د ښځو او نجونو لپاره ځانگړې ورځې
د ښځو پر نړيوالې ورځې سر بېره، د نړۍ په گوټ گوټ کې يو شمېر نور جشنونه هم په ځانگړی توگه د ښځو لپاره ټاکل شول.
د ميندو ورځ
د ميلادی کال د هره می دوهمه يک شنبه د امريکا، کاناډا او يو شمېر اورپايي هېوادونو د ميندو ورځ ده. عمده موخه يې د ميندو درناوی کول دي. اوس په چين کې دغه ورځ گام په گام د خلکو پاملرنه راجلبوي، زياتره کسان په دې ورځ خپل مورگانو ته مبارکي وايي او سوغاتونه ورته وړاندې کوي.
د ښځو د واک ورځ
د سويس په يو شمېر ځايونو کې د هر کال د جنورۍ څلورمه نېټه د ښځو د واک ورځ ده. د دغه څلور ورځني اختر په موده کې په کورنيو کې ټولې چارې بايد د ښځو د پريکړو سره سم تر سره کېږي. نارينه د پريکړې واک نه لري.
د ښځينه وو ښاروالانې ورځ
په هاسپاڼيا کې د ښځينهوو ښاروالانې اختر د هر کال په فبرورۍ کې نمانځل کېږي. په دغه ورځ ښځې به د ښاري چارو اداره او حکمونه ورکوي. که نارينه د دغو حکمونو مراعات ونه کړي، هغه به د عامو وگړيو لخواوغندل شي.
د نجونو اختر
د مارچ درېيمه نېټه په جاپان کې د نجونو اختر دی. د جاپانيانو په اند، پسرلی د شفتالو گلانو د غوړېدو موده ده، دغه گلان د نجونو په شان دي. نو د شفتالو گل اختر په توگه دغه ورځ هم يادېږي.
داستراحت ورځ
په يونان کې د دسمبر يو دېرشمه نېټه د کورنيو ښځو د استراحت ورځ ده. په دې ورځ کې مېرمنې په کورونو کې هيڅ کارونه نه کوي او ټول کورنۍ کارونه د خاوند پر غاړه وي.