د کرنې له امله د ګلخانهيي ګازونو خپرېدل
کرنه د ګلخانهيي ګازونو د خپرېدو او پر کرنیزو ځمکو د ځنګلونو په څېر غیر کرنیزو ځمکو د بدلولو له لارې د اقلیم له بدلون سره مرسته کوي. مالداري یا د څارویو پالنه د ګلخانهيي ګازونو د تولید او خپرېدو لویه سرچینه بلل کېږي. په ۲۰۱۰ ز کال کې د دغو ګازونو په خپرېدو کې د کرنې، ځنګلدارۍ او د ځمکې په کارولو کې د بدلون ونډه له ۲۰ تر ۲۵ سلنې پورې اټکل شوه. په ۲۰۲۰ ز کال کې د اروپايي اتحادیې د علمي مشاورې میکانیزم اټکل وکړ چې خوراکي سیستم په ټولیز ډول د دغو ګازونو په خپرېدو کې ۳۷ سلنه ونډه اخیستې او ښايي دا شمېره د نفوسو د ګڼوالي او خوراکي رژيم د بدلون له امله تر ۲۰۵۰ ز کال پورې له ۳۰ تر ۴۰ سلنې لوړه شي. ځینې پالیسۍ ښايي د یوه پایدار خوراکي سیستم لپاره د کرنې له سکتور څخه د ګلخانهيي ګازونو خپرېدل کم کړي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
د کرنې سکتور د ګازونو په خپرېدو او د ځمکې د کارولو په اغېزو کې یوه محرکه قوه ده او فکر کېږي چې د اقلیم د بدلون لامل کېږي. پر دې سربېره چې کرنه د ځمکې یوه مهمه کاروونکې او د فوسیلي سونتوکو مصرفوونکې برخه ده، د وريژو د تولید او د څارویو د روزنې له لارې په مستقیم ډول د ګلخانهيي ګازونو له تولید سره مرسته کوي، د اقلیمي بدلون د حکومتمنځي پلاوي په وینا، د تېرو ۲۵۰ کلونو په اوږدو کې د دغو ګازونو د ډېرېدو درې اصلي لاملونه لیدل شوي چې د ځمکې کارول، کرنه او فوسیلي سونتوکي دي.[۸][۹]
د ګلخانهيي ګازونو یوه لویه برخه د کرنې د خوراکي سیستم له امله خپرېږي.[۱۰][۱۱]
د اقلیمي بدلون د حکومتمنځي پلاوي په وینا، د ګلخانهيي ګازونو په خپرېدو کې خوراکي سیستم لږ تر لږه له ۱۰ تر ۱۲ سلنې ونډه لري او کله چې په ځمکه کې د کرنې له امله بدلونونه رامنځته کېږي، ښايي دا شمېره ۱۷ سلنې ته لوړه شي. له کرنیزو فارمونو څخه د نایټرس اکسایډ، میتان او کاربن ډای اکسایډ خپرېدونکي ګازونه د ټول خوراکي صنعت له لارې د خپرو شویو ګلخانهيي ګازونو نیمايي برخه او د کرنې له لارې د خپرو شویو ګازونو ۸۰ سلنه برخه جوړوي.
د فارمي څارویو د هاضمې سیستمونه په دوو ډلو وېشل کېږي: مونوګاسټریک (یو معدهيي چې یوازې یو ځل خوراک کوي) او رومېنټ (څلور معدهيي یا شخوند وهونکي چې څو ځله خواړه ژويي او میده کوي). د رومېنټ ډلې حیوانات لکه د غوښو او لبنیاتو لپاره کارېدونکې غواوې د دغو ګازونو په تولید کې ډېره ونډه لري. مونوګاسټریک حیوانات ښايي د دغو ګازونو په خپرېدو کې کمه ونډه ولري، دا ډول حیوانات د خوړو د تبادلې لوړ مؤثر سیستم لري او ډېره اندازه میتان ګاز هم نه تولیدوي.[۱۲]
ډېرې داسې لارې چارې شته چې د ګلخانهيي ګازونو د خپرېدو او اغېزو د کمولو لپاره يې کارولی شو. په دې کې د مالدارۍ د ګټورتوب لارې چارې راځي چې مدیریت او د تکنالوژۍ استفاده په کې شاملېږي. تر دې لا ډېره اغېزناکه پروسه دا ده چې سره (کود) مدیریت شي، پر فوسیلي سون توکو او بېرته نه رغېدونکو سرچینو کمه تکیه وشي، د حیواناتو د خوړو او څښاک په جریان، وخت او موقعیت کې تنوع راشي او د حیواني خوړو تولید او مصرف کم شي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
ځمکه کارول
سمولد ځمکې د کارولو له لارې کرنه په څلورو لویو طریقو د دغو ګازونو په خپرېدو کې ونډه اخلي:
- د ځنګلونو د کمولو له امله د کاربن ډای اکسایډ خپرېدل.
