د کانګو د ډیموکراتیک جمهوریت کلتور

د کانګو د ډیموکراتیک جمهوریت کلتور ډېره رنګارنګي لري. په دغه هېواد کې ډېره رنګارنګي او بېلابېل دودونه شته. د کانګولیس کلتور داسې دی، چې په سیمه کې د دودونو اغېزې سره یوځای کوي؛ همداراز هغه بهرنۍ اغېزې هم سره یوځای کوي چې د استعمار په دوره کې منځته راغلې دي او پرته له دې پیاوړی نفوذ لري، ترڅو د زیاترو قبیلوي دودونو انفراديت له منځه یوسي.

خلک، ژبه او شالید سمول

د استعماري ځواکونو له خوا د زیاترو افریقایي هېوادونو په څېر پولې تنظیم شوې او د توکمیزو - ژبنیو ډلو له اصلي پراختیا سره لږ اړیکه لري. په دغه هېواد کې په ۲۴۲ ژبو خبرې کېږي او ښايي په همدې شمېر توکمونه هم په کې ژوند وکړي. په پراخه کچه په کې خبرې کېږي او د نفوس څلور اصلي ډلې په کې دي:

  • د کانګو لومړني اوسېدونکي پیګمیز دي، دوی په ټوله کې ښکار کوي. د ځنګلونو په لارو چارو کې مهارت لري او له زرګونو کلونو راهیسې په کې ژوند کوي. د دوی سواګري داسې ده چې خپل کرنیز توکي له کروندګرو ګاونډیو سره په غوښه بدلوي. له ناپیګمي ټولنې سره یوځای کېدل یې مخ په زیاتېدو دی او دویمه ژبه او دودونو مني.
  • بنتوس ډله له اوسنۍ نایجیریا نه په څو څپو کې له ۲۰۰۰ز کال نه تر ۵۰۰ مخ زېږدیز کال پورې کانګو ته تللې ده. دا ډله له نورو لویه ده او زیاتره یې کروندګر دي. د هېواد په ټولو برخو کې شته او د کانګو د ډیموکراټيک جمهوریت له پینځو رسمي ژبو یې درې په دوی پورې تړاو لري. په دوی کې کیکونګو یا لیټا (د کانګو له مرکزي ولایت نه دباندې ورته «کیکونګو» هم ویل کېږي) لینګلا او شیلوبا شامل دي. کیکونګو یا لیټا هغه ژبه ده چې د کانګو په مرکز، کوانګو او کیلو ولایتونو کې پرې خبرې کېږي او د بلجیم استعماري ادارې وده ورکړې ده. لینګا هغه ژبه ده چې په پلازمېنه کنشاسا کې پرې خبرې کېږي، په ټول هېواد کې ورځ تر بلې په ډېرېدو ده او خلک یې پېژني. د فرانکا ژبه چې د سوداګرۍ د ژبې په توګه کارېږي، د کانګو د لوی سیند او د هغه د ډېرو څانګو په سیمو کې پرې خبرې کېږي. لینګلا د ملي پوځ ژبه ده، همداراز د نامتو کانګولي موسیقۍ په سندرو کې ویل کېږي او دې چارې وګړي هڅولي چې له دې ژبې سره ځان برابر کړي، اوسمهال دا په ټول هېواد کې د مهمې ژبې په توګه پېژندل کېږي. شیلوبا (د چیلوبا او لوبا کاسایی په نوم هم پېژندل کېږي) هغه ژبه ده، چې په سویل ختیځ کاسای سیمو کې پرې خبرې کېږي. [۱][۲][۳][۴]
  • همداراز بنتوس د کانګو د ډیموکراټیک جمهوریت د رسمي ژبو په څلورمه برخه کې راځي، کنګوانا د سواحلي کانګولي یوه ژبه ده. په یاد ولرئ چې د حکومت پینځمه رسمي ژبه یې فرانسوي ده، دا له بلجیم سره د کانګو د استعماري اړیکو پایله ده. دغه بنټوس چې په سواحلي ژبه خبرې کوي، د ژوند طرز یې له هغو نورو بنتوس سره توپیر لري، چې پورته یې یادونه وشوه؛ خو بیا هم له یو بل سره تړاو لري. دوی څاروي ساتي او همداراز کرکیله کوي. له بېلابېلو هېوادونو نه د کانګو ختیځ ته تللي دي، چې روانډا، یوګانډا، برونډي او تانزانیا په کې شامل دي. د دې سیمې وګړي له دوی سره ډېر توکمیز رقابتونه لري، چې وروستۍ شخړۍ هم له همدې امله وې.
  • داسې فکر کېږي چې د هېواد په شمال ختیځه برخه کې هغه ډله اوسېږي چې په اصل کې له سویلي سوډان نه دلته راغلي دي. دوی په ټوله کې څاروي ساتي او په توتسي کې شامل دي. دا کډوال هم په ورته وخت کې روانډا او برونډي ته لاړل، چې تر ډېره له استوګنو ډلو سره یوځای کېږي.

