د ژوند تاریخ

د ژوند تاریخ په ځمکه کې هغه بهیر څېړي چې له مخې یې ژوندي او فوسیلي ارګانیزمونه د ژوند له لومړیو تر نن پورې تکامل کړی. ځمکه شاوخوا ۴.۵ میلیارده کاله وړاندې جوړه شوې وه (ګیګانم لپاره په لنډه توګه Ga کارول کېږي) او شواهد وړاندې کوي چې ژوند د ۳.۷ ګیګانم مخکې رامنځته شوی. که څه هم د ۴.۱  تر ۴.۲۸ ګیګانم پورې د ژوند ځینې شواهد شته خو د نوموړو فوسیلونو د احتمالي غیر بیولوژیکي جوړښت له امله جنجالي پاتې دي.    [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د اوسنیو ټولو پېژندل شویو ډولونو ترمنځ ورته والی دا په ګوته کوي چې دوی د تکامل پروسې له لارې له یو مشترک اصل او نسب څخه جلا شوي دي. اوس مهال نږدې ۱ تریلیون ډولونه په ځمکه کې ژوند کوي چې یوازې ۱.۷۵ نه تر ۱.۸ میلیون یې نومول شوي او ۱.۸ میلیونه یې په مرکزي ډیټابیس کې مستند شوي دي. دا اوسنۍ ژوندۍ ډولونه د ټولو ډولونو له یوې سلنې تر کمو استازیتوب کوي چې په ځمکه یې تر اوسه ژوند کړی. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳] 

د ژوند لومړني شواهد د بایوجینک کاربن نښو نښانو او د ستراتولایټ فوسیلونو څخه چې د لویدیځ ګرینلند څخه ۳.۷ میلیارد کلنو زړو رسوبي ډبرو کې موندل شوي، لاس ته راځي. په ۲۰۱۵ کال کې په لویدیځه اسټرالیا کې د ۴.۱ میلیارد کلن زړو ډبرو کې د "بایوتیک ژوند پاتې شوني" وموندل شول. د ۲۰۱۷ زکال په مارچ میاشت کې په ځمکه کې احتمالاً د ژوند د بیلګو تر ټولو پخواني احتمالي شواهد د فوسیل شویو مایکرو ارګانیزمونو په شکل کې په اړه راپور ورکړل شو چې د کاناډا د کیوبیک په نووواګیتوق کمربند کې د اوبو د تودوخې په خروجي رسوباتو کې و موندل شول چې ممکن ۴.۸ میلیارده کاله د مخه یې ژوند کړی وي چې د سمندرونو له جوړښت څخه چې ۴.۴ میلیارد کاله وړاندې دی او د ځمکې له جوړښت څخه چې ۴.۵۴ میلیارد کاله وړاندې دی، لږ وروسته دی. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ارکیان دورې په لمړیو کې د باکتریاوو او ارشیا مایکروبیل لایې د ژوند برلاسې بڼه وه او داسې فکر کېږي چې د ژوند د تکامل ډېر لوی پړواوونه په دې چاپېریال کې ترسره شوي دي. د فوتوسنتزیز تکامل، شاوخوا ۳.۵ ګیګانم، په پایله کې په اتموسفیر کې د غیر ضروري محصول، اکسیجن، د راټولیدو لامل شوی، چې د اکسیجن سره د ترکیب د لویې پیښې لامل کېږي، چې شاوخوا ۲.۴ ګیګانم کې پیل شو. د اکرایوتس (د هجرې ارګانونه له مغلقو حجرو سره) لومړني شواهد د ۱.۸۵ ګیګانم کاله تاریخ لري. خو دوی ممکن مخکې شته وو، کله چې په خپل میتابولیزم کې د اکسیجن څخه کار واخیست، د دوی تنوع ګړندۍ شوه. وروسته، د ۱.۷ ګیګانم شاوخوا، کثیرالحجروي ژوندی موجودات د مختلفو حجرو سره چې ځانګړې دندې ترسره کوي را څرګند شول. جنسي تکثیر، چې د نارینه او ښځینه تکثري حجرو د یو ځای کېدو بهیر دی (بالغې حجرې یا ګامت) څو زایګوټ رامنځته کړي، د القاح په نوم یادیږي او غیر جنسي تکثیر د دې برعکس دی چې د ډېری میکروسکوبي ارګانیزمونو لپاره د تکثیر لومړنۍ طریقه ده او نږدې ټول ایوکریاتیک (چې په کې حیوانات او نباتات شامل دي) په کې شامل دي. خو د جنسي تکثیر اصل او تکامل د بیولوژي پوهانو لپاره یوه معما پاتې ده که څه هم دا د یو عام اصل او نسب څخه رامنځته شوې چې یو واحد حجره لرونکی ایوکاریاتیک ډول دی. بای لتېریا، هغه حیوانات چې کیڼ او ښي اړخ لري د یو بل تصویرونه دي، 555 میلیون کاله وړاندې څرګند شول. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

