د چین او متحده ایالاتو اړیکې
په ۱۹۴۹ ز کال کې د چین د خلکو جمهوریت او د امریکا د متحده ایالاتو اړیکې پېچلې وې. له ۱۹۸۰ ز کال وروسته د دوی ترمنځ اقتصادي اړیکو چټکه وده وکړه. دغه اړیکې یو له تر ټولو نږدې اقتصادي اړیکې او په آسیا او اقیانوسیه کې حاکمې سیالۍ دي. د نړۍ مشران او پوهان هغه په یو وېشتمه پېړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخیزې اړیکې بولي.[۱][۲][۳]
له ۲۰۲۱ ز کال راهیسې، د امریکا متحده ایالات د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد او چین ورپسې دویم ځای لري، په داسې حال کې، که چېرې د پېرلو د توان له مخې اندازه شي، چین په زیاته کچه ناخالص ملي تولیدات لري. له تاريخي پلوه، د دغو دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې په عمومي بڼه د نښتو د یو شمېر ښکاره دورو په ځانګړې توګه د کوریا او ویتنام جګړو په پرتله تر ډېره باثباته دي. اوس مهال، د امریکا متحده ایالات او چین د اټومې وسلو د نه زیاتوالي په څېر ګډې امنیتي، سیاسي او اقتصادي ګټې لري، خو بیا هم یو شمېر نا حل شوې اندېښنې په چینايي دولت کې د دیموکراسي د ونډې او په چین کې د بشري حقونو اړوند شته دي. چین له جاپان وروسته د امریکا د متحده ایالاتو دویم لوی پورورکوونکی (creditor) هېواد دی. دواړه هېوادونه د چین په سویلي سیند کې ځمکني اختلافات لري؛ چین ادعا کوي چې د چین سویلي سیند ټول دوی ته اړوند دي، په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات هغه نړیوالې اوبه بولي او ادعا کوي چې حق لري، جنګي الوتکې او بېړۍ یې په دغه سیمه کې عملیات ترسره کړي.[۴][۵][۶][۷][۸]
له چین سره اړیکې په ارامۍ پیل شوې، تر هغه مهاله چې په ۱۸۴۵ ز کال کې د وانګسیا هوکړه لاسلیک شوه. متحده ایالات د ارام سمندرګي په جګړه کې (۱۹۴۱-۱۹۴۵ ز کال) د جاپان پر وړاندې د چین په خوا کې ودرېدل، خو د چین په اصلي برخو کې د چین په کورنۍ جګړه کې د چین د کمونیست ګوند (CCP) له بریا وروسته، چې د کوریا په جګړه کې یې مهمه وسله واله جګړه د چین د خلکو له جمهوریت سره وکړه، د ۲۵ کلونو لپاره یې تر هغه مهاله چې ولسمشر ریچارډ نیکسون په ۱۹۷۲ ز کال کې چین ته سفر ورکړ، دغه اړیکې جوړې نه کړې. د نیکسون له سفر وروسته د امریکا هر ولسمشر یوازې له جیمي کارتر پرته نورو ټولو چین ته سفر لرلی دی. د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د هغه د اسیا محورې ستراتیژۍ له امله له چین سره اړیکې ترینګلې شوې، خو د هغه د ولسمشرۍ پر مهال د اړیکو په ترینګلتیا سربېره د ۲۰۱۶ ز کال په وروستیو کې د اوباما پر وړاندې د چینايي وګړو مثبت لیدلوری ۵۱ سلنه و، چې یوازې د ټرمپ د ادارې پر مهال راټیټ شو. په ۲۰۲۰ ز کال کې د پیو څېړنیز مرکز (Pew Research Center) د سروې له مخې ۲۲٪ امریکايي وګړو د چین پلوه نظر درلود، ۷۳٪ نورو نامعلوم نظر درلود او یوازې د یو سلنه وګړو نظر منفي و. دغې نظر پوښتنې موندلې ده چې له ۲۴٪ سلنه نه زیات امریکایان، چین د متحده ایالاتو پر وړاندې اصلي ګواښ بولي. په دې سربېره د چینايي عامه افکارو سروې موندلې ده چې، د متحده ایالاتو پر وړاندې د مطلوبیت کچه راټیټه شوې او ۶۱٪ سلنه یې په اړه نامعلوم لیدلوري لري.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
