د ښځو د آزادۍ غورځنګ


د ښځو د آزادۍ غورځنګ (WLM) د ښځو او د فيمينيسټ روښانفکرۍ يو سياسي تنظيم و، چې د ۱۹۶۰ ز لسيزې په وروستيو کې راڅرګند شو او په ۱۹۸۰ز کلونو کې يې په بنسټيز ډول د لويديځې نړۍ په صنعتي هېوادونو کې دوام وکړ، چې په ټوله نړۍ کې يې لوی بدلون (سياسي، فکري، کلتوري) اغېزمن کړ. د بنسټپال فيمينيزم د ښځو د ازادۍ غورځنګ (WLM) څانګه، چې په معاصره فلسفه کې ولاړه ده، د نژادي او کلتوري پلوه په کې متنوع شاليد لرونکې مېرمنې شاملې وې. دوی وړانديز وکړ چې د ښځو لپاره اقتصادي، رواني او ټولنيزې آزادۍ اړينې وې، تر څو دوی په ټولنه کې له دويمې درجې اتباعو څخه پرمختګ وکړي.[۱]

د ښځو د برابرۍ د ترلاسه کولو په موخه، د ښځو د ازادۍ غورځنګ (WLM) د پلارواکۍ کلتوري او حقوقي اعتبار او د ټولنيز او جنسي درجې عملي اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي، چې په ټولنه کې يې د ښځو قانوني او فزيکي خپلواکي کنټرول او محدودوله. د ښځو د آزادۍ غوښتونکو وړانديز وکړ، چې جنسيت پالنه د قانوني رسمي او غير رسمي جنسيت پر بنسټ تبعيض چې د جنسيت د ټولنيز جوړښت په شتون کې اټکل شوی دی؛ د دوی د ټولنو د ځواک په حرکاتو سره اصلي سياسي ستونزه وه. په عموم کې د ښځو د خپلواکۍ غورځنګ (WLM) له سياسي کيڼ اړخ څخه د ټولنيز-اقتصادي بدلون وړانديز وکړ. دا نظر يې رد کړه، چې د ټولنيزې طبقې دننه او د هغې مطابق تدريجي مساوات به د ښځو پر وړاندې جنسي تبعيض له منځه وړی وی او د انسانيت عقيدې، په ځانګړي ډول د ټولو خلکو د بشري حقونو درناوي ته يې وده ورکړه. هغه لسيزې چې د ښځو د ازادۍ غورځنګ په کې وده وکړه، ازادي غوښتونکو په برياليتوب سره د ښځو په کلتورونو کې د درک څرنګوالی بدل کړ. په ټولنه کې د ښځو ټولنيز اقتصاد او سياسي رول يې بيا تعريف کړ او د ټولنې اصلي جريان او مسير يې بدل کړ.[۲]

مخینه(شاليد) سمول

د ټولنيز پرمختګ د څپې تيوري په دې باور ده، چې د ټولنيز فعاليت سختې دورې د بښنې يا تخفيف دورې تعقيبوي. په دې دورو کې هغه فعالين چې په جدي ډول په چمتو کوونه يا متحرک کولو کې ښکېل دي، په سيستماتيک ډول ګوښه شوي دي. د ښځو د رايې ورکولو لپاره ، له سختې مبارزې وروسته هغه ګډې ګټې چې نړيوال فيمينسټان يې متحد کړي وو؛ د ښځو غورځنګ يې پرته له دې چې ټول پرې توافق وکړي، بې له واحد تمرکز څخه پرېښود. د بنسټپالو او منځلارو تر منځ نظرياتي توپيرونه،  د وېشلو او غير بنسټ پالنې د دورې لامل شوو، د ښځو د فعالينو رهبري غورځنګونه په تر ټولو سترې ډلې سره، چې د رايې ورکوونکو په توګه ښځو ته د هغوی نوي مسووليتونه ورزده کړي. د افريقا د ملي کانګرس د ښځو اتحاديې، د ايرلينډ د کور مېرمنو ټولنې، د ښځو رايه ورکوونکو اتحاديې، د ښارګوټو د ښځو اتحاديې او د ښځو د انستيتيوت غوندې سازمانونو د، ښځو ملاتړ وکړ او هڅه يې وکړه، دوی ته ورزده کړي کړي چې څنګه کولی شي په رامينځته شوي سياسي سيستم کې د داخلېدو لپاره خپل نوي حقونه وکاروي. بيا هم نورو سازمانونو چې د لومړۍ نړيوالې جګړې او دويمې نړيوالې جګړې په جريان کې د کار ځواک ته د ښځو په ډله ايز حرکت يا غورځنګ کې ښکېل وو او کورني ژوند ته د بېرته راستنېدو لپاره د جګړې په پای