د کانونو استخراج

د کانونو استخراج د ارزښتمنو معدني موادو استخراج او یا هم له ځمکې څخه د نورو جیولوژیکي موادو استخراج ته ویل کېږي.

له کانونو څخه په ترلاسه کېدونکو توکو کې فلزات، د ډبرو سکاره، نفتي ډبرې، قیمتي ډبرې، د چونې ډبرې، ګچ، ګرانیت ډبرې، د مالګې ډبرې، پتاس، کوچنۍ ډبرې او سره خاوره شاملېږي. د کانونو استخراج ته د هغو موادو د ترلاسه کولو په برخه کې اړتیا ده چې د کرنیزو لارو چارو په واسطه نه شي رامنځته کېدلای او یا هم په کارخانو کې په مصنوعي ډول نه شي جوړېدلای. د کانونو د استخراج په پراخ مفهوم کې د نه تجدید کېدونکو منابعو لکه د نفتو، طبیعي غازو او حتی اوبو استخراج شاملېږي. [۱]

د استخراج عملیات معمولا د استخراج پر مهال او د استخراج له توقف وروسته په دواړو حالتونو کې منفي چاپېریالي اغېزې رامنځته کوي. له همدې امله د نړۍ ډېرۍ هېوادونو د دغه اغېز د کمښت په موخه یو لړ محدودیتونه ټاکلي دي. له دې سره لرې پرتو او له اقتصادي پلوه کمزورو کلیوالي ټولنو ته د کاري زمینو د برابرولو په برخه کې د کانونو پام وړ اغېز په دې معنی دی چې ځینې وختونه دولتونه د خپلو لګول شویو مقراراتو په اجرا کولو کې پاتې راځي. په دغه کار کې خوندیتوب هم له ډېره مهاله له اندېښنو سره مل دی، خو معاصرو لارو چارو په پام وړ ډول د ویستونکو خوندیتوب په پام کې نیولی. له دې سربېره د کانونو غیرقانوني او یا هم کمزوری قانونی استخراج په ځانګړې توګه په مخ پر ودې هېوادونو کې د سیمه ئیزو وګړو له بشري حقونو څخه د سرغړونې او همدارنګه د منابعو پر سر د تضاد له امله د تاوتریخوالي لامل ګرځي.

تاریخچه

سمول

له تاریخ وړاندې مهال

سمول

د تمدن د پیلېدو له مهاله، وګړو له ډبرو، سرامیک او وروسته له هغو فلزاتو څخه چې د ځمکې سطحې ته نږدې پیدا کېدل ګټنه کوله. دوی له دغو توکو څخه د لومړنیو وسایلو او وسلو د جوړولو لپاره ګټنه کوله؛ د بېلګې په توګه لوړ کیفیت لرونکې اوراچونکې ډبرې چې د فرانسې په شمال، د انګلستان په سوېل او پولنډ کې پیدا کېدلې له هغو څخه د جوړېدونکو ډبرینو وسایلو لپاره کار اخیستل کېده. په Grimes Graves او Krzemionki کې کانونه په ځانګړې توګه مشهور و چې د اوراچونکو ډبرو د کانونو په څېر یې نیولیتیک مخینه لرله (له میلاد وړاندې نږدې ۴۰۰۰ کال څخه  تر میلاد وړاندې ۳۰۰۰ کال پورې). د تبرونو د جوړولو په موخه په نورو کلکو استخراج شوو ډبرو کې د Langdale axe صنعت لپاره شنې ډبرې شاملېدلې چې د انګلیس په لیک ډیسټریکټ سیمه کې پیدا کېدلې. د لرغون پېژندنې په سوابقو کې تر ټولو لرغونی پېژندل شوی کان په سوازیلنډ کې ناګوینیا کان دی چې نږدې ۴۳۰۰۰ کاله مخینه لري. په دغه سیمه کې پالئوتیک وګړو هماتیت ډبرې د رنګ جوړولو په موخه استخراج کولې. باور په دې دی چې په هنګري کې هم داسې ځایونو شتون درلود چې نئاندرتالانو اور اچونکې ډبرې د وسلو جوړولو په موخه استخراج کولې. [۲][۳][۴][۵]