دغه اړیکې په متحده ایالاتو کې د ټرمپ او په چین کې د کمونیست ګوند د عمومي منشي شي جین پینګ د واکمنۍ پر مهال، د چین له خوا د چین د سویلي سیند د نظامي کولو او د امریکا په متحده ایالاتو کې د چینايانو د جاسوسۍ له امله په کلکه سره ترینګلې شوې. د ټرمپ ادارې د ۲۰۱۷ ز کال د ملي امنیت د ستراتیژي په پیل کې، چین «ستراتیژیک سیال» وباله. ورپسې یې د چین پر وړاندې سوداګریزه جګړه پیل کړه، په سینکیانګ کې یې په هواوې او د بشري حقونو تر پښو لاندې کوونکو سره په نورو اړوندو شرکتونو د تجهیزاتو له پېرلو امریکايي شرکتونه منع کړل، په چینايي زده کوونکو او پوهانو یې د ویزې بندیزونه( ممنوعیتونه) زیات کړل او چین یې په پولي سیستم کې په لاسوهنه (currency manipulator) تورن کړ. د ټرمپ د ادارې پر مهال، په ځانګړې توګه د امریکا-چین د سوداګریزې جګړې له پیل راهیسې، سیاسي کارپوهان خبرداری ورکوي چې، یوه نوې سړه جګړه د پیل کېدو په حال کې ده. د ۲۰۲۰ ز کال تر مۍ میاشت پورې دغه اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېدې او دواړو خواوو د نړیوالې کوېډ -۱۹ وبا د پړې اچولو په موخه د همکارانو په استخدام پیل وکړ.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو دغه ترینګلتیا د بایډن تر مدیریت لاندې ادارې پورې پر خپل ځای پاتې دي، کوم چې چین یې د امریکا په بهرني سیاست کې اصلي ټکی وباله. د دوی ترمنځ یو له بل سره مخ کېدونې موضع؛ له هانګ کانګ سره د چین په چلن، د تایوان پر وړاندې ګواښونه، د ایغوریانو قتل عام او د چینايانو په سایبري جګړې د بایډن د ادارې په تمرکز دوام موندلی دی. په مقابل کې چین د بشري حقونو د نقض کولو د رد کولو په موخه «د لېوانو جګړه ییزه دیپلوماسي» (wolf warrior diplomacy) غوره کړې.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
د کوریا جګړه
سمولد کوریا جګړه، د ۱۹۵۰ ز کال د جون په ۲۵ مه د شمالي کوریا د کمونیستي دولت له خوا چې له مسکو او بیجېنګ سره یې نږدې اړیکې لرې، له سویلي کوریا سره پیل شوه. په ځواب کې یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امنیت شورا ۸۲ پریکړه لیک تصویب کړ، چې د رایو په اکثریت یې له شمالي کوریا سره جګړه اعلان کړه. شوروي اتحاد، د ویټو حق په لرلو، د ملګرو ملتونو سازمان چارې تحریم کړې. د امریکا په مشرۍ د ملګرو ملتونو برید د شمالي کوریا برید کوونکي له شمال – سویل پولې د استوا کرښې له ۳۸ درجو واړول او د شمالي کوریا او چین پولو ته څېرمه د یالو سمندر په خوا په مخ ولاړل. ملګرو ملتونو د دواړو کوریا ګانو د یووالي مجوز صادر کړی و او چین نه شو کولای، له کوریا سره د یالو سمندر پولو ته څېرمه مخالف ځواکونه وزغمي. امریکايي ولسمشر ترومن د چین د خلکو جمهوریت د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر ژو انلای خبرداری ورکړ چې په جګړه کې د امریکایانو د لاسوهنې په اړه یې د ملي امنیت د لاملونو له مخې رد کړ. د ۱۹۵۰ ز کال د اکتوبر په وروستیو کې له انجونګ جګړې نه په کوریا جګړه کې د چینایانو ښکېل کېدل پیل شول. د چونګ ان سیند د جګړې پر مهال د خلکو دواطلبه ځواک د ملګرو ملتونو په ځواکونو واک ترلاسه کړ او یا هم په شا شول، چې د امریکا د اتم ځواک د ماتېدو لامل وګرځېد. هغه اوربند چې د ملګرو ملتونو له خوا د چین د خلکو دولت ته وړاندې شو، د ۱۹۵۰ ز کال د دسمبر په ۱۱ مه د چونګ ان سیند له جګړې لږ وروسته د مائو د ادارې له خوا چې د جګړې په دویم پړاو کې د بریا له امله چې په خپله غوڅه بریا پوه شوی و اوغوښتل یې له کوریا نه د ملګرو ملتونو د ځواکونو بشپړ وتلو ته د لېوالتیا په څرګندولو رد شو. چینایان د سیول په درېمه او د هوینګسونګ په جګړه کې بریالي شول، خو د ملګرو ملتونو ځواکونه بیا په پښو شول او هغوی یې د استوا تر ۳۸ درجو پر شا کړل، خو د ۱۹۳۵ ز کال د جولای په ۲۷ مه د کوریا د اوربند د هوکړې په لاسلېکېدو سره دغه کړکېچ پای ته ورسېد. له هغه مهاله وروسته وېشل شوې کوریا د امریکا او چین په اړیکو کې په مهم فکتور واوښته او په زیاته کچه امریکايي ځواکونه په سویلي کوریا کې مېشت شول.[۴۰][۴۱] [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]
د ویتنام جګړه
