د ښار پلان جوړونه (ښار جوړونه)

د ښار پلان جوړونه چې د سيمه ييزې پلان جوړونې، ښارګوټي پلان جوړونې، ښار پلان جوړونې يا کلیوالي پلان جوړونې په نوم هم پېژندل کېږي، هغه تخنیکي او سياسي بهير دی، کوم چې په ښاري سیمو او له ښاري سيمو څخه د باندې د هوا، اوبو او بنسټيزې زېربنا په ګډون، د ځمکې د استعمال او ودان شوي چاپېريال په پرمختګ او ډيزان خپل تمرکز لري، په دې چارو کې نقل او حمل، مخابرات او وېشونکې شبکې او هغوی ته لاسرسي شامل دي. په دوديز ډول، ښاري پلان جوړونې د انسانانو د مېشت ځايونو په فيزيکي ترتيب کې د بنسټيزې پلان جوړونې لپاره له پورته څخه د ښکته لور ته ليدلوری تعقيب کړی. بنسټيزه موخه د خلکو هوساينه وه، په کومه کې چې د اغېزمنتيا، پاکۍ، خونديتوب او چاپېريال ساتنې، تر څنګ يې په ټولنيزو او اقتصادي فعاليتونو د بنسټيزو طرحو اغېزې په نظر کې نيول شوې وې. د وخت په تېرېدو سره، د ښار پلان جوړونه د ټولنيزې او چاپيريالي په بنسټيزو لاملونو تمرکز زيات کړ، کوم چې د معيارونو د پايښت ساتنې سره د خلکو روغتيا او ښه والي ته وده ورکولو په موخه پر پلان جوړولو د يوې وسيلې په توګه تمرکز درلود. د شلمې پېړۍ په وروستيو کې د پلان جوړولو د ټولو هڅو په موخو کې پايدلی پرمختګ شامل کړای شو، دا هغه مهال و چې د پلان جوړولو د پخوانیو نمونو زيان رسونکي اقتصادي اوچاپيريالي اغېزې راڅرګندې شوې وې. په ورته توګه، د شلمې پېړۍ په لومړيو کې، د استوګنځايونو، سوداګريو او ټولنو پر ګټو په ټينګار کولو سره د قانوني او سياسي ليدلوري په اړوند د «جين جيکب» ليکنو د ښار په پلان جوړونکو اغېز وکړ، څو د ښاري پلان جوړولو پر مهال د استوګنځايونو تجربې او اړتياوې په پراخه کچه په پام کې ونيسي.[۱][۲][۳]

ښاري پلان جوړول هغو پوښتنو ته ځواب وايی چې خلک به په يوه ځانګړې سيمه کې څه ډول ژوند، کار او لوبې کوي، په همدې بنسټ ښاري، کليوالي، او بانډه يي سيمو کې د منظمې ودې لارښوونه کوي. سره له دې چې په بنسټيز ډول د کلیو او ټولنو د پلان جوړولو سره اړه لري، ښاري پلان جوړونکي همدا راز په اغېزناک ډول د توکو د لېږد، سرچينو، خلکو او فاضله موادو لپاره د پلان جوړولو مسئولیت هم لري؛ همدا راز د بنسټيزو اړتياو وېش لکه اوبه او برېښنا، د هر دول کلتور او اړتياوو د خلکو لپاره د شموليت او فرصت احساس ورکول، اقتصادي يا سودداګريز پرمختګ؛ روغتيا ته وده ورکول او د طبيعي چاپېريالي اهميت لرونکو سيمو ساتل، کومې چې په فعال ډول د CO2 د اخراج په کمولو کې ونډه لري، تر څنګ يې د ميراث په توګه د ودانيو او جوړو شويو چاپېريالونو ساتل هم شامل دي. له دې امله چې د ښاري پلان جوړونې ډلې له زياتو زده کړيو خلکو څخه جوړې وي چې د ښاري دولتونو لپاره کار کوي، وروستي بحثونه په دې متمرکز دي چې د ښار د پلان جوړولو په بهير کې د ټولنې نور غړي څه ډول شامل کړای شي. [۴][۵][۶]