- د وریځو د کرلو له امله د میتان ګاز ازادېدل.
- د غوا په کولمو کې د تخمر له امله د میتان ګاز ازادېدل.
- نایټرس اکسایډ ګاز د سرې (کود) د کارولو له امله ازادېدل.
د دغو کرنیزو پروسو په پایله کې ۵۴ سلنه میتان ګاز، شاوخوا ۸۰ سلنه نایټرس اکسایډ ګاز او د ځمکې د کارولو اړوند نږدې ټول کاربن ډای اکسایډ خپرېږي.[۱۶]
له تېرو ۱۷۵۰ ز کلونو راهیسې د ځمکې په پوښ کې لوی سیارهيي بدلونونه په معتدلو سیمو کې د ځنګلونو د له منځه وړلو په پایله کې رامنځته شوي دي. کله چې د کروندو او څړځایونو لپاره ځنګلونه او په ونو پوښل شوې ځمکې پاکې شي، د ساحې سپینتوب (albedo) ډېرېږي او په پایله کې دغه کار په ساحوي شرایطو پورې د اړوندو ګرمو یا سړو اغېزو لامل کېږي. د ځنګلونو له منځه تلل د ساحوي کاربن ډای اکسایډ پر بېرته جذب اغېز کوي چې په پایله کې د کاربن ډای اکسایډ غلظت لوړېږي او د ګلخانهيي ګازونو د غالبېدو لامل کېږي. د ځمکې د پاکولو په طریقو لکه غوڅولو او سوځولو کې دغه اثرات موجود دي او د ژوندیو موجوداتو (نباتاتو) سوځول په مستقیم ډول دا ډول ګازونه او د دود په څېر معلق ذرات هوا ته ازادوي. د ځمکې پاکول ښايي د خاورې د کاربن سفنج یا نرموالی له منځه یوسي.[۱۷][۱۸]
د وریځو تولید
سمولپه نړیواله کچه د وريژو تولید د ګلخانهيي ګازونو په خپرېدو کې د نورو نباتي خوړو په پرتله ډېره ونډه لري. په ۲۰۲۱ ز کال کې اټکل شوی چې ۳۰ سلنه میتان ګاز او ۱۱ سلنه نایټرس اکسایډ ګاز د کرنې له امله خپور شوی دی. د ډېرې مودې لپاره د وريژو د کروندو خړوب ساتل له ځمکې څخه د میتان ګاز د خپرېدو لامل کېږي، ځکه چې خاوره د اکسیجن جذب ته نه پرېږدي او له دې امله په ځمکه کې د عضوي موادو د غیر هوازي تخمر لامل کېږي. په ۲۰۲۱ ز کال کې یوې څېړنې وښوده چې په ۲۰۱۰ ز کال کې د ۴۷ میلیارده ټنه ګلخانهيي ګازونو له ډلې ۲ میلیارده ټنه د وريژو اړوند وو.
مالداري
سمولمالداري او په مالدارۍ پورې اړوند فعالیتونه لکه د ځنګلونو له منځه وړل او پر سونتوکو د ولاړې کرنې طریقې د څه باندې ۱۸ سلنه ګلخانهيي ګازونو د خپرېدو لامل کېږي چې په لاندې ډول دي:
- د نړۍ ۹ سلنه کاربن ډای اکسایډ خپرېدل.
- د نړۍ له ۳۵ تر ۴۰ سلنه میتان ګاز خپرېدل (تر ډېره د کولمو د داخلي تخمر او سرې یا کود له امله).
- د نړۍ ۶۴ سلنه نایټرس اکسایډ خپرېدل (تر ډېره د سرې یا کود د کارولو له امله).[۱۹]
د مالدارۍ فعالیتونه هم په غیر متناسب ډول د ځمکې د کارولو په اثراتو کې ونډه لري، ځکه چې د جوارو او رشقې په څېر حاصلات یې د څارویو د تغذیې لپاره کرل کېږي.
