د کاتولیکیزم ضد

د کاتولیک ضد، له کاتولیکانو سره دښمني یا له کاتولیک کلیسا او د هغې له پادریانو(پیروانو) سره مخالفت دی. له سمونونو وروسته په بېلابېلو نقطو کې، ځینو پروتسټانټ دولتونو، لکه: انګلستان، پروشیا، سکاټلنډ او امریکا د کاتولیک ضد، له پاپ سره مخالفت او کاتولیک دینونه یې د سیاست په ډګر کې اصلي موضوعات وبلل. د کاتولیک ضد احساسات، چې د مذهبي توپیر او کله ناکله د کاتولیکو وګړو د ځورولو او شکنجه کولو لامل کېده«چې ډېری وخت یې ورته په سپکه سترګه کتل او پاپیسټ یا رومانیسټ به یې ورته ویل». دا چاره په انګلیسي ژبو پروټسټانټ هېوادونو کې ترسره شوه. تاریخپوه جان ولف د کاتولیک ضد څلور ډوله راپېژني: ملي اساسي قانون، الهي علوم، ولسي، ټولنیز- اوکلتوري.[۱][۲][۳]

په تاریخي توګه، هغو کاتولیکانو چې په پروټسټانټ هېوادونو کې یې ژوند کاوه، په مکرر ډول د پاپ د ګټو د پراختیا لپاره د دولت پر وړاندې پر دسیسو جوړولو شکمن وو. له بهرني پاپ نه یې ملاتړ د دې لامل شو، چې دوی له دولت سره وفاداري نه لري.  

په لومړۍ عصري دوره کې، کاتولیکې کلیسا په کاتولیکو هېوادونو کې د سیکولر ځواک په زیاتېدو سره د خپلې دودیزې مذهبي او سیاسي ونډې د ساتلو لپاره هڅه وکړه. د دغو مبارزو په پایله کې د پاپ او پادریانو د پام وړ سیاسي، ټولنیز، روحاني او مذهبي ځواک پر وړاندې په مذهبي بڼه دښمنانه چلند رامنځته شو. په ۱۷۸۹ز کال کې د فرانسې له انقلاب وروسته د مذهب ضد ځواکونو په ځینو اصلي کاتولیکو هېوادونو،لکه: فرانسه، هسپانیا، مکسیکو او د ایټالیا په ځینو سیمو( په ځانګړي ډول په ایمیلیا – روماګنا) کې واک ترلاسه کړ.[۴]

په پروټسټانټ هېوادونو کې سمول

د پروټسټانټ سمون غوښتونکو،لکه: جان ویکلیف، مارټن لوټر، اتم هینري، جان کالوین، توماس کرینمر، جان توماس، جان ناکس، راجر ویلیمز، کاټن ماټر، جان ویسلي او د ۱۶-۱۹ پېړۍ پورې ډېرو پروټسټانټو پاپ له دجال سره یو شان ګڼلی. په مګدبورګ کې د لوتران پوهانو یوه ډله چې مشري یې ماتیاس فلاسیوس کوله، په ۱۲ ټوکونو کې یې د مګدبورګ پېړۍ ولیکلې چې پاپ بې باوره کړي او نور عیسویان اړ کړي، چې پاپ د دجال په توګه په رسمیت وپېژني. د لوتران – کاتولیک د خبرو اترو په یادښتونو کې د خبرو په پینځم پړاو کې ویل کېږي: کله چې یې پاپ ته د دجال نوم ورکړ، نو لومړني لوتریان په داسې دود ولاړ وو، چې یوولسمې پېړۍ ته ورګرځېدل. نه یوازې منتقدینو او متعصبینو، بلکې مشرانو یې هم پاپ (بیشپ) دجال وباله، ځکه دوی غوښتل چې د هغه له واکه ناوړه ګټه پورته کړي. [۵]

د ادبیاتو اعتقادي آثار چې د لوتریانو، اصلاح شوو کلیساوو، پریسبیټریانو، بپټسټانو، انابپټسټانو او میتودیسټانو له خوا خپاره شوي، په کې پاپ ته د دجال په نامه حوالې شاملې دي؛ لکه د سمالکلډ مقالې ۴مه ماده (۱۵۳۷ز)، د پاپ د ځواک او غوره والي په اړه رساله (۱۵۳۷ز)، د ویسټ منسټر اعتراف ۲۵.۶ماده (۱۶۴۶ز) او د بپټسما اعتراف ۲۶.۴ماده ۱۶۸۹ز. په ۱۷۵۴ز کال کې جان ویسلي د نوي عهد په اړه خپل توضیحي یادښتونه خپاره کړل، چې اوسمهال د متحده میتودیسټې کلیسا رسمي نظریاتي معیار دی. هغه په خپلو یادښتونو کې د یوحنا کتاب (۱۳ فصل) په اړه وایي: «د پاپ ټول ځایناستي له اووم ګرېګوري نه وروسته ټول بې له شکه دجال دي. بیا هم توپیر نه کوي، خو وروستی پاپ به په دې ځایناستۍ کې دجال وي او ګناهکار به وي، چې د مخکنیو په څېر به د بدمرغۍ کندې ته یوه ځانګړې درجه ور زیاته کړي». [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

