د ښځو نړيوال تړون

موسیسه

د ښځو نړيوال تړون (اتحاد/يووالی) يو نادولتي نړيوال سازمان دی، کوم چې د ښځو د حقوقو او جنسيتي برابرۍ لپاره کار کوي، له تاریخي اړخه همدا هغه مرکزي نړیوال سازمان و چې د ښځو د رايې ورکولو حق لپاره يې هڅې کولې. د شلمې پېړۍ له نيمايي راهيسې  IAW تر ډېره بريده په مخ پر وده نړۍ تمرکز لري.

له تاریخي اړخه د «بورژوا روښانفکره ښځو خوځښت» کې  IAW تر ټولو مهم نړیوال سازمان دی. د IAW بنسټيز اصول دا دي چې د ټولو ښځو او نجونو لپاره د بشري حقوقو څخه برابره ګټه اخستل لازمي دي. په دې ډګر کې دا سازمان يو له پخوانیو، سترو او ډېرو بانفوذه سازمانونو څخه دی. په ۱۹۰۴ز کال کې هغه مهال چې د المان په برلين کې د «کيري چاپمين کيټ، ميليسينټ فاوسيټ، سوزان بي. انتوني» او د نړۍ د نورو مخکښو ښځمنپالانو له خوا د دې سازمان بنسټ کېښودل شو، نوم يې د ښځو د رايې حق لپاره نړيوال اتحاد (IWSA) ، تر څو د ښځو لپاره د رايې د حق تر لاسه کولو په موخه کار وکړي. مرکزي دفتر يې په لندن کې او د ښځو لپاره د رايې حق غوښتلو په برخه کې يو مخکښ نړيوال سازمان و. له دې وروسته دې سازمان خپل تمرکز پراخه بشري حقوقو ته واړاوه. اوسمهال دا سازمان په ټوله نړۍ کې له پنځوسو څخه د زياتو سازمانونو استازيتوب کوي چې سلګونه زره غړي لري او په جينيوا کې خپله چوکۍ لري.[۱]

له ۱۹۲۶ز کال راهيسې، دې سازمان د ملتونو له ټولنې سره نژدې اړيکې درلودې. له ۱۹۴۷ز کال راهيسې، IAW د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنيزې شورا لپاره د عمومي سلاکارۍ حيثيت لري، کوم چې د ملګرو ملتونو لپاره تر ټولو لوړ ممکنه نادولتي سازمان دی او دا څلورم سازمان دی چې دا حيثيت ورکړل شوی. IAW له اروپايي شورا سره هم مشارکتي حيثيت لري. په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر، په جینيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر، په ويانا کې د ملګرو متلونو په دفتر، په پاريس کې په یونيسکو، په روم کې د خوراک او کرنې په سازمان او په سټراسبرګ کې په اروپايي شورا کې استازي لري. په قاهره کې په عربي ټولنه او په رياض کې د خليجي هيوادونو په شورا کې هم استازي لري او په برسلز کې د اروپايي ښځو په ډله (لابي) کې د دې سازمان يو استازی شته. ملګرو ملتونو ته د دې سازمان مشر استازی «شيرل هيلس» ده.  ملګرو ملتونو ته د دې سازمان اوسنۍ مرکزي استازې «سون يانګ سون» ده، څوک چې په نيويارک کې د دې مؤسسې د ښځو د وضعيت په اړوند د کميټې مشره او د مؤسسو د کنفرانس لومړۍ مرستياله مشره هم ده. د IAW رسمي کاري ژبې انګليسي او فرانسوي ده. د ځان لپاره يې طلايي رنګ خوښ کړی، کوم رنګ چې له نولسمې پېړۍ څخه په متحده ايالتو کې د روښانفکره مېرمنو د حقوقو خوځښت له بنسټيز رنګ سره اړیکه لري.

تاریخچه سمول

د ښځو نړيوال تړون چې مخکې د ښځو د رايې حق نړيوال تړون په نوم پېژندل کېده، له تاریخي اړخه د «پانګوالو روښانفکره ښځو خوځښت» کې  IAW تر ټولو مهم نړیوال سازمان دی. د دې سازمان د جوړولو پرېکړه په ۱۹۲۰ز کال کې په واشنګټن کې د ښځو د رايې حق د ملاتړ په موخه د هغو خلکو له خوا وشوه چې د ښځو نړيوالې شورا له دوه زړي والي څخه ناهيلي شوي وو. دا اتړون په ۱۹۰۴ز کال کې په برلين کې د دويم کنرانس پر مهال په رسمي ډول جوړ شو چې لومړی نوم يې د ښځو د رايې حق لپاره نړيوال تړون (IWSA) و او د خپل تاريخ په اوږدو کې يې مرکز تر ډېره بريده په لندن کې و. د دې سازمان په بنسټ اېښودونکو کې «کاري چاپمين کيټ، ميليسينټ فاوسيټ، هلين لينګ، سوزان بي. انتوني، انيتا اګسپرګ، ريچل فوسټر اويري او کاتي شيرميکر» شامل دي.[۲][۳]

