د چېک جمهوريت نوميالي ليکوالان

فرېنز کافکا (١٨٨٣-١٩٢٤)

 
فرېنز کافکا

فرېنز کافکا له شک پرته چې په پراگ کې د جرمني ژبې د ادبياتو تر ټولو ستر استازى دى، د نوموړي کارونه په نړيواله کچه ستايل شوي دي. (نوموړي خپل زيات اثار په جرمني ژبه ليکلي-ژباړن) نوموړى د چک په پلازمېنه پراگ کې زېږېدلى، په حقوقو کې يې زده کړې کړي، چې وروسته د ټول عمر لپاره د منشي (مامور) په دنده پاتې شو. تر اوسه گومان کېږي ليکوالي د نوموړي د ژوند مهم هدف و. کافکا ډېر منتقد و، هر شي ته يې د انتقاد له زاويې کتل، د هغه زيات اثار د نوموړي تر مړينې وروسته چاپ شول، چې نوموړي ته له دې درکه زياته خوشالي په برخه نه شوه. د نوموړي ځينې مهم اثار دا دي: Metamorphosis يا د (شکل بدلون)، The Trial يا (محاکمه) The Castle (کلا)، له ده څخه د لنډو کيسو يوه ټولگه دغه راز ځينې ليکونه او مجلې هم پاتې دي. نوموړي له اوږدې مودې ناروغ و، همدې ناروغۍ تر اووه کلنې ملگرتيا وروسته نوموړى د مرگ کندې ته ورټېل واهه، نوموړي د اتريش په کېرلينگ ښار کې له دې نړۍ سترگې پټې کړې.

کارل چاپېک (١٨٩٠-١٩٣٨)

 
کارل چاپېک

کارل چاپېک د چک جمهوريت تر ټولو لوى ليکوال، ژباړن، د ډرامو ليکوال، خبريال، کره کتونکى او فيلسوف گڼل کېږي. نوموړي په چکسلواکيا کې د نړيوالو ليکوالو د اورگان (قلم ټولنې) يوه څانگه پرانيستله. نوموړى په چکسلوالکيا کې د پرانيستل شوې ټولنې د لومړني مشر ټي، جي، مساريک ملگرى و. له سفر سره يې زياته مينه وه. چاپېک لنډې کيسې وليکلې (پيسې او نورې کيسې) ناولونه، ډرامې، تمثيلي ټوټې او نور اثار يې وليکل. ده په خپل (له سمندري سوسمارانو سره جگړه) نومي ناول کې د فاشستي حکومت د زيانونو په اړه خبرې کړې دي. نوموړى د نمونيا په ناروغۍ اخته شو، د مونشن تړون تر لاسليکېدو شا و خوا درې مياشتې وروسته يې له دې نړۍ سترگې پټې کړې. (د مونشن تړون: دغه تړون، د چکسلواکيا، جرمني، فرانسې، ايټاليا له خوا لاسليک شو(١٩٣٨ د سپټمبر ٣٠مه) هدف يې د اروپا په دې برخه کې د نازي پاڅون راکمول و- ژباړن)

ياروسلاف سېفرت (١٩٠١-١٩٨٦)

 
ياروسلاف سېفرت

سېفرت د چک جمهوريت ملک الشعراء گڼل کېده، چې په ادبياتو کې يې د نوبل جايزه هم اخيستې ده. نوموړى د شاعرۍ تر څنگ خبريال هم و. په ١٩٢٠ز کال کې سېفرت د يوې کمونيستي مهالنۍ خپرونې اډيټېر و، خو د لسيزې په پاى کې نوموړى د خپلو افکارو له لامله دې گوند څخه وايستل شو. په هغه وخت کې نوموړى د هنر په برخه کې په چک کې زيات مشهور و، خصوصاً د اوانگار هنر. تر ١٩٤٩ز کاله پورې نوموړي د سوشل ډيموکراتيکو پلوي ورځپاڼو او مجلو ته ليکنې کولې، وروسته يې يوازې شاعرۍ ته مخه کړه. ډېر پياوړى شاعر و، د ده هنر ډېر خلک حيران کړي ول. د ده ځينې ټولگې (بلبل په خوارۍ سندره بولي ١٩٢٦ز)، (څراغونه مړه کړه ١٩٣٨ز)، (گلورينه خولۍ ١٩٤٥ز)، (مور ١٩٥٤ز)، (د نړۍ ټولې ښکلاوې ١٩٨١ز) نومېږي. نوموړي ته د نوبل جايزه په ١٩٨٤ز کې ورکړل شوه.

ولاديمير هولين (١٩٠٥- ١٩٨٠)

 
ولادیمیر هولین

ولاديمير هولين يو چکى شاعر او ژباړن و. خپله لومړۍ شعري ټولگه يې په ١٩٢٦م کال کې خپره کړه، په همدې کال له منځنيو زده کړو فارع شو. وروسته د يوه ملازم په توگه په دنده وگمارل شو، خو د صحي ستونزو او له دندې د نه رضايت له کبله، اووه کاله وروسته تقاعد شو. وروسته يې خپل ټول ژوند ادبياتو ته وقف کړ.