کې د دوی مابعد يا وروستي وتلو د منل شوو رسمي هڅو سره خپل کوښښونه د کار موضوعاتو ته بېرته واړول. د ځوانو ښځو نړيواله عيسوي ټولنه {Young Women’s Christian Association(YWCA)} او زونټا انټرنيشنل (Zonta International) په دې هڅو کې مخکښې وې. ښځې يې د کاري مېرمنو د حالت په اړه معلوماتو راټولولو او د مرستې پروګرامونو د تنظيمولو لپاره چمتو کولې. ((د امريکا د ښځو ملي ګوند)) غوندې په زياتېدونکي ډول بنسټپال سازمانونه د رسنيو له خوا څنډې ته شوي وو، چې فيمينيزم او د هغو پلويان يې د ټولنې د ستونزو لپاره د "سخت عصبي مسوول" په ډول ښه ښکاره تهديد کړل. هغه خلک چې لا تر اوسه د مساوات د بنسټيزو موضوعاتو سره تړلي وو، په عمومي ډول ناواده شوي، مشغول، په ټولنيز او اقتصادي ډول له ګټو برخمن شوي او لويې ټولنې ته د منحرف په توګه ښکاره شو.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د افريقا، اسيا، کارابين، منځني ختيځ او سويلي امريکا په ټولو هېوادونو کې د استبدادي رژيمونو د غير مستعمره کولو او ځای پر ځای کولو هڅې، چې په لويه کچه په ۱۹۵۰ کلونو کې پيل شوې او د ۱۹۸۰ کلونو په اوږدو کې وغځېدې؛ په پيل کې وليدل چې دولت د بنسټپالو فيمينسټانو رول ته مخه کړه. د بېلګې په ډول: په مصر کې د ۱۹۵۶ ز اساسي قانون، د جنسيت د برابرۍ لپاره د احکامو له لارې د کار، سياسي لاسرسي او تعليم پر وړاندې جنسيتي خنډونه له منځه يووړل. په ارجنټاېن، برازيل، چيلي، کيوبا، نيکاراګوا او د لاتيني امريکا په نورو هېوادونو کې ښځو په خپلو هېوادونو کې د ديکتاتورۍ د پای ته رسولو لپاره کار کړی و. لکه څنګه چې دغو حکومتونو سوسياليستي پاليسيو ته مخه کړه، د دولت موخه دا وه چې د دولت د عمل له لارې د جنسيت نابرابرۍ له منځه يوسي. د بېلګې په ډول: په اسيا، افريقا او کارابين کې ايډيالوژي کيڼ اړخ ته لېږدول شوې، په نوو خپلواکو او اوس هم مستعمره هېوادونو کې مېرمنو د امپرياليزم سره په مبارزه کې ګډه موخه ليدلې. دوی د بشري حقونو او ملتپالو موخو ته د درناوي لپاره د دوی په لټه کې د جنسيت ځواک نابرابرۍ ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې متمرکزې کړې. د غيراستعمار پر لور، دا نړيوال غورځنګ او د دويمې نړيوالې جګړې له پاي ته رسېدو وروسته، د سړې جګړې په کمپونو کې د نړيوال سياست بيا ځای پر ځای کولو او د ښځو د مدني حقونو د ترلاسه کولو هڅو ته مخه وکړه؛ ځکه چې نړيواله رايه او ملتپالنه د فعالينو موخه وګرځېده. د پان افريقايي (ټول افريقايي) پوهاوي او د توروالي نړيوال په رسميت پېژندل د مبارزې لپاره د يووالي د ټکي په ډول د ډېرو محرومو ډلو له خوا د په رسميت پېژندلو لامل شو، چې د دوی د ظلم د سياسي کولو امکان يا بالقوه ځواک شتون درلود.