د کاپیټي سلسله
د کاپیټي سلسله چې په فرانسوي کې ورته (کاپیټینز) وايي او د «فرانسې د کور» په نوم هم پېژندل کېږي، د فرانکیش اصلیت لرونکې او د روبرټیانو او کارلینګانو د یوې ښاخې سلسله ده. دا سلسله په اروپا او نړۍ کې یوه له تر ټولو ستره او زړه سلطنتي کورنۍ ده چې له هیو کاپیټ د همدې سلسلې له بنسټ اېښودونکي او د هغه له نارینه لمسیانو څخه جوړه ده چې له ۹۸۷ کال تر ۱۷۹۲ کال پورې یې پرته له کوم ځنډ او د دویم ځل لپاره له ۱۸۱۴ تر ۱۸۴۸ کال پورې پر فرانسې باندې حکومت کړی. په ۹۸۷ کال کې د هیو کاپټ په ټاکل کېدو او بیا په ۱۳۲۸ کال کې د څلورم چارلز تر مړینې پورې، دغې سلسلې په فرانسه کې د کاپیټي سلسلې په توګه حکومت کړی. د کاډیټ ښاخونو، د والوا کورنۍ او بیا وروسته بوربون، چې پرته له کوم ځنډ یې حکومت کړی دی، د هغوی ځایناستي شول. تر هغه چې په ۱۷۹۲ کال کې د فرانسې د انقلاب له امله سلطنت لغو اعلان شو. بوربونیان په ۱۸۱۴ کال کې د ناپلیون له ماتې وروسته بیا را ژوندي شول، خو مجبور شول چې په ۱۸۳۰ کال کې خپل تاج او تخت بېرته د فرانسې د وروستي کاپيټي پاچا په ګټه یعنې لویي لومړي فیلیپ ته ورکړي، ځکه چې هغه د دغې کورنۍ سړی و. د بوربون د کاپیټي کورنۍ کاډیټي ښاخونه لا اوس هم پر هسپانیا او لوکزامبورګ باندې حکومت کوي.
دغه سلسله د فرانسې د دولت په جوړولو کې قاطع رول لري. کاپیټي پاچاهانو چې په لومړي سر کې یوازې د ایل ډو فرانس سیمې خلکو تر اطاعت کاوه، په ارامۍ سره یې د خپل واک او نفوذ ساحه پراخه کړه تر هغه چې خپل ټول قلمرو یې تر کنټرول لاندې راوست. د فرانسي د سلطنتي واک د ودې په اړه بشپړ روایت لپاره د فرانسې د تاج او تخت ځمکو ته مراجعه وکړئ.
د دغې سلسلې غړي په دودیزه توګه کاتولیکان و او لومړنیو کاپيټیانو بیا له کلیسا سره هم ایتلاف درلود. همداشان، فرانسویان په صلیبي جګړو کې له تر ټولو فعال ګډونوال و چې په پنځو صلیبي پاچاهانو سره پای ته ورسېد – اووم لویي، فیلیپ اګوسټوس، اتم لویي، نهم لویي او درېیم فیلیپ. له پاپ سره د کاپیټيانو ایتلاف د اراګون صلیبي جګړې له فاجعې وروسته کلکه ضربه وخوړه. د درېیم فیلیپ زوی او ځایناستي څلورم فیلیپ، اتم بونیفاس پاپ ونیو او پاپ یې د فرانسې تر کنټرول لاندې راوست. وروستي والوای چې له لومړي فرانسیس څخه پیل کړ، پر مذهبي اختلافونو یې سترګې پټې کړي او د روم د سپېڅلې سترواکۍ له مخ پر وده قدرت سره د مقابلې لپاره یې له عثماني سلطان سره لاس یو کړ. سلطنت ته رسېدو پر مهال څلورم هانري پروتستان و، خو له لور کلنې مذهبي جګړې وروسته یې د مذهب بدلولو اړتیا باندې سر خلاص شو.
کاپیټیان په عمومي توګه د کورنۍ له یوې همغږې اړیکې څخه برخمن و. د دود له مخې، د فرانسې د پاچا کوچني زامن او وروڼه د هغوی د رتبې د ساتنې او د تاج او تخت له ادعا څخه د منصرف کولو لپاره، هغوی ته اپاناتي (ملک، لقب یا جایداد) ورکول کېدل. کله چې به د کاپیټیانو پاچاهي غوښتونکو کسانو د سلطنت هیله درلوده، نو هغوی ته به د فرانسې تاج او تخت نه بلکې بهرني تاج او تختونه به ورکول کېدل. په پایله کې همدې کسانو په بېلابېلو زمانو کې د پرتګال، سیسیل، ناپلز، ناوار، هنګري، کروشیا، پولنډ، هسپانیا، سارډینیا، لیتواني، لوکزامبورګ او برازیل کې سلطنت کاوه.
