د کار د ارزښت نظریه

د کار د ارزښت نظریه (LTV) د ارزښت په باره کې هغه نظریه ده چې استدلال کوي د یوه توکي یا خدمت اقتصادي ارزښت د هغه د تولید لپاره د اړتیا وړ ټول مقدار «اړین ټولنیز کار» سره تعیینېږي.

LTV په معمول ډول مارکسي اقتصاد پورې اړوند ده، که څه هم په لومړیو کې د کلاسیکو اقتصاد پوهانو لکه آدام اسمیت او ډېوېډ ریکارډو په نظریو او وروسته په انارشیسټي اقتصاد کې راڅرګند شوه. اسمیت د یوه توکي بیه د کاري ځواک پرحساب لیده چې پېرېدونکی یې باید د هغه د پېر لپاره ولګوي، چې د دې مفهوم مضمون دا دی چې یو توکی، د بېلګې په توګه یو ابزار، څومره کولی شي پېرېدونکي نه ساتنه وکړي. LTV په دې باور ده چې کارګره طبقه د شتمنې طبقې لاندې استثمار کېږي او ارزښت او قیمت له یوبل څخه جلا کوي، نو ځکه له مارکسیسټي نظریې سره همغږې ده. په هرحال، مارکس «د کار د ارزښت نظریې» په توګه خپلې د ارزښت نظریې ته اشاره ونکړه.[۱][۲]

ارټوډوکسي نوی کلاسیک اقتصاد LTV ردوي، او پر ذهني ترجیح ولاړ د ارزښت نظریه کاروي.[۳][۴][۵][۶]

په Neue Marx-Leküre باندې نامتو د مارکس تفسیر احیا هم مارکسي اقتصاد او LTV ردوي او هغوی ته د «بنسټ‌پالان» نوم ورکوي. دا لوستل ادعا کوي چې LTV د ارزښت اړوند د فیتشیزم د مفهوم غلط تفسیر دی او دا درک هیڅکله د مارکس په اثرونو کې نه څرګندېږي. دا مکتب په شدت سره د «ډېرې سمې» نظریې پرځای د شتمني د سیاسي اقتصاد څخه د صریح نقد په توګه اثرونو باندې ټینګار کوي.[۷]

د ارزښت او کار تعریف سمول

کله چې د کار د ارزښت نظریې په هکله خبرې کوو، «ارزښت» پرته له هیڅ کوم وړ صفت څخه باید له نظري اړخه د خرڅلاو وړ توکي تولید لپاره د کار اړینې تلې ته اشاره وکړي، له هغې جملې څخه هغه اړین کار چې د هرې رښتینې سرمایې ودې لپاره چې د تولید لپاره کارول کېږي. هم ډېوېډ ریکارډو او هم کارل مارکس هڅه وکړه ترڅو د کار ټولې برخې اندازه او مجسم کړي ترڅو د یوه توکي د واقعي بیې یا طبیعي بیې په هکله یوه نظریه رامنځته کړي. د کار د ارزښت نظریه چې د آدام اسمیت له لوري وړاندې شوه د تېر شوي کار د کمیت تعیینولو لپاره یې اړتیا نه درلوده، او همدارنګه د ابزارو (سرمایې) رامنځته کولو لپاره د اړتیا وړ کار سره چې کېدای شي د یوه توکي په تولید کې وکارول شي سره یې اړیکه نه درلوده. د اسمیت د ارزښت نظریه د ګټې یا کارونې وروستنیو نظریو سره ډېه ورته وه، ځکه چې اسمیت اعلان وکړ چې یو توکی د هرهغه کار ارزښت درلود چې په نورو کې یې سپارښت کاوه (ارزښت په سوداګري کې) یا هر کار چې ځان نه «ساتنه» کوله (استفادې ته ارزښت ورکول)، یا هم دواړه. په هرحال، دا «ارزشت» په یوه خاص وخت کې د رسونې او غوښتنې (عرضه او تقاضا) تابع دی:[۸][۹]

