د کرنې چاپيريالي اغېزې

د کرنې چاپيريالي اغېزې پر شاوخوا ايکوسيستمونو باندې د بېلابېلو کرنيزو عمليو اغېزې او د دې اغېزو بېرته لومړنيو طريقو ته د ورګرځېدلو له څرنګوالي څخه عبارت دي. د کرنې چاپيريالي اغېزې د بزګرانو په واسطه د عملي شوو طريقو او د طريقې د کچې له مخې په پراخ ډول توپير لري. هغه کرنيزې ټولنې چې د خپلو کرنيزو فعاليتونو د مشخص کولو په واسطه د چاپيريالي اغېزو د کمولو هڅه کوي، د دوام وړ کرنيزې طريقې به خپلې کړي. د کرنې منفي اغېزه يوه پخوانۍ مسئله ده، چې يوه علاقه يا اړيکه پرېږدي؛ که څه هم د دې برخې ماهرين د ويجاړۍ د لږولو او د ايکو ګټورتوب د پياوړې کولو په موخه نوښتيز فکرونه طرحه کوي. که څه هم کليوالي اصالت په چاپيريالي ډول مثبت دی، مګر د معاصر حيواني کرنې طريقې پر مېوو، سبزيجاتو او نورو biomass باندې د متمرکزو کرنيزو طريقو په پرتله د چاپيريالي ويجاړتيا زيات لامل کېږي. د څارويو له ضايعاتو څخه د امونيا د غاز توليد د چاپيريالي ککړتيا په اړه بحثونه راپورته کوي. [۱][۲][۳]

د چاپيريالي اغېزو د ارزونې پر مهال، د دې برخې ماهران دوه ډوله مقياسونه يا اندازې کاروي: “Means-based” يانې د چارې پر بنسټ، چې دا د بزرګر د توليد د مېتودونو پر بنسټ دی. دويم مقياس د اغېزې پر بنسټ دی، چې په کرنيز سيستم يا چاپيريال ته د ګازاتو د خوشې کولو پر بنسټ دی. د معنا يا چارې پر بنسټ د مقياس يوه بېلګه د ځمکې د سطحې اوبو کيفيت کېدلی شي، چې خاورې ته ورګډ شوي نايتروجن د اندازې په واسطه اغېزمن شوی دی. هغه طريقه چې د ځمکې د سطحې اوبو ته د نايتروجن له لاسه ورکولو ته انعکاس ورکوي، د اغېزې پر بنسټ طريقه يې بللی شوو. د چارې پر بنسټ ارزونه د بزګرانو کرنيزو طريقو ته پام کوي او د اغېزې پر بنسټ ارزونه د کرنيز سيستم ريښتينې اغېزې په پام کې نيسي. د بېلګې په ډول: د چارې پر بنسټ تحليل کېدای شي د بزګرانو په واسطه کارېدونکو د حشرو د له منځه وړلو او حاصلخيزۍ مېتودونو ته پام وکړي او د اغېزې پر بنسټ تحليل به دا ملاحظه کوي، چې څومره کاربن ډای اکسايد خپرېږي يا دا چې د خاورې د نايتروجن اندازه څومره ده.[۴]