بریتانوي سترواکي سمول

لویه بریتانیا سمول

په انګلستان او ایرلنډ کې د کاتولیک ضد بنسټ د اتم هینري په مشرۍ له انګلیسي اصلاحاتو سره پیل شو. ملکه ماري د هینري لور، چې مذهبي کاتولیکه وه او د ملکې په توګه یې د پینځو کلونو په لړ کې (۱۵۵۳- ۵۸ز کال) هڅه وکړه، چې د اصلاحاتو مخه ونیسي. ماري د هسپانیا له کاتولیک پاچا سره واده وکړ او پروټسټنټ مشران یې اعدام کړل. پروټسټانو هغې ته د (خونړۍ ماري) په نامه سپکاوی وکړ.[۱۲]

د ګورډن پاڅون سمول

د ۱۷۸۰ز کال د ګورډن پاڅونونه په لندن کې د ۱۷۷۸ز کال د پاپسټانو د قانون پر وړاندې د کاتولیک ضد له تاوتریخوالي ډک لاریون و، چې موخه یې د بریتانوي کاتولیکانو پر وړاندې د رسمي تبعیض کمول وو. د پروټسټانو د ټولنې مشر لارډ جورج ګارډن خبرداری ورکړ، چې دا قانون به د بریتانوي پوځ کاتولیکانو ته دا وړتیا ورکړي، چې پر یو خطرناک ګواښ بدل شي. لاریون پر اړودوړ او لوټمارۍ بدل شو. ځایي قاضي له غچ اخیستنې وېره لرله او له بلوا او بغاوت سره یې د مبارزې قانون صادر نه کړ. هېڅ ډول فشار نه و، تر هغه چې پوځ دننه شو او ډزې یې پیل کړې، په سلګونو لاریون کوونکي یې ووژل. اصلي تاوتریخوالي د ۱۷۸۰ز کال د جون له ۲مې نه تر د جون ۹مې پورې دوام وکړ. عامه افکارو، په ځانګړي ډول منځنیو طبقو او اشرافو د کاتولیکیزم ضد او له ټیټې طبقې سره یې تاوتریخوالی رد کړ. دوی د لارډ نورت په حکومت کې سره راټول شول او د لندن د پولیسو د ځواک غوښتنه یې وکړه.[۱۳][۱۴]

د اروپا شمالي هېوادونه سمول

ناروې سمول

په ۱۸۱۴ز کال کې د ډنمارک – ناروې له وېش وروسته، د ناروې نوي اساسي قانون مذهبي آزادي نه ورکوله، لکه څنګه یې چې ویلي وو، یهودیان او عیسویان د ناروې سلطنت ته له ننوتو منع دي او دا یې هم ویلي وو، چې په لوتري کلیسا کې ګډون اجباري دی او پر کاتولیکانو بندیز دی. په ۱۸۴۲ز کال کې پر کاتولیکیزم بندیز پای ته ورسېد او په ۱۸۵۱ز کال کې د یهودیانو بندیز لرې شو. په لومړیو کې د نارویژیانو له خوا د کاتولیکزم پر اعمالو ډېر محدودیتونه وو او یوازې بهرنیانو ته به اجازه ورکول کېده، چې په آزاده توګه یې ترسره کړي. تر اصلاحاتو وروسته په ۱۸۴۳ز کال کې لومړۍ کلیسا جوړه شوه، یوازې کاتولیکانو ته اجازه وه چې په دغې کلیسا کې مذهبي مراسم ترسره کړي. په ۱۸۴۵ز کال کې د نا لوتري عیسویت پر اعمالو ډېری محدودیتونه لرې شول او کاتولیکانو ته اوس اجازه ورکړل شوه، چې په آزاد ډول خپل دین عملي کړي، خو په هېواد کې روحانیت او عیسویت ته له ۱۸۹۷ز او ۱۹۵۶ز کلونو پورې اجازه نه وه. [۱۵]

په کاتولیکو هېوادونو کې سمول

کولمبیا سمول

د کاتولیک او  روحانیت ضد احساسات، چې ځینې یې د روحانيت ضد دسیسه یي تیوریو له خوا هڅول شوي وو، د شلمې پېړۍ په نیمایي کې په کولمبیا کې خپاره شول، دا په ځانګړې توګه د کاتولیکانو د ځورونې او وژلو لامل شول. د کاتولیک روحانیت غړي د پېښو په لړ کې د لاویولنسیا په نامه پېژندل شوي. [۱۶]

کیوبا سمول

کیوبا د ملحد فیډل کاسټرو تر واکمنۍ لاندې د کاتولیکې کلیسا د کار کولو په وړتیا کې په کموالي بریالی شو، د یوه ستر پادري او ۱۵۰هسپانيوي پادریانو په شړلو، په عامه ژوند او تعلیم کې له کاتولیکانو سره تبعیض کول او د کمونیست ګوند د غړو په توګه یې له منلو انکار کاوه. له ټاپو نه د ۳۰۰۰۰۰ کیوبایانو تښتېدلو هم د کلیسا په کابو کولو کې مرسته وکړه.[۱۷]

