د کریمیا د تاتاریانو شړنه/تبعید

د کریمیې د تاتاریانو شړنه (په تاتاري ژبه: Qırımtatar halqınıñ sürgünligi په سیریلیکي ژبه: Къырымтатар халкъынынъ сюргюнлиги) یا Sürgünlik  (شړنه) قومیتي پاکونه او لږ تر لږه د کریميې ۱۹۱۰۴۴ شمېر فرهنګي نسل‌وژنه وه، چې د ۱۹۴۴ کال د مې میاشتې په ۲۰مه د شوروي دولت د امنیت رییس لارونتي بریا په امر د شوروي د دولت او پټو پولیسو په واسطه د ستالین له‌خوا ترسره شوه. NKVD  (په کورنیو چارو کې د خلکو کمېشنري) د درې ورځو په ترڅ کې د غواګانو له قطارونو څخه څوکیلو متره لرې تر ډېره د اوزبېکستان سوسیالیستي شوروي جمهوریت (Uzbek SSR) ته د ډېرو ښځو ماشومانو، لوړ عمرلرونکوکسانو ان کمونیستانو او د سره پوځ غړو د شړلو لپاره کار واخیست.هغوی د څو قومیتونو له ډلې څخه یو قومیت و چې شوروي اتحاد ته د ستالین د نفوس د لېږد سیاست له مخې محاصره شول.      [۱][۲][۳][۴]

دا تبعید په رسمي توګه له نازي المان سر د کریمیې د ځينې تاتاریانو د درک شوې همکارۍ پر وړاندې د یوې عمومي سزا په توګه په پام کې نیول شوی و. مدرنې سرچینې داسې نظر وړاندې کوي چې تبعید داردانل‌یانو او د ترکیې خاورې ته چې تاتاریانو په‌کې ترکي قومیت درلود د لاس‌رسي په موخه د شوروي اتحاد د برنامې یوه برخه وه. [۵]

نږدې ۸۰۰۰ د کریمیې تاتاریان د تبعید په بهیر کې مړه شول، حال دا چې ورپسې لسګونه زره نور کسان د تبعید د سختو شرایطو له امله مړه شول. د کریميې د تاتارایانو شړنه د ۸۰۰۰۰ کورونو او ۳۶۰۰۰۰ جریبه ځمکې د پرېښودلو لامل شوه. د کریمیې له تاتاریانو څخه د پاتې اثارو د له‌منځه وړلو لپاره شدید کمپاین وڅارل شو. په ۱۹۵۶ کال کې د شوروي نوي مشر نیکیتا خروشچف د قومي ډلو د تبعید په ګډون د ستالین پالیسۍ وغندلې، له دې سره سره چې ډېری نورو تبعید شویو ډلو ته یې اجازه ورکړه خو د کریمیې د تاتاریانو د بېرته راستنېدو فرمان یې لغوه نه‌کړ. هغوی څو لسیزې نور په مرکزي اسیا کې پاتې شول تر هغه چې د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې ۲۶۰۰۰۰ د کریمیې تاتاریان بېرته کریمیې ته راستانه شول. د هغوی جلا وطنۍ ۴۵ کاله دوام وکړ. د هغوی د راستنېدو ممنوعیت په رسمي ډول باطل اعلان شو او د کریمیې عالي شورا د ۱۹۸۹ کال د نوامبر په ۱۴مه اعلان وکړ چې دا تبعیدونه/شړنې جرم و.   [۶]

تر ۲۰۰۴ کال پورې د کریمیې د تاتاریانو کافي شمېر بېرته کریمیې ته راستون شو چې د ټاپوزمې د نفوس ۱۲ سلنه برخه يې جوړوله. د شوروي اتحاد چارواکو نه د هغوی په راستنېدلو کې مرسته وکړه نه یې د هغوی د بایللو ځمکو لپاره غرامت ورکړ. د سوسیالیستي شوروي اتحاد ځای ناستي هېواد د روسیې فېدراسیون غرامت وړاندې نه کړ د شړل شویو افرادو لپاره يې نه د لاسه تللو اموالو هېڅ غرامت ورکړ نه یې د جبري بې‌ځایه کولو د لاملینو پر وړاندې هېڅ قانوني ګام اوچت کړ. تبعید او ورپسې يې په اسیا کې د منحل کولو هڅې د کریمیې د تاتاریانو په تاریخ کې مهمې پېښې وې. د ۲۰۱۵-۲۰۱۹ کلونو تر منځ د اوکراین او درېیو نورو هېوادونو له‌خوا د دې هېواد اخراج په رسمي ډول د نسل وژنې په توګه وپېژندل شول.

