د ژبپوهنې تاریخ

ژبپوهنه د ژبې علمي مطالعه ده چې د ژبې د تیوریکي جوړښت تحلیل، د ژبې معنا او د هغو ترکیب په کې شاملېږي. [۱][۲]

له ژبې څخه لومړی ځل سیسټماتیکه ګټنه په بین النهرین کې ثبت شوې چې له میلاد څخه وړاندنۍ دریمې زریزې څخه تر دویمې زریزې پورې یې د لغاتونو له یو نوملړ څخه چې د سومري میخي خط یو شمېر لغاتونه او د هغو معنی او همدارنګه یې د بهرنیو ژبو د لغتونو فونوټیکي زیرمه لرله؛ ګټنه کوله. وروسته بیا سانسکریټ ژبه په سیسټماتیکه بڼه تجزیه او تحلیل شوه او د هغو قواعد د پانیني (له میلاد څخه وړاندې ۶ پېړۍ څخه تر څلورمې پېړۍ پورې یې ژوند کړی) له خوا توضیح شول. له میلاد څخه د وړاندۍ څلورمې پېړۍ په پیلېدو سره چین د جنګ غوښتونکو دولتونو په دوره کې خپلو ګرامري لارو چارو ته وده ورکړه. ارسطو له میلاد څخه ۳۳۵ کاله وړاندې د لویدیځې ژبوهنې بنسټ د بلاغت د یوې برخې په توګه په خپل شعري فن کې رامنځته کړ. د عربي او عبري ژبو د ګرامرونو سنتونو بیا په منځنیو پېړیو کې په دیني برخو لکه د پانیني سانسکرېټ ګرامر په څېر وده وکړه. [۳][۴][۵][۶][۷]

د ژبپوهنې معاصر لارو چارو بیا د اتلسمې پېړۍ پر مهال وده وکړه او بالاخره په ۱۹ مه پېړۍ کې ارواه پوهنې او بیولوژي ته اړوندې وبلل شوې؛ د دغه لیدلوري پربنسټ د انګلو – امریکايي ژبپوهنې بنسټ هم کېښودل شو په داسې حال کې چې په انګلنډ کې فیلولوژیکي کړنلارې لکه د هنري سویټ کړنلار غالبه وه. دغه موضوع د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د فردیناند دو سوسور له خوا چې ژب پوهنه یې د یوې ځانګړې څانګې په توګه په ټولنیزو علومو کې رامنځته کړه، تر نیوکې لاندې راغله. د سوسور د مفهوم له مخې عمومي ژبپوهنه د یو نښه لرونکي نظام په توګه د ژبې مطالعه ده چې په کې فونولوژي، موروفولوژي، نحو او د معاني علم شاملېږي. دغه کوچنۍ برخې کېدای شي هم مهاله یا هم په ډیاکرونیک ډول وڅېړل شي. [۸]

نن ورځ په ژب پوهنې کې ګڼ شمېر علمي لارې چارې شاملېږي چې د عملي ژبپوهنې، اروايي ژبپوهنې، ټولنیزې ژبپوهنې او محاسباتي ژبپوهنې په ګډون یې ګڼ شمېر فرعي څانګو ته پراختیا موندلې ده.

لرغونې دوره

سمول

د کلتورونو ترمنځ د ژبپوهنې لومړنی تاریخ په بحثونو په ځانګړې توګه په ائیني متنونو او استدلالونو کې د ابهام د له منځه وړلو له اړتیا سره مل و. دغه چاره د غږونو د معنايي جوړښت اړوند د اکتشافاتو او همدارنګه د دغو نښانو په متعارفو او طبیعي ریښو باندې د بحث لامل وګرځېده چې بالاخره یې هغه بهیرونو ته لار برابره کړه چې پر بنسټ یې له کوچنیو واحدونو څخه لوی جوړښتونه رامنځته شول.