ښاري پلان جوړونه يو ګڼ څانګيز ډګر دی چې ملکي انجنيري، د ودانۍ فن، بشري جغرافيه، سياست، ټولنيز علوم او د ډيزان علوم پکې شامل دي. د ښاري پلان جوړولو په برخه کې کار کوونکي پوهان له څېړنې او تجزيې، ستراتيژيک فکر، د د ودانۍ د فن انجنيرۍ، ښاري ډيزاين، ولسي سلا مشوره، د تګلارې سپارښتنې پلي کول او مديريت سره ژورې اړيکې لري. ښاري پلان جوړونه د ښاري ډيزان له ډګر سره ژوره اړيکه لري او ځينې ښاري پلان جوړونکي د سرکونو، پارکونو، ودانيو او نورو ښاري سيمو طرحې وړاندې کوي. د ښاري پلان جوړونکو د ستراتيژيکو، تګلارو او پايښت د موخو د تر لاسه کولو لپاره، د ملکي انجنيرۍ، د ځمکې د ښکلا او ودانۍ، ودانۍ فن او ولسي ادارې د علمي څانګو سره کار کوي. لومړي ښاري پلان جوړونکي عموماً د دې علمي څانګو غړي وو، په داسې حال کې چې ښاري پلان جوړول اوس مهال يوه جلا، خپلواکه مسلکي څانګه ده. د ښاري پلان جوړونې څانګه يوه پراخه کټګوري ده چې ګڼ فرعي ډګرونه پکې شامل دي، لکه د ځمکې د کارولو طرحه جوړول، د سيمو ټاکنه، اقتصادي پرمختګ، چاپېريالي پلان جوړول او د نقل او حمل لپاره پلان جوړول. د پلان جوړولو لپاره د پلان جوړولو د جزايي قوانينو او سيمې ټاکلو (په زونونو د ښار وېشلو) قوانينو پوره فهم اړين دی.[۷][۸]

د ښاري پلان جوړولو يو بل مهم اړخ دا دی چې د ښاري پلان جوړولو  د پروژو په لړۍ کې، د تشو سيمو يا شنو سيمو د پروژو، تر څنګ يې د کوچنیو مداخلو او شته جوړښتونو، ودانيو او عامه ځايونو د بيا رغولو د پراخه کچې بنسټيزه پلان جوړونه هم شامله ده. په واشنګټن ډي سي کې د « Pierre Charles L'Enfant» په شيکاګو کې د « Daniel Burnham» په برازيلیا کې « Lucio Costa» او په پاريس کې « Georges-Eugene Haussmann» له پيل څخه د ښارونو پلان جوړونه کړي وه او « Robert Moses» او « Le Corbusier» د ښاري پلان جوړولو په اړوند د خپلو اندونو تر لاسه کولو په موخه ښارونه بيا ورغول او هغې ته يې بدلون ورکړ.[۹]

تاريخ

سمول

په درېیمه مخزېږديزه پېړۍ کې بين النهرين، د سند درې، مينون او د مصري مدنيتونو سره اړوند ښاري پلان جوړونې او ډيزان شويو ټولنو شواهد موندل شوي دي. د دې سيمود ښارونو د پاتې کنډوالو مطالعه کونکو لرغون پوهانو پخې کوڅې موندلي دي چې په شبکه يي شکل کې د ښي اړخ زايو په لور پرتې وې. د يوې پلان شوې ښاري سيمې تصور هغه مهال پيدا شو، کله چې بېلا بېلو مدنيتونو دا تصور خپل کړ. په اتمه مخزېږديزه پېړۍ کې په پيل کېدو سره، یوناني ښاري دولتونه په بنسټيز ډول په ښي اړخو (لکه په ښي اړخ شبکه شوي) ښاري پلان جوړولو مرکوز و. د ميليټس هيپوډيمس (۴۹۸-۴۰۸ مخزېږديز)، څوک چې د لرغوني يونان مهندس او ښاري پلان جوړونکی و، د اروپايي ښاري پلان جوړونې پلار بلل کېږي او د هيپوډامين د پلان (شبکه يي طرحې) نوم د هغه له نوم څخه اخيستل شوی دی.[۱۰][۱۱][۱۲]

د يونانیانو تر اغېز لاندې لرغونو روميانو هم د خپلو ښارونو لپاره د ښي اړخ طرحې وکارولې. په رومي نړۍ کې ښاري پلانونه د پوځي دفاع او ولسي اسانتيا لپاره جوړ شوي وو. د رومي سترواکۍ په خپرېدو سره وروسته د ښاري پلان جوړولو اندونه هم خپاره کړل. کله چې رومي سترواکۍ سقوط وکړ، دا اندونه هم په کرار کرار له منځه ولاړل. بيا هم، د اروپا ډېری ښارونو اوس هم د پلان شويو رومي مرزي ښارونو طرحې خپلې کړي دي. له نهمې او څوارلسمې پېړۍ څخه په اروپا کې ښارونه، عوماً په اصلي بڼه او کله کله د ګډوډۍ په وخت کې پراخه شوي دي. خو له هغې وروسته پېړيو کې، د رنسانس له راتګ سره ډېرو نويو ښارونو ته د نويو پلان شويو پراختياوو سره پراختيا ورکړل شوه. له پنځلسمې پېړۍ راهيسې، د ښاري پلان جوړولو او په هغې کې د شاملو خلکو په اړه ډېر څه ثبت شوي دي. په دې پړاو کې، د ودانۍ فن او د ښاري پلان جوړولو په اړه نظرياتي ليکنې خپرېدل پيليږي، په کومو کې چې د بنسټيزو ليکو د طرحه کولو په اړه نظرياتي پوښتنې دا باوري کوي چې پلانونه د ميشت نفوس اړتياوې پوره کوي، دې ډول مسائلو ته پاملرنه کېږي او د ښارګوټو او ښارونو طرحې تشريح کېږي او د هغې انځور وړاندې کېږي. د روښانتيا په پړاو کې، ډېرو اروپايي واکمنو د پلازمينې د ښارونو له سره بيا پلان کولو هڅه وکړه. د دويمې فرانسوي سترواکۍ پر مهال، د درېيم ناپيليون په لارښونه، بارون « Georges-Eugène Haussmann» د پاريس ښار په يوې ډېرې مودرنې پلازمېنې بدل کړ چې په هغې کې اوږدې، مستقيمې او پلنې لويې لارې جوړې شوې وې.[۱۳][۱۴]

