د کابل سقوط (۲۰۰۱ زکال)

د افغانستان پلازمینه کابل د ۲۰۰۱ زکال په نومبر میاشت کې د شمالي ټلوالې ځواکونو ته په لاس ورغی. د شمالي ټلوالې ځواکونو د امریکايي او بریتانوي ځواکونو په مرسته د نومبر په ۱۳مه په کابل ښار باندې برید پیل کړ او د طالبانو د ځواکونو په وړاندې یې چټک مخکې تګ وکړ؛ هغوی چې د امریکا او بریتانیا د هوايي بریدونو له امله په کلکه سره کمزوري شوي وي. دغه مخکې تګ له پلان څخه وړاندې و او راتلونکې ورځ د شمالي ټلوالې ځواکونه (د متحده ایالاتو ODA 555 ځانګړو ځواکونو یې ملاتړ کاوه) کابل ته ننوتل او په ښار کې له هېڅ ډول مقاومت سره مخ نه شول. طالب ځواکونه د هېواد په سویل کې کندهار ولایت ته پر شا شول. [۱][۲]

له دې پنځه ورځې وړاندې د مزارشریف نیولو او همدارنګه د کابل نیولو د طالبانو واکمنۍ ته مهمه ضربه ورکړه. د دغو ټولو تلفاتو په پایله کې د طالبانو او القاعدې ژونديو غړو کندهار، چې د طالبانو د خوځښت معنوي زیږون ځای و او تورې بوړې ته پر شاتګ وکړ.[۳]

مخینه سمول

له ۱۹۹۶ زکال څخه تر ۲۰۰۱ زکال پورې د افغانستان د کورنۍ جګړې په اوږدو کې طالبانو د ۲۰۰۱ زکال تر وروستیو د نږدې ۹۰ سلنه افغانستان واک خپل کړ، د شمالي ټلوالې د قوماندان احمدشاه مسعود له وژنې وروسته دغه اندېښنې رامنځته شوې چې کېدای شي طالبان ټول هېواد تر کنټرول لاندې راولي. د هغوی د جنګیالیو شمېر له ۲۵۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰۰ تنو و چې د اسامه بن لادن د ۰۵۵ وسله والې ملیشه ډلې له ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ عرب جنګیالیو یې ملاتړ کاوه. [۴]

د همدغه کال د سپټمبر په ۱۰مه د بوش ادارې پرېکړه وکړه چې که چېرې طالبان اسامه بن لادن متحده ایالاتو ته وه نه سپاري دوی به په افغانستان کې د طالبانو واکمني راوپرځوي. د سپټمبر د ۱۱ مې نیېټې له بریدونو وروسته د سپټمبر په ۱۴مه متحده ایالاتو له طالبانو وغوښتل د القاعده ډلې ټول پېژندل شوي غړي هغوی ته وسپاري، د اسامه بن لادن او د هغه د نږدې کسانو اړوند اطلاعات ورکړي او ټول ترهګر له افغانستان څخه بهر کړي. [۵][۶]

د اکتوبر په ۷ مه نېټه هغه مهال چې طالبانو د اسامه بن لادن د سپارلو غوښتنه رد کړه، متحده ایالاتو په افغانستان باندې خپل هوايي بریدونه پیل کړل او په راتلونکې یوې میاشتې کې د شمالي ټلوالې ځواکونو د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو او هوايي بریدونو په مرسته په ټول هېواد کې مخکې تګ وکړ او څو مهم ښارونه یې له طالبانو ونیول. [۷][۸]

د نومبر په ۱۲مه په شمالي دره کې د طالبانو او د شمالي ټلوالې ترمنځ یوه لنډه نښته رامنځته شوه. د افغانستان د کورنۍ جګړې په اوږدو کې دغه سیمه د دوه کلونو لپاره د جګړې کرښه وه، خو له دې امله چې د طالبانو روحیه د شمالي ښارونو د سقوط له امله کمزورې شوې وه، د امریکا د دوامداره هوايي بریدونو لاندې وو او د کلابندۍ څخه یې وېره لرله یوازې له دریو ساعتونو جګړې وروسته بېرته کابل ته راوګرځېدل او ښار ته یې د راتګ لار پرانیسته. له جګړې وروسته طالب ځواکونو کابل ښار خوشی کړ، ملي خزانه یې تشه کړه او خپلې وسلې او شتمنۍ یې پر ځای پرېښودې. [۹][۱۰][۱۱]

د کابل سقوط سمول

دغه مهال د کابل د احتمالي نیولو اړوند د شمالي ټلوالې او یو شمېر بهرنیو دولتونو ترمنځ چې متحده ایالات، بریتانیا او پاکستان په کې شامل و خبرې اترې ترسره شوې؛ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر کولن پاول څرګنده کړه چې بهرني دولتونه غوره بولي څو له جګړې ورسته د یو بریالي حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي نه دا چې هغه ونیول شي. د دغه فشار پر وړاندې بېلابېلو غبرګونو شتون درلود، د شمالي ټلوالې یو شمېر ویندویانو له دغې پرېکړې سره هوکړه وکړه، په داسې حال کې چې یو شمېر نورو بیا ټینګار درلود چې د کابل پر لور مخکې ځي. د نومبر په ۱۲مه ښار ته د شمالي ټلوالې په نږدې کېدو سره د بریتانیا لومړي وزیر ټوني بلېر هیله څرګنده چې د ټلوالې قوماندان به په خپله ژمنه عمل وکړي، نه دا چې ښار ونیسي. [۱۲][۱۳]