لرغونی مصر

سمول

لرغونو مصریانو په معادي سیمه کې مالاکیت/شین مرمر استخراج کاوه. په پیل کې مصریانو له شنه مرمر څخه د تزئینانو او لوښوو جوړولو په موخه کار اخیست. وروسته له میلاد څخه د واړندې ۲۶۱۳ او ۲۴۹۴ کال پر مهال لویو ودانیزو پروژو اړتیا پېښه کړه څو هغوی په مغاره دره باندې برید وکړي او هغو منرالونو او منابعو ته لاسرسی ومومي چې په مصر کې نه پیدا کېدل. همدارنګه د حمامات درې، تورا او اسوان په ګډون د سینا ټاپووزمې او تیمنا په نوبیان سایټونو کې د فیروزې او مسو کانونه کشف شول. [۶][۷]

په مصر کې د کانونو استخراج د لومړنیو واکمنیو پر مهال پیل شو. د نوبیا د سروزرو کان د لرغوني مصر یو له لویو او پراخو کانونو څخه و. دغه کان د یوناني لیکوال ډیوډور سیسیلي له خوا توصیف شوی چې حرارتي ضربه یې هغه لار بللې چې د طلا لرونکو سختو ډبرو ماتېدو په موخه ترې کار اخیستل کېده.

لرغونی یونان او روم

سمول

په اروپا کې د کانونو استخراج ډېره پخوانۍ مخینه لري. د بېلګې په توګه کولای شو د لوریوم د سپینو زرو کانونو ته اشاره وکړو چې په آتن کې یې د یونان له ښاري دولت څخه د ملاتړ په برخه کې مرسته کوله. په داسې حال کې چې هغوی ۲۰ زره غلام کارګران لرل چې په دغه کانونو کې یې کار کاوه، خو ټکنالوژي یې تر ډېره پورې د برونزو په دوره کې خپلو مخکښانو ته ورته وه.  له نور کانونو څخه لکه په تاسوس ټاپو کې له کانونو څخه د مرمر ډبرو استخراج وروسته له هغه پیل شو چې له میلاد څخه په وړاندنۍ اوومه پېړۍ کې فارسیان دلته ورسېدل. دغه د مرمر ډبرې لرې سیمو ته لېږل کېدلې چې وروسته لرغون پوهانو وموندله د آمفیپولیس د قبر په څېر په یو شمېر ودانیو کې کارول شوې. د مقدوني سکندر پلار، مقدوني دویم فیلیپ له میلاد څخه په وړاندني ۳۵۷ زکال کې په پانژئو غره کې د سرو زرو کان په خپله ولکه کې ونیو څو د خپلو جګړو لګښتونه پوره کړي. هغه همدارنګه په تراکیه کې د سروزرو کانونه د سکې وهلو په موخه ونیول او په کال کې یې ۲۶ ټنه تولید کاوه. [۸][۹][۱۰]

له دې سره دا رومیان و چې د کانونو د ویستنو کړنلارو ته یې په لوی مقیاس پراختیا ورکړه، په ځانګړې توګه له اوبو څخه د ګټنې په واسطه چې د ګڼ شمېر ویالو پر مټ یې تر کانونو رسولې. له دغو اوبو څخه د ګڼ شمېر موخو لپاره کار اخیستل کېده چې په کې د ډبرو د پاتې شونو د وړلو، هایدرولیکي کان ویستنې، د کاني ډبرو او کوچنۍ کړای شوو ډبرو د مینځلو او همدارنګه د ساده ماشینونو د چلونې په موخه کارول کېدلی.