له دې وروسته په تر سره شويو ناستو کې په کوپنهاګن (۱۹۰۶ز کال)، امسټرډام (۱۹۰۸ز کال)، لندن (۱۹۰۹ز کال)، سټاکوهلم (جون ۹۱۱ ۱ز کال) او بوداپست (۱۹۱۳ ز کال) کې تر سره شوې ناستې شاملې دي. د  ۱۹۰۹ز کال په فبرورۍ کې جوړ شوی د ښځو لپاره د رايې حق فرانسوي اتحاد (UFSF) له مخکې څخه د ۱۹۰۹ز کال د اپريل په مياشت کې په لندن کې د IWFA له خوا منل شوی و چې د فرانسوي رايې حق خوځښت استايتوب يې کاوه. IWFA همداراز د « us Suffragii» په نوم خپله مياشتينۍ مجله پيل کړه. IWSA د «ايميلن پنکرسټ» په طريقه د رايه ورکونکو د مخالفت پر ضد د «مليسينټ فاوکټ» څخه اغېزمن شوی سازمان و او له همدې امله يې په ۱۹۰۶ز کال کې په لومړي سر کې په «کوپن هاګن» کې د WSPU په ناسته کې له ګډون  نه انکار وکړ.[۴][۵]

د ۱۹۲۰ز لسيزې په وروستيو کې، دې سازمان خپل نوم بدل کړ او «د ښځو لپاره د رايې او برابر هويت نړيوال تړون» نوم غوره کړ او په ۱۹۴۶ز کال کې دا نوم هم بدل او اوسنی «د ښځو نړيوال تړون» نوم يې خپل کړ. په لومړي اجرائيه پلاوي کې يې «کاری چاپمين کاټ (مشره)، انيټا اګسپور (لومړۍ مرستياله)، ډونوان بولډن (دويمه مرستياله) او ريچل فوسټر اويري (منشۍ) شاملې وې.[۶][۵][۴][۷]

د دې سازمان لومړۍ مشرې «کاری چاپمين کاټ» د خپل مشرتابه پر مهال په متحده ايالتو کې «د ښځینه رايه ورکوونکو ټولنه» تنظيم هم جوړ کړی و.

د سړې جګړې په اوږدو کې IAW يو روښانه لویديځ پلوی دريځ غوره کړ.

د دې سازمان دوديز رنګ، په ژيړ رنګ کې د دې لپاره کارول شوی چې د ښځو د حقوقو او ښځو د رايې حق انځور وړاندې کړي.[۸]

تګلارې سمول

د همجنس پرستانو حقوق سمول

په ټولنيز ډول د خپل پرمختګيز ازاد خياله ښځو د حقوقو له دريځ سره سم، IAW د همجنس پرستانو له حقوقو دفاع کوي او د هغوی د حقوقو لپاره هلې ځلې د ښځمنپالنې نه جلا کېدونکې برخه بولي؛ په ۲۰۲۱ز کال کې، IAW او د هغې اړوندې د ايسلينډي ښځو حقوقو ټولنې (IWRA)، داسې مراسم جوړ کړل چې د ښځو خوځښت څه ډول کولای شي، د همجنس پرستانو ضد غږونو په وړاندې مبارزه وکړي، کوم چې په پرله پسې ډول په زياتېدو دي او کوم چې له پولو څخه ورهاخوا د ښځو د حقوقو د يووالي په وړاندې په ګواښ بدلیږي. IWRA ويلي دي چې: « IWRA د ټولو ښځو د ښځمنپالنې لپاره کار کوي، له همجنس پرسته ښځو څخه پرته ښځمنپالنه، ښځمنپالنه نه شي بلل کېدای». د IWRA ډنمارکي اړوند د ډنمارک د ښځو ټولنې ويلي  دي چې: دوی «هوموفيبيا» او «ترانسفوبيا» ته په جدي نظر ګوري او زياتوي چې: «موږ د ټولو هغو اقداماتو ملاتړ کوو، کوم چې د لوطيانو او دوه جنسه خلکو حقوقو ته وده ورکوي» او دا چې «موږ د همجنس پرستانو خوځښت ته د نابرابرۍ په وړاندې مبارزو کې د خپل نژدې متحد په سترګه ګورو او موږ په ګډه د داسې يوې ټولنې لپاره مبارزه کوو، چېرې چې جنس او جنسیت په یو فرد محدوديتونه نه لګوي». د IAW نارويژني اړوند، د ښځو د حقوقو لپاره نارويژنۍ ټولنه، د جنسي میلان، جنسيتي پېژندګلوي او جنسيتي څرګندونو پر بنسټ د توپيري چلند پر ضد د قانوني خونديتوبونو ملاتړ کوي.[۹][۱۰][۱۱]