شمالي ټلوالې په پیل کې له ښاره شاتګ وکړ، د هغوی وسله وال، زرهي ټانګونه او د پیاده سرتېرو موټر ښکارېدل چې پر شاه شول، خو دغه شاتګ ډېر لنډ مهالی و او څرګنده شوه چې یا هم د دوی قوماندانانو دا وړتیا نوره نه لرله چې ښار ته د خپلو ځواکونو له ننوتو مخه ونیسي او یا یې هم نه غوښتل داسې وکړي. [۱۴][۱۵]

له سقوط وروسته سمول

د ښار په سقوط سره له طالبانو څخه یو شمېر غچ اخیستونکي اقدامات ترسره شول. د بي بي سي خبریال جان سیمپسون راپور ورکړ چې ښار ته په ننوتو د شمالي ټلوالې ځواکونو او ښاریانو دغه شعار ورکاوه چې «طالبان ووژنۍ»؛ ګڼ شمېر طالب جنګیالي په ځانګړې توګه عرب او پاکستاني وګړي راځوړند شول او په کندو کې وغورځول شول په داسې حال کې چې یو شمېر نور د ټوپکو، سوټیو او بوکسونو په ګذارونو شکنجه شول. [۱۶]

له طالبانو څخه خلاصون همدارنګه لامل وګرځېد چې یو شمېر هغه چارې بېرته ترسره شي چې وړاندې منع شوې وې. د کاغذ باد د الوزونې «لوی افغانی دود» بیاځلي پام وړ وګرځېد چې طالبانو هڅه کوله هغه منع کړي. موسیقي بیاځلي خپره شوه او ځوانو نارینه وو د سلمانیو پر وړاندې کتارونه جوړ کړل څو خپلې ږیږې چې طالبانو د هغو پرېښودو ته اړ کړي و؛ وه خریي – په داسې حال کې چې ډېر شمېر نورو بیا د ږېرې پرېښودل انتخاب کړل. [۱۷][۱۸]

د شمالي ټلوالې له خوا د ښار نیولو په دغه هېواد کې د اوږد مهاله ثبات د ټینګېدو پر وړاندې اندېښنې راوپارولې. دغه ټلواله تر ډېره پورې د افغانستان له قومي لږکیو جوړه وه؛ چې ازبکان، تاجکان او هزاره وګړي په کې شامل و، په داسې حال کې طالبان د دغه هېواد اکثریت قوم یا پښتنو ته اړوند و او له دې اندېښنې شتون درلود چې د ښار نیونه به د یو ټول شموله او پراخ ائتلاف جوړېدل ستونزمن کړي هغه چې کولای شي هېواد باثباته کړي، په ځانګړې توګه که چېرې طالبان په سویل کې خپل ځایګی له لاسه ورنکړي او هغوی د چریکي جنګیالیو په توګه جګړې ته دوام ورکړي. [۱۹]

سرچينې سمول

  1. "The United States Army in Afghanistan - Operation ENDURING FREEDOM - October 2001-March 2003". army.mil. د اصلي آرشيف څخه پر February 16, 2008 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Neville, Leigh, Special Forces in the War on Terror (General Military), Osprey Publishing, 2015 ISBN 978-1472807908, p.43
  3. Neville, Leigh, Special Forces in the War on Terror (General Military), Osprey Publishing, 2015 ISBN 978-1472807908, p.43
  4. . Afghanistan resistance leader feared dead in blast. www.telegraph.co.uk. Telegraph
  5. (په 24 March 2004 باندې). Bush team 'agreed plan to attack the Taliban the day before September 11'. the Guardian.
  6. "U.S. Department of State, Gameplan for Polmil Strategy for Pakistan and Afghanistan", September 14, 2001, Secret/NODIS" Document 6, The National Security Archive Accessed April 26, 2013
  7. (په October 7, 2001 باندې). Defense officials: Air operation to last 'several days'. CNN
  8. (په October 7, 2001 باندې). Defense officials: Air operation to last 'several days'. CNN
  9. Davis, Anthony (26 November 2001). "Dispatches: Eyewitness to a Sudden and Bloody Liberation". Time. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 13 November 2001 باندې). The Fall of Kabul. PBS NewsHour.
  11. (په 14 November 2001 باندې). The fall of Kabul.. Slate Magazine.
  12. (په 13 November 2001 باندې). Timeline: the fall of Kabul. the Guardian.
  13. (په 13 November 2001 باندې). The battle for Kabul.
  14. (په 13 November 2001 باندې). The Fall of Kabul. PBS NewsHour.
  15. (په 13 November 2001 باندې). The fall of Kabul.
  16. (په 13 November 2001 باندې). Eyewitness: The liberation of Kabul. BBC News.
  17. (په 13 November 2001 باندې). The Fall of Kabul. PBS NewsHour.
  18. (په 13 November 2001 باندې). The fall of Kabul.
  19. (په 13 November 2001 باندې). The fall of Kabul.