نا مسیحي ملتونه سمول

بنګله دېش سمول

د ۲۰۰۱ز کال د جون په ۳مه د ګوپالګنج په سیمه کې په رومن کاتولیک کلیسا کې د بم چاودنې نهه کسان ووژل.[۱۸]

چین سمول

سترواک دایوګوانګ شته قانون تعدیل کړ، چې د کاتولیکیزم خپرونکو ته یې په کې د مرګ سزا واوروله. د باکسر بغاوت په لړ کې، کاتولیک مذهبي مشران او د هغوی کورنۍ د باکسر یاغیانو له خوا ووژل شول. د ۱۹۰۵ز کال په تبتي بغاوت کې تبتي یاغیانو، کاتولیکان او تبتیان ووژل. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د چین د خلق جمهوریت له تاسیس راهیسې د کاتولیک په ګډون ټول مذهبونه یوازې د دولت تر کنټرول لاندې فعالیت کوي. په هر حال ډېری کاتولیکان د کلیسا دولتي کنټرول نه مني او دوی په پټه عبادت کوي. د چین او واتیکان دولتونو ترمنځ هم څه ناڅه نږدېوالی شته دی.[۲۴][۲۵][۲۶]

سرچینې سمول

  1. Anti-catholicism. Dictionary.com. WordNet 3.0. Princeton University. (accessed: November 13, 2008).
  2. Mehmet Karabela (2021). Islamic Thought Through Protestant Eyes. New York: Routledge, 2021. د کتاب پاڼي 1–10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0367549541. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. John Wolffe, "A Comparative Historical Categorisation of Anti‐Catholicism." Journal of Religious History 39.2 (2015): 182-202.
  4. John W. O'Malley SJ, The Jesuits: A History from Ignatius to the Present (2017).
  5. Mehmet Karabela (2021). Islamic Thought Through Protestant Eyes. New York: Routledge, 2021. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0367549541. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Archived copy at the Library of Congress (May 8, 2009).
  7. "UMC.org : the official online ministry of The United Methodist Church". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Treatise on the Power and Primacy of the Pope Archived 2008-10-10 at the Wayback Machine. in the Triglot translation of the Book of Concord
  9. Mark A. Noll; Carolyn Nystrom (2008). Is the Reformation Over?: An Evangelical Assessment of Contemporary Roman Catholicism. Baker Academic. د کتاب پاڼي 236–37. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801035753. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Edward Gibbon (1994 edition, edited by David Womersley), The History of the Decline and Fall of the Roman Empire. Penguin Books: Vol. 1, 469.
  11. Edward Peters (1989). Inquisition. U of California Press. د کتاب پاڼي 155–88. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520066304. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. David M. Loades, The Reign of Mary Tudor: Politics, Government and Religion in England, 1553–58 (1991)
  13. Dorothy Marshall, Eighteenth Century England (1974) pp 469-72
  14. Marjule Anne Drury, "Anti-Catholicism in Germany, Britain, and the United States: A Review and Critique of Recent Scholarship" Church History (2001) 70#1
  15. Oftestad, Bernt T. (2013). Norway and the Jesuit Order: A History of Anti-Catholicism. Brill Rodopi. د کتاب پاڼي 209–222. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789401209632. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Williford, Thomas J. Armando los espiritus: Political Rhetoric in Colombia on the Eve of La Violencia, 1930–1945 p.217-278 (Vanderbilt University 2005)
  17. Chadwick, A History of Christianity (1995), p. 266
  18. (په 3 June 2001 باندې). Bangladesh church bomb kills nine. BBC News.
  19. Ouezen Louis Oulon and Bukola Adebayo, for (15 May 2019). "Four killed in ambush on Catholic parade in Burkina Faso". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Bethlehem Feleke and Duarte Mendonca (12 May 2019). "Attack on Catholic church in Burkina Faso leaves 6 dead". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Great Britain. Foreign Office, India. Foreign and Political Dept, India. Governor-General (1904). East India (Tibet): Papers relating to Tibet [and Further papers ...], Issues 2-4. LONDON: Printed for H. M. Stationery Off., by Darling. د کتاب پاڼې 17. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)(Original from Harvard University)
  22. Joseph Esherick, The Origins of the Boxer Uprising (1987), pp. 190–191; Paul Cohen, History in Three Keys (1997), p. 51.
  23. Robert Samuel Maclay (1861). Life among the Chinese: with characteristic sketches and incidents of missionary operations and prospects in China. Carlton & Porter. د کتاب پاڼې 336. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۱. mohammedan slaves to beys. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. AsiaNews.it. "CHINA The Chinese Patriotic Catholic Association celebrates 50 years at a less than ideal moment". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. U.S Department of State, International Religious Freedom Report 2010: China, 17 Nov 2010.
  26. "Pope invites Chinese bishops to Synod meeting". CatholicCulture.org. 8 September 2005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)