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د دوی په هڅه کې چې نوي خپلواک هېوادونه  یې اغېزمن کړي، له متحده ايالاتو سره د قطبي سړې جګړې په اقليم کې يو ځای شي؛ د متحده ايالاتو په پاليسۍ کې توکم پالنه د بهرني سياست د موخې پر وړاندې يو خنډ وګرځېد، چې حاکم زبر ځواک شي. تور پوستي مشران د بدلون د خوندي کولو لپاره د ګټور يا مساعد اقليم څخه خبر وو او د نژادي نابرابرۍ اداره کولو لپاره يې د مدني حقونو غورځنګ ته مخه کړه. دوی د آزادۍ د نظريې په کارولو سره هيله درلوده، چې د ظلم زيانونه له منځه يوسي او يو داسې غورځنګ چې هيله يې درلوده چې په داسې ډول يو ټولنيز شکلي بدلون رامنځته کړي، چې خلک په کې په سياسي ځواک کې له مدني حقونو څخه د بې برخې کېدو څخه د القاح کولو په واسطه د ځواک جوړښتونو ته بدلون ورکړي. د تور پوستو ځواک غورځنګ او د نړيوالو زده کونکو غورځنګونو، د وخت د څرګندو دوه ګونو معيارونو او د ټولنيزو بنسټونو د استبدادي ماهيت پر وړاندې اعتراض وکړ. له چکسلواکيا څخه تر مکسيکو پورې په بېلابېلو ځايونو کې، لکه: المان، فرانسه، ايټاليا او جاپان؛ د نورو غوښتنو تر څنګ زده کوونکو د مدني، اقتصادي او سياسي نابرابريو او د ويتنام په جګړه کې د ښکېلتيا په اړه مظاهرې وکړې. ډيری کارکوونکي چې په دې لاملونو کې يې برخه اخېستې وه، د فيمينيسټ غورځنګ کې به برخه واخلي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په ټولنيز ډول د ماشوم وده له دويمې نړيوالې جګړې وروسته تجربه شوه. له جګړې وروسته کلونو کې نسبي نړۍ اقتصادي وده، د تلويزيون د صنعت پراختيا اړيکو ته وده ورکړه. همدارنګه د نارينه او ښځينه دواړو لپاره لوړو زده کړو ته لاسرسي د ټولنيزو ستونزو او د کلتوري بدلون اړتيا ته د عامه پوهاوي لامل شوي. په هغه وخت کې ښځې له اقتصادي پلوه په نارينه وو پورې تړلې وې او په ټولنه کې نه د نارينه وو او ښځو تر منځ د قدرت د اړيکو پورې اړوند نظريه موجوده وه او نه هم د پلارواکۍ مفکوره. که دوی کار وکړ، د ښځو لپاره شته موقفونه په عمومي ډول سپک توليد يا کرهڼيز کار او د خدماتو صنعتونو، لکه: د کتاب ساتنه، کورني کارونه، نرسنګ، منشي توب او مسلکي کار، پرچون پلور يا د ښوونځي تدريس غوندې دندې يوه محدوده برخه وه‎. له ښځينه وو څخه تمه کېده چې ،د نارينه وو په پرتله د کم معاش لپاره کار وکړي او له واده کولو څخه وروسته به خپل کار پای ته رسوي. ښځو نه شوای کولی بانکي حسابونه يا امتياز تر لاسه کړي، د نارينه له رضايت پرته د کور کرايه کول ناشونې وو. په ډيری هېوادونو کې دوی ته اجازه نه وه چې عامه ځايونو ته له نارينه سرپرست پرته لاړې شي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. New Fontana 1999، صص. 314.
  2. New Fontana 1999، صص. 315.
  3. Taylor 1989، ص. 765.
  4. Elias 1979، ص. 9.
  5. Hannan 2008، ص. 175.
  6. Taylor 1989، ص. 764.
  7. Browne 2017، ص. 5.
  8. Taylor 1989، صص. 763–764.
  9. Connolly 1997، ص. 109.
  10. Walker 1991، ص. 83.
  11. Taylor 1989، ص. 762.
  12. Bagneris 2011، ص. 4.
  13. Rubio-Marín 2014.
  14. Neptune 2011.
  15. Armstrong 2016، ص. 305.
  16. Russell 2012، ص. 19.
  17. Al-Ali 2002، ص. 8.
  18. Bullock 2010، ص. 4.
  19. Barker 2008، صص. 48–50.
  20. Barker 2008، صص. 44–45, 50.
  21. Curthoys 2003، ص. 1.
  22. Morris 1999، صص. 522–524.
  23. Enke 2007، ص. 6.
  24. Mioko 1978، ص. 77.
  25. Backhouse او Flaherty 1992، صص. 218–219.
  26. Cheal 2003، ص. 70.
  27. Bradshaw 2013، صص. 391–392.
  28. Magarey 2014، ص. 16.