په معاصره دوره کې، د هسپانیا پاچا شپږم فیلیپ، د همدې کورنۍ یو غړی دی، په داسې حال کې چې د لوکزامبورګ ستر ډوک هنري له دغې کورنۍ سره د اګناټیک خپلوۍ له لارې اړیکه لري، چې دا دواړه د همدې سلسلې د بوربون له ښاخې څخه دي. چې د هابسبورګ له کورنۍ سره پرته له شکه ویلای شو چې دا دواړه کورنۍ د یوه بل تر ټولو ستر تاریخي سیالان او د لرغوني اروپا دوه سلطنتي سلسلې وي. دا کورنۍ همداشان د اروپا په تاریخ کې یو له تر ټولو ځواکمنو سلطنتي کورنیو څخه و، چې د خپل شتون پر مهال یې په سیاست کې د پام وړ ستر رول لوبولی دی. د اکسفورډ د پوهنتون د معلوماتو له مخې، د اروپا په تاریخ کې ۷۵سلنه ټولې شاهي کورنۍ له کاپیټي سلسلې سره تړاو لري.[۱][۲][۳]
د نوم منشا او کارونه یې
سمولد همدې سلسلې نوم د هغه له بنسټ اېښودونکي، هوګ څخه را اخیستل شوی، چې د «هوګ کاپیټ» په نوم مشهور و. د «کاپیټ» د کلیمې معنی ناڅرګنده ده. په داسې حال کې چې عامیانه رېښه پېژندنه هغه د «کاپي» په نوم پېژني خو نور وړاندیزونه بیا وايي چې کېدای شي دا د لاتین له کاپوټ (مشر) سره تړاو ولري او هغه د «رییس» یا «مشر» په توګه بیانوي.[۴]
مورخینو په نولسمه پېړۍ کې د «کاپیټي» نوم د فرانسې د حاکمې کورنۍ او هم د هیو کپټ د پراخو نارینه لمسیانو لپاره وکاراوه. دا کومه معاصره کړنه نه وه. د کاپیټ نوم همداشان د فرانسوي حاکمي سلطنتي کورنۍ د خانوادګي نوم په توګه هم کاریدلی، په تېره بیا د کاپیټ کورنۍ لپاره. د دې کلیمې یوه د پام وړ کارونه د فرانسې د انقلاب پر مهال و، کله چې له تاج او تخت څخه خلع شوی پاچا لویي شپاړسم (د بوربون د کورنۍ غړی او د هیو کاپیټ اصلي لمسی) او ملکه ماري انټوانټ (د هابسبورګ-لورن د کورنۍ غړې) وه او مېړه ته یې د «لوئیس او انټوانټ کاپیټ» خطاب کېده او ملکې ته یې بیا کله چې یې مېړه اعدام شو نو د «کونډې کاپیټ» خطاب کېده.
د کاپیټي معجزه
سمولد کاپیټي معجزه د دغې سلسلې هغه وړتیا ته ویل کېږي چې د فرانسې تاج یې ساتلی و.[۵]
په ۹۸۷ کال کې، هوګ کاپیټي د کارولینژي سلسلې د پنځم لویي د ځایناستي په توګه وټاکل شو، چې یادې سلسلې څه باندې دری پېړۍ پر فرانسې باندې حکومت وکړ. لومړنیو کاپیټیانو داسې یو چوکاټ جوړ کړی و چې خپل مشران زامن به یې په سلطنت کې د موروثي ځایناستو په توګه ساتل او سلطنت یې په یو ډول سپېڅلې سلطنت باندې بدل کړی و. د اګوسټوس دویم فیلیپ پر مهال، چې په ۱۱۸۰ کال کې پاچاهي ته ورسېد، د کاپیټیانو واک هومره پیاوړی و چې د تړلي سلطنت دود یې پرېښود. په داسې حال کې چې د کاپیټي سلطنت په اروپا کې د یو له تر ټولو کمزوري سلطنت په توګه پیل شو.
سرچينې
سمول- ↑ An Empire of Memory: The Legend of Charlemagne, the Franks, and Jerusalem before the First Crusade. Oxford University Press. 2011. p. 22. ISBN 978-0-19-161640-2.
- ↑ MacLagan, Michael; Louda, Jiri (1984). Lines of Succession: Heraldry of the Royal Families of Europe. London: Orbis. ISBN 978-0-85613-672-6.
- ↑ Hallam, Elizabeth M.; Everard, Judith (2001). Capetian France, 987–1328 (second ed.). Harlow, UK: Longman. ISBN 978-0-582-40428-1.
- ↑ Bradbury, Jim (2007). The Capetians: Kings of France 987–1328 (in انګليسي). Bloomsbury Publishing. ISBN 978-0-8264-2491-4.
- ↑ Naus 2016.