رومیانو په لویه کچه د هیدرولیک استخراج څخه د کاني ډبرو د رګ موندلو په موخه کار اخیست؛ په ځانګړې توګه د هوشینګ استخراج له ډول څخه چې اوس له منځه تللی. دوی د کانونو سر ته د اوبو رسولو په موخه په پریمانه کچه ویالې جوړې کړې او هلته یې بیا اوبه په لویو زخیرو کې ورته زیرمه کولې. هغه مهال به چې یو ډکه زخیره را خوشې کړای شوه، د اوبو سیل به په ډبرو باندې اضافي شیان یووړل او لاندنۍ ډبرې او د هغو زرینې کرښې به مالومېدلې. وروسته به یې په اور باندې ډبرې ګرمولې او بیا یې بېرته په ابو یخولې چې په دغه حرارتي ضربې سره به تېږې چاودلې او په ډبرو کې به یې د کار امکان زیاتوه او ورپسې به یې د نورو اوبو څخه په ګټنې هغوی سره لرې کولې.

خوندیتوب

سمول

د کارګرانو خوندیتوب له ډېر مهاله د ځمکې لاندې کانونو په استخراجي چارو کې یو له اندېښنو څخه دی. د Courrières کان فاجعه چې د ۱۹۰۶ زکال د مارچ په لسمه د فرانسې په شمال کې رامنځته شوه د کان ښووئېدنې له امله په کې ۱۰۹۹ کارګران ووژل شول. د دغې فاجعې ځای یوازې د Benxihu Colliery په نوم فاجعې ونیو چې د ۱۹۴۲ زکال د اپرېل په ۲۶ مه په چین کې رامنځته شوه او له امله یې ۱۵۴۹ کارګران ووژل شول. په داسې حال کې چې نن ورځ د کانونو استخراج له پخوانیو لسیزو ډېر خوندي شوی خو بیا هم د کانونو د ښوئېدنې پېښې رامنځته کېږي. دولتي شمېرې ښيي چې هر کال په چین کې نږدې ۵۰۰۰ کارګران په دغه ډول پېښو کې وژل کېږي، په داسې حال کې چې نور راپورونه بیا دغه شمېر تر ۲۰ زرو تنو پورې ښيي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې

سمول
  1. Agricola, Georg; Hoover, Herbert (1950). De re metallica. MBLWHOI Library. New York, Dover Publications.
  2. Hartman, Howard L. SME Mining Engineering Handbook, Society for Mining, Metallurgy, and Exploration Inc, 1992, p. 3.
  3. Swaziland Natural Trust Commission, "Cultural Resources – Malolotja Archaeology, Lion Cavern," Retrieved August 27, 2007, "Swaziland National Trust Commission – Cultural Resources – Malolotja Archaeology, Lion Cavern". Archived from the original on 2016-03-03. نه اخيستل شوی 2016-02-05.
  4. Peace Parks Foundation, "Major Features: Cultural Importance." Republic of South Africa: Author. Retrieved August 27, 2007, [۱] Archived 2008-12-07 at the Wayback Machine.
  5. "ASA – October 1996: Mining and Religion in Ancient Man". www2.asa3.org. Archived from the original on 2018-10-02. نه اخيستل شوی 2015-06-11. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  6. Shaw, I. (2000). The Oxford History of Ancient Egypt. New York: Oxford University Press, pp. 57–59.
  7. Shaw, I. (2000). The Oxford History of Ancient Egypt. New York: Oxford University Press, p. 108.
  8. "Mining greece ancient mines". www.miningreece.com. 2014-12-10. نه اخيستل شوی 2015-06-11.
  9. "Mining Greece Ancient Quarries in Thassos". www.miningreece.com. 2014-12-10. نه اخيستل شوی 2015-06-11.
  10. "Mining Greece the Goldmines of Alexander the Great". www.miningreece.com. 2014-12-10. نه اخيستل شوی 2015-06-11.
  11. "Marcel Barrois". Le Monde (په فرانسوي). March 10, 2006.[مړه لينکونه]
  12. "Where The Coal Is Stained With Blood". Time. March 2, 2007
  13. "NORA Mining Sector Council | NIOSH | CDC". www.cdc.gov. 2017-10-24. نه اخيستل شوی 2018-02-22.
  14. "Mission | Mine Safety and Health Administration (MSHA)". www.msha.gov. نه اخيستل شوی 2018-07-19.