د کرسټوفر کولمبس سفرونه

د ۱۴۹۲ ز او ۱۵۰۴ز کلونو تر منځ ايټالوي ګرځندوی کرسټوفر کولمبس څلور هسپانوي کشفوونکي د اتلانيتک سمندر څخه ورهغې غاړې ته د امريکاګانو د کشف پر لور رهبري کړل. دې سفرونو د نوې نړۍ پراخه پېژندنې ته لاره هواره کړه. دې پرمختګ يو نوی پړاو پيل کړ چې د کشف د عصر په توګه پېژندل کيږي او دا زماني پړاو، د امريکاګانو د ښکیلاک اړوندو بيولوژيکي تبادلاتو او له اتلانتيک څخه د ورهاخوا سوداګريو شاهد و. د دې پېښو چې اغېزې او پايلې تر اوسه شته، کله ناکله د نوي پړاو د پيل په نوم يادېږي.

د جينوا په جمهوريت کې زېږدلی کولمبس ماڼو و، هغه د کاسټيل تاج (د اوسنۍ هسپانيې پخواني حکومت) لپاره په دې موخه د بېړۍ سفر پيل کړ چې د لويديځ له اړخه د هند پر لور مسير پيدا کړي، فکر کېده چې هند د ختيزې اسيا د مسئلو او د نورو ارزښتمنو توکو سرچينه ده، له ختيځ څخه توکي يوازې په سختو ځمکنيو لارو تر لاسه کېدای شوای. کلمبس د اسيا د کشفولو د ارزولو په لړ کې تر يو بريده د ديارلسمې پېړۍ له کاشف مارکوپولو څخه الهام اخستی و او هېڅکله يې په دې برخه کې خپله ناکامي ونه منله. تل يې ادعا کوله او داسې فرضي شواهد به يې وړاندې کول چې، ګوندې هغه ختيځ هند ته رسېدلی دی. هغه مهال کرابيين ته غرب الهند ويل کېدل. 

د کولمس د سفرونو پر مهال، په امريکاګانو کې اصلي امريکايان مېشت و. له هغوی سره د لومړۍ اړيکې څخه ډېر ژر وروسته د يو ډول بددانو په څېر د اروپايي اسيايي ناروغيو له امله د اصلي اوسېدونکو نفوس له ويجاړۍ سره مخامخ شو. کولمبس د هسپانيې له خوا د امريکاګانو په نيولو کې برخه واخسته، په ظالمانه ډول يې د زرګونو په شمېر اصلي اوسېدونکي نيول او له هغوی سره يې ناوړه چلند کاوه.

کولمبس په ۱۵۰۶ز کې مړ شو او يو کال وروسته امريکاګانې د ايټالوي سوداګر امريګو وسپوچي په نوم ونومول شوې، هغه ګومان کاوه چې دا لويه وچه بې سارې ځمکه ده. د اسيا پر لور د لويديځ له اړخه د لارې د موندلو لټون، په ۱۵۲۱ ز کال کې هله پای ته ورسېد، کله چې يو بل اسپانيايي سمندري کاشف ماجيلن الکانو له ارام سندرګي څخه تېر شو، اروپا ته بېرته له راستنېدو او له نړۍ څخه د لومړي چکر له بشپړولو مخکې سهيل ختيځې اسيا ته ورسېد.

مخینه (شالید) سمول

د کولمبس د وخت ډېری اروپايانو فکر کاوه چې د اروپا او اسيا څخه يو او نښتې سمندر راتاو دی، سره له دې چې سکندنياوي کشف کوونکو د شمالي امريکا د ځينو سيمو نيول پيل کړي و او دا چاره يې په ۹۸۶ کال کې له ګرين لينډ پېل کړې وه. سکندنياويانو د سلګونو کلونو لپاره په شمالي امريکا کې خپل شتون وساته، خو په شمالي امريکا کې د هغوی د استوګنځایونو او اروپا تر منځ اړيکې د پنځلسمې پېړۍ تر لومړيو پورې پرې شوې وې.[۱][۲][۳][۴]