مخینه سمول

د کریمیې تاتاریانو هغه مهال چې کریمیه د روسیې امپراتورۍ د پراختیا په موخه له روسیې سره ضمیمه شوه له ۱۴۴۱ څخه تر ۱۷۸۳ پورې یې د کریمیې خانات په نوم دولت واکمني په لاس کې لرله. په ۱۴مه پېړۍ کې د کریمیې ډېری ترکي ژبی نفوس له طلایي هورډ ډلې څخه د اوزبېګ خان د دین د بدلون په لټه اسلام ومانه. دا د طلایي ترکانو له ډلې څخه پاتې شوی تر ټولو اوږد ولایت و. هغوی غالباً له مسکو سره په نښته کې ښکېل وو – له ۱۴۶۸ کال څخه تر ۱۷مې پېړۍ پورې د کریمیې تاتاریان د روسیې له نوي رامنځته شوي حکومت څخه بېزار وو. په دې توګه د کریميې تاتاریانو په څو څپو کې د کریميې د پرېښولو په تکل مهاجرت پيل کړ. د ۱۷۸۴ او ۱۷۹۰ کلونو تر منځ له ټول نفوس څخه نږدې یو میلیون کسان شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ د کریمیې تاتار د عثماني امپراتورۍ پر لور روان شول. [۷][۸]

د کریمیې جګړه له کریمیې څخه د کریميې د تاتاریانو د بل ډله‌ییز مهاجرت لامل شوه. د ۱۸۵۵ او ۱۸۶۶ کلونو تر منځ نږدې ۵۰۰۰۰۰ مسلمانان او په احتمالي توګه تر ۹۰۰۰۰۰ مسلمانانو د روسیې امپراتوري پرېښوده او عثماني امپراتورۍ ته کډه شول. له هغه شمېر څخه لږ تر لږه یو پر درېيمه برخه یې له کریمیې څخه وو، حال دا چې نور يې له قفقاز څخه وو. دې کډوالو له ۱۵ څخه تر ۲۳ سلنه د کریمې د ټول نفوس برخه جوړوله. د روسیې امپراتورۍ له دې واقعیت څخه د روسي کولو لپاره تر ډېره «نوې روسیې» د اېډیولوژیک بېخ‌بنا په توګه کار واخیست. په پای کې د کریمیې تاتاریان په کریمه کې لږکي شول؛ هغوی د نفوس ۹۸ سلنه برخه جوړوله خو په ۱۸۹۷ کال کې دا کچه ۳۴.۱ سلنې ته راټيټه شوه. کله چې د کریميې تاتاریان د مهاجرت په حال کې وو د روسیې دولت د ټاپووزمې روسي کول وهڅول او هغه يې له روسانو، اوکراین‌یانو او نورو [1]سلاو قومي ډلو سره ډکه کړه. دې روسي کولو د شوروي تر دور دوام وکړ. [۹][۱۰][۱۱]

د ۱۹۱۷ کال د اکتوبر تر انقلاب وروسته کریمیې د ۱۹۲۱ کال د اکتوبر په ۱۸مه په شوروي اتحاد کې خپلواک وضعیت وموند، خو په ۱۹۲۰ لسیزه کې ټولیزه/اشتراکي کرنه د شدیدي قحطۍ لامل شوه چې له امله يې ۱۰۰۰۰۰ کسه کریمیه‌یان هغه مهال مړه شول چې کرنیز محصولات یې د شوروي ډېرو مهمو سیمو ته ولېږل شول. د یو اټکل له مخې د قحطۍ د قربانیانو درې پر څلورمه برخه د کریميې تاتاریان وو. وروسته له‌دې چې ژوزوف ستالین د شوروي مشر شو او هغه ځپنې چې د ۱۹۲۷ او ۱۹۳۸ کلونو تر منځ د لږ تر لږه د ۵.۲ میلیون ښاريانو د وژلو لامل شوې د هغوی وضعیت لا خراب شو. [۱۲][۱۳][۱۴]

