د کابل جګړه (۱۹۹۶-۱۹۹۲ ز)

د کابل جګړه، پر کابل ښار د هغو نوبتي جګړو او محاصرو لړۍ ته ویل کېږي، چې د ۱۹۹۲ ـ ۱۹۹۶ ز کلونو په موده کې وشوې.

له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ ز پورې، په افغان ـ شوروي جګړه او بیا ورپسې له ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۲ پورې په کورنۍ جګړه کې، په کابل کې لږ جګړه وشوه. د ۱۹۹۲ز کال په اپریل میاشت کې د ډاکتر نجیب الله د رژیم راپرځېدلو، د افغان سیاسي ډلو ترمنځ د سولې تړون ته لاره هواره کړه، خو وروسته بیا ډېر ژر د پخوانیو مجاهدیو او کمونستنو د لیکو بې نظمه قومندانانو د واک لپاره سیالي پیل کړه. په دې لوبه کې بهرني ځواکونه، لکه:  پاکستان، سعودي عربستان، ایران او ازبکستان راګډ وو او دوی د کنټرول او اغېز په موخه، د جګړې لپاره خپلو افغان نیابتي ډلو ته وسلې ورکولې.

سیاسي مخینه (شالید)

سمول

په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له پاشل کېدو سره سم، د ډاکترنجیب الله حکومت چې د شوروي له ملاتړ څخه برخمن و، خپل اعتبار له لاسه ورکړ. په ۱۹۹۲ز کال کې روسیې هوکړه وکړه چې، افغانستان ته به د تېلو لېږل ودروي او دا چاره د نجیب الله د رژیم د راپرځېدو لامل شوه. د ۱۹۹۲ز کال په اپریل میاشت کې، جنرال عبدالرشید دوستم د احمدشاه مسعود ځواکونو ته پناه وروړه او د کابل د واګو ترلاسه کول يې پیل کړل. د ۱۹۹۲ز کال د اپریل میاشتې په ۱۴مه نېټه، مسعود او د هغه ځواکونو له جدي جګړې پرته د پروان ولایت چاریکار او جبل السراج سیمې ونیولې. په دې وخت کې، داسې ګنګوسی شو چې مسعود د کابل شاوخوا ۲۰۰۰۰ تنه سرتېري ځای پرځای کړي دي. دا هم وویل شول چې، د حکومت دویمه فرقه، د مسعود سره یوځای شوې ده. جنرال محمدنبی عظیمي هڅه وکړه چې، د بګرام هوايي اډه تقویه کړي او د کابل بیرونی دفاعي محدودې ته يې اضافي سرتېري ورولېږل. د اپریل میاشتې په نیمايي کې، د بګرام هوايي ځواک قومنداني مسعود ته تسلیم شوه. لکه څرنګه چې د دفاع لپاره هېڅ پوځ نه و، نو کابل په سپېره ډاګ پاتې بې اسرې پاتې شو. [۱][۲][۳]

هغه مهال چې ډاکتر نجیب الله، د مارچ په ۱۸مه نېټه د ناپېیلي لنډمهالي حکومت د زمینې برابرولو په پاراستعفا ورکولو ته تیاری وښود، نو سملاسي يې خپل کنټرول له لاسه ورکړ. حکومت په څو برخو وېشل شوی و او مسئله دا وه چې، نوي حکومت ته به واک څه ډول لېږدول کېږي. د اپریل په ۱۷مه نېټه، ډاکترنجیب الله هڅه وکړه چې وتښتي، خو د دوستم ځواکونو يې مخه ونیوله، ځکه د کابل نړیوال هوايي ډګر د همدغو ملېشو په لاس کې و. له هغه وروسته، ډاکترنجیب الله د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه واخیسته او تر ۱۹۹۵ز کال پورې هلته پاتې شو. د پرچمي جنرالانو او چاوراکو یوې ډلې، خپل ځان لنډمهالی حکومت په دې اعلان کړ، تر څو واک یوه برلاسي او ترټولو نومیالي ځواک ته ولېږدوي: مسعود. [۳]

مسعود کابل ته په ننوتلو کې زړه نازړه و او منتظر و چې، اول سیاسي ګوندونه سولې او د واک شریکولو هوکړې ته ورسېږي. د ۱۹۹۲ز کال په اپریل میاشت کې، د پېښور تړون لاسلیک شو. په دې کې راغلي و چې: لنډمهالی حکومت به، د مشرتابه عالي شورا سره جوړېږي. انتقالي ولسمشري صبغت الله مجددی ته د ددوو میاشتو په مخه ورکړل شوه او له هغه وروسته به برهان الدین رباني جمهور رئیس کېده. ګلبدین حکمتیار ته د صدراعظمۍ چوکۍ ورکړل شوه، خو هغه ونه منله، ځکه هغه نه غوښتل چې، واک شریک کړي او پاکستان له هغه غوښتنه کوله، چې واک په خپله ونیسي. د یوې ثبت شوې مکالمې له مخې، مسعود هڅه کوي، حکمتیار ته قناعت ورکړي چې د سولې له تړون سره یوځای شي او کابل ته دننه نه شي، خو حکمتیار ورته وايي چې : موږ کابل ته "په لوڅو تورو ننوځو. هېڅوک موږ درولی نه شي." د حکمتیار د اسلامي حزب ځواکونو کابل ته ننوتل پیل کړل. دې چارې، مسعود اړ کړ چې پر کابل وروخېژي، تر څو د پېښور تړون پلی شي او د حکمتیار د دیکتاتورۍ د رامنځته کېدو مخه ونیول شي. [۴]

