د کار قانون

د کار قانون (یا د کارموندنې قانون) د کارګرانو، کار ګومارونکي موسساتو، د کارګرانو اتحادیې او حکومت ترمنځ  اړیکې په ګوته کوي، چې د کار ډله ایز قانون د درېیو ارګانونو (د کارګر اتحادیې، کارګومارونکي او کارګر) ترمنځ  اړیکې تشریح کوي. په داسې حال کې چې د کار انفرادي قانون بیا په کار ځای کې د کار په تړون کې د کارګر حقونه تعریفوي. د کار کولو معیارونه هغه ټولنیزو منل شوي ټولنیز نورمونه ( په ځینو مواردو کې تخنیکی معیارونه ) دی چې د هغو له مخې کارکونکی یا قراردادیان د کار کولو اجازه لری.

کارګر ماشومان سمول

په ۱۷۸۴ز کال کې مانچسټر سره نږدې د پنبې په کارخانو کې د تبې د جدي خپرېدو په خطرناکو شرایطو کې د ماشومانو د کارکولو پروړاندې پراخه عامه نظرونه راوپارول. نو ځکه په لانکاشایر کې د سولې لپاره د عدالت په نوم د یوې ټولنې له خوا یوه سیمه ایزه څېړنه، چې مشري یې ډاکټر توماس پرسیوال کوله د ماشومانو د کار ساعتونو د کمولو غوښتنه یې وکړه. دغه راز په ۱۸۰۲ز کال کې د کار قانون لومړی اساسي برخه چې د کارکوونکو د روغتیا او اخلاقو قانون و تصویب شو، چې دا د کاري ځواک د ملاتړ په لور لومړۍ معتدل ګام و. د یاد قانون له مخې د ورځې تر دولسو بجو پورې کاري ساعتونه محدود کړای شو او د ماشومانو لپاره یې د شپې کار لغوه کړ او د کارګر ماشومانو لپاره د زده کړې لومړنۍ کچې، کافي خوب او د جامو چمتو کول اړین وګڼل.[۱]

د ۱۹مې پېړۍ په پیل کې د تولید ګړندۍ صنعتي کېدل د ماشومانو په کار ګومارنه کې د ګړندۍ زیاتوالي لامل شو، چې په ورته وخت کې عامه افکار هم له یادو ناوړه کاري شرایطو نه چې په فابریکو کې کارګر ماشومان یې زغملو ته اړ شوی وو خبر شول. نو ځکه د رابرټ اوون د هڅو په پایله کې په ۱۸۱۹ز کال کې د پنبې د کارخانو او فابریکو قانون تصویب شو چې د دې قانون له مخې د ۹ کلونو نه کم عمر لرونکي ماشومانو لپاره کار منع کړ او د ماشومانو کاري ساعتونه یې د ورځې تر ۱۲ساعتونو پورې محدود کړه. دغه راز د کار په قانون کې یو لوی بدلون د ۱۸۳۳ز کال د فابریکې قانون سره راغی، چې له مخې یې له ۱۸ کلونو نه کم عمر لرونکو ماشومانو لپاره کار کول محدود کړل او د شپې کار یې منع کړ او تر ټولو نه مهم دا چې د یاد قانون د پلي کولو لپاره یې پلټونکي وګومارل دغه راز مایکل سیډلر او ارل شافټسبري د دې قانون په خوندي کولو کې مهم رول درلود دا کار یو مهم ګام ځکه و، چې له دې سره په کار ځایونو کې بشپړ تفتیش او د یوې خپلواکې دولتي ادارې له خوا د قانون سخت پلي کول په ګوته کول.

د ورځې ۱۰ ساعتونو ته د کاري ساعتونو کمولو لپاره یوه اوږده مبارزه د شافټسبري له خوا رهبري شوه او د انګلستان کلیسا یې ملاتړ وکړ، چې د دې مبارزې په ملاتړ ډېرې کميټې جوړې شوې او ځينو له وړاندې جوړې شوې ډلې يې هم ملاتړ وکړ. او بالاخره د ۱۸۴۷ز کال کې د کار قانون تصویب شو چې له مخې یې په برتانوي فابریکو کې د ښځو او ماشومانو کاري ساعتونه د ورځې ۱۰ ساعتونو ته محدود کړل.[۲][۳][۴]