دویمه نړیواله جګړه سمول

په ۱۹۴۰ کال کې د کریميې خپلواک سوسیالیستي شوروي جمهوریت نږدې ۱۱۲۶۸۰۰ اوسېدونکي لرل چې له دې شمېر څخه ۲۱۸۰۰۰ کسان یا د نفوس ۱۹.۴ سلنه د کریمیې تاتاریان وو. په ۱۹۴۱ کال کې نازي الکان پر ختيځه اروپا برید وکړ او د شوروي اتحاد د لويديځ ډېره برخه يې خپله ضمیمه کړه. د کریمیې تاتاریانو په لومړیو کې جرمنیانو ته د استالینیزم د ژوغورونکو په سترګه کتل او همدرانګه جرمنیانو هم په لومړۍ نړیواله جګړه کې له دوی سره مثبت چلند درلود.  [۱۵][۱۶]

ډېری نیول شوي کریمیه‌يي تاتاریان چې په سره پوځ کې يې خدمت کاوه وروسته له‌دې چې رومانیایان او نازیان د کریمیې د لویې برخې د اشغال لپاره راغلل د POW[2] کمپونو ته ولېږل شول. که څه هم نازي المان په لومړیو کې غوښتل ټول «لاس‌لاندې اسیایان» قتل او د کریميه‌يي تاتاریانو جنګي اسیران چې د «مغولو د فرعي بشریت» په توګه پېژندل کېدل نندارې ته وړاندې کړي. خو د سره پوځ له مقاومت سره مخ شول او دا پالیسي يې سمه/اصلاح کړه. د ۱۹۴۲ په پیل کې جرمنیانو د شوري جنګي اسیران د ملاتړي پوځ د رامنځته کولو لپاره وګمارل. فاضل اولکوسال، تاتار ملي‌پال دوبروجان او لیپکا تاتار اېډېج کريمال د جرمني له د جنګي اسیرانو له کمپونو څخه د کریميې د تاتاریانو په خوشي کولو او د ورماخت لپاره د کریمیې په خپلواک پوځي غونډ کې د خدمت لپاره د هغوی په ګمارلوکې مرسته وکړه. په پای کې په دې پوځي غونډ کې ۸ کنډک شامل وو، له دې سره چې ډېری غړي يې له نورو ملتونو څخه وو. د ۱۹۴۱ کال له نوامبر څخه جرمني چارواکو د کریمیې تاتاريانو ته اجازه ورکړه چې په بېلابېلو ښارونو کې د ځینې سیمه‌ییزو دولتي چارواکو د تش په نوم رسمیت لپاره د مسلمانانو کمېټې جوړې کړي، حال دا چې هېڅ سیاسي واک نه و ورکړل شوی.  [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې سمول


[1]  یوه لویه اروپايي قومي ډله، ژباړن

[2]  د جګړې اسیران، بشپړه لیکنه يې Prisoner of war ده، ژباړن

  1. Williams, B. G. (2016). The Crimean Tatars: From Soviet genocide to Putin's conquest. New York: Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Uehling, Greta; University of Michigan (2015). "Genocide's Aftermath: Neostalinism in Contemporary Crimea". Genocide Studies and Prevention. 9 (1): 3–17. doi:10.5038/1911-9933.9.1.1273. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Glyn Williams, Brian (2002). "The Hidden Ethnic Cleansing of Muslims in the Soviet Union: The Exile and Repatriation of the Crimean Tatars". Journal of Contemporary History. 37 (3): 323–347. doi:10.1177/00220094020370030101. S2CID 220874696. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Applebaum, A. (2003). "Chapter 20: Stangers". Gulag: A History. New York: Doubleday. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bezverkha, Anastasia (2017). "Reinstating Social Borders between the Slavic Majority and the Tatar Population of Crimea: Media Representation of the Contested Memory of the Crimean Tatars' Deportation". Journal of Borderlands Studies. 32 (2): 127–139. doi:10.1080/08865655.2015.1066699. S2CID 148535821. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Rywkin 1994، م. 67.
  7. Potichnyj 1975، مم. 302–319.
  8. Spring 2015، م. 228.
  9. Vardys (1971), p. 101
  10. Tanner 2004، م. 22.
  11. Fisher 1987، مم. 356–371.
  12. Rosefielde 1997، مم. 321–331.
  13. Smele 2015، م. 302.
  14. Olson، Pappas او Pappas 1994، م. 185.
  15. Williams (2015), p. 92
  16. Parrish 1996، م. 104.
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. Williams (2001), p. 377
  19. Fisher 2014، م. 157.
  20. Fisher 2014، مم. 151–152.