د ډومینیکن جمهوریت تاریخ

د يوې سيمې د تاريخ يوه برخه

د ډومینیکن جمهوریت ثبت شوی تاریخ په ۱۴۹۲ کال کې پیلیږي کله چې په جینیوا کې زېږېدلی کریسټوفر کولمبس، چې د کاسټیل تاج لپاره یې کار کاوه، د لویدیځ اتلانتیک په سمندر کې له یوه ستر ټاپو سره مخ شو، چې بیا وروسته د کارابین په نوم وپېژندل شو. په دې ټاپو کې د اراوکان ټایینو خلک مېشت و چې د ټاپو ختیځې برخې ته یې Quisqueya (Kiskeya) ویل، چې معنی یې د "ټولو ځمکو مور" ده. کولمبس سمدلاسه ادعا وکړه چې دا د اسپانيا یو ټاپو ده او هغه ته یې د لا اسلا اسپانولا ("د اسپانوي ټاپو") نوم ورکړ، وروسته بیا لاتیني کلیمې هسپانیولا ته بدل شو. د اسپانوي اشغال څخه 25 کاله وروسته، د ټاینو د وګړو شمېر د اسپانيا تر واک لاندې سیمو کې د نسل وژنې له لارې په کلکه سره را کم شو. په دې ټاپو کې تر ۵۰۰۰۰ کم اصلي خلک پاتې شول، چې همدا پاتې خلک له هسپانویانو، افریقایانو او نورو خلکو سره ګډ شول او د ډومینیکن د نننۍ ورځې وګړي ترې جوړ شول. دا ټاپو د اسپانوي جنرال سانټو ډومینګو له خوا تر ۱۸۲۱ کال پورې اداره کېده چې یوازې له ۱۷۹۵ تر ۱۸۰۹ کال پورې د لنډ وخت لپاره د فرانسې مستعمره وګرځېده. دا ټاپو بیا له ۱۸۲۲ څخه تر ۱۸۴۴ کال پورې له هایټي سره د هیسپانیولا په نوم یوموټي شوه. په ۱۸۴۴ کال کې، د ډومینیکن خپلواکي اعلان شوه او دا جمهوریت چې تر شلمې پېړۍ پورې زیاتره د سانټو ډومینګو په نوم یادیده، خپله خپلواکي یې وساتله خو یوازې د یوې لنډې مودې لپاره د له ۱۸۶۱ څخه تر ۱۸۶۵ کال پورې د اسپانيا تر اشغال او بیا له ۱۹۱۶ څخه تر ۱۹۲۴ کال پورې د امریکا تر اشغال لاندې راغی.

د ډومینیکن جمهوریت تاریخ
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
۱۸۴۴ (۱۸۴۴) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
Hispaniola (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

د ۱۹مې پیړۍ په جریان کې، ډومینیکن زیاتره له فرانسویانو، هایټیانو، هسپانویانو یا په خپل منځ کې په جګړه کې ښکېل و، په پایله کې داسې یوه ټولنه رامنځته شوه چې د کاډیلوس له خوا خورا اغیزمنه وه، چا چې په دې هېواد داسې واکمني کوله لکه د دوی شخصي سلطنت چې و. د ۱۸۴۴ او ۱۹۱۴ کلونو ترمنځ، د ډومینیکن جمهوریت د مشرتابه په برخه کې ډیری د واک لیږدونې تجربه کړي، چې ۵۳ ولسمشران واک ته ورسېدل (خو یوازې ۳ یې خپله دوره پوره کړه) او ۱۹ اساسي قانونونه یې تصویب کړل. ډیری مشرانو د نظامي ځواک له لارې واک ترلاسه کړ. د ۱۹۳۰ کال په شاوخوا کې، د ډومینیکن جمهوریت ځان د دیکتاتور رافیل تروجیلو تر کنټرول لاندې وموند چې په ۱۹۶۱ کال کې د هغه تر وژنې پورې یې په هیواد واکمني وکړه. خوان بوش په ۱۹۶۲ کې ولسمشر وټاکل شو خو په ۱۹۶۳ کال کې د یوې پوځي کودتا په پایله کې له واکه ګوښه شو. په ۱۹۶۵ کال کې د امریکا متحده ایالاتو د یوې لاسوهنې په ترڅ کې بغاوت وشو او کورنۍ جګړه یې پیل کړه چې موخه یې واک ته د بوش بیا رسول و. په ۱۹۶۶ کال کې، کاډیلو جوکوین بالاګور د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بوش ته ماتې ورکړه. بالاګور د راتلونکو ۳۰ کلونو په اوږدو کې پر واک کلکې منګولې ولګولي تر هغه چې د ناسمو ټولټاکنو له امله د امریکا غبرګون هغه اړ کړ چې په ۱۹۹۶ کال کې خپله دوره را کمه کړي. له هغه وخت راهیسې، منظم رقابتي انتخابات ترسره شوي چې په کې مخالفو کاندیدانو د ولسمشرۍ څوکۍ ګټلې دي.