په ۲۰۱۰ ز کال کې په نړیواله کچه د ټولو کرنیزو فعالیتونو په پایله کې په خپرو شویو ګلخانهيي ګازونو کې ۴۳ سلنه ونډه د کولمو د داخلي تخمر وه. د یوه نړیوال تحلیل له مخې د رومېنټ حیواناتو غوښه د نورو حیواناتو د غوښو او پروتیني سرچینو په پرتله لوړه اندازه کاربن لري. په نړیواله کچه د رومینټ (یا څلور معدهيي شخوند وهونکو) حیواناتو لهخوا د میتان تولید له ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې ښودل شوی دی.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
په ټوله نړۍ کې د کرنې لپاره د کارېدونکو ځمکو ۷۰ سلنه او د ټولې ځمکې د سطحې ۳۰ سلنه برخه د مالدارۍ تولیداتو نیولې ده. د څارویو څرول هم د ځمکې پر راتلونکې ښېرازۍ اغېز کوي. نه کارېدونکي څړځایونه هم د خاورې د خرابېدو لامل کېدای شي. د مالداریو ډېروالی د ځايي وحشي حیواناتو پر استوګنځایونو اغېز کوي او د هغوی د کمېدو لامل کېږي.[۲۴]
د کیمیاوي سرې تولید
سمولد کیمیاوي سرې د جوړېدو په جریان کې د کاربن ډای اکسایډ، میتان او نایټرس اکسایډ په څېر ګلخانهيي ګازونه تولیدیږي. دا کاربن ډای اکسایډ د نړۍ د کاربن ډای اکسایډ د خپرېدو تر کچې ۱ سلنه ډېر اټکل شوی. د نایتروجن سره (کود) ښايي د خاورو د باکتریاوو په مرسته پر نایټرس اکسایډ ګلخانهيي ګاز بدله شي. د انسان لهخوا د نایټرس اکسایډ خپرېدل چې ډېره برخه یې له کیمیاوي سرو څخه ده، د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ په کلني ډول شاوخوا ۷ میلیون ټنه اټکل شوی دی.
خاوره خرابېدل
سمولډېره کرنه ښايي د خاورې د خرابېدو لامل شي، ښايي له ۲۵ تر ۴۰ سلنه خاورې د اوبو سرچینو ته ورسېږي او د کروندګرو لهخوا کارول شوي افتوژونکي مواد او سرې یا کودونه ښکته ولېږدوي چې په دې توګه اوبه نورې هم ککړېږي. په دوامدار ډول د مالي ترتیباتو او قراردادي کرنې لپاره لویو کروندو ته لېوالتیا په متحدو ایالتونو او اروپا کې تر ټولو لوړه ده. د ځمکې نړیوال ائتلاف له اکسفام [د ۲۱ خپلواکو خیریه ادارو یو بریتانوی کنفدراسیون دی چې په نړۍ کې د بېوزلۍ پر کمولو تمرکز لري او په ۱۹۴۲ ز کال کې جوړ شو] او د نړیوالې نابرابرۍ له لابراتوار سره په ګډه په ۲۰۲۰ ز کال کې په یوه څېړنه کې ومونده چې د ځمکې ۱ سلنه مالکان د نړۍ د ۷۰ سلنه ځمکې کرنه مدیریت کوي. تر ټولو لوی توپیر په لاتینه امریکا کې موندلی شو: تر ټولو بېوزله ۵۰ سلنه خلک یوازې ۱ سلنه ځمکه لري. د ځمکې کوچني مالکان د افرادو یا کورنیو په توګه د ځمکې په کارولو کې ډېر محتاط دي. د ۲۰۲۰ ز کال د څېړنې له مخې، له ۱۹۸۰یمې ز لسیزې راهیسې د ځمکو د کوچنیو مالکانو تناسب کم شوی دی. اوس مهال د کوچنیو مالکانو لویه برخه په اسیا او افریقا کې موندلی شو.[۲۵][۲۶]
سرچينې
سمول- ↑ Section 4.2: Agriculture's current contribution to greenhouse gas emissions, in: HLPE 2012, pp. 67–69
- ↑ Sarkodie, Samuel A.; Ntiamoah, Evans B.; Li, Dongmei (2019). "Panel heterogeneous distribution analysis of trade and modernized agriculture on CO2 emissions: The role of renewable and fossil fuel energy consumption". Natural Resources Forum (in انګليسي). 43 (3): 135–153. doi:10.1111/1477-8947.12183. ISSN 1477-8947.
- ↑ "How livestock farming affects the environment". www.downtoearth.org.in (in انګليسي). بياځلي په 2022-02-10.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Blanco, G., et al., Section 5.3.5.4: Agriculture, Forestry, Other Land Use, in: Chapter 5: Drivers, Trends and Mitigation (archived 30 December 2014), in: IPCC AR5 WG3 2014, p. 383 Emissions aggregated using 100-year global warming potentials from the IPCC Second Assessment Report
- ↑ Science Advice for Policy by European Academies (2020). A sustainable food system for the European Union (PDF). Berlin: SAPEA. p. 39. doi:10.26356/sustainablefood. ISBN 978-3-9820301-7-3. خوندي شوی له the original (PDF) on 18 April 2020. بياځلي په 14 April 2020.