سمولد چین د خلکو جمهوریت د شمالي ویتنام لپاره منابع او روزنې وړاندې کړې، د ۱۹۶۲ ز کال په اوړي کې، مائو هوکړه وکړه چې ۹۰۰۰۰ وسلې به هانوی ته په وړیا ډول ورکړي. په ۱۹۶۵ ز کال کې د امریکا د تندر عملیاتو (Operation Rolling Thunder) له پیل وروسته ،چین خپل هوا ضد ځواکونه او انجینري ډلې شمالي ویتنام ته ولېږلې، څو د امریکايي بمبارد له امله زیانمن شوي سیستمونه، سړکونه او د ریل پټلۍ ورغوي، نور انجینري کارونه وکړي او په سلګونو زره هغه شمالي ویتنامي ځواکونه خوشي کړي، څو د امریکا له خوا د ملاتړ کېدوني سویلي ویتنام سره جګړه وکړي. د امریکا متحده ایالاتو د ویتنام په جګړه کې۵۸۰۰۰ او ۱۵۹ خپل سرتېري له لاسه ورکړل.[۴۸][۴۹]
سرچینې
سمول- ↑ Woon, C.Y., 2018. China's Contingencies: Critical Geopolitics, Chinese Exceptionalism and the Uses of History. Geopolitics, 23(1), pp.67-95.
- ↑ "Clinton seeks stronger Asia ties". BBC News. 16 February 2009. بياځلي په 7 April 2010.
- ↑ "USC US-China Institute: Ambassador Clark Randt on "The Crucial Relationship"". China.usc.edu. خوندي شوی له the original on 31 March 2009. بياځلي په 2 December 2010.
- ↑ "World Economic Outlook". International Monetary Fund. International Monetary Fund. بياځلي په 12 October 2014.
- ↑ "Japan surpasses China as the biggest creditor to the US government". South China Morning Post (in انګليسي). 16 August 2019. بياځلي په 18 August 2019.
- ↑ Fisher, Max (14 July 2016). "The South China Sea: Explaining the Dispute". The New York Times. ISSN 0362-4331. بياځلي په 11 March 2017.
- ↑ Page, Jeremy; Moss, Trefor (30 November 1999). "China's Claims in the South China Sea – The Short Answer". WSJ. بياځلي په 30 July 2021.
- ↑ "China, US argue over naval activity in South China Sea". Associated Press. 20 May 2021. بياځلي په 30 July 2021.
- ↑ "Global Indicators Database". Pew Research Center.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "BBC World Service poll (page 8)" (PDF). GlobeScan. BBC. 30 June 2017 (PDF). بياځلي په 6 July 2018.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Americans Fault China for Its Role in the Spread of COVID-19". Pew Research Center. 30 July 2020.
- ↑ Pandemic Sees Increase in Chinese Support for Regime, Decrease in Views Towards the U.S. University of San Diego China Data Lab.
- ↑ Aleem, Zeeshan (2017-01-19). "9 questions about China you were too embarrassed to ask". Vox (in انګليسي). بياځلي په 2021-09-17.
- ↑ "Why US-China relations are at their lowest point in decades". BBC News. 24 July 2020. بياځلي په 28 July 2021.
- ↑ "China-US trade war: Sino-American ties being torn down brick by brick". www.aljazeera.com. بياځلي په 18 August 2019.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "For the U.S. and China, it's not a trade war anymore — it's something worse". Los Angeles Times (in American English). 31 May 2019. بياځلي په 18 August 2019.
- ↑ Long, Qiao (21 May 2020). "U.S. Signals Change in China Strategy to 'Defensive' And 'Competitive' Approach". Radio Free Asia. بياځلي په 21 May 2020.
- ↑ "A New National Security Strategy for a New Era". whitehouse.gov (in American English). 18 December 2017. بياځلي په 22 May 2020 – via National Archives.
- ↑ Kastrenakes, Jacob (13 August 2018). "Trump signs bill banning government use of Huawei and ZTE tech". The Verge. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 May 2019. بياځلي په 29 May 2019.