کاري ساعتونه سمول

په ورځ کې د کاري ساعتونو اعظمي موده په ډېری هېوادونو کې د قانون له مخې ټاکل کېږي، چې دا ډول قوانین دا هم څارې چې ایا هغه کارګران چې له وخت نه اضافه کار کوي اضافه عاید هم ورکول کېږي که نه. دغه راز له صنعتي انقلاب نه مخکې کاري ساعتونه په ورځ کې له ۱۱ نه تر ۱۲ ساعتونو پورې و، اوږده کاري ساعتونه د صنعتیزم له ودې او د ماشینونو کارولو سره زیات شو، چې ډېری وختونه په ورځ کې ۱۶ ساعتونو ته هم رسېده. دغه راز لومړی قانون چې د ورځې  پرمهال یې د کاري ساعتونو اوږدوالی تنظیموه په ۱۸۳۳ز کال کې په انګلستان کې د ۸ ساعته نوښت په پایله کې تصویب شو، چې د یاد قانون له مخې یې د کان کیندنې کارګرانو لپاره ۱۲کاري ساعته او ماشومانو لپاره ۸ کاري ساعته وټاکل. همدارنګه په ورځ کې ۱۰ کاري ساعته په ۱۸۴۸ز کال کې رامنځته شوه. دغه راز د ۱۸۰۲ز کال د فابریکې قانون په انګلستان کې د کار لومړی قانون و.

جرمني بل اروپايي هېواد و چې د کار قوانین یې تصویب کړه. دغه راز د المان د صدراعظم اوتو فون بسمارک اصلي موخه د سوسیال ډیموکرات ګوند کمزوری کول وو. سره له دې چې بسمارک په ۱۸۷۸ز کال کې یو شمېرسوسیالیستي ضد سیاستونو پلي کړل، خو سوسیالیستانو بیا هم په ریخسټګ (پارلمان) کې څوکۍ وګټلې، هغه د کارګر طبقې د خوښۍ لپاره ځینې ټولنیز بدلونونه پلي کړل، چې وروسته د ټولنیز امنیت لومړنۍ بڼه شوه. او په دې توګه یې په ۱۸۸۳ز کال کې د روغتیا بیمې قانون تصویب کړ، کوم چې له مخې یې کارګران هم له روغتیایې بیمې نه برخمن شول چې کارګران دوه پر درېیمه او کار ګومارونکي د بیمې یو پر درېیمه برخه تادیه کوله. همدارنګه د حادثې بیمه یې په ۱۸۸۴ز کال کې او د تقاعد او معلولیت بیمه یې په ۱۸۸۹ز کال کې معرفي کړه او همدارنګه یو شمېر نورو قوانینو د ښځو او ماشومانو کار کول محدود کړل، خو یادې هڅې په بشپړه توګه بریالۍ نه وې ځکه کارګر طبقه په پراخه کچه د بسمارک له محافظه کار حکومت نه ناخوښه وه.

په فرانسه کې، د کار لومړی قانون په ۱۸۴۱ز کال کې تصویب شو، چې د دې قانون له مخې د کم عمره کان کیندونکو لپاره یې کاري ساعتونه محدود کړل. دغه راز د کار قانون په لومړي ځل په اغېزمنه توګه د فرانسې په درېیم جمهوریت کې پلي شو، په ځانګړې توګه د ۱۸۸۴ز کال والډیک روسو قانون وروسته، چې د کارګرۍ اتحادیې یې قانوني اعلان کړي. همدارنګه د Matignon تړون سره د خلکو جبهې ګوند (۱۹۳۸- ۱۹۳۶ زکلونو ترمنځ) یو شمېر قوانین نافذ کړل چې پر بنسټ یې کارګرانو ته یې په کال کې ۱۲ ورځې رخصتي سره له معاشه ورکړه او معیاري کاري اونۍ یې ۴۰ ساعتونو ته محدوده کړه.