{{cite book}}
:|last=
has generic name (help) - ↑ SUMMARY AND RECOMMENDATIONS, in: HLPE 2012, pp. 12–23
- ↑ Smith, P., et al., Executive summary, in: Chapter 5: Drivers, Trends and Mitigation (archived 30 December 2014), in: IPCC AR5 WG3 2014, pp. 816–817
- ↑ Steinfeld H, Gerber P, Wassenaar T, Castel V, Rosales M, de Haan C (2006). Livestock's long shadow: environmental issues and options (PDF). Food and Agriculture Organization of the UN. ISBN 978-92-5-105571-7. خوندي شوی له the original (PDF) on 25 June 2008.
- ↑ Intergovernmental Panel on Climate Change Archived 1 May 2007 at the Wayback Machine. (IPCC)
- ↑ "The Food Gap: The Impacts of Climate Change on Food Production: a 2020 Perspective" (PDF). 2011. خوندي شوی له the original (PDF) on 16 April 2012.
- ↑ Friel, Sharon; Dangour, Alan D.; Garnett, Tara; et al. (2009). "Public health benefits of strategies to reduce greenhouse-gas emissions: food and agriculture". The Lancet. 374 (9706): 2016–2025. doi:10.1016/S0140-6736(09)61753-0. PMID 19942280. S2CID 6318195.
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Friel, Sharon; Dangour, Alan D.; Garnett, Tara; et al. (2009). "Public health benefits of strategies to reduce greenhouse-gas emissions: food and agriculture". The Lancet. 374 (9706): 2016–2025. doi:10.1016/S0140-6736(09)61753-0. PMID 19942280. S2CID 6318195.
- ↑ Thornton, P.K.; van de Steeg, J.; Notenbaert, A.; Herrero, M. (2009). "The impacts of climate change on livestock and livestock systems in developing countries: A review of what we know and what we need to know". Agricultural Systems. 101 (3): 113–127. doi:10.1016/j.agsy.2009.05.002.
- ↑ Kurukulasuriya, Pradeep; Rosenthal, Shane (June 2003). Climate Change and Agriculture: A Review of Impacts and Adaptions (PDF) (Report). World Bank (PDF).
{{cite report}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ McMichael, A.J.; Campbell-Lendrum, D.H.; Corvalán, C.F.; et al. (2003). Climate Change and Human Health: Risks and Responses (PDF) (Report). World Health Organization. ISBN 92-4-156248-X.
- ↑ Intergovernmental Panel on Climate Change Special Report on Emissions Scenarios retrieved 26 June 2007
- ↑ "Intergovernmental Panel on Climate Change" (PDF).
- ↑ IPCC Technical Summary Archived 2010-08-06 at the Wayback Machine. retrieved 25 June 2007
- ↑ Steinfeld H, Gerber P, Wassenaar TD, Castel V, de Haan C (1 January 2006). Livestock's Long Shadow: Environmental Issues and Options (PDF). Food & Agriculture Org. ISBN 9789251055717. خوندي شوی له the original on 25 June 2008 – via Google Books.,
- ↑ Food and Agriculture Organization of the United Nations (2013) "FAO STATISTICAL YEARBOOK 2013 World Food and Agriculture". See data in Table 49.
- ↑ Ripple WJ, Smith P, Haberl H, Montzka SA, McAlpine C, Boucher DH (20 December 2013). "Ruminants, climate change and climate policy". Nature Climate Change. 4 (1): 2–5. Bibcode:2014NatCC...4....2R. doi:10.1038/nclimate2081.
- ↑ Cicerone RJ, Oremland RS (December 1988). "Biogeochemical aspects of atmospheric methane". Global Biogeochemical Cycles. 2 (4): 299–327. Bibcode:1988GBioC...2..299C. doi:10.1029/GB002i004p00299.
- ↑ Yavitt JB (1992). "Methane, biogeochemical cycle". Encyclopedia of Earth System Science. 3. London, England: Academic Press: 197–207.
- ↑ Steinfeld H, Gerber P, Wassenaar TD, Castel V, de Haan C (1 January 2006). Livestock's Long Shadow: Environmental Issues and Options (PDF). Food & Agriculture Org. ISBN 9789251055717. خوندي شوی له the original on 25 June 2008 – via Google Books.,
- ↑ Ruhl, JB (2000). "Farms, Their Environmental Harms, and Environmental Law". Ecology Law Quarterly. 27 (2): 263–349. JSTOR 24113926.
- ↑ "1% of farms operate 70% of world's farmland". the Guardian (in انګليسي). 24 November 2020. بياځلي په 25 November 2020.