د چین کورنۍ جګړه

د چین کورنۍ جګړه د چین جمهوري دولت (ROC) او د چین هېواد د کمونست ګوند (CCP) ځواکونو ترمنځ د کومینتانک په مشرۍ رامنځته شوه، چې له ۱۹۲۷ ز کال نه وروسته یې په دوامداره توګه دوام وکړ.

دا جګړه له یوه لنډ ځنډ سره په دوو پړاوونو وېشل کیږي: د ۱۹۲۷ ز کال له اګست نه تر ۱۹۳۷ ز کال پورې، شمال ته د لېږل شوي ځواک په لړ کې دKMT  او CCP یووالی له منځه ولاړ او ملتپالو د چین ډیره برخه تر واک لاندې راوسته. له ۱۹۳۷ نه تر ۱۹۴۵ ز کاله پورې دښمنۍ تر ډېره حده ودرول شوه، ځکه چې د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د متفقینو په مرسته پر چین باندې د جاپان د یرغل پر وړاندې دویمې متحدې جبهې جګړه وکړه؛ خو په هغه وخت کې هم د KMT او CCP ترمنځ همکاري ډېره کمه وه او د هغوی ترمنځ وسله والې نښتې دود وې. په چین دننه د اختلافاتو د ډېروالي لامل دا و، چې د جاپان په ملاتړ یو لاسپوڅی دولت، چې مشري یې د وانګ جینګوي په نامه کس کوله رامنځته شو  تر څو د چاپان تر ښکېلاک لاندې د چین ځینې سیمې تش په نامه اداره کړي.

همدا چې په نږدې وخت کې د جاپان د ماتې څرک ولګېد، نو د چین کورنۍ جګړه سمدلاسه بیا پیل شوه او (CCP) له ۱۹۴۵ ز نه تر ۱۹۴۹ ز کاله پورې د جګړې په دویم پړاو کې برلاسی شو، چې په عمومي توګه د چین کمونیستي انقلاب بلل کېږي.

کمونیستانو د چین د اصلي خاورې کنټرول ترلاسه کړ، چې په ۱۹۴۹ ز کال کې یې د چین د خلکو جمهوریت (PRC) رامنځته کړ او په دې توګه د چین د جمهوریت مشرتابه یې دې ټه اړ کړ، چې د تایوان جزیرې ته شاتګ وکړي. د ۱۹۵۰ لسیزې په پیل سره د تایوان د تنګي دواړو غاړو ترمنځ یو دوامداره سیاسي او نظامي کړکیچ رامنځته شو، داسې چې ROC په تایوان کې او PRC د چین په اصلي برخه کې دواړو په رسمي ډول د ټول چین د قانوني حکومت ادعا وکړه. د تایوان د تنګي له دویم کړکیچ وروسته دواړو په رسمي توګه په ۱۹۷۹ ز کال کې اوربند وکړ، په دې توګه د هیڅ ډول اوربند یا سولې کوم تړون د دواړو تر منځ لاسلیک نه شو. [۱][۲]

شالید

سمول

د چینګ سترواکۍ له ړنګېدو او د ۱۹۱۱ ز کال له انقلاب وروسته، سن یات سین د چین د نوي جمهوریت ولسمشر شو، او تر هغه لږ ځنډ وروسته یوان شیکای د هغه ځای ناستی شو. یوان په چین کې د پاچاهۍ یا سلطنت بیا راګرځولو لپاره لنډمهالې هڅې وکړې خو په پای کې ناهیلی شو، په چین کې د هغه له مړینې وروسته په ۱۹۱۶ ز کال کې د واک پر سر جګړې پیل شوې.[۳]

کو مینتانګ (KMT) د سن یات سین په مشرۍ ګوانګزو کې نوی حکومت ددې په موخه رامنځته کړ، ترڅو له هغو جنګ سالارانو سره، چې د چین په لویو برخو کې یې واکمني کوله او د یو قوي مرکزي حکومت د جوړولو مخه یې نیوله سیالي وکړي. وروسته له دې چې د سین یات سین هڅې له لوېدیځو هیوادونو نه د مرستې د ترلاسه کولو په برخه کې له پامه وغورځول شوې، هغه شوروي اتحاد ته مخه کړه. په ۱۹۲۳ ز کال کې په شانګهای کې سن یات سین او د شوروي استازي ادولف جوف د سن – ژوف په منشور کې چې د کمینترن (KMT) او (CCP) تر منځ د مرستې او همکارۍ تړون و شوروي د چین د یووالي په برخه کې له چین سره د مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه، په ۱۹۲۳ ز کال کې د کمونست استازي میخایل بورودین د شوروي اتحاد کمونست ګوند په لیکو کې د CCP او KMT دواړو په بیا تنظیمولو او یوځای کولو کې مرسته وکړه. CCP چې په پیل کې یوه مطالعاتي ډله وه له KMT سره په ګډه یې لومړۍ متحده جبهه جوړه کړه.[۴][۵]

