د ډاروین د تکامل بدیلونه

د ډاروین د تکامل بدیلونه، د بیولوژي څېړونکو پوهانو له خوا وړاندیز شوي، څو د تکامل نښې او د ژونديو موجوداتو په بېلابېلوډلو پورې تړاو تشرېح کړي. تر پوښتنې لاندې بدیلونه، دا نه ردوي چې د وخت په تېرېدلو سره تکاملي بدلونونه د ژوند د تنوع اصل دی، نه دا چې د نن ژوندي موجودات د پخوانۍ زمانې څخه یو ګډ پلار (یا پلارونه، په ځینو وړاندېزونو کې) لري؛ بلکې دوی د وخت په تېرېدلو سره د تکاملي بدلون د بدیل میکانیزمونه وړاندیز کوي. د هغو بدلونونو په وړاندې استدلال کوي چې د طبیعي غوراوي(انتخاب) له لورې د تکامل بدلون ترټولو مهم محرک په توګه کار کوي.

دا د ځینو نورو داسې دلیلونو څخه دوه توپیره لري، کوم چې دا ردوي چې په لویه پیمانه هر ډول تکامل، لکه څنګه چې د تخلیقیت په ځینو داسې بڼو کې رامنځته شوی دی، کوم چې د تکاملي بدلون بدیل میکانیزمونه نه وړاندیز کوي، بلکې پر ځای یې دا ردوي چې په ټوله کې تکاملي بدلون رامنځته شوی دی. د تخلیقیت ټول ډولونه دا نه ردوي چې چې، تکاملي بدلون رامنځته کېږي، په ځانګړي ډول د توکمیز تکامل پلویان، لکه بیولوژي پوه آسا ګری ټینګار کوي چې، تکاملي بدلون رامنځته کېږي او پر ځمکه د ژوند د تاریخ پر وړاندې مسؤل دی، خو په دې شرط چې، دا بهیر په اړینه توګه، د خدای یا خدای ګوټو له خوا اغېزمنه شوې ده.

که چېرته د تکامل بدلون حقیقت منل شوی و، خو د چارلس ډاروین له خوا وړاندیز شوی میکانیزم، طبیعي ټاکنه، رد شوی و؛ نو د تکامل توضیحاتو، لکه لامارکیزم، کتستروفیزم، ارتوجینیسز، ویټالیزم، جوړښت پېژندنه او موټاسیونیزم (له ۱۹۰۰ پېړۍ څخه دمخه د سالټیشنیزم په نوم یادېده) څخه یادونه شوې وه. بېلابېلو عواملو خلک وهڅول چې، د تکامل نا ډاروین میکانېزمونه وړاندیز کړي. طبیعي ټاکنه، په مرګ او سیالۍ باندې د هغه په ټینګار سره، ځینې طبیعت پوهانو ته په زړه پورې نه و، ځکه چې هغوی غیراخلاقي ګڼل او د غایت پېژندنې(تیلیالوژۍ) یا د ژوند په پراختیا کې د پرمختګ مفهوم لپاره لږ ځای پرېږدي. ځینې هغه ​​چې تکامل یې ومانه، خو طبیعي ټاکنه یې خوښه نه شو، مذهبي نیوکې یې راپورته کړلې. نورو احساس کړه، چې تکامل یوه طبیعي پرمختللې پروسه وه او طبیعي ټاکنه یوازې د وضاحت لپاره کافي نه وه، خو بیا هم نورو درک کړه چې طبیعت، د ژوند د پراختیا په ګډون، د داسې منظمو نمونوپیروي کړه چې طبیعي ټاکنه یې نه شي تشرېح کولای.

د ۲۰ پېړۍ له پیل سره، تکامل په عمومي توګه د بیولوژي پوهانو له خوا منل شوی و، خو طبیعي ټاکنې خپله اغېزمنتیا له لاسه ورکوله. ډېری بدیل نظریې وړاندیز شوې وې، مګر بیولوژي پوهانو د آرتوګینیسیس، ویټالیزم او لامارکیزم په څېر نظریې ژر له پامه وغورځولې، ځکه چې د تکامل لپاره یې هېڅ میکانیزم وړاندې نه کړ.عصري ترکیب، یو نسل وروسته ادعا وکړه چې، د ډاروین د تکامل ټول بدیلونه له منځه یوسي، که څه هم ځینې یې بیا ژوندي شوي، ځکه چې د دوی لپاره مالیکول میکانیزمونه کشف شوي.[۱]

نه بدلېدونکې بڼېسمول

ارستو الهی تخلیق یا تکامل ته غاړه نه اېښوده، بلکې په خپله بیولوژي یې استدلال کاوه او هر ډول (ایډوس) یې بدلېدونکی دی او خپل مثالي ابدي شکل سره ریښتینی نسل ورکوي. (د افلاتون د بڼو تیورۍ ته ورته نه دی). د ارستو وړاندیز په طبیعت کې د یوې ثابتې ډلبندۍ د حیواناتو د نسل کتاب کې - "د طبیعت زینه" د ژونديو موجوداتو د دوام لومړنۍ څرګندونې وړاندې کړې. ارستو ولیدل چې حیوانات تیلیلوژیکي دي (په فعاله توګه پای ته لارښود شوي) او هغه برخې یې درلودلې، چې له نورو حیواناتو سره همغږي وو، مګر هغه دا نظرونه د تکاملي پرمختګ مفهوم سره ونه نښلول.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