له اروپايي تاریخ وړاندې

سمول

د کارابین ټاپوګان په لومړي ځل شاوخوا ۶۰۰۰ کاله دمخه د مرکزي امریکا یا شمال سویل امریکا څخه د ښکار راټولونکو خلکو لخوا میشت شوي. د تایینو اراواکان خبرې کونکي پلرونه له میلاد څخه د لومړۍ زریزې په اوږدو کې له سویلي امریکا څخه کارابین ته تللي او له میلاد څخه شاوخوا ۶۰۰ کال کې هسپانیولا ته رسیدلي. د اراواکان دا خلک په کرنه، کب نیولو، ښکار او راټولولو او د سیرامیک توکو په پراخ تولید کې بوخت وو. په ۱۹۴۲ کال کې د هسپانیولا د نفوس اټکل په پراخه کچه توپیر لري، له هغې ډلې په لسګونو زره، ۱۰۰۰۰۰، ۳۰۰۰۰۰ او له ۴۰۰۰۰۰ تر ۲۰۰۰۰۰۰ خلک. دا اټکل کول چې له کولمبین وختونو څخه مخکې په دې ټاپو کې څومره خلک اوسیدل ستونزمن کار دی، ځکه چې هیڅ دقیق اسناد نشته. په ۱۴۹۲ کال کې د کولمبس د راتګ په وخت کې، د دغې جزیرې سیمه له پنځو تاینو سردارانو څخه جوړه وه: مارین، ماګوا، ماګوانا، جاراګوا او هیګوي. دا په ترتیب سره د caciques Guacanagarix، Guarionex، Caonabo، Bohechío او Cayacoa له خوا اداره کېدل. د دغې ټولې جزیرې لپاره د تاینو نوم یا اییتي (د لوړو غرونو ځمکه) یا Quisqueya (د ټولو ځمکو مور) وه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

اسپانوي مستعمره: ۱۴۹۲ - ۱۷۹۵

سمول

د هسپانویانو رارسېدل

سمول

کریسټوفر کولمبس د ۱۴۹۲ کال په ډیسمبر کې په خپل لومړي سفر کې د هسپانولا ټاپو ته ورسید. د ګواکانګري مشر چې د کولمبس او د هغه خلکو کوربه و، له دوی سره یې ښه چلند وکړ او هر څه یې چې غوښتل هغوی ته یې چمتو کړل. په هرصورت، د تیینوس د مساواتو ټولنیز سیسټم د اروپایانو له فیوډالیستي سیسټم سره ټکر وکړ، کوم چې ډیر سخت طبقاتي جوړښتونه یې درلودل. اروپایان په دې باور وو چې ټاینس یا ضعیف یا ګمراه کونکي دی او هغوی د دغو قبیلو خلک په تاوتریخوالي سره وګواښل. کولمبس په بریالیتوب سره دا خبره ګرمه کړه او هغه او د هغه خلک له دې ټاپو څخه ووتل.

د سانتا ماریا له ډوبیدو وروسته، کولمبس په ټاپو کې د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره یوه کوچنۍ کلا جوړه کړه. دا کلا د لا نویاداد په نوم یادیده ځکه چې د کښتۍ ویجاړیدل او د کلا بنسټ ایښودل د کرسمس په ورځ پیښ شوي دي. په داسې حال کې چې کولمبس لرې و، د کلا ساتونکی ټولی په خپلو کې سره ولګېدل. خو د کولمبس ځناورډوله خلکو د تایینو د سیګایو او ماکوریکس خلک په وحشت کې واچول، چې په دې وحشت کې دا هڅې هم شاملې وي چې د هغوی ښځې ونیسي. Guacanagarix هڅه وکړه چې هسپانویان تر یوه ځایه پورې بدرګه کړي. خو هسپانویانو فکر کاوه چې هغه کمزوری دی. هسپانویانو له هغه سره په سپکاوي چلند وکړ، د هغه ځینې ښځې یې ترې وتښتولې. د ماګوانا له حاکمیت څخه ستړی شوی ځواکمن کاسیکه کایونابو پر اروپایانو برید وکړ او لانویداد یې ویجاړه کړه. ګواکاناګاریکس له دې پېښې سخت ناهیلی شو، خو له اروپایانو سره د مرستې لپاره یې زیاته هڅه و نه کړه، په دې هیله و چې ښايي اروپایان نور دلته را نشي.