تر دويمې نړيوالې جگړې وروسته هولين له کمونيزم سره لېوالتيا پيدا کړه. د ١٩٥٠مې لسيزې په وخت کې نوموړى ته دا چانس په لاس ورغى چې له ډېرو سختيو سره- سره خپلې ليکنې چاپ کړي.

کله چې يې په ١٩٧٧م کال کې لور مړه شوه، هولين له ليکنو چورلټ لاس په سر شو. د ده د ليکنو يوه ځانگړنه دا ده، چې سوچه چکي ژبه يې کارولې او ژور فلسفي افکار په کې نغښتي دي. شعرونه يې ژور او او د احساساتو منعکسوونکي دي. د نوموړي ځينې شعري ټولگې په دې نومونو دي: (ډبرې... ته به راځې ١٩٣٧)، (له فرانسې څخه ځواب ١٩٣٨)، (له هالميت سره يوه شپه) او (درد ١٩٦٥).

بوهومېل هرابال (١٩١٤- ١٩٩٧)

 
بوهومېل هرابال

بوهومېل هرابال په پراگ کې د حقوقو له پوهنځي څخه فارغ شو، خو ټول عمر يې په بل ډگر کې کار وکړه: د رېلگاډو د پټلۍ د کارکوونکي، د رېلگاډو د اسانتيا برابروونکي، او دېته ورته کارونو کې مصروف شو. تر ١٩٦٣م کاله پورې مسلکي ليکوال نه و. د ده زيات کارونه په پراخه پيمانه د خپل ژوند ليک ليکل وو. د ده په ژوندوني د نوموړي زيات کتابونه د فلم په توگه راووتل، يو ليکل شوي فلم چې يې د رېلگاډو د دقيقې څارنې په اړه و، د اوسکار جايزه هم واخيسته. (Closely Observed Trains) د هغه له مهمو اثارو څخه يو هم Larks on a String(١٩٥٩)، (ما د انگلنډ د پاچا په توگه خدمت وکړ ١٩٧١ چې په ١٩٨٠م کال چاپ شو) دغه راز (ډېر شور او تنهايي ١٩٨٠).

يوسېف شکوورېسکي (١٩٢٤)

 
Josef Škvorecký

نوموړى چکى ليکوال، ژباړن او خپرندوى دى. تردويمې نړيوالې جگړې وروسته يې پوهنتون پيل کړ، په انگرېزۍ او فلسفه کې يې زده کړې وکړې. دغه راز يې د ښوونکي او اډېټر په توگه هم کار وکړ، چې په ١٩٦٣م کال کې د يوه مسلکي ليکوال په توگه مشهور شو. په ١٩٦٩م کال نوموړى امريکا ته لاړ او په کورنل پوهنتون کې يې د لکچرر په توگه دنده پيل کړه. کله چې د چکسلواکيا رژيم د نوموړى د کتاب (د بدلمنو جمهوريت) پر خپرېدو بنديز ولگاوه، د نوموړي مېرمن په تبعيد کې ژوند غوره وباله. دوى په تورنتو کې مېشت شول، هلته يې د جلا وطنو لپاره يو خپرندوى ارگان ايجاد کړ، دلته د چک ٦٨ خپرندويانو خپل کتابونه چاپ کړل، اکثره يې هغه کتابونه وو، چې په چکسلواکيا کې ورباندې بنديز لگېدلى و. په ١٩٩٣م کال کې دوى ٢٢٧کتابونه چاپ کړل، د شکوفريسکي ډېر مشهور کتابونه دا دي: (ډارنان ١٩٤٩)، د بدلمنو جمهوريت)، (د غرور موسم ١٩٧٥) او (د امريکا ږغ ١٩٩٠). (د نوموړي نوم Josef دى، په چک جمهوريت کې د ځينو نورو اروپايي هېوادونو په څېر J د i په توگه تلفظېږي- ژباړن)

ميلان کونديرا (١٩٢٩):

 
ميلان کونديرا

نوموړي په موسيقۍ پوهنه، فلم، ادبياتو او ښکلاپوهنه کې زده کړه وکړه، وروسته يې د پراگ په چارلز پوهنتون کې د نړيوالو ادبياتو تدريس پيل کړ. دوه ځلې د کمونيست گوند غړى شو او دواړه ځله ترې وايستل شو. په ١٩٧٠م کال کې د دې گوند مخالف شو. پنځه کاله وروسته رينز پوهنتون ورته وړانديز وکړ چې د څارونکي استاد په توگه ورسره کار وکړي، نوموړى په فرانسه کې پاته شو. په ١٩٨١م کال کې نوموړي د چکسلواکيا تابعيت بايلود او د فرانسې تابعيت ورکړل شو. چې په پاريس کې يې د پوهنتون تدريس پيل کړ، تر اوسه هورې ژوند کوي. نوموړي ځينې ناولونه وليکل: (ټوکه ١٩٦٥)، (د هستۍ د نه زغملو سپکوالى ١٩٨٤)، (ابديت ١٩٩٠). د دې تر څنگ نوموړى ځينې شعري ټولگې هم لري، چې چاپ شوې دي.