د فرانسې د کار قانون سمول

په فرانسه کې د کار لومړی قوانین د والډیک روسو قوانین و، چې په ۱۸۸۴ز کال کې تصویب شو. دغه راز د ۱۹۳۶ز  او ۱۹۳۸ز کلونو ترمنځ د خلکو جبهې ګوند داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې کارګرانو ته په کال کې ۱۲ ورځې (2 اونۍ) رخصتۍ سره له معاشه ورکول شوه او له اضاقه کاري پرته یې کاري اونۍ ۴۰ ساعتونو ته محدوده کړه. دغه راز د ۱۹۶۸ز کال د مې په ۲۵مه او ۲۶مه د مې ناورین په ترڅ کې د ګرینیل تړون په هکله خبرې اترې وشوې، چې له مخې یې کاري اونۍ ۴۴ ساعتونو ته محدوده کړه او په هر شرکت کې یې د کارګري اتحادیو برخې تاسیس کړې او حد اقل معاش یې ۲۵ سلنه زیات کړ. دغه راز  په ۲۰۰۰ز کال کې د لیونل جوسپین حکومت کاري اونۍ له ۳۹ ساعتونو نه ۳۵ ساعتونو ته راټیټه کړه. پنځه کاله وروسته له محافظه کار ګوند نه لومړي وزیر ډومینیک ډی ویلیپین د نوي استخدام تړون (CNE) تصویب کړ، چې دا تړون د هغو کارګومارونکو غوښتنو په ځواب کې و چې د فرانسې د کار په قوانینو کې د ډېر انعطاف غوښتنه کوله خو یاد قانون د کارګري اتحادیو او مخالفینو له خوا تر نیوکې لاندې راغي ځکه ادعا یې کوله چې دا د مشروط کار په ګټه دي. همدارنګه په ۲۰۰۶ز کال کې هغه بیا هڅه وکړه چې د کار لومړی قرارداد (CPE) د بیړنۍ رای ورکولو له لارې تصویب کړي، خو د کارګرانو او اتحادیو له اعتراضونو سره مخ شو. چې په پایله کې ولسمشر ژاک شیراک د دې تړون د لغوه کولو پرته بله چاره نه درلوده.[۵][۶]

د انګلستان د کار قانون سمول

د فابریکې قانون (لومړی په ۱۸۰۲ز کال کې او بیا په ۱۸۳۳ز کال کې) او د کارګر او کارګومارونکي قانون ۱۸۲۳ز کال کې په انګلستان کې د کار لومړني قوانین وو. د کارموندنې ډیری قوانین له ۱۹۶۰ز کال نه دمخه د قرارداد قانون بنسټ وو، چې له هغه وخت راهیسې د کارموندنې په قوانینو کې پراختیا د برابرۍ لپاره د غورځنګونو او په اروپايي ټولنه کې د انګلستان د پخواني غړیتوب په پایله کې د وضع شوي قانوني مکلفیتونو له امله رامنځته شوې ده، چې د انګلستان د کارموندنې قانون د پارلماني قانون، ثانوي قانون (چې د بهرنیو چارو وزیر له خوا د پارلماني قوانینو له مخې جوړ شوی) او له اروپایې ټولنې نه د وتلو وروسته د ټولنې قانون پر بنسټ رامنځته شوی ده.[۷][۸]

لومړی د پام وړ پراختیا د ۱۹۷۰ز کال د مساوي معاش قانون و، کوم چې له مخې یې په کار ځای کې د ښځو لپاره د مساوي معاش تضمین کولو لپاره نافذ شو، چې له ۱۹۹۷ز کال راهیسې د انګلستان د کارموندنې په قانون کې یو شمېر بدلونونه لکه؛ د مورنۍ او پلارنۍ حقونو، د حداقل معاش ټاکل او د کاري وخت مقررات. همدارنګه اوس مهال په انګلستان کې د عمر، مذهب یا عقیدې، جنسي تمایل، جنډر، نژاد او معلولیت پر وړاندې له تبعیض نه خونديتوب د دې لامل شوی تر څو د تبعیض په وړاندې قانون نور هم سخت شی .[۹][۱۰][۱۱]

سرچينې سمول

  1. From an " Essay on Trade " (1770), quoted in History of Factory Legislation, by B. Leigh Hutchins and Amy Harrison (1903), pp. 5, 6.
  2. "The Ten Hours' Bill", The Times (19449), د کتاب پاڼې 7, 18 January 1847, د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Subscription
  3. Yale University Library holds full-text versions of the Ten Hours' Advocate in its microfilm department
  4. Bloy, Marjorie http://www.historyhome.co.uk/peel/factmine/factory.htm Archived 2014-03-10 at the Wayback Machine. "The Factory Question" accessed 20 March 2009
  5. کينډۍ:In lang Section syndicale d'entreprise December 27, 1968, law
  6. کينډۍ:In lang SMIG
  7. "Equality In British Employment Law". Sarah Edmunds Legal. 2013-03-28. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مارچ ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lockton, Deborah (1999). Employment law (الطبعة 3). Houndsmills, Basingstoke, Hampshire: Macmillan. د کتاب پاڼې 12. OCLC 45639297. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-333-75358-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Employers Maternity Leave Policy, Maternity & Paternity Allowance Policy". Citation.co.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Statutory Regulations In British Employment Law". Access Solicitor. 2013-10-01. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ فبروري ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Employers Working Time Regulations 1998 2009, Working Time Directive". Citation.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)