الجی ډوله کثیر الحجروي ځمکني نباتات حتی شاوخوا یو میلیارد کاله دمخه اټکل شوي، که څه هم شواهد انګېري چې مایکرو ارګانیزمونه لږ تر لږه ۲.۷ ګیګانم د مخه ځمکني لومړني ایکوسیستمونه جوړوي. داسې انګیرل کېږي چې مایکرو ارګانیزمونو د اوردوویشین په دوره کې د ځمکې د نباتاتو د پیل لپاره لاره هواره کړې وي. د ځمکې نباتات دومره بریالي وو چې فکر کېږي دوی د وروسته د یوونین د انقراض (له منځه تلو) له پېښې سره مرسته کړې وي. (داسې ښکاري چې د علت او معلول اوږده سلسله د اریکایوپتریس ونې د لرغونو اثارو په بریالیتوب کې شامل وي، د کاربن دای اکساید (CO2) کچه یې راټیټه کړه، چې د نړیوال یخوالي او د بحر د سطحې ټیټیدو لامل شو. د اریکایوپتریس ریښې د خاورې پراختیا ته وده ورکوي چې بیا د ډبرې سولولو ته وده ورکوي او ورپسې غذايي موادو ورکه ښايي د الجی د ودې لامل شوي وي چې په پایله کې د اکسیجن د کمښت پیښې رامنځته شوې چې د سمندري ژوو د مړینې لامل کېږي. سمندرې ډولونو د وروستي ډیونین له منځه تلو لومړني قربانیان وو. [۲۹][۳۰][۳۱]

ایدیاکارا دورې بوټي د دې دورې په ترځ کې څرګندېږي، په داسې حال کې چې د نورو عصري فایلم سره سم، فقاریه ژوي د کمبیرین چاودنې پرمهال شاوخوا ۵۲۵ میلیون کاله وړاندې پیدا شوي. د پرمیان د دورې په جریان کې، د تي لرونکو ژوو د اجدادو په ګډون، ساېنپسېد په ځمکه باندې مسلط شول، خو د دې ډلې ډېری برخه ۲۵۲ میلیون کاله په خوا د پرمیان – تریاسیک دورې د انقراض په پېښه کې له منځه لاړل. د دې ناورین څخه د بېرته راګرځېدو په ترڅ کې، آرکوسور د ځمکې تر ټولو پراخه فقاریه لرونکي شول؛ د ارکوسور یوې ډلې، ډیناسور، د جوراسیک او کریتاسیوس دورې واکمني وکړه. وروسته له دې چې د کریتاسیوس-پیالوجین د دورې د انقراض پېښه ۶۶ میلیون کاله وړاندې غیر الوتونکي ډیناسور له منځه یوړل، تی لرونکي په اندازه او ډول کې ګړندی وده وکړه. دا ډول ډله ییزو انقراضونو ممکن د ژوندیو نویو ډلو ته د ډولونو د فرصتونو په چمتو کولو سره وده او تکامل ګړندۍ کړی وي.    [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د ځمکې لومړنی تاریخ سمول

په ځمکه کې موندل شوې تر ټولو زړې اسماني ډبرې  ټوټې شاوخوا ۴.۵۴ میلیارده کاله عمر لری. دا، چې په اصل کې د لرغونو سربو د زیرمو د نیټې دوه چنده دي، د ځمکې اټکل شوی عمریې په هغه وخت کې ټاکلی دی. سپوږمۍ د ځمکې د پوټکي یا قشر په څېر ورته جوړښت لري خو د ځمکې په څېر د اوسپنې بډایه هسته نه لري. ډېری ساینس پوهان فکر کوي چې د ځمکې له رامنځته کېدو شاوخوا ۴۰ میلیون کاله وروسته د مریخ په اندازه له یو (جسم) سره یې ټکر وکړ او په مدار کې یې د پوټکي یا قشر مواد وغورځول چې سپوږمۍ یې جوړه کړه. بله نظریه دا ده چې ځمکه او سپوږمۍ په ورته وخت کې سره یوځای کېدل خو ځمکه چې د سپوږمۍ په پرتله خورا قوي جاذبه یې لرله او په سیمه کې نږدې ټولې د اوسپنې ذرې یې جذب کړې.    [۴۱][۴۲]