په منځنیوپېړیو کې سکولاستیزم، د ارستو نظریې د شته والي یوې لویې مفکورې لړۍ ته وده ورکړه. د زینې انځور په طبیعي ډول د پورته کېدلو احتمال وړاندیزوي، خو دواړو لرغونو یونانیانو او د منځنۍ دورې پوهانو ، لکه: رامون لول دا خبره ساتلې وه چې هر ډول ژوندي موجودات، د هغوی د رامنځته کېدلو له شېبې څخه ثابت پاتې و.[۸]

په ۱۸۱۸ زکال کې، که څه هم ایټ این جیفروی سینټ هیلیر په خپل فلسفه اناتومیک کې استدلال وکړ چې دا لړۍ "یوه داسې پرمختللی لړۍ" وه، چېرته چې د صدف لرونکو ژوو په څېر حیوانات په سلسله کې ټیټ وي، "د برخو په اضافه کولو سره د پیمانې په سر کې د لومړیو بڼو د ساده والي څخه تر د مخلوقاتو پېچلتیاوو پورې" په کافي اندازه وخت ورکولو سره وده کوي. له همدې امله، جیوفرای او له هغه وروسته بیولوژي پوهانو د دا ډول تکاملي بدلون څرګندونو په لټه کې ول. [۹]

د جورج کي وایر د ۱۸۱۲ زکال د فوسیلي هډوکو په اړه څېړنه کې، د برخو د اړیکو په اړه خپله نظریه وړاندې کړه، لکه دا چې یو ژوندی موجود یو بشپړ نظام دی، د هغې ټولې برخې په متقابل ډول مطابقت لري او د بشپړ فعالیت سره مرسته کوي، نو د یوه واحد هډوکي څخه ژوپوهنه ډېری وخت کولای شي ووایي چې، د کوم ټولګي یا ان کومې ډلې پورې دغه حیوان اړه درلوده. که چېرته، یو حیوان د غوښې د پرې کولو لپاره غاښونه ولري، نو ژوپوهان کولای شي، پرته له دې چې یې غاښونه وګوري، دا باوري کولای شي چې، د هغه د حس غړي به د ښکاري او کولمې به یې، د غوښې خوړوونکي وي. یو ډول حیوان د نه بدلیدونکي فعالیت پېچلتیا درلوده او "د هغې هېڅبرخه بدلېدلای نه شي، پرته له دې چې نور هم بدل شي". تکامل پرستانو تمه درلوده چې یوه برخه به په یو وخت کې بدلون ومومي، یو بدلون به بل تعقیب کړي. د کیو وایر په نظر، تکامل ناشونی و، ځکه چې د هر یو بدلون به ټول حساس او نازک نظام غیرمتوازن کړي.[۱۰]

د ۱۸۵۶ز کال د لوئس اګاسیز "د ډلبندۍ په اړه مقاله" د آلمان فلسفي ایډیالیزم بېلګه ده. دا په ډاګه شوه چې، هر ډول ژوندی موجود، په خپل ځان کې پېچلی و، له نورو ژونديو موجوداتو سره یې پېچلې اړیکې درلودې او په سمه توګه، په خپل چاپېریال کې په ځنګل کې د جلغوزو د ونې په څېر ځای پر ځای شوی دی او له دغو دایرو دباندې ژوند نه شي کولای.[۱۱]

د لامارکیانو ټولنیز فیلسوف او تکامل پوه هربرټ سپنسر، په طنزیه توګه د ډاروین له خوا د منل شوې "ترټولو وړ پایښت" تر عنوان لاندې د مقالې لیکوال، د کیو وایر په څېر استدلال څخه ګټه پورته کړه، چې د طبیعي ټاکنې پر وړاندې ودرېږي. په ۱۸۹۳ ز کال کې هغه وویل چې: د بدن په هر جوړښت کې بدلون به نورو ټولو برخو ته اړتیا ولري، څو په نوي تنظیم او ترتیب کې سمون وخوري. له دې څخه، هغه استدلال وکړ چې، دا امکان نه لري چې ټول بدلونونه په سم وخت کې څرګند شي، که چېرته هر یو په ناڅاپي بدلون پورې اړه ولري، په داسې حال کې چې په لامارکين نړۍ کې ټولې برخې به، په طبیعي توګه په یو ځل د کارولو او نا کارولو بدلې بڼې له لارې سمون ولري.[۱۲][۱۳]

سرچينې او ياداښتونهسمول

  1. Bowler 1989، صص. 246–281.
  2. Larson 2004، صص. 12–13.
  3. Ruse 1996، ص. 43.
  4. Mayr 1985، صص. 201–202.
  5. Leroi 2015، صص. 276–278.
  6. Lloyd 1968، صص. 166–169.
  7. Leroi 2015، ص. 89.
  8. Lovejoy 2011، ص. 228 and passim.
  9. Ruse 1996، ص. 95.
  10. Larson 2004، صص. 18–21.
  11. Larson 2004، صص. 42–43, 111.
  12. Bowler 1989، صص. 149, 253, 259.
  13. Bowler 1989، صص. 239, 342.