بابل

سمول

لومړني ژبني متنونه – چې په خټینو لوحو باندې په میخي خط لیکل شوي – له نن څخه نږدې ۴ زره کاله وړاندې مخینه لري. له میلاد څخه د وړاندنۍ دویمې زریزې په لومړیو کې په سویلي بین النهرین کې ګرامري دود رامنځته شو چې له ۲۵۰۰ کلونو څخه د زیاتې مودې لپاره یې دوام وکړ. د دغه دود په لومړنیو ژبنیو متونو کې د سومري ژبې (یوه جلا شوې ژبه، چې هېڅ ژنټیکي خپلوي یې نه لرله) د نومونو نوملړ او د هغه مهال دیني او قانوني متون شاملېدل. په ورځینو خبرو اترو کې د اکدي ژبې په نامه یوې جلا (او نا اړوندې) ژبې د سومري ژبې ځای نیولی و؛ خو په قانوني او مذهبي برخو کې یې خپل ځایګی ساتلی و. همدا و چې باید د یوې بهرنۍ ژبې په توګه لوستل شوې وای او د دغې چارې د تسهیل په موخه سومري ژبې ته اړوند اطلاعات د اکدي ژبې د کاتبانو له خوا په مکتوب ډول ثبت کېدل. [۹]

د پېړیو په اوږدو کې، دغه نوملړونه معیاري شول او سومري لغتونه له اکدي ژباړي سره وړاندې شول. بالاخره داسې متون رامنځته شول چې نه یوازې د کلماتو بلکې د مختلف ډوله پارډایمونو لپاره یې د هغو اکدي معادل کلمات وړاندې کول: د بېلګې په توګه یو متن د ĝar «ځای پر ځای کولو» فعل ۲۲۷ ډوله لرل.

په لرغوني هند کې ژب پوهنې خپله انګېزه د ویدايي متونو له صحیح تفسیر او بیا لوستنې څخه اخیستې. له میلاد څخه تر وړاندې ۱۲۰۰ کال پورې د دغو متونو شفاهي بیان معیاري شو او له یاده څخه یې د هغو د تشریفاتي لوستلو په موخه وړاندیز وکړ چې د هغو سانسکریټي ترکیبات دې په کلماتو، وندونو او فونوټیکي واحدونو وویشل شي چې دغې چارې صرف پوهنې او فونوټیک ته انګېزه برابره کړه. [۱۰]

د ژبې د توصیف په برخه کې لومړني فعالیتونه هندي ګرامر پوه پانیني (له میلاد څخه وړاندې شپږمه پېړۍ) ته اړوند بلل کېږي، چې د سانسکریټ ژبې قواعد یې د اشتادهیايي په نامه خپل اثر کې ولیکل. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په راتلونکو څو پېړیو کې د غږیزو واحدونو وضاحت رامنځته شو او د وقفې بې غږه حروف په 5x5 مربع ( له میلاد څخه ۸۰۰ کاله وړاندې شاوخوا، پراتیساخیاس) کې تنظیم شول چې بالاخره له میلاد څخه درې پېړۍ وړاندې د براهمی په نوم په سیسټماتیکه الفبا واوښتل.

یونان

سمول

یونان خپله الفبا له فنیقي سمبولونو څخه په ګټنې جوړه کړه چې په هغو کې یې د غږ لرونکو او اضافي بې غږه حروفو لپاره د هغو له لهجې سره سمې نښانې وکارولې. په لرغوني یوناني او فنیقي لیک دود سیسټم کې د B کرښې (Linear B) ګرافامونه او هجاوې ښوولې چې د یو غږ لرونکي او یو بې غږه حرف ترکیب یې څرګند کاوه. د یونانیانو له خوا د غږ لرونکو حروفو زیاتول یو لوی پرمختګ و ځکه چې د بې غږه او غږ لرونکو حروفو ترمنځ په توپیر کولو سره یې د یوناني لیکل آسانه کړل. د لیکنې په رامنځته کېدو سره، د هومري اشعارو په څېر اشعار ولیکل شول د هغو څو نسخې راووتې او په هغو باندې نظر ورکړل شو چې د ژب پوهنې او نقد بنسټ یې رامنځته کړ.

په څوارلسمه پېړۍ کې الیوس ډوناټس (Aelius Donatus) د لاتیني ژبې ګرامرArs Grammatica  را غونډ کړ چې تر منځنیو پېړیو پورې د ښوونځيو لپاره متون د هغو پر بنسټ و. د هغې کوچنۍ نسخه Ars Minor یوازې د ژب پوهنې اته ډوله کلمات توضیح کول؛ هغه مهال چې په پنځلسمه پېړۍ کې د کتابونو چاپ رامنځته شو دا یو له هغو لومړنیو کتابونو څخه و چې چاپ شو. هغه زده کوونکي چې د دغه ډول زده کړو څخه برخمن شول موږ ته یې د ګرامر اصلي معنی وړاندې کړه (چې په انګلیسي ژبه کې له ۱۱۷۶ زکال راهیسې تائید شوې).

