". BBC News. July 24, 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په September 24, 2015. بياځلي په August 2, 2015.
- ↑ Khosravinik, Majid; Mral, Brigitte; Wodak, Ruth, eds. (2013). Right-wing populism in Europe: Politics and discourse. London: Bloomsbury Academic. pp. 96, 97. ISBN 978-1-7809-3245-3.
- ↑ van Gerven Oei, Vincent W. J. (September 22, 2011). "Anders Breivik: On Copying the Obscure". Continent. 1 (3): 213–223. ISSN 2159-9920. خوندي شوی له the original on July 16, 2020.
- ↑ Shanafelt, Robert; Pino, Nathan W. (2014). Rethinking Serial Murder, Spree Killing, and Atrocities: Beyond the Usual Distinctions. Abingdon, England: Routledge. ISBN 978-1-317-56467-6.
- ↑ "MP's murder was to be 'white jihad'". BBC News. June 12, 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په June 1, 2019. بياځلي په September 24, 2020.
- ↑ "The story of Jack Renshaw: The ex-Manchester student and paedophile who plotted a murder". The Tab. May 24, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په June 12, 2020. بياځلي په September 24, 2020.
- ↑ "How did Jack Renshaw, star of the creepy BNP Youth video, end up attempting to murder an MP?". The Tab. June 15, 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په June 12, 2020. بياځلي په September 24, 2020.
- ↑ Lorber, Ben (May 1, 2019). "The Resurgence of Right-Wing Anti-Semitic Conspiracism Endangers All Justice Movements". Rewire News Group. خوندي شوی له اصلي څخه په October 25, 2020. بياځلي په October 25, 2020.