کابل او شاوخوا سیمو ته يې یوولس وسله والې ډلې ننوتې، چې اووه يې د سني افغان مجاهدینو وې، د آصف محسنی د شعیه اسلامي غورځنګ او د عبدالعلی مزاری حزب وحدت او د پخواني کمونسټ عبدالرشید دوستم جنبش ملی. دغه ډلې د کابل بېلابېلو سیمو ته ننوتې. حزب اسلامي لومړی ګام واخیست او ښار ته له جنوب څخه راننوتل. حکمتیار د پاکستان له خوا له وسله والو او تمویل شوو ډلو،لکه:  حرکت انقلاب اسلامي او خالص ډلې څخه وغوښتل، چې له ده سره کابل ته په ننوتلو کې یوځای شي، خو دوی يې غوښتنه ونه منله او پرځای يې د پېښور تړون ته وفادار پاتې شول. جمعیت اسلامی په بګرام، چاریکار، تخار، کندز، فیض اباد او نورو شمالي ښارونو کې د کمونسټانو له ګارنیزونونو څخه پرېمانه وسلې نیولې وې. پر دې سربېره، د جنبش ملي ځواکونه هم، له جمعیت سره یوځای شول او پخواني کمونسټ حکومت پریکړه وکړه، چې د حزب پرځای به ټولې وسلې جمعیت ته ورتسلیموي. ټولو پرچمیانو، د جمعیت ترکنټرول لاندې سیمو له لارې بهر ته تېښته کړې وه. جمعیت د درنو وسلو ستر انبارونه نیولي وو، لکه ټي-۶۲ او ټي-۵۵ ټانګونه، سکواډ توغندي او مېګ-۲۱ اېس. [۵]

د حکمتیار د حزب ځواکونه، د پلازمېنې له کلیدي نقطو(مهمو سیمو)څخه ډېر لرې و، لکه: ولسمشري ماڼۍ، د لومړي وزیر دفتر، د کابل نړیوال هوايي ډګر، د دفاع وزارت او نور مهم حکومتي دفترونه. د ښار ډېری برخه د کابل سیند په شمالي برخه کې پرته ده. د برهان الدین رباني د جمعیت ځواکونو په چټکۍ سره له سټراټيژیک اړخه د مهمو دفترونو کنټرول په لاس کې واخیست. که څه هم د حزب ځواکونه، د عدليې وزارت دروازو ته ورسېدل او د کورنیو چارو وزارت کنټرول يې په لاس کې واخیست، خو دوی د افغان هوايي ځواک د بمبارد له امله په چټکۍ سره په شاتګ ته اړ شول، له هوايي ځواک سره، د تلویزیون له غره څخه، د میوند واټ پر لوري د توپ ګولیو وارولو مرسته هم مل وه. د حزب سلګونه جګړه ماران ووژل شول او اسیر شول، چې په دوی کې ځينې بهرني جنګیالي هم وو.

د ښار په لویدیځه برخه، د حزب ځواکونه له کابل سیند څخه راواوښتل او د شمالي برخې د کارته سه سیمه یې ونیوله. کله چې دوی مخه د کوټه سنګي او کابل پوهنتون ته کړه، نو د سیاف ځواکونو د حزب پر ځواکونو د غازي لېسې سیمې له خوا ناڅاپي برید وکړاو چې کله د جمعیت ځواکونه هم پرې راورسېدل، دلته د حزب ځواکونه دوه ډلې شول. د حزب ستړو او بې روحیې ځواکونو ټوله شپه جګړه وکړه. د درنې مرګ ژوبلې له زغملو وروسته، د حزب ځواکونو د جنوبي برخې سنګرونه هم پرېښودل او له کابل نه د لوګر پر لور وتښتېدل.

کابل په بشپړه توګه، د ۱۹۹۲ز کال د اپریل میاشتې په ۳۰مه نېټه، د اسلامي دولت تر کنټرول لاندې راغی، خو حالات سخت بې ثباته و. حزب اسلامي، د سیمو پرېښودو ته اړ شوی و، خو بیا هم د دوی توپخانو کابل ویشتلای شوای، هماغه و چې، پر کابل ښار يې، له  پاکستان څخه ترلاسه کړي لسګونه زره توغندي راواورول. 

کله چې د حکمتیار ځواکونو، د پل څرخي زندان مات کړ، نو دوی خپل ډېری ملګري راخوشې کړل او په دې ډله کې ډېر مجرمین هم ووتل، چې وروسته په وسلو سمبال شول او د ولس پر وړاندې یې بوږنوونکي وحشتونه ترسره کړل. [۶]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. Corwin, Phillip. Doomed in Afghanistan: A U.N. Officer's memoir of the Fall of Kabul and Najibullah's Failed Escape. 1992. Rutgers University Press. (31 January 2003), 70
  2. Doomed in Afghanistan, 71
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ The Fall of Kabul, April 1992, Library of Congress country studies
  4. Urban, Mark (1992-04-28). "Afghanistan: power struggle". NewsHour. PBS. Archived from the original on 2007-07-09. نه اخيستل شوی 2007-07-27.
  5. "Afghanistan "s1.16.2"". publishing.cdlib.org.
  6. De Ponfilly, p. 405