د ژوند تمه د هغه اوسط وخت یو احصایوي سنجش دی چې یو ارګانیزم (ژوندی جسم) د زیږون د کال، اوسني عمر، او نورو ډیموګرافیکي لاملونو لکه جنسیت، پر بنسټ د ژوند تمه لري. ترټولو عام کارول شوی سنجش د زیږون په وخت کې د ژوند تمه (LEB) ده، چې په دوه بڼو تعریف کېدای شي. د هملیکي LEB د زیږون د همزولي د ژوند اوسط اوږدوالی دی (یعنې ټول هغه کسان چې په یو کال کې زیږېدلي دي) او یوازې د هغو هملیکو کسانو لپاره محاسبه کېدای شي چې ډېر دمخه زېږیدلی وي او ټول غړي یې مړه شوي وي. دوره یي LEB د یوې فرضي هملیکې ډلې د ژوند اوسط اوږدوالی دی چې د زیږون څخه تر مړینې پورې، په یو ټاکل شوي کال کې د مړینې د کچې د مشاهداتو په پرتله په فرضي ډول وي.  [۱][۲][۳]

د ملي LEB ارقام چې د ملي ادارو او نړیوالو سازمانونو له لوري د بشري نفوس په اړه راپور ورکول کېږي، دوره یي LEB اټکلونه وي. د برونزو او اوسپنې په دورو کې، د انسان LEB ۲۶ کاله وه؛ او د ۲۰۱۰ کال د نړۍ LEB ۶۷.۲ کاله وه. په وروستیو کلونو کې، په اسواتیني هېواد (پخواني سوازیلنډ) کې LEB ۴۹ کاله ده، په داسې حال کې چې په جاپان کې LEB ۸۳ کاله ده. د عصري درملو د نشتون څخه وړاندې، د کوچنیانو د مړینې لوړه کچه او د پیښو په پایله کې د په ځوانۍ که مرګونه، وباګانې، طاعونونه، جګړې او زیږون په ګډه LEB د پام وړ کموي. د بېلګې په توګه، په یوه ټولنه کې چې LEB ۴۰ کلونه وي، لږ خلک په ۴۰ کلنۍ کې مړه کېږي: زیاتره د ۳۰ کلنۍ څخه مخکې یا د ۵۵ کلنۍ څخه وروسته مړه کېږي. په هغه نفوس کې چې د کوچنیانو د مړینې کچه لوړه وي، LEB د ژوند په لومړیو کلونو کې د مرګ کچې ته ډېره حساسه وي. د دې حساسیت له امله، LEB په پراخه کچه ناسمه تشرېح کېدای شي، او د دې باور لامل کېږي چې د ټیټې LEB نفوس د زړو خلکو لږ تناسب لري. یو بل سنجش، لکه په ۵ کلنۍ کې د عمر تمه (e5)، د کوچنیانو د مړینې د اغېزو د لرې کولو لپاره کارول کېدای شي ترڅو د کوچینوالي په لومړیو کې له مړیني هاخوا د مړینې د عمومي کچې ساده سنجش وړاندې کړي. کله چې د نفوس جوړښت او تحرکات تر شننې لاندې نیول کېږي، د نفوسو لوی سنجشونه لکه د بېلابېلو عمرونو په  ګروپونو کې د نفوس تناسب، هم د انفرادي سنجشونو، لکه د رسمي ژوند تمه، ترڅنګ کارول کېږي. خو له عصري ټولنو مخکې ټولنو لا هم په عمومي توګه د مړینې لوړه کچه درلوده او د عمر په هر پړاو کې یې د نارینه او ښځینه دواړو لپاره د ژوند تمه ټیټه وه، او دا بېلګه نسبتا نادره وه. د بېلګې په توګه، په هغو ټولنو کې چې د ژوند تمه یې ۳۰ کلنه وه، په ۵ کلنۍ کې د ۴۰ کلونو پاتې موده ښايي غیر معمولي نه وه، خو د ۶۰ کلنو وه. [۴]

د شلمې پېړۍ تر نیمایي پورې، د کوچنیانو مړینه د ټولې مړینې نږدې ۴۰ – ۶۰ سلنه وه. د کوچنیانو د مړینې په نظر کې نه نیولو سره، د ۱۲ – ۱۹ پېړیو په اوږدو کې د اوسط ژوند تمه نږدې ۵۵ کاله و. که د منځنیو پېړیو یو کس په کوچنوالي کې ژوندی پاتې کېده، نو د ۲۵ – ۴۰ کلونو پر ځای یې د ۵۰ – ۵۵ کلونو چانس درلود. [۵]

له ریاضیکي اړخه، د ژوند تمه په ورکړل شوي کال کې د تاتې ژوند د کلونو اوسط شمېر دی. په ex ښودل کېږي چې د عمر په یوه ځانګړې مړینه کې د یو کس لپاره د ژوند د راتلونکو کلونو اوسط شمېر دی. د ژوند تمه، اوږد عمر، او د عمر اعظمي کچه مترادف ندي. اوږد عمر د نفوس د ځینو غړو نسبتا اوږد عمر ته اشاره کوي. د عمر اعظمي کچه د مرګ په وخت کې د یوې نوعې تر ټولو اوږد عمره غړی دی. له دې امله چې د ژوند تمه یو اوسط دی، یو ځانګړی شخص ښایي د "تمې" له ژوند څخه څو کاله مخکې یا څو کاله وروسته مړ شي. [۶]