کنفرانسونه سمول

  • لومړی واشنګټن ډي سي، ۱۹۰۲ ز کال.
  • دويم برلين، ۱۹۰۴ ز کال.
  • درېيم کوپنهاګن، ۱۹۰۶ ز کال.
  • څلورم امسټرډام، ۱۹۰۸ ز کال.
  • پنځم لندن، ۱۹۰۹ ز کال.
  • شپږم سټاکوهلم، ۱۹۱۱ ز کال.
  • اوم بوداپسټ، ۱۹۱۱ ز کال.
  • اتم جينيوا، ۱۹۲۰ ز کال.
  • نهم روم، ۱۹۲۳ ز کال.[۱۲]
  • لسم پاريس، ۱۹۲۶ ز کال.
  • يوولسم برلين، ۱۹۲۹ ز کال.
  • دولسم استانمبول، ۱۹۳۵ ز کال
  • ديارلسم کوپنهاګن، ۱۹۳۹ ز کال.
  • څوارلسم انټرليکن، ۱۹۴۶ ز کال.
  • پنځلسم امسټرډام، ۱۹۴۹ ز کال.
  • شپاړسم نيپال، ۱۹۵۲ ز کال.
  • اولسم کولمبو، سايکلون، ۱۹۵۵
  • اتلسم اتينز، ۱۹۵۸ ز کال.
  • نولسم ډبلين، ۱۹۶۱ ز کال.
  • يو وېشتم انګلستان، ۱۹۶۷ ز کال.
  • دوه وېشتم، کونيګسټين، لويديځ المان، ۱۹۷۰ ز کال.
  • دروېشتم نوی ډيلي، ۱۹۷۳ ز کال.

سازمان سمول

د یو غړي سازمان په هېواد کې په درې کلونو کې يوه نړيواله ناسته جوړېږي او د اجرائيه پلاوي ټاکنه کوي. ملګرو ملتوو ته د ې سازمان اوسنی رئيس او د استازو مشره «شيريل هيلس» ده. په اجرائیه پلاوي کې عمومي منشي، مالي او له شلو زيات غړي شامل دي، اجرائيه مرستيال مشر، د اروپا، عرب هيوادونو، د فارس خليج عربي هيوادوو او سويلي اسيا لپاره مرستيال مشران هم پکې شامل دي.

رئيسان سمول

  1. کاري چمپمين (متحده ايالات) ۱۹۰۴-۱۹۲۳ ز کال.
  2. ډيم مرجري کاربيټ اشبی (انګلستان) ۱۹۲۳-۱۹۴۶ ز کلونه.
  3. هانا رياد (سويډن) ۱۹۴۶-۱۹۵۲ ز کال.
  4. ايسټر ګراف (ډنمارک) ۱۹۵۲-۱۹۵۸ ز کال.
  5. ايزلين ډي رانياګالا (سريلانکا) ۱۹۵۸-۱۹۶۴ ز کال.
  6. بيګم انور احمد (پاکستان) ۱۹۶۴-۱۹۷۰ ز کلونه.
  7. ايډيت انريپ (سويډن) ۱۹۷۰-۱۹۷۳ ز کال. ز کال.
  8. ارين ډي ليپکوسکي (فرانسه) ۱۹۷۳-۱۹۷۹ ز کلونه.
  9. اوليوا بلومر (انګلستان) ۱۹۷۹-۱۹۸۹کلونه.
  10. اليس يوټوپوليس مارينګوپولوس (يونان) ۱۹۸۹-۱۹۹۶ ز کلونه.
  11. پاټريشيا ګيليس (استراليا) ۱۹۹۶-۲۰۰۴ ز کلونه.
  12. روسي ويس (اتريش) ۲۰۰۴-۲۰۱۰ ز کلونه.
  13. لياډا ورسټيګن (هالنډ) ۲۰۱۰-۲۰۱۳ ز کلونه.
  14. جوانا منګنارا (يونان) ۲۰۱۳-۲۰۲۰ ز کلونه.
  15. شيرل هيلس (کاناډا) ۲۰۲۰-۲۰۲۱ ز کلونه.
  16. ماريون بوکر (المان) ۲۰۲۱ز کال.

سرچینې سمول

  1. "International Woman Suffrage News (Centenary edition)" (PDF). Women Alliance. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۲ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Liddington 1989، ص. 56.
  3. Liddington 1989، ص. 37.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Hause 2002.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Liddington 1989، ص. 63.
  6. Women, International Alliance of. "International Alliance of Women Records, 1906-2009 (bulk 1913-1973) Finding Aid". asteria.fivecolleges.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Boles او Hoeveler 2004، ص. 21.
  8. Lumsden 1997، ص. 162.
  9. "Køn, sex og seksualitet". Dansk Kvindesamfund. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جنوري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "IWRA works for the rights of ALL women. Feminism without trans women is no feminism at all". Icelandic Women's Rights Association. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Transfeminism and the Women's Movement". Icelandic Women's Rights Association. 15 March 2021. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 14 September 1923 باندې). [ Branch Note - Edinburgh]. The Vote.