پورتني توضېحات اړتیا ته په کتو یو څه اسانه شوي دي. د کانګو زیاتره وګړي څو ژبې دي او کومه ژبه چې کاروي، هغه په شرایطو پورې تړاو لري. د بېلګې په ډول ښايي یو حکومتي چارواکی له بل چارواکي سره فرانسوي ژبه د رسميت او واک د اندازې د ټاکلو لپاره وکاروي، لینګلا ژبه په بازار کې د توکو اخیستلو او په کلي کې د ځایي ژبې په توګه وکاروي. په ختیځ کې په انګلیسي هم خبرې کېږي. په ختیځ کې د ختیځ او سویلي افریقا اغېزې په پوسټ - موبوټو دور کې خپرې شوې دي. انډوبیل هغه ژبه ده چې په کانګو کې یې په ویل شوو سلینګونو کې له ۱۹۶۰ز کال راهیسې یادونه شوې ده او نن ورځ یې وده دوام لري.[۵][۶]

د توکمیزو ډلو ترمنځ ګډ ودونه عام دي، په تېره بیا په ښاري سیمو کې چې هلته ډېرې بېلابېلې ډلې له یو بل سره نږدې اوسېږي. په ټول هېواد کې د اروپایانو شمېر لږمعلومېږي، دوی په کلیوالو سیمو کې د مذهبي مبلغینو او په ښارونو کې د سوداګرو په توګه ژوند کوي. همدارنګه لږ شمېر لبنانیان او پاکستانیان د سوداګرو په توګه کار کوي.

په کانګو کې د بېلابېلو وګړو په اړه ډېر معلومات د کانګو د لومړي تاریخ په مقاله کې پیدا کېدای شي.

دین او عقیده سمول

د کانګو په ډیموکراټيک جمهوریت کې اصلي مذهبونه دا دي:

  • اصلي دودیزې عقیدې: ۱۱٫۵٪
  • کاتولیک عیسویت: ۵۰٪
  • پروتستانت مسیحیت: ۲۰٪
  • اصلي عیسویت: ۱۳٫۵ ٪، کابو ټول یې (۱۳٪) د کمبانګویزم پیروي کوي.
  • نور عیسوي مذهبونه: ۱٪
  • اسلام: ۱٫۵٪

ځايي دوديزې عقیدې سمول

یوازې ۱۱٫۵ سلنه کانګولیان د ځایي عقیدې ځانګړي پيروان دي، د دودیزې عقیدې دا سیسټمونه تر ډېره د عیسویت له ډولونو سره یوځای کېږي او د کانګولوس له اکثریت سره بلد دي. د کانګو د ډیموکراټيک جمهوریت په اوږدو کې د عقیدو یو شمېر بڼې شته؛ خو په عام ډول یو ډول څیزونه لري:

  • یو خالق روح د روحي نړۍ حاکم دی، خو دا خدای ډېر لږ د پېښو مستقیم لامل کېږي. په زیاترو کانګولي ژبو کې د پیدا کوونکي خدای نوم د پلار یا جوړونکي له کلیمې نه اخیستل شوی دی. ځینې ​​​​ډلې خالق هر اړخیز بولي، په داسې حال کې چې پاتې نور په دې عقیده دي چې خدای په اسمان کې اوسېږي. ډېرو مومنانو په اصلي مذهبونو کې له پیدا کوونکي خدای سره د خپلو پلرونو د روحونو له لارې اړیکه پیدا کړې ده. لږې ډلې یا ګروپونه په دې اند دي، چې وګړي له خدای سره مستقیمه اړیکه نیولای شي.
  • د حیاتي ځواک پر اړتیا باور، چې بدن ژوندی کوي. فکر کېږي چې د مرګ پر وخت به دا ځواک بدن پرېږدي او د نیکه د روح په څېر به کېږي. دا روحونه د مجازاتو یا مکافاتو له لارې د ژوندیو خپلوانو په ژوند کې فعاله پاتې کېږي. د دودونو په څېر کاتولیکان هم ورته دود لري او ځینې نیکونه چې پخوا مړه شوي دي (لکه لوی ښکاریان یا مذهبي مشران) له پخوانۍ کورنۍ نه بهر د وګړو له خوا ورته درناوی کېږي.
  • د طبیعت روحونه چې وګړي یې په اصل کې په ځنګلي سیمو کې عبادت کوي، تر ډېره د ځانګړو ځایونو لکه ګرداب، چینو او غرونو مجسمې دي. فکر کېږي چې وروستی ژوند تر ځمکې لاندې په تېره بیا تر جهیلونو لاندې دی، چې هلته د کانګولیسي کلیو شیطاني انځورونه یا نقاشۍ دي.
  • فال کتونکی، جادوګران، د خوبونو تعبیروونکي او شفا ورکوونکي له ماوراء الطبيعي ځواکونو د لارو چارو په توګه کار اخلي.
  • ډله ییز مراسم او دعاوې نیکونو ته، د طبیعت ارواح او خالق خدای ته؛ په ټوله کې په ځانګړو ځایونو کې لکه په سپېڅولو ونو، غارونو یا څلورلارو کې ادا کېږي. په عام ډول دا ډول مراسم د ورځې په ځانګړي وخت کې ترسره کېږي. توکمیزو ډلو ته په کتو ځای او وختونه توپیر لري.

سرچينې سمول

  1. Jean-Claude Bruneau (2009). "Les nouvelles provinces de la République Démocratique du Congo : construction territoriale et ethnicités". Journals.openedition (په فرانسیسی ژبه کي) (7). doi:10.4000/espacepolitique.1296. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Foreign Service Institute (U.S.) and Lloyd Balderston Swift, Kituba; Basic Course, Department of State, 1963, p.10
  3. Salikoko S. Mufwene, Kituba, Kileta, or Kikongo? What's in a name?, University of Chicago, In: Le nom des langues III. Le nom des langues en Afrique sub-saharienne : pratiques dénominations, catégorisations. Naming Languages in Sub-Saharan Africa: Practices, Names, Categorisations (sous la direction de C. de Féral), Louvain-la-Neuve, Peeters, BCILL 124, 2009, p. 211-222
  4. William J. Samarin. "Versions of Kituba's origin: Historiography and theory1" (PDF). University of Toronto, Canada. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Georges Mulumbwa Mutambwa. "The spread of Indubil through DR Congo: context and modalities". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Ghetto Blaster : Et la rumba congolaise rythma les indépendances". د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)