د کار ويش انګلیسي: Division of labour په اقتصاد کې د کار له ويش څخه موخه د يو کار ويش په څو برخـو دی چـې هـر کارگر يې د کار يوه ځانگړی برخه ترسره کوي د ساري په توگـه کـه مـونږ وغـواړو چې يوه څوکۍ جوړه کړو نو يو کارگر به لرگې اره کوي، دويم به په کې ميخ وهي، دريم به څوکۍ جوړوي او څلورم به پالش ورکوي.

ډولونه سمول

  1. د مسلک پر اساس : د کار په دې ډول ويش کې کارونـه د مسلک په اساس ويشل کيږي د کار په دې ډول ويش کې يو کارگر کار له پيل څخه تر پايه تر سره کوي د مثال په توگه موچي، ترکاڼ او نور.
  2. د پیچلتوب پر اساس : دکار په د ويش کې يوکار د مغلقتوب له وجې کار په څو مراحلو ويشل کيږي هر کارگر د کار يوه برخه مخته وړي يا يې ترسره کوي له نورو مراحلو سره هيڅ کار نه لري د ساري په ډول د موټر جوړول چې ټايرونه يو شخص تړي، رنگ يې بل کارگر کوي، همداسې ماشين تړل او نور کارونه هر کارگر خپل کار ترسره کوي.
  3. سيمه ايز ويش :ځينې سيمې په طبيعي لحاظ د يو ځانگړي توکي په توليد کې تخصص لري او د هغه په سبب مشهور وي د مثال په توگه دافغانستان غالۍ.

د کار د ويش گټې سمول

  • د کاري وړتيا زياتوالی: د کار په ويش کې کارگر هغه کار سرته رسوي چې د هغه لپاره ډير مناسب وي چې د کارگر کاري وړتيا ډيريږي او د کار معيـار ورسره لوړ ځي.
  • په مهارت کې ډيروالی:

سرچینی سمول

  • انگریزی ویکی (Division of labour)
  • اقتصاد پېژندنه؛ ليکوال: محمد داود نيازی
  • بعضی روسی کتابونه څخه ترجمه