په نباتاتو یا حیواني ایکولوژي کې، او د عمر په جدولونو کې (د حیاتي احصایوي جدولونو په نوم هم یادېږي) هم د ژوند تمه کارول کېږي. د ژوند د تمې مفهوم همدارنګه د تولید شوي اجناسو لپاره هم کارول کېدای شي، که څه هم د ګټې اخیستنې (shelf life) اړونده اصطالح عموما د استهلاکي محصولاتو لپاره کارول کېږي، او د "mean time to breakdown"  (MTTB) (د ماتېدو اوسط وخت) او د "mean time between failures"  (MTBF) (د خرابېدو تر منځ اوسط وخت) اصطلاحات په انجینرۍ کې کارول کېږي. [۷][۸]

انساني ځانګړتیاوې سمول

اعظمي کچه سمول

له ۱۰۰ کالو څخه پورته د انسان د عمر ریکارډونه تېروتنو ته خورا حساس دي. د بېلګې په توګه، د انسان د اوږد عمر پخوانی نړیوال ریکارډ لرونکی، کیري سي وایټ، له دوو لسیزو ډېر وروسته د ساده چاپې تېروتنې پایله وه. ټولو انسانو تر منځ ډېر اوږد تصدیق شوی عمر د فرانسوي مېرمنې جین کالمینټ په برخه دی، چې د ۱۸۷۵ کال د فبروري له ۲۱ څخه د ۱۹۹۷ کال د اګست تر ۴ پورې یې د ۱۲۲ کلونو او ۱۶۴ ورځو عمر درلود. دا اوږد ژوند اعظمي کچه ده، چې د ژوند پوتنۍ پوله ده او د هر انسان د ژوند تر ټولو هغه زیات شمېر کلونه ګڼل کېږي چې هغه ژوندی پاتې شوی دی. یوه تیوریکي څېړنه ښیي چې د زیږون په وخت کې د ژوند اعظمي کچه د انسان د ژوند د ځانګړتیاو د ارزښت δ له خوا محدود دی چې شاوخوا ۱۰۴ کاله دی. د بیولوژي پوهانو براین جی هیوز او سیګفریډ هیکیمي د څېړنې پر بنسټ، د انسان د عمر د محدودیت لپاره هېڅ شواهد نشته. خو دا نظر د تېروتنو د ځانګړتیاوو پر بنسټ تر پوښتنې لاندې راغلی دی. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د وخت په تېرېدو سره بدلون سمول

لاندې معلومات د ۱۹۶۱ کال انسایکلوپېډیا بریتانیکا او نورو سرچینو څخه اخیستل شوي دي، چې د ځینو کره والی یې تر پوښتنو لاندې دی. که په بل ډول وویل نه شي، دا په ټوله نړۍ کې د نفوس د ژوند د تمه وړاندې کوي. په زیاتره مواردو کې، د ژوند تمه د ټولګي او جندر له اړخه پراخ توپیر لري.

د زیږون په وخت کې د ژوند تمه د کوچنیانو مړینه او د ماشوم مړینه تر بحث لاندې راولي،  نه د زیږون نه وړاندې مړینه.

سرچينې سمول

  1. ""Life Expectancy" – What does this actually mean?". Our World in Data. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Period and cohort life expectancy explained: December 2019 – Office for National Statistics". www.ons.gov.uk. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. S. Shryock, J. S. Siegel et al. The Methods, and Materials of Demography. Washington, DC, US Bureau of the Census, 1973
  4. Laden, Greg (په 2011-05-01 باندې). Falsehood: "If this was the Stone Age, I'd be dead by now". ScienceBlogs.
  5. Felinah Memo Hazara Khan-ad-Din. "Old Age, Height and Nutrition: Common Misconceptions About Medieval England" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Arthur O'Sullivan; Steven M. Sheffrin (2003). Economics: Principles in Action. Pearson Prentice Hall. د کتاب پاڼې 473. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-063085-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. John S. Millar; Richard M. Zammuto (1983). "Life Histories of Mammals: An Analysis of Life Tables". Ecology. Ecological Society of America. 64 (4): 631–635. doi:10.2307/1937181. JSTOR 1937181. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Eliahu Zahavi, Vladimir Torbilo & Solomon Press (1996) Fatigue Design: Life Expectancy of Machine Parts. CRC Press. کينډۍ:ISBN.
  9. Newman, Saul Justin (2018-12-20). "Errors as a primary cause of late-life mortality deceleration and plateaus". PLOS Biology (په انګلیسي ژبه کي). 16 (12): e2006776. doi:10.1371/journal.pbio.2006776. ISSN 1545-7885. PMC 6301557. PMID 30571676. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Santrock, John (2007). Life Expectancy. A Topical Approach to: Life-Span Development (pp. 128–132). New York, New York: The McGraw-Hill Companies, Inc.
  11. X. Liu (2015). "Life equations for the senescence process". Biochemistry and Biophysics Reports. 4: 228–233. arXiv:1502.00759. doi:10.1016/j.bbrep.2015.09.020. PMC 5669524. PMID 29124208. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "No detectable limit to how long people can live" (Press release). Science Daily. June 28, 2017. د لاسرسي‌نېټه July 4, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hughes, Bryan G.; Hekimi, Siegfried (June 29, 2017). "Many possible maximum lifespan trajectories". Nature. 546 (7660): E8–E9. Bibcode:2017Natur.546E...8H. doi:10.1038/nature22786. PMID 28658230. S2CID 4464500. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)