د کرنې په چاپيريالي اغېزه کې په بېلابېلو شيانو باندې د بېلابېلو عواملو اغېزې شاملېږي. لکه: خاوره، اوبه، هوا، څاروي او د خاورې ډول، خلک، نباتات او په خپله غذا يا خواړه. کرنه د يو لړ هغو پراخو چاپيريالي مسئلو سره مرسته کوي، چې د اقليمي بدلون، د ځنګلونو له منځه وړنې، د چاپيريالي تنوع د بايلنې، د مرګ سيمې، جنيټيکي انجنيري، د خړوبولو ستونزو، ککړوونکو، د خاورې نابرابرتيا او کثافاتو په ګډون د چاپيريالي نابرابرۍ سبب کېږي. نړيوالې ټولنې او چاپيريالي سيستمونو ته د کرنې د اهميت له امله، نړيوالې ټولنې ژمنه کړې ده چې د (د دوام وړ پرمختګ دويمه موخه) Sustainable Development Goal 2 «لوږه ختمه کړئ، د خوړا خونديتوب تر لاسه او تغذيه پرمختللې او د توجيه وړ کرنې ته وده ورکړئ» د يوې برخې په توګه د خوړو د توليد د ساتنې وړتيا زياته کړي. د ملګرو ملتونو د چاپيريال پروګرام تر «له طبيعت سره سوله کول» تر سرليک لاندې د ۲۰۲۱ راپور کرنه د يو چلوونکي او د چاپيريالۍ نابرابرۍ تر تهديد لاندې د يو صنعت په توګه په ډاګه کړ. [۵][۶][۷][۸]

د کرنیزو لارو چارو له خوا سمول

حيواني کرنه سمول

د غوښې د توليد چاپيريالي اغېزه د نړۍ شاوخوا د بېلابېلو کرنيزو طريقو د کارونې له امله يو له بل سره توپير لري. د ټولو کرنيزو طريقو په اړه موندل شوي دي، چې پر چاپيريال باندې بېلابېلې اغېزې لري. ځيني هغه اغېزې چې د غوښې له توليد سره مل دي، د فوسيلي مايع يا ګاز د کارونې په واسطه ککړتيا، حيواني ميتان، خپرېدونکي کثافات او اوبه او د ځمکې استهلاک دی. غوښه د عضوي کرنې (organic farming)، (free range farming)، د اهلي څاريو توليد (intensive livestock production)، (subsistence agriculture)، ښکار کولو او ماهي نيونې په ګډون د يو لړ مېتودونو په واسطه تر لاسه کېږي.

غوښه يو له هغو لومړنيو عواملو څخه ده، چې زيستي تنوع شته بحرانونو سره مرسته کوي. په ۲۰۱۹ کې د (IPBES Global Assessment Report on Biodiversity and Ecosystem Services) [د زيستي تنوع او ايکوسيستم خدمتونو په اړه د نړيوالې پانګه اچونې راپور] وموندل چې صنعتي کرنه او د کبانو زياته نيونه د له منځه وړنې بنسټيز عوامل دي. غوښه او د شيدو صنعتونه د پام وړ اغېزه لري. په ۲۰۰۶ کې د «کورنيو څارويو اوږد سيوری» تر عنوان لاندې د خوړو او کرنې سازمان د راپور له مخې: «د کورني، څارويو برخه په زياتو ايکوسيستمونو او په ټوله کې په سياره باندې يوه ستره فشار واردونکې برخه ده. دا په نړيواله توګه د ګلخانه يي ګازونو يوه تر ټولو ستره سرچينه او چاپيريالي تنوع په بايلنه کې يو له مهمو سببي عواملو څخه ده او په پرمختللو او ظاهرېدونکو هېوادونو کې بيا د اوبو ککړتيا مخکښه سرچينه ده.

د غوښې توليد د اقليمي بدلون يو ستر عامل دی. په يو ژورنال کې د ۲۰۱۷ کال خپرې شوې څېړنې «د کاربن ميزان او تنظيم» د حيواني کرنې د نويوال ميتان ګازونو خپرېدل له IPCC [د اقليمي بدلون په اړه د حکومتونو تر منځ ډله] څخه د معلوماتو پر بنسټ د اټکل په پرتله ٪۱۱ زيات وموندل. د دې اغېزو ځيني برخه د اهلي څارويو د برخې غير غوښه ايز توليد پورې مربوطېږي. لکه: وړۍ، هګي او د شيدو محصولات او د کرکېله کې کارېدونکي اهلي څاروي. اټکل شوی دی چې اهلي څاروي د نړۍ د غله جاتو ځمکو د کرنې په برخه کې نيمايي ځواک برابروي. ګڼو څېړنو موندلې چې د غوښې زيات مصرف د انساني نفوس د ودې سره ملګری دی او د شخصي عايد زياتوالی به د کاربن ګاز توليد او د چاپيريالي تنوع له منځه تلل زيات کړي. په ۲۰۱۹ د اګست په ۸ IPCC د ۲۰۱۹ د ځانګړي راپور يو لنډيز خپور کړ، چې له مخې يې د نبات پر بنسټ diets پر وړاندې يو بدلون به د اقليمي بدلون په اداره کولو او برابرولو کې مرسته وکړي. 