د هر څه رښتینې بیه، هغه څه چې په رښتیا یو کس غواړي هغه لاس ته راوړي، د هغه شي محنت او زحمت دی چې د ترلاسه کولو لپاره یې لګوي. هغه څه چې په رښتیا د هغه چا لپاره چې لاس ته یې راوړی او غواړي هغه له منځه یوسي یا هغه له بل څه سره بدل کړي، ارزښت لري محنت او زحمت دی چې کولی شي د خپل ځان لپاره یې وساتي او پر نورو یې تحمیل کړي. (د ملتونو شتمني ۱ کتاب، پنځم څپرکی)

د اسمیت د بیې نظریه د یو توکي تولید لپاره لګول شوي پخواني کار پورې هیڅ اړیکه نلري. دا یوازې د هغه کار څخه خبرې کوي چې په اوسني وخت کې کولی شي «امر» وکړي یا «وساتي». اوس چې د بګۍ د اس دوره ګټه نلري، د هغه د جوړولو لپاره د ټول لګول شوي کار په نه پام کې نیولو سره، توکی په سوداګري یا کارونه کې له اقتصادي اړخه بې ارزښته دی.

د اړوند اقتصاد له نظره د کاري ځواک توپیرونه سمول

د «کارونې په حال کې» ارزښت د یوه توکي د ګټورتوب په معنا ده. کله چې داسې ارزښت په پام کې ونیول شي، ډېری کله یو کلاسیک پاراډوکس رامنځته کېږي. د آدام اسمیت په وینا:

د ارزښت ویی، چې باید رعایت شي، دوه بېلابېلې معناوې لري او کله د یوه ځانګړي شي مصلحت بیانوي او کله هم د بل مال د پېرېدو ځواک چې په هغه شي کې تصرف ترلاسه کېږي، بیانوي. یو یې کېدای شي «په کارونه کې ارزښت»؛ او بل یې «په تبادله کې ارزښت» ونومول شي. هغه شیان چې په کارونه کې ترټولو ډېر ارزښت لري،‌ په معمول ډول د تبادلې لږ یا هم هیڅ ارزښت نلري؛ او برعکس هغه چې په تبادله کې ترټولو ډېر ارزښت لري، په غالب ډول د کارونې کم یا هم هیڅ ارزښت نلري.

«په تبادله کې» نسبي ارزښت دی چې دا توکي له نورو توکو سره تبادله کوي (په بل عبارت کې، د پیسو په هکله د هغه بیه). لکه څنګه چې د آدام اسمیت لخوا توضیح ورکړل شوې، وایي چې دا کار پورې اړوند دی:

د هر توکي ارزښت، [...] د هغه کس لپاره چې هغه په اختیار کې لري، او موخه لري چې خپله له هغه څخه کار وانخلي، بلکې هغه له نورو توکو سره تبادله کړي، هماغه کار اندازې سره برابر دی چې هغه ته د هغه د پېرېدو یا امر کولو توان ورکوي. کار د ټولو توکو د تبادلوي ارزښت رښتینی معیار دی (د ملتونو شتمني ۱ کتاب، پنځم څپرکی).

(له صلاحیت پرته) ارزښت د کار هغه ځواک دی چې په یوه توکي کې د تولید معین جوړښت لاندې انځور شوی دی. مارکس د توکو ارزښت له دې دریم تعریف سره تعریف کړ. د هغه له نظره، «د اړین ټولنیز انتزاعي کار» ارزښت دا دی چې په یوه توکي کې انځور شوی وي. د ډېوېد ریکاردو او نورو کلاسیکو اقتصادپوهانو لپاره، دا تعریف د «رښتینې بیې»، «مطلق ارزښت» یا «د ارزښت اندازه کولو» لپاره د یوه نه بدلېدونکي معیار په توګه چې د توزیع او ټکنالوژي بدلونونو تر اغېز لاندې نه راځي، عمل کوي.[۱۰]

ریکاردو، نور کلاسیک اقتصاد پوهان او مارکس خپلې ویناوې له دې انګېرنې سره پیل کړې چې د تبادلې ارزښت د کار له ارزښت سره برابر یا متناسب دی. هغوی فکر کاوه چې دا یوه ښه انګېرنه ده چې له هغې څخه کولی شو په شتمنو ټولنو کې د ودې محرکین وپلټو. د کار د ارزښت نظریې نور پلویان د «ارزښت» له ویي څخه د دوهمې معنا «تبادلې ارزښت» څرګندولو لپاره کار واخیست.[۱۱]

د کار بهیر سمول

له هغه ځایه چې په LTV کې د «ارزښت» اصطلاح د هغه څیز په معنا ده چې د کار په واسطه جوړ شوی دی، او د هغه «شدت» د هغه متناسب څیز دی چې له کار سره ترسره شوی، مهم دی چې توضیح ورکړو څنګه د کار بهیر هم ارزښت ساتي او هم هغو توکو ته چې نوي یې جوړي نوی ارزښت ور زیاتوي.