پلان جوړول او د ودانۍ فن د شلمې پېړۍ تر پای پورې له يو بيلګه ييز بدلون څخه تېر شول. د نولمسې پېړۍ صنعتي شويو ښارونو د پام وړ اندازې وده وکړه. د بې وزلو کارګرو لپاره د ښاري ژوند ناخوالې د ولسي اندېښنې د يوې موضوع په ګرځېدو سره په چټکۍ روښانه کېدې. د ويکټوريايي پړاو د ډېرې برخې د سبک سره سم، د ازاد بازار په توګه د حکومت له خوا اقتصاد مديريت کولو طريې يو نوي ليبراليزم ته لاره ورکول پيلول، کوم چې د بې وزله او وروسته پاتې خلکو له ملادخلې څخه ملاتړ وکړ. د ۱۹۰۰ز کال په شا اوخوا کې، انديالانو د صنعتي پړاو د پايلو د کمولو په موخه، د ښار اوسېدوکو او په ځانګړي ډول د کارخونو کارمندانو ته د ښه چاپېريال د برابرولو په مټ د ښاري پلان جوړولو د نمونو په جوړولو پيل وکړ. په همدې بنسټ راتلونکې پېړۍ به په نړيواله کچه د ښاري پلان جوړولو لپاره د مرکزي پلان جوړولو د ليدلوري تر تسلط لاندې وي، اړينه نه ده چې د ښاري قلمرو په ټوليز معيار کې د زياتوالي استازولي وکړي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې

سمول
  1. "What is Urban Planning". School of Urban Planning, McGill University. Archived from the original on 8 January 2008.
  2. Taylor, Nigel (1998). Urban Planning Theory Since 1945. Los Angeles: Sage. pp. 3–4. ISBN 978-0-7619-6093-5.
  3. Midgley, James (1999). Social Development: The Developmental Perspective in Social Welfare. Sage. p. 50. ISBN 978-0-8039-7773-0.
  4. Caves, R. W. (2004). Encyclopedia of the City. Routledge. p. 704. ISBN 978-0415862875.
  5. "3 urban planning trends that are changing how our cities will look in the future". Building Design + Construction (په انګليسي). 18 February 2020. نه اخيستل شوی 2020-09-25.
  6. M., Levy, John (2017). Contemporary urban planning. ISBN 978-1-138-66638-2. OCLC 992793499.
  7. Van Assche, K., Beunen, R., Duineveld, M., & de Jong, H. (2013). Co-evolutions of planning and design: Risks and benefits of design perspectives in planning systems. Planning Theory, 12(2), 177-198.
  8. Taylor, Nigel (1998). Urban Planning Theory Since 1945. Los Angeles: Sage. pp. 3–4. ISBN 978-0-7619-6093-5.
  9. "What is Urban Planning?". YouTube. Archived from the original on 2021-10-30.
  10. Davreu, Robert (1978). "Cities of Mystery: The Lost Empire of the Indus Valley". The World’s Last Mysteries. (second edition). Sydney: Readers’ Digest. pp. 121-129. ISBN 0-909486-61-1.
  11. Kolb, Frank (1984). Die Stadt im Altertum. München: Verlag C.H. Beck. pp. 51-141: Morris, A.E.J. (1972). History of Urban Form. Prehistory to the Renaissance. London. pp. 22-23.
  12. Glaeser, Edward (2011), Triumph of the City: How Our Best Invention Makes Us Richer, Smarter, Greener, Healthier, and Happier, New York: Penguin Press, p. 19, ISBN 978-1-59420-277-3
  13. Boerefijn, Wim (2010). The foundation, planning and building of new towns in the 13th and 14th centuries in Europe. An architectural-historical research into urban form and its creation. Phd. thesis Universiteit van Amsterdam. ISBN 978-90-9025157-8.
  14. Jordan, David (1992). "Baron Haussmann and Modern Paris". American Scholar. 61 (1): 99.
  15. Midgley, James (1999). Social Development: The Developmental Perspective in Social Welfare. Sage. p. 50. ISBN 978-0-8039-7773-0.
  16. Morris, Eleanor Smith; et al. (1997). British Town Planning and Urban Design: Principles and policies. Harlow, Essex, England: Longman. pp. 147–149. ISBN 978-0-582-23496-3.
  17. Routley, Nick (2018-01-20). "The Evolution of Urban Planning". Visual Capitalist (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-09-25.
  18. Fainstein, Susan S. کينډۍ:Britannica