په ۱۹۲۳ ز کال کې، سن د چیانګ کای شیک په نامه خپل یو مرستیال د څو میاشتو نظامي او سیاسي مطالعاتو لپاره مسکو ته واستاوه. چیانګ بیا د Whampoa نظامي اکادمۍ مشر شو، چې د نظامي مشرانو راتلونکی نسل یې روزه. شوروي دې اکادمۍ ته درسي مواد او مناسب تجهیزات لکه وسلې برابرې کړې. همدارنګه هغوی په ډېریو تخنیکي برخو کې ګڼ شمېر ډلې وروزلې. په دې مرستې سره سن یات سین «د ګوند یو پوځ» رامنځته کړ، چې په دې توګه یې تمه درلوده، ترڅو جنګسالاران په نظامي توګه مات کړي. د CCP غړي هم په دې اکادمۍ کې موجود وو او ډېری یې استادان شوو، له هغې ډلې ژو اېنلای دی چې د سیاسي برخې ښوونکی شو.[۶][۷]

د کمونست غړو په شخصي توګه له KMT سره د یوځای کېدو اجازه درلوده. خپله CCP هغه وخت لا کوچنی و او په ۱۹۲۲ ز کال کې یې ۳۰۰ غړي درلودل، تر ۱۹۲۵ ز کاله پورې یې یوازې ۱۵۰۰ غړي درلودل، خو تر ۱۹۲۳ ز کاله پورې KMT شاوخوا ۵۰،۰۰۰ غړي درلودل. [۸]

همدا راز په ۱۹۲۵ ز کال کې د سن له مړینې وروسته KMT په کیڼ او ښي اړخو حرکتونو ووېشل شو. د KMT غړي په دې اړه اندیښمن وو، چې شوروي به هڅه کوي چې د CCP له لارې KMT له دننه له منځه یوسي. بیا CCP د شمالي کمپاین پر وړاندې مخالفت سره خپل حرکتونه پیل کړل او د ګوند په یوې غونډه کې د هغو پر ضد یو پریکړه لیک تصویب کړ.

بیا د ۱۹۲۷ ز کال په مارچ میاشت کې KMT خپله دویمه ګوندي ډله ییزه غونډه جوړه کړه، چې په دې غونډه کې شوروي د شمالي کمپاین پر وړاندې د پریکړه لیکونو په تصویبولو او دغه راز د چیانګ د واک محدودولو په برخه کې مرسته وکړه، چې په دې توګه دا څرګنده و، چې KMT به په واضح توګه ډېر ژر ووېشل شي.

په دې ټوله موده کې شوروي اتحاد د چين پر کمونست ګوند ډېر اغېز درلود. دوی د چین د کمونست ګوند ملاتړ لپاره پیسې او جاسوسان واستول. د دوی له ملاتړ پرته، ښایي کمونیست ګوند ناکام شوی وای. دا ټول موارد په هغه وخت کې د چین د نورو کمونستي ګوندونو اړوند اسناد ښيي، چې یوې ډلې له ۱۰،۰۰۰ غړو سره د شوروي اتحاد د ملاتړ نه لرلو له امله ماته وخوړه. [۹]

د شانګهای ټول وژنه او شمالي پلاوی 

سمول

د KMT ـ  CCP ترمنځ سیالۍ د ۱۹۲۷ ز کال په لومړیو کې په انقلابي صفونو کې د درز او وېش لامل شوې. د CCP او د KMT چپ اړخه ډلو پریکړه وکړه، چې د KMT دولت مرکز او پلازمېنه له ګوانګزو نه ووهان ښار ته انتقال کړي، یعنې هغه ځای ته چې د کمونیستانو نفوذ هلته ډېر او پیاوړی و. په دې توګه چیانګ او لی زونګرین، چې لښکرو یې د سن چوان فانګ په نامه جنګسالار ته ماتې ورکړه، نو ختیځ خوا ته د جیانګشي پر لور یې حرکت وکړ. کیڼ اړخو په KMT کې د کمونیستانو د نفوذ له منځه وړلو په هکله د چیانګ غوښتنه رد کړه او چیانګ دوی له شوروي اتحاد نه د امر په اخیستلو سره د سن یات سین خلکو له درې اصولو سره په خیانت کولو محکوم کړل، د مایو تسه تونګ په وینا د KMT په کمپ یا اردوګاه کې د CCP کمپ په پرتله د چیانګ زغم د هغه د واک په ډېرېدو سره راکم شوی دی.[۱۰]

