د ډول فزیکالیزم (پنځپوهنپالنه)

د ډول فزیکالیزم (چې د تقلیلي توکیزوالۍ یا ماټریالیزم، د ډول جوتَونې تیورۍ، د ذهن-مغز پېژندنې تیوري او د ذهن پېژندنې تیوري په توګه هم پېژندل کېږي) د ذهن په فلسفه کې یوه فزیکالیسته تیوري ده. دا تیوري څرګندوي چې د ذهني پېښې/کانې په بېلابېلو ډولونو باندې ډلبندي کېدلای شي ترڅو وروسته د ماغزو له فزیکي پېښو/کانو سره اړیکه ورکړل شي. د بېلګې په توګه: د «دماغي دردونو» په څېر ذهني کانه په احتمالي توګه (د عصبو C ډلې فایبر سوځېدنې په څېر) یوه فزیکي کانه بیانوي.

د ډول فزیکالیزم، له رمزپېژندنې فزیکالیزم سره په توپیر کې راڅرګندېږي او ادعا کېږي: محاله ده چې ګواکې ذهني پېښې دې «ثابت» یا ډلبندي شوي بیولوجیکي پيوستونونه ولري. دغه وضعیتونه د «ډول-رمز تمایز» فلسفي کارَونې رامنځ‌ته کوي (د بېلګې په توګه: که چېرې دوه کسه چې یو «ډول» موټر لري، په دې معنی نه‌ده چې هرومرو ګډ «رمز» یا یوډول نقلیه وسیله لري). اوس کولای شوی د ډول فزیکالیزم داسې وانګېرو چې د «ډولونو» ترمنځ یوه «پېژندنه» پرته ده (هر ‌ذهني ډول د یوه فزیکي ډول له لارې پېژندل کېږي)، حال دا چې د رمزپېژندنې فزیکالیزم وایي چې هر رمزي ذهني حالت/کانه/ځانګړتیا د ماغزو له یوه حالت/کانې/ځانګړتیا سره په مطابقت کې راڅرګندېږي.

یو فزیکالیست ته د ډول پر فزیکالیزم باندې د نیوکو نیولو لپاره نورې لارې هم شتون لري؛ حذفي مادیات‌پالنه او د بیاکتنې مادیات‌پالنه دغه پوښتنه راسپړي چې ایا دم‌مهال ساینس، تر ټولو غوره ډلبندي کاروي او که نه. د دغو لیدلورو پلویان استدلال کوي، څرنګه چې د علم په پرمختګ سره د «روحي تصرف» مسأله تر پوښتنې لاندې راغله، د «درد» په څېر ډلبندي کېدنې هم ګواکې بیاکتنې ته اړتیا لري.

د څانګوال فیلسوفانو په مطالعاتو کې، د ذهن فزیکالیستي لیدلوری هم په وروستیو کلونو کې کمرنګه شوی دی.[۱]

مخینه

سمول

د یولین ټوماس پلېس له څرګندونې سره سم، په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ز لسیزه کې د ډول-پېژندنې او په ۱۹۳۰ز لسیزه کې د ډول-پېژندنې فزیکالیزم مفکورو بابېدل د ارواپوه – اېدوین ګَري بورېنګ – له‌خوا پیلېږي او کابو پنځه‌ویشت کاله وخت یې ونیو ترڅو د فلسفي ټولنې په وړاندې د منلو وړ وګرځي. بورېنګ «د شعور فزیکي ابعاد» تر سرلیک لاندې کتاب (۱۹۳۳ز) کې لیکي چې:[۲]

د لیکوال په اند، یو بشپړ پيوستون– پېژندنه ده. دوه داسې پېښې چې تل په ګډه په ورته مهال او ورته ځای کې رامنځ‌ته کېږي او په ټوله کې، هېڅ ډول مهالي یا مکاني توپیر سره نه‌لري، دوه پېښې نه، بلکې یوه پېښه ګڼل کېږي. د ذهن-وجود د پیوستونونو فورمولیزه شوي جوړښتونه، څرنګه چې اوس‌مهال رامنځ‌ته شوي دي، مکاني پیوستون نه‌مني، نو له‌دې امله د مهالیز ساده پيوستون په سکالوګانو کې خلاصه کېږي. په دغه پېر کې، د پېژندنې اړتیا تر دې لا بېړنۍ نه‌انګېرل کېږي (۱۶مه پاڼه، د پلېس په نقل [ناخپور شوی]).

د پلېس د څرګندونې له‌مخې، د ذهن دغه ډول لیدلوري د منلو پر وړاندې خنډ دا ؤ چې فیلسوفان او سولپوهان لا تراوسه د پېژندنې او ارجاعي پېژندنې اړوند سکالوګانو ته د پام‌وړ لېوالتیا ښودلې نه‌وه. هغه مهال، د حسي معلوماتو تیورۍ په راسپړلو کې، د منطقي اثبات‌پالونکو واکمنه پوهنپوهنه، ښکارندپالنه وه. په حقیقت کې، خپله بورېنګ هم د ښکارندپالونکو د عقیدې پر لار روان ؤ او هڅه یې کوله ترڅو هغه د پېژندنې له یوې تیوري سره سمون ورکړي؛ خو له هغه ځایه چې په دغې شننه کې، د ماغزو حالت له رنګونو، شکلونو، غږ او نورو حسي تجربو سره یوشان څرګندېږي، د هغه د هڅې پایله د پېژندنې تیورۍ «خلف برهان» ؤ.