په ۱۴۹۳ کال کې، کولمبس په خپل دویم سفر کې دې ټاپو ته راغی او په دغه نوې نړۍ کې یې لومړۍ اسپانوي مستعمره، د لا ایزابیلا ښار جوړ کړ. ایزابیلا ښار د لوږې او ناروغۍ له امله بشپړ نه شو. په ۱۴۹۶ کال کې، سانټو ډومینګو جوړ شو او نوې پلازمېنه وټاکل شوه او په امریکا کې تر ټولو زړه پرله پسې د اروپایانو د هستوګنې ښار وګرځېد.[۱۱]

د اټکل له مخې د ټایینو ۴۰۰۰۰۰ خلک په دغه ټاپو کې غلامان شول تر څو د سروزرو په کانونو کې کار وکړي. په ۱۵۰۸ کال کې د هغوی شمېر د جبري کار، لوږې، ناروغۍ او ډلوژنې له امله را کم شو او شاوخوا ۶۰۰۰۰ کسانو ته را ټیټ شو. په ۱۵۳۵ کال کې، یوازې څو تنه نور یې لا ژوندي و.[۱۲]

د همدې دورې پر مهال، د همدې مستعمرې اسپانوي مشر څو ځله بدل شو. کله چې کولمبس پر یوه بل کشف ولاړ، نو فرانسیسکو ډي بوباډیلا یې والي شو. نویو راغلو خلکو د کولمبس له خوا د ناسم مدیریت په اړه شکایت له یوه اړودړ نه ډک سیاسي وضعیت سره مرسته وکړه. په ۱۵۰۲ کال کې، په سیمه کې د اسپانيا د اغېز د زیاتوالي لپاره د ډي بوباډیلا پر ځای نیکلاس ډو اوانډو د دغې سیمې والي شو. همدا کس و چې د ټاییو له خلکو سره یې خورا وحشیانه چلند وکړ. د هسپانویانو له راتګ وروسته په یوه پېړۍ کې د ټایینو د خلکو شمېر ۹۵سلنه را کم شو، چې دا شمېره تر دې مخکې له لسګونو زرو څخه تر ۸۰۰۰۰۰۰ خلکو پورې رسېده. زیاتره لیکوالان د اسپانوي سترواکۍ له خوا د هیسپانیولا د ټایینو له خلکو سره د هغوی چلند نسل وژنه بولي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې

سمول
  1. Fernandes, Daniel M.; Sirak, Kendra A.; Ringbauer, Harald; Sedig, Jakob; Rohland, Nadin; Cheronet, Olivia; Mah, Matthew; Mallick, Swapan; Olalde, Iñigo; Culleton, Brendan J.; Adamski, Nicole; Bernardos, Rebecca; Bravo, Guillermo; Broomandkhoshbacht, Nasreen; Callan, Kimberly (2021-02-04). "A genetic history of the pre-contact Caribbean". Nature (په انګليسي). 590 (7844): 103–110. Bibcode:2021Natur.590..103F. doi:10.1038/s41586-020-03053-2. ISSN 0028-0836. PMC 7864882. PMID 33361817.
  2. "Dominican Republic". Encarta. Microsoft Corporation.  Archived November 14, 2007, at the Wayback Machine.
  3. Luna Calderón, Fernando (December 2002). "ADN Mitocondrial Taíno en la República Dominicana" [Taíno Mitochondrial DNA in the Dominican Republic] (PDF). Kacike (په اسپانيايي) (Special). ISSN 1562-5028. Archived from the original (PDF) on October 1, 2008.
  4. Lawler, Andrew (December 23, 2020). "Invaders nearly wiped out Caribbean's first people long before Spanish came, DNA reveals". National Geographic. Archived from the original on December 23, 2020.
  5. Rawley, James A.; Behrendt, Stephen D. (2005). The Transatlantic Slave Trade: A History. University of Nebraska Press. p. 49. ISBN 978-0-8032-3961-6. Archived from the original on January 11, 2024. نه اخيستل شوی January 11, 2024.
  6. Keegan, William. "Death Toll". Millersville University, from Archaeology (January/February 1992, p. 55). Archived from the original on March 21, 2008. نه اخيستل شوی June 19, 2008.
  7. Henige, David (1998). Numbers from nowhere: the American Indian contact population debate. University of Oklahoma Press. p. 174. ISBN 978-0-8061-3044-6. Archived from the original on January 11, 2024. نه اخيستل شوی June 27, 2015.
  8. Roberto Cassá (1992). Los Indios de Las Antillas. Editorial Abya Yala. pp. 126–. ISBN 978-84-7100-375-1. Archived from the original on January 11, 2024. نه اخيستل شوی August 15, 2012.
  9. Wilson, Samuel M. (1990). Hispaniola: Caribbean Chiefdoms in the Age of Columbus. Univ. of Alabama Press. p. 110. ISBN 978-0-8173-0462-1.
  10. Anglería, Pedro Mártir de (1949). Décadas del Nuevo Mundo, Tercera Década, Libro VII (په اسپانيايي). Buenos Aires: Editorial Bajel.
  11. de Herrera y Tordesillas, Antonio. Historia general de los hechos de los Castellanos en las islas y tierra firme del Mar Oceano [General History of the Deeds of the Castilians on the Islands and Mainland of the Ocean Sea] (په اسپانيايي). Madrid. pp. 1601–1615.
  12. Hartlyn, Jonathan (1998). The Struggle for Democratic Politics in the Dominican Republic. Chapel Hill: University of North Carolina Press. pp. 25–26. ISBN 0-8078-4707-0.
  13. S, Rosenbaum S. Alan. Is the Holocaust Unique?: Perspectives on Comparative Genocide. Boulder, CO: Westview Press, 2018. Page 302,313.
  14. Stannard, David E. 1992. American Holocaust: The Conquest of the New World. New York: Oxford University Press. Page 261-268. https://archive.org/details/americanholocaus00stan
  15. David Moshman (2007) Us and Them: Identity and Genocide, Identity: An International Journal of Theory and Research, 7:2, page 125, DOI: 10.1080/15283480701326034, http://dx.doi.org/10.1080/15283480701326034
  16. Fernandes, Daniel M.; Sirak, Kendra A.; Ringbauer, Harald; Sedig, Jakob; Rohland, Nadin; Cheronet, Olivia; Mah, Matthew; Mallick, Swapan; Olalde, Iñigo; Culleton, Brendan J.; Adamski, Nicole (2020-12-23). "A genetic history of the pre-contact Caribbean". Nature (په انګليسي). 590 (7844): 103–110. doi:10.1038/s41586-020-03053-2. ISSN 1476-4687. PMC 7864882. PMID 33361817.
  17. David Moshman (2007) Us and Them: Identity and Genocide, Identity: An International Journal of Theory and Research, 7:2, page 125, DOI: 10.1080/15283480701326034, http://dx.doi.org/10.1080/15283480701326034
  18. Stannard, David E. 1992. American Holocaust: The Conquest of the New World. New York: Oxford University Press. Page 267. https://archive.org/details/americanholocaus00stan
  19. Thornton, Russel (1987). American Indian holocaust and survival : a population history since 1492. Norman : University of Oklahoma Press. p. 16. ISBN 978-0-8061-2074-4.
  20. Multiple sources:
    • Churchill, Ward, A Little Matter of Genocide: Holocaust and Denial in the Americas, 1492 to the Present, City Lights, 1997, 381 pages, p. 86, ISBN 978-0-87286-323-1
    • Sheri P. Rosenberg, "Genocide Is a Process, Not an Event," Genocide Studies and Prevention 7, 1 (April 2012): 16–23. © 2012 Genocide Studies and Prevention. doi: 10.3138/gsp.7.1.16
    • David Moshman (2007) Us and Them: Identity and Genocide, Identity: An International Journal of Theory and Research, 7:2, p. 125, DOI: 10.1080/15283480701326034,
    • Alexander Laban Hinton, "Critical Genocide Studies," Genocide Studies and Prevention 7, 1 (April 2012): 4–15. © 2012 Genocide Studies and Prevention. doi: 10.3138/gsp.7.1.4, p. 11
    • Keegan, William F., "Destruction of the Taino" in Archaeology. January/February 1992, pp. 51–56.
    • Grenke, Arthur. God, greed, and genocide: The Holocaust through the centuries. New Academia Publishing, LLC, 2005. pp. 141–143, 200.
    • Rosenbaum, Alan S. Is the Holocaust unique?: perspectives on comparative genocide. Routledge, 2018. p. 302.
    • Donald Bloxham, A. Dirk Moses, The Oxford Handbook of Genocide Studies, OXFORD UNIVERSITY press, 2010, p. 310.
    • Norman M Naimark, Genocide a world history, OXFORD UNIVERSITY press, 2017, p. 39.
    • Jones, Adam. 2006. Genocide: a comprehensive introduction. London: Routledge. pp. 108–111.