د اپريل میاشتې په اوومه نېټه چيانګ او د KMT څو نورو مشرانو يوه غونډه ترسره کړه او د دې غونډې په ترڅ کې يې داسې وړانديز وکړ، چې کمونیستي فعاليتونه له ټولنيز او اقتصادي پلوه تخریبوونکي دي او د ملتپاله انقلاب دوام لپاره بايد دا فعالیتونه بند شي. د اپريل په ۱۲مه نېټه په شانګهای کې د جنرال بای چونګ شي په هدایت سره په KMT کې د کمونست ګوند ګڼ شمېر غړي د سلګونو نيولو او اعدامونو له لارې له منځه لاړل، چې CCP هغه د اپرېل د ۱۲مې نېټې پېښه د سپینې ترهګرۍ یا د شانګهای ټول وژنې په نامه یاده کړه. دې پیښې د چیانګ او د KMT د کیڼ اړخې ډلې مشر وانګ جینګ وي، چې د ووهان ښار کنټرولوونکی و د دواړو ترمنځ یې درز او جنجال لا پراخه کړ.[۱۱][۱۲]

په پایله کې د KMT کیڼ اړخ هم د CCP غړي د ووهان له حکومت نه وشړل، چې په خپل وار سره د چیانګ کای شیک په وسیله دا حکومت ړنګ شو. KMT د جنګ سالارانو پر وړاندې خپله مبارزه بیا پیل کړه او د ۱۹۲۸ ز کال په جون میاشت کې یې بیجینګ ونیو. د ختیځ چین ډېری برخې ډیر ژر د نانجینګ مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې راغلې چې د چین د یوازیني قانوني حکومت په توګه په رسمیت وپیژندل شو. د KMT حکومت د سن یات سین په موافقې سره، د انقلاب د درېیو پړاوونو فورمول اعلان کړ: نظامي یووالی، سیاسي واک، او د اساسي قانون ډیموکراسۍ.[۱۳][۱۴]

سرچينې

سمول
  1. Green, Leslie C. The Contemporary Law of Armed Conflict. p. 79.
  2. Lew, Christopher R.; Leung, Pak-Wah, eds. (2013). Historical Dictionary of the Chinese Civil War. Lanham, Maryland: The Scarecrow Press, Inc. p. 3. ISBN 978-0810878730.
  3. So, Alvin Y.; Lin, Nan; Poston, Dudley, eds. (July 2001). The Chinese Triangle of Mainland China, Taiwan, and Hong Kong: Comparative Institutional Analyses. Contributions in Sociology. Vol. 133. Westport, CT; London: Greenwood Press. ISBN 978-0-313-30869-7. ISSN 0084-9278. OCLC 45248282.
  4. "Milestones: 1945–1952 - Office of the Historian". history.state.gov. نه اخيستل شوی 2021-10-28.
  5. March, G. Patrick. Eastern Destiny: Russia in Asia and the North Pacific. [1996] (1996). Greenwood Publishing Group. ISBN 0-275-95566-4. p. 205.
  6. H.H. Chang, Chiang Kai Shek – Asia's Man of Destiny (Doubleday, 1944; reprint 2007 ISBN 1-4067-5818-3. p. 126.
  7. Ho, Alfred K. Ho, Alfred Kuo-liang. [2004] (2004). China's Reforms and Reformers. Greenwood Publishing Group. ISBN 0-275-96080-3. p. 7.
  8. Fairbank, John King. [1994] (1994). China: A New History. Harvard University Press. ISBN 0-674-11673-9.
  9. Kuhn, Robert (2005). The man who changed China: the life and legacy of Jiang Zemin. Crown Publishers.
  10. Zedong, Mao. Thompson, Roger R. [1990] (1990). Report from Xunwu. Stanford University Press. ISBN 0-8047-2182-3.
  11. Brune, Lester H. Dean Burns, Richard Dean Burns. [2003] (2003). Chronological History of U.S. Foreign Relations. Routledge. ISBN 0-415-93914-3.
  12. "Milestones: 1945–1952 - Office of the Historian". history.state.gov. نه اخيستل شوی 2021-10-28.
  13. Guo, Xuezhi. [2002] (2002). The Ideal Chinese Political Leader: A Historical and Cultural Perspective. Greenwood Publishing Group. ISBN 0-275-97259-3.
  14. Theodore De Bary, William. Bloom, Irene. Chan, Wing-tsit. Adler, Joseph. Lufrano Richard. Lufrano, John. [1999] (1999). Sources of Chinese Tradition. Columbia University Press. ISBN 0-231-10938-5. p. 328.