د وروستي ویتگنشتاین او جان لَنګ‌شَو اوستین له لوري د ښکارندپالنې بې‌اعتبار کېدنې او په هربرټ فیګل او جان سمارټ کې د ګوتلوب فرګه لیکنو او د احساس او مرجع په هکله د هغه مفکورو ته د لېوالتیا راژوندۍ کېدنې له امله، د فزیکي او واقع‌پالونکو مفکورو د منلو لپاره لاره اواره شوه. منطقي چلندپالنه د «ماشین کې اروا – ghost in the machine» دیکارتي مفکورې پر وړاندې د یوه پیاوړي سیال په توګه راڅرګنده شوه او که څه هم د ذهن-وجود پر سکالو باندې د یوه واکمن وضعیت په توګه دوام ونه‌موند، خو د ډول پېژندنې نظریې د منلو او جوړښت په ډګر کې په پياوړې توګه وځلېدله او د دننیو ذهني پېښو تر واک لاندې سیمه یې ړنګه کړه.

نیوکې او ځوابونه

سمول

څوګوني تحقق‌منونکې وړتیا

سمول

د ډول پېژندنې پر تیوري باندې تر ټولو اغېزمنه او ټولیزه نیوکه، د «څوګوني تحقق‌منونکې وړتیا» استدلال دی. د څوګوني تحقق‌منونکې وړتیا نظریه بیانوي چې ذهني حالتونه کېدای شي (د بېلګې په توګه، نه یوازې ماغزه) د بېلابېلو سیسټمونو په ترڅ کې تحقق ومومي. له هغه ځایه چې د پېژندنې تیوري، ذهني پېښې د ماغزو د ځانګړو حالتونو په لړ کې نومېري، نو دغه تیوري ذهني حالتونو ته په هغو اورګانیزمونو یا محاسبوي سیسټمونو کې، چې ماغزه نه‌لري، د تحقق موندنې اجازه نه‌ورکوي. د دغې استدلال له‌مخې، د پېژندنې تیوري خورا محدوده ده او په ترڅ کې یې بې‌دماغه اورګانیزمونه ذهني حالتونه درلودلای نه‌شي. په داسې حال کې چې رمزپېژندنه (چې په هغه کې د ذهني حالتونو ځانګړي رمزونه د فزیکي پېښو له ځانګړو رمزونو سره سمون لري) او «کارکړنپالنه» دواړه د څوګوني تحقق‌منونکې وړتیا درلودونکي دي.[۳]

ذهني کیفیات

سمول

بله متداوله نیوکه دا ده چې د ډول پېژندنې تیوري‌ګانې، د درد، خواشینۍ احساس او زړه‌بدي (کانګې) په څېر ښکارندیزو ذهني حالتونو (یا ذهني کیفیات) په پام کې نیولو کې پاتې راغلې دي (ذهني کیفیات یوازې د شعوري تجربې کیفیات دي. د بېلګې په توګه: د یوه وګړي د درد احساس د هغه د څنګلې په ښورولو سره رامنځ‌ته کېږي). د بېلګې په توګه، د ساول کرېپکي (۱۹۷۲ز) او دېوېد چالمرز (۱۹۹۶ز) د څرګندونو په پام کې نیولو سره، داسې استدلالونه موندلای شو چې د هغو پر بنسټ، د «پېژندنې» یو تیوري‌پوه د ماغزو د حالتونو (یا بل هر ډول فزیکي حالت) پر مټ ښکارندیز ذهني حالتونه پېژندلای نه‌شي، ځکه چې یو وګړی د دغسې کیفي ذهني حالتونو د ماهیت په هکله یو ډول مستقیم پوهاوی لري او د دغو حالتونو ماهیت کیفي دي – نه هغسې چې دماغي حالتونه یې بیانوي.

د ذهني کیفیاتو نیوکې یو مشهور فورمولیزه شوی جوړښت د فرانک جکسن (۱۹۸۲ز) د «ماري خونه» فکري ازمایښت په چوکاټ کې راغلی دي. جکسن وایي چې، راځئ داسې وانګېرو چې د ماري په نوم یو پرتمینه ساینس‌پوهه په ټول ژوند کې په یوه بشپړ تور او سپینې کوټه کې بندي شوې ده. هغې په خپله رنګارنګ څخه محرومې نړۍ کې (د تور او سپين کتابونو او تلویزیون له لارې) عصبي فزیولوجي، الواکي او الکترومقناطیسي علوم په بشپړه توګه مطالعه کړي دي؛ په پایله کې، ماري کولای شي د رنګ د تجربې په هکله واړه فزیکي حقیقتونو باندې پوهه شي. کله چې هغه له خونې څخه ازادېږي، د لومړي ځل لپاره رنګ تجربه کوي، ایا کوم نوی څه زده کوي؟ که چېرې یې په ځواب کې «هو» ووایو (څرنګه چې جکسن هم پر دغه ځواب ټینګار لري)، نو په ښکاره توګه مو د ډول فزیکالیزم له حقیقت څخه انکار کړی دی؛ ځکه چې، که چېرې ماري د رنګ د تجربې په هکله پر ټولو فزیکی حقیقتونو باندې مخکې تر ازادۍ پوهه شوې وي، خو سره له‌دې، بیا هم د رنګ په هکله (د رنګ د ذهني کیفیت تجربې پر بنسټ) یو لړ نوي معلومات ترلاسه کوي، نو داسې برېښي چې د رنګ د تجربې په هکله داسې یو څه شتون درلود چې په فزیکالیستي انځور کې اخېستل شوی نه‌دی (د لا زیاتو معلومات لپاره، «د ماري خونه» مقاله ولولئ).

سرچینې

سمول
  1. Koons, Robert C.; Bealer, George (25 March 2010). The Waning of Materialism. Oxford University Press. ISBN 978-0191614019.
  2. "Is consciousness a brain process?" in: British Journal of Psychology 47 (1956), pp. 44–50.
  3. Smart, J. J. C., 2007, "The Mind/Brain Identity Theory".