اوبه لګوونه سمول

د اوبو لګوونې چاپيريالي اغېزې د خاورې او اوبو په کميت او کيفيت کې د خړوبولو د يوې پايلې په توګه او د سيند په حوزو کې پر طبيعي او ټولنيزو حالتونو باندې د بعدي اغېزو او د اوبو لګولو د یوه سيستم د اوبتلونو په بدلونونو پورې تړلې دي. یادې اغېزې له متغيیرو هايدرولوژيکي حالتونو (hydrological conditions) څخه رامنځته کېږي، چې د اوبولګوونې د پلان يا سيستم د نصب او عمليې په واسطه اغېزمن شوي دي.

د دې ستونزو له منځه ځيني يې د زياتې طراحۍ په واسطه د ځمکې لاندې د aquifers له تخليې څخه عبارت دي. خاوره د کمزوري ورته وېش يا (management wastes) اوبو او کيمياوي موادو له امله زياته خړوبېدلی شي او کېدای شي د اوبو ککړتيا لامل شي. زياته خړوبونه د اوبو د پورته کېدونکو اندازو (مېزونو) څخه د ژورې وچونې (اوبه ويستنې، زه کشي) لامل کېږي، چې د اوبونې salinity ستونزې راپورته کولی شي، چې د ځمکې د فرعي سطحې د اوبه ويستنې (subsurface land drainage) د ځينو بڼو په واسطه د (watertable control) غوښتنه کوي. که څه هم که چېرې خاوره تر اوبونې لاندې وي، د خاورې کمزورې salinity اداره ورکوي چې د خاورو پر سطحه باندې په لوړو تبخيري سيمو کې د زهري مالګو په جوړېدلو سره د خاورې زيات شوي salinity رهبري کوي. دا د ذکر شوو مالګو د لرې کولو په موخه يا چاڼ او يا د وچونې (اوبه ويستنې) مېتود ته اړتيا لري. د مالګينو يا لوړه کچه سوديم لرونکو اوبو اوبونه د الکلي خاورې ته په پام سره کېدای شي د خاورې ساختمان له منځه يوسي.

سرچینې سمول

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. van der Warf, Hayo; Petit, Jean (December 2002). "Evaluation of the environmental impact of agriculture at the farm level: a comparison and analysis of 12 indicator- methods". Agriculture, Ecosystems and Environment. 93 (1–3): 131–145. doi:10.1016/S0167-8809(01)00354-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Garnett, T.; Appleby, M. C.; Balmford, A.; Bateman, I. J.; Benton, T. G.; Bloomer, P.; Burlingame, B.; Dawkins, M.; Dolan, L.; Fraser, D.; Herrero, M.; Hoffmann, Irene; Smith, P.; Thornton, P. K.; Toulmin, C.; Vermeulen, S. J.; Godfray, H. C. J. (2013-07-04). "Sustainable Intensification in Agriculture: Premises and Policies". Science. American Association for the Advancement of Science (AAAS). 341 (6141): 33–34. Bibcode:2013Sci...341...33G. doi:10.1126/science.1234485. hdl:10871/19385. ISSN 0036-8075. PMID 23828927. S2CID 206547513. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. United Nations (2015) Resolution adopted by the General Assembly on 25 September 2015, Transforming our world: the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/70/1)
  8. United Nations Environment Programme (2021). Making Peace with Nature: A scientific blueprint to tackle the climate, biodiversity and pollution emergencies. Nairobi. https://www.unep.org/resources/making-peace-nature