د ژان ژاک روسو اجتماعي تړون

📋مقاله: د ژان ژاک روسو اجتماعي تړون

👈 منبع: انسان ویب پاڼه

👤 لیکوال: شهید سید بهاوالدین مجروح

د عيسوي اتلسمې پېړۍ انقلابونو لکه د امريکا انقلاب (١٧٧٦)، د فرانسې لوى انقلاب (١٧٨٩)، د جان لاک او په تېره د ژان ژاک روسو له نظرياتو څخه الهام واخسته او انقلابيونو يقين درلود چې د دوى انقلابي حرکت د روسو له فلسفې سره بالکل برابر دى. د روسو سياسي فلسفه نه يوازې د سياسي فلسفې د تاريخ ستر جز دى، بلکې په نننۍ نړۍ کې لا اوس هم ژوندۍ ده. په اوس سياسي او اجتماعي پوهنو کې چې ځينې ستر اصطلاحات پکارېږي، لکه ((طبعي حقوق))، ((د بشر حقوق)) او داسې نور، د دې ټولو منبع د روسو اثار دي. ځنې دموکراتيکي او پارلماني رژيمونه يې هم د روسو په سياسي نظرياتو ولاړ دي.

((اجتماعي تړون)) (The social contract) (١٧٦٢) د هغه اثر نوم دى چې روسو پکې خپل سياسي نظريات بيانوي او داسې پيل کوي:

((انسان په نړۍ کې ازاد زېږي او په هر ځاى کې په زنځيرو کې دى، يو فکر کوي چې د نورو بادار دى او حال دا چې له نورو زيات په غلامۍ کې ژوند کوي. دا حال څرنګ منځ ته راغلى دى…)) يعنې انسان ولې او د کومې ملاحظې له مخې د قوانينو او قواعدو په زنځير وتړي؟ ايا زور او قدرت انسان دې کار ته اړ کړى دى؟ يعنې ايا قدرت د قانون او مقرراتو منبع ده. يعنې قدرت او زور قانون دى؟ روسو وايي: نه، قدرت او زور هېڅکله قانون منځ ته نشي راوړى. که فرض کوو چې قدرت د قانون او حق سرچينه ده، نو له داسې فرضيې څخه يو عالم مزخرفات او متناقض نظريات راوځي، ځکه که قدرت د حق او قانون سرچينه وي، نو هر قدرت چې له بل قدرت څخه زيات وي، حق به هم د زيات ته زور په پلو وي. په دې ډول کله چې انسان ډاډ پېدا کړي چې بې له کومو مجازاتو د زور په وسيله بې اطاعتي کولاى شي، نو بې اطاعتي به يو قانوني عمل شي او څنګه چې همېشه به حق د قوي په جانب وي، نو د انسان هڅه په په ټول ژوند کې د زيات قدرت لاس ته راوستل وي او بس. مګر داسې حق او قانون ته حق او قانون نه شو ويلاى چې د قدرت او زور له منځه تلو سره له منځه ځي. که د زور او فشار لاندې انسان اطاعت ته اړ شي، دا مجبوريت د اطاعت مکلفيت نه راپېدا کوي. د زور او فشار لاندې انسان اطاعت ته اړ کېږي، مګر هېڅ اخلاقي مکلفيت په کې نشته. روسو وايي: قوت يو فيزيکي فشار دى. زه نشم پوهېداى چې څنګه يو فيزيکي فشار اخلاقي تاثيرات درلوداى شي. قوت ته تسليم يو اجباري عمل دى، نه ارادي، فلهذا قوت هېڅکله اخلاقي مکلفيت نشي کېداى. په دې توګه د روسو په فکر بايد دا ومنو چې زور او قوت د حق او قانون بنا نه ده او مونږ مجبور او مکلف يو، د قانوني قدرتو مننه وکړو، نو لومړنۍ پوښتنه په ځاى پاتې ده، يعنې د سياسي مکلفيت بنسټ څه دى؟ روسو د دې پوښتنې د حل دپاره داسې تحليل کوي: فرض کړئ چې په طبيعي حالت کې د انساني نسل د دوام دپاره داسې لوى موانع راپېدا شي چې له فردي امکاناتو څخه بهر وي او که انسان په خپل ژوند کې څه اساسي تغيیر رانه ولي، نور د ژوند پايښت يې غېر ممکن دى. د داسې مشکل حل به په دې کې وي چې يوه اتحاديه جوړه شي چې د ګډ قوت په وسيله د هر وګړي شخصيت او ملکيت وساتل شي. په داسې يوه اتحاديه کې چې وګړي له نورو سره يو ځاى کېږي او اتفاق کوي. هر وګړى بيا هم د خپل ځان تابع دى او خپله لومړنۍ ازادي ساتي. د بشريت د مشکل حل په اجتماعي تړون کې دى. په دې ډول چې مونږ هر يو خپل شخص خپل قوت په مشترک ډول د يوې لوړې عمومي ارادې تابع کوو او د يوه کل د غړي حېثيت پېدا کوو. په دې ډول د انفرادي شخصيت په ځاى يو ګډ عمل او يو اجتماعي موجود منځ ته راځي چې خپل يووالى هويت خپل ژووند او خپله اراده د وګړو له متحد عمل څخه لاس ته راوړي. دا اجتماعي شخصيت چې له ټولو اشخاصو څخه جوړ دى. د سياسي نظام په نامه يادوى شوچې په غېر فعال صورت ورته دولت وايو. په فعال صورت ورته فرمانروا، له نورو سره په مقايسه کې ورته قدرت وايو، هغه کسان چې په دې اتحاديه کې سره يو ځاى شوي دي، همشهريان دي او که يوازې د دولت د قانون تابع دي، رعايا بلل کېږي، نو له دې کبله دولت له اجتماعي تړون څخه راپېدا کېږي او دولت هغه زنځير دى چې انسان پکې پخپله ځان تړي، ځکه چې خپله ګټه يې پکې ليدلې. انسان په اجتماعي ډول له طبيعي حالت څخه غوره او ډاډه ژوند کوي. د دې پر ځاى چې د قدرت لاس ته راوړه پسې هڅه وکړي چې هېڅکله پايدار نه پاتې کېږي. انسانان داسې حقوق پېدا کوي چې پخپله اجتماعي اتحاديه له هغه څخه دفاع کوي. د هغه بې توازني او نابرابري، په ځاى چې طبيعت د افرادو په منځ کې پېدا کړى دى، اجتماعي اتحاديه په وګړو کې مساوات ټينګويچې هم اخلاقي بڼه لري او هم قانوني. که څه هم انسانان طبعاً (يعنې د جسمي قوت ذکاوت او نورو) له پلوه سره مساوي نه وي، د مدني حقوقو له مخې ټول سره برابر دي. روسو وايي چې دا مساوات يوازې په ناقص او نيمګړو حکومتونو کې غولوونکې ظاهري بڼه پېدا کوي. په داسې رژيمو کې يواځينى هدف د فقر په حالت کې د