د پنځلسمې پېړۍ تر نيمايي پورې، اروپا د مغولو د سترواکۍ تر واک لاندې (مغولي سوله) چين او هند ته د وچې له لارې له يو خوندي مسير څخه ګټه اخسته، چې هند او چين د ارزښتمنو توکو، لکه:: ورېښم، مصالې او افيون سرچينه وه. کله چې ترکي عثماني سترواکۍ په ۱۴۵۳ ز کال کې قسطنطنيه ونيوله، نو اسيا ته د ځمکې مسير (د ورېښمو لار) نور هم سخت شو، ځکه چې په مسيحي سوداګرو بنديز ولګېد.   [۵]

پرتګال يوازینی اروپايي ځواک و چې له هېواده بهر د سوداګريزو لارو تعقيبولو کې يې لېوالتيا درلوده، په داسې حال کې چې د پرتګال په ګاونډ کې د کاسټل پاچهي –اوسنۍ هسپانيه – د اتلانتيک سمندر په کشف کولو کې تر يو بريده سسته وه؛ ځکه د بېرته نيولو په پړاو کې اړ وه چې  له لاسه وتلې سيمې له مورانو بېرته ونيسي. دا حالت د پنځلسمې پېړۍ تر پايه بدل نه شو، په ۱۴۶۹ ز کال کې د کاسټيل د ملکې لومړۍ ازبيلا او اراګون د پاچا فردينانډ دویم (دواړه هسپانيې د کاتوليکو پاچایانو په نوم پېژندل کېږي) تر منځ له واده او په ۱۴۹۲ز کې د بيا نيولو له بشپړولو وروسته، کله چې دواړو واکمنانو د غرناطې موري پاچهي ونيوله، کومې چې کاسټيل ته د جزيې له لارې افريقايي توکي برابر کړي. د هسپانيې نوې په پښو ولاړې سترواکۍ پریکړه وکړه چې د کولمبس سفر تمويل کړي او دا پرکړه يې د سوداګرۍ د  نوو لارو د پيدا کولو او په ۱۴۸۱ ز کال کې د پرتګال له خوا، په افريقا او هند سمندر باندې د (papal bull Aeterni regis) په نوم لګول شوی بنديز د ماتولو په تمه وکړ.[۶]

د سمندري سفر طرحه سمول

د اسيا پر لور د نوې لارې اړتيا ته په ځواب کې، په ۱۴۸۰ يمو کلونو کې کرسټوفر او د هغه ورور بارتولوميو يوه نقشه جوړه کړه، چې هند ته سفر وکړي (هغه مهال نژدې ټولې سهيلي او ختيځې اسيا ته انډيز ويل کېدل) په دې ډول چې دوی به نېغ په نېغه لويديځ لور ته سفر کوي، د هغه سمندر پر سر چې فکر کېده سره نښتې يو، سمندر دی يعنې اتلانتيک سمندر. د ۱۴۸۱ زکال په شا او خوا کې، د فلورينس اوسېدونکي نړۍ پېژندونکي «پاولو دال پوتزو ټيسکونيل» کولمبس ته يوه نقشه واستوله، په دې نقشه کې داسې لاره ښودل شوې وه، چې د انتيليا له ټاپو پرته پرې بله هېڅ وچه سيمه نه وه. په ۱۴۸۴ ز کال کې په کاناريز کې د لاګومرا پر ټاپو چې هغه مهال د کاسټيل تر واک لاندې وه، کولمبس د ال هيرو د ځينو اوسېدونکو څخه واورېدل، داسې اټکل شته چې په لويديځ کې ځينې ټاپوګان شته.[۷][۸]

په دې اړه چې ګوندې کولمبس د خپل وړانديز لپاره د ملاتړ د تر لاسه کولو په لړ کې، له دې امله له ستونزو سره مخامخ و چې اروپايانو فکر کاوه ځمکه اواره (مسطحه) ده، د دې ناسم اټکل رېښې په اولسمه پېړۍ کې د کاتوليکي مسيحيانو پر ضد د پروټيسټانت مسيحيانو مبارزې ته رسېږي، بيا په لیکنو کې هم دا ناسم اټکل خپور شو، لکه: د کولمبس د ژوند ليک په اړه د واشنګټن اروينګ کتاب کې ۱۸۲۸ز. په حقيقت کې دا پوهه چې ځمکه کروي ده، ډېره پراخه وه. د لرغونې يوناني علم هم په عمومي نظر همدا و او په منځنيو پېړيو کې يې هم ملاتړ وشو (د بېلګې په ډول: بيدي ورته د وخت په حساب کې اشاره کړې). د کولمبس په زمانه کې لومړني سمندري سفرونه هم په ستورو او هم د ځمکې په کوږوالي (انحناء) متکي و.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ځمکې قطر او د سفر د واټن اټکلونه سمول