د یوه توکي ارزښت د کار شدت او دوام په نسبت سره چې په منځنۍ کچه د هغه د تولید لپاره ترسره شوی، زیاتېږي. د «اړینې ټولنې» څخه د LTV معنا یوه برخه دا ده چې ارزښت یوازې د دې کار په نسبت سره زیاتېږي، ځکه په منځني مهارت او منځني ګټورتوب سره ترسره کېږي. له همدې کبله که څه هم کارکوونکي کېدای شي د نورو په پرتله لاډېر مهارت او ګټې اخیستنې سره کار وکړي، خو دا لا ماهره او لا ګټور کارکوونکي د پایلني توکو د لا ډېر مقدار تولید له لارې لا ډېر ارزښت تولیدوي. هر واحد همدارنګه د هماغه ارزښت درلودونکی دی چې د توکو د یوې طبقې نور واحدونه یې لري. بې مهارته کارکوونکي کېدای شي په ورو کار کولو سره، د کاري ځواک منځنی مهارت راټیټ کړي او په پایله کې د هر واحد توکي تولید لپاره د اړتیا وړ منځنی وخت زیات کړي. خو دا بې مهارته کارکوونکي هیڅکله نشي کولی هیله مند ووسي چې د خپل کاري بهیر پایله په لوړه بیه (د ارزښت په وړاندې) وپلوري، یوازې له دې امله چې د نورو کارکوونکو په پرتله د ورته توکو تولید لپاره لا ډېر وخت لګوي.

سرچينې سمول

  1. Beggs, Mike (Summer 2012). "Zombie Marx and Modern Economics, or How I Learned to Stop Worrying and Forget the Transformation Problem". Journal of Australian Political Economy (70). pp. 11–24, at p. 16. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mongiovi, Gary (Autumn 2002). "Vulgar economy in Marxian garb: a critique of Temporal Single System Marxism". Review of Radical Political Economics. 34 (4). pp. 393–416, at p. 398. doi:10.1016/S0486-6134(02)00176-6 – عبر Elsevier Science Direct. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hansson, Sven Ove; Grüne-Yanoff, Till (2017-11-14). Zalta, Edward N. (المحرر). "Preferences". The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Summer 2018 Edition). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Wicksteed, Philip H. (1910). The Common Sense of Political Economy, Including a Study of the Human Basis of Economic Law. London: Macmillan and Co. مؤرشف من الأصل في ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hunt, E. K.; Lautzenheiser, Mark (2011). History of economic thought l: a critical perspective (الطبعة 3rd). Armonk, New York: M. E. Sharpe. OCLC 903283190. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-46859-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Darrell M. West (1987). Congress and Economic Policy Making. د کتاب پاڼې 71. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0822974352. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 2015-02-02 باندې). The Neue Marx-Lektüre: Putting the critique of political economy back into the critique of society. Radical Philosophy.
  8. It is now interpreted that Ricardo's theory of value is not the labor theory of value, but the cost of production theory of value. See David Ricardo#Value theory
  9. e.g. see - Junankar, P. N., Marx's economics, Oxford : Philip Allan, 1982, کينډۍ:ISBN or Peach, Terry "Interpreting Ricardo", Cambridge: Cambridge University Press, 1993, کينډۍ:ISBN
  10. Ricardo, David (1823), 'Absolute Value and Exchange Value', in "The Works and Correspondence of David Ricardo", Volume 4, Cambridge University Press, 1951 and Sraffa, Piero and Maurice Dobb (1951), 'Introduction', in "The Works and Correspondence of David Ricardo", Volume 1, Cambridge University Press, 1951.
  11. Proudhon, Pierre J., 1851, General Idea of the Revolution in the 19th Century, study 6.