منځنۍ پېړۍ

سمول

عربي ګرامر

سمول

په اتمه میلادي پېړۍ کې د اسلام چټکې پراختیا ته په پام ډیری وګړو عربي ژبه د یوې مروجې ژبې په توګه زده کړه. له همدې امله د عربي ژبې لومړنی ګرامر د دغې ژبې د غیر اصلي وګړو له خوا لیکل شوی دی.

د عربي ژبې لومړنی ګرامر پوه چې موږ یې پېژنو عبدالله بن ابی اسحاق الحضرمي (په ۷۳۵ زکال/۱۱۷ هجري کال کې مړ شوی) دی. د دریو نسلونو د ګرامر پوهانو هڅې د فارسي ژب پوه سیبویه (شاوخوا ۷۶۰ -۷۹۳ زکال) له خوا خپل اوج ته ورسېدې. [۱۵]

سیبویه په ۷۶۰ زکال کې په خپل تاریخي اثر الکتاب فی النحو (د ګرامر کتاب) کې د عربي ژبې په جزیاتو تخصصي توضیح ولیکله. هغه په خپل دغه کتاب کې د فونوټیک او فونولوژي ترمنځ توپیر رامنځته کړ.

عامیانه اروپايي ژبې

سمول

د Sanas Cormaic په نامه قاموس/ډیکشنري د غیر کلاسیکو ژبو اړوند لومړنۍ اروپايي ریښه موندونکې (etymological) او پوهنغونډي (encyclopedic) ډیکشنري ده. په دیارلسمه پېړۍ کې Modistae  یا «نظري ګرامر» د نړیوال ګرامر مفهوم وړاندې کړ.

سرچينې

سمول
  1. Halliday, Michael A.K.; Jonathan Webster (2006). On Language and Linguistics. Continuum International Publishing Group. p. vii. ISBN 978-0-8264-8824-4.
  2. Martinet, André (1960). Elements of General Linguistics. Studies in General Linguistics, vol. i. Translated by Elisabeth Palmer Rubbert. London: Faber. p. 15.
  3. Smith, Sidney; Gadd, C. J.; Peet, T. Eric (1925). "A Cuneiform Vocabulary of Egyptian Words". The Journal of Egyptian Archaeology. 11 (3/4): 230–240. doi:10.2307/3854146. ISSN 0307-5133.
  4. "Sumerian Lexicon". www.sumerian.org. نه اخيستل شوی 2022-01-24.
  5. Bod, Rens (2013). A new history of the humanities: the search for principles and patterns from Antiquity to the present (1st ed.). Oxford University Press. ISBN 9780191757471. OCLC 868068245.
  6. François & Ponsonnet (2013).
  7. Swiggers, Pierre; Wouters, Alfons (2001). "Philosophie du langage et linguistique dans l'Antiquité classique". In Haspelmath, Martin (ed.). Language Typology and Language Universals, Vol. 1. De Gruyter. pp. 181–192. ISBN 978-3-11-019403-6.
  8. Joseph, John E. (2002). From Whitney to Chomsky: Essays in the History of American Linguistics. John Benjamins. ISBN 9789027275370.
  9. McGregor, William B. (2015). Linguistics: An Introduction. Bloomsbury Academic. pp. 15–16. ISBN 978-0567583529.
  10. Staal, J. F., The Fidelity of Oral Tradition and the Origins of Science. North-Holland Publishing Company, 1986. p. 27
  11. Rens Bod (2014). A New History of the Humanities: The Search for Principles and Patterns from Antiquity to the Present. Oxford University Press. ISBN 978-0199665211.
  12. Sanskrit Literature The Imperial Gazetteer of India, v. 2 (1909), p. 263.
  13. François & Ponsonnet (2013).
  14. S.C. Vasu (Tr.) (1996). The Ashtadhyayi of Panini (2 Vols.). Vedic Books. ISBN 9788120804098.
  15. Monique Bernards, "Pioneers of Arabic Linguistic Studies." Taken from In the Shadow of Arabic: The Centrality of Language to Arabic Culture, pg. 213. Ed. Bilal Orfali. Leiden: Brill Publishers, 2011. ISBN 9789004215375