اراتوستن له میلاد مخکې په دویمه پېړۍ کې د ځمکې قطر په ښه غورسره اندازه کړی و او د قطر د معلومولو د محاسبې وسيله يې اسطرلاب و چې هم علماوو او هم سمندري سفر کوونکو ته معلوم و. په داسې حال کې چې کولمبس، د خپل وخت د عمومي منل شوي نظر څخه مخالفت وکړ، خو هغه د ځمکې د کوچني قطر په اړه په خپل اټکل کې غلط و چې دا ادعا يې لرله چې د لويديځ پر لور د اتلانتيک سمندر څخه په تېرېدلو سره اسيا ته په اسانۍ رسېدای شي. ډېرو څېړونکو د بطليموس سمه ارزونه ومنله، چې د ځمکې وچې (د اروپايانو لپاره هغه مهال په وچه ځمکه کې اروپا، اسيا او افريقا شامل و) د ځمکې د ټولې کرې څخه ۱۸۰ درجې برخه نيولې ده او د کولمبس دا ادعا يې رد کړه چې، ګوندې ځمکه له دې ډېره کوچنۍ او اسيا د لویدیځ پرلور له اروپا څخه يوازې څو زره سمندري ميله لرې پرته ده. [۱۳][۱۴]

کولمبس د مارينوس صور په ناسمو محاسبو باور درلود، چې وچه ځمکه يې ۲۲۵ درجې ښوده او اوبو ته يې يوازې ۱۳۵ درجې پرېښې وې. سربېره پر دې کولمبس د درجې د اوږدوالي په اړه، د الفرغاني محاسبې ته ارزښت ورنه کړ، د عرب ستور پېژندونکو لیکنې يې داسې ولوستې چې د عربي ميل څخه يې ګټه وانه خسته چې شا او خوا ۱۸۳۰ متره دی، بلکې له ايټاليايي ميل څخه يې ګټه پورته کړه، چې کابو ۱۴۸۰ متره دی. الفرغاني د يوې درجې اوږدوالی  \۳\۵۶۲محاسبه کړی و چې عربي ميله (۶۶.۲ سمندري ميله کېږي). په دې توګه کولمبس د اراتوستن له محاسباتو څخه د ځمکې اندازه شا او خوا په سلو کې ۷۵ او د کناري له ټاپوګانو څخه تر جاپان پورې ۲۴۰۰ سمندري ميله (د رښتینې شمېرې شا او خوا ۲۳) اټکل کړه. [۱۵][۱۶]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. The Fate of Greenland's Vikings Archived 11 January 2011 at the Wayback Machine., by Dale Mackenzie Brown, Archaeological Institute of America, February 28, 2000. Accessed September 26, 2020.
  2. Curran, James Watson (1939). Here was Vinland: The Great Lakes Region of America (په انګلیسي ژبه کي). Sault Ste. Marie, Ontario: Sault Daily Star. د کتاب پاڼې 207. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Weaver, Jace (2011). The red atlantic. American Indian Quarterly. د کتاب پاڼي 418–463, 477. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Morison 1991، صص. 25–26, 33, 383.
  5. Jeakle, Will (2020-10-11). "Six Things You Didn't Know About Christopher Columbus". Forbes (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Jensen, De Ladickmar (1992), Renaissance Europe 2nd ed. p. 341
  7. Columbus 1893، ص. 20.
  8. Morison 1991، صص. 34, 58, 63–64.
  9. Hannam, James (2010-05-18). "Science Versus Christianity?". Patheos.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Boller, Paul F (1995). Not So!:Popular Myths about America from Columbus to Clinton. New York: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-509186-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Russell, Jeffrey Burton (1991). Inventing the Flat Earth. Columbus and modern historians, Praeger, New York, Westport, London 1991.
  12. Zinn 2003، ص. 2.
  13. Sagan, Carl. Cosmos; the mean circumference of the Earth is 40,041 km (about 22,000 nautical miles or 25,000 miles).
  14. Morison 1991، ص. 65.
  15. Morison 1991، ص. 68.
  16. Dyson 1991، صص. 67–68.