تر ۲۰۰۱ کال پورې، په ځمکه کې موندل شوې ترټولو پخوانۍ ډبرې شاوخوا ۳.۸ میلیارد کاله زړې وې، مخکښو ساینس پوهانو اټکل وکړ چې تر هغه وخت پورې د ځمکې سطحه ټوټه شوې وه او دې ترتیب دوی د ځمکې د تاریخ دغې برخې ته د هدیان نوم ورکړ. خو، د ۴.۴ ګیګانم د زبرکان جوړ شویو د ډبرو شننې ښیي چې د ځمکې د قشر له جوړیدو څخه شاوخوا ۱۰۰ میلیون کاله وروسته د ځمکې قشر ټینګ شو او دې سیارې په چټکۍ سره سمندرونه او اتموسفیر ترلاسه کړل څو وکړای شي د ژوند د ملاتړ توان ولري.   [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

له سپوږمۍ څخه شواهد ډاګیزه کوي چې له ۴ تر ۳.۸ ګیګانم پورې د لمریز نظام له جوړیدو څخه د پاتې شونو (زبالې) ناوخته درنې بمبارۍ سره مخ شوې او ځمکه باید د قوي جاذبې له امله درنه بمباري تجربه کړې. په داسې حال کې چې په ځمکه کې له ۴ څخه تر ۳.۸ ګیګانم پورې مستقیم شواهد نشته خو اړینه نه ده چې فکر وکړي چې ځمکه هم د دې ناوخته درنې بمبارۍ له خوا اغېزمنه شوې نه وه. دې پېښې ممکن هرډول پخوانۍ اتموسفیر او سمندرونه له منځه وړي وي. په دې حالت کې ګازونو او اوبو د اسمانی جسمونو د لګیدلو له امله ممکن د دوی ځای په ځای کولو کې مرسته کړې وي، که څه هم په ځمکه کې د اورغورځوونکو څخه د ګازونو خپرېدل لږترلږه نیمه برخه چمتو کوي. خو که د ځمکې لاندې مایکروبیل ژوند تر دې اندازې پورې وده کړې وای، دا به د بمبارۍ څخه ژوندی پاتې شوی وای. [۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  7. Futuyma 2005
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
    • Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  9. Chapman 2009.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. Stearns او Stearns 1999، ص. x.
  12. McKinney 1997، ص. 110.
  13. (په November 8, 2014 باندې). Prehistory's Brilliant Future. "A version of this article appears in print on Nov. 9, 2014, Section SR, Page 6 of the New York edition with the headline: Prehistory's Brilliant Future."
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  16. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  17. (په October 19, 2015 باندې). Hints of life on what was thought to be desolate early Earth. Associated Press.
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  19. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  20. (په March 1, 2017 باندې). Scientists Say Canadian Bacteria Fossils May Be Earth's Oldest. "A version of this article appears in print on March 2, 2017, Section A, Page 9 of the New York edition with the headline: Artful Squiggles in Rocks May Be Earth's Oldest Fossils."
  21. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  22. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  23. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  24. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  25. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  26. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  27. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
    • Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
    • Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  28. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  29. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  30. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  31. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  32. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  33. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  34. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  35. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  36. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  37. Benton 1997
  38. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  39. (په June 20, 2007 باندې). Dinosaur Extinction Spurred Rise of Modern Mammals. National Geographic News. National Geographic Society
    • Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  40. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  41. Dalrymple 1991
    • Newman 2007
    • Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  42. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  43. (په September 25, 2008 باندې). Oldest Rocks on Earth Found. Live Science. Imaginova
  44. Dalrymple 1991
    • Newman 2007
    • Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  45. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  46. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
    • Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  47. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  48. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  49. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  50. (په July 24, 2002 باندې). Evidence for Ancient Bombardment of Earth. Space.com. Imaginova
  51. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  52. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  53. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
    • Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.