- ↑ Swanson, Ana; Mozur, Paul (7 October 2019). "U.S. Blacklists 28 Chinese Entities Over Abuses in Xinjiang". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 25 May 2020.
- ↑ Davis and Wei (17 July 2020). "Superpower Showdown: Inside the Trade War". USC U.S.-China Institute. بياځلي په 10 August 2020.
- ↑ Perlez, Jane (14 April 2019). "F.B.I. Bars Some China Scholars From Visiting U.S. Over Spying Fears". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 14 July 2019.
- ↑ Yoon-Hendricks, Alexandra (25 July 2018). "Visa Restrictions for Chinese Students Alarm Academia". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 14 July 2019.
- ↑ Meredith, Sam (6 August 2019). "China responds to US after Treasury designates Beijing a 'currency manipulator'". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 6 August 2019.
- ↑ Sevastopulo, Demetri; Smith, Colby (6 August 2019). "Subscribe to read". Financial Times (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 6 August 2019.
{{cite news}}
: Cite uses generic title (help) - ↑ "NDR 2019: Singapore will be 'principled' in approach to China-US trade dispute; ready to help workers". CNA (in انګليسي). بياځلي په 18 August 2019.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Luce, Edward (19 July 2019). "Subscribe to read". Financial Times (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 18 August 2019.
{{cite news}}
: Cite uses generic title (help) - ↑ "Why a Cold War With China Would Be So Costly". www.worldpoliticsreview.com. بياځلي په 18 August 2019.
- ↑ "Is China-US cold war inevitable? Chinese analysts say it can't be ruled out". South China Morning Post (in انګليسي). 14 August 2019. بياځلي په 18 August 2019.
- ↑ Maru, Mehari Taddele. "A new cold war in Africa". www.aljazeera.com. بياځلي په 18 August 2019.
- ↑ Kate O'Keeffe, Michael C. Bender and Chun Han Wong, "Coronavirus Casts Deep Chill Over U.S.-China Relations: Pandemic has brought relations between the two to a modern-day nadir as they try to outmaneuver one another to shape the world order" The Wall Street Journal May 6, 2020
- ↑ Hunnicutt, Trevor; Holland, Steve (21 September 2021). "At U.N., Biden promises 'relentless diplomacy,' not Cold War". Reuters. بياځلي په 21 September 2021.
- ↑ "White House Pushes U.S. Officials to Criticize China For Coronavirus 'Cover-Up'". Daily Beast. 21 March 2021. بياځلي په 21 September 2021.
- ↑ Wainer, David (6 October 2020). "Western Allies Rebuke China at UN Over Xinjiang, Hong Kong". Bloomberg.com. خوندي شوی له the original on 7 October 2020. بياځلي په 6 October 2020.
- ↑ Stuart Lao, “U.S. and Europe converge on historic rebuke of China: For the first time ever, G7 leaders mentioned Taiwan and the need to eradicate forced labor.” POLITICO June 13, 2021
- ↑ Bernstein, Brittany (20 January 2021). "Incoming Secretary of State Backs Pompeo's Uyghur Genocide Designation". National Review.
- ↑ Mauldin, William (19 March 2021). "Bitter Alaska Meeting Complicates Already Shaky U.S.-China Ties". The Wall Street Journal. بياځلي په 20 March 2021.
- ↑ "US and China trade angry words at high-level Alaska talks". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). 2021-03-19. بياځلي په 2021-03-20.
- ↑ "How China's "wolf warrior" diplomats use Twitter to troll Beijing's enemies". Vox. 21 December 2020. بياځلي په 28 July 2021.
- ↑ Hao Yufan, and Zhai Zhihai, "China's decision to enter the Korean War: History revisited." China Quarterly (1990): 94-115 online.
- ↑ Stokesbury, James L (1990). A Short History of the Korean War. New York: Harper Perennial. p. 83. ISBN 978-0688095130.
- ↑ Offner, Arnold A. (2002). Another Such Victory: President Truman and the Cold War, 1945–1953. Stanford, CA: Stanford University Press. p. 390. ISBN 978-0804747745.
- ↑ Cohen, Eliot A; Gooch, John (2005). Military Misfortunes: The Anatomy of Failure in War. Free Press. pp. 165–95. ISBN 978-0-7432-8082-2.
- ↑ Zhang, Shu Guang (1995), Mao's Military Romanticism: China and the Korean War, 1950–1953, Lawrence, Kansas: University Press of Kansas, pp. 119–126, ISBN 0-7006-0723-4
- ↑ Alexander, Bevin R. (1986), Korea: The First War We Lost, New York: Hippocrene Books, Inc, pp. 371–376, ISBN 978-0-87052-135-5
- ↑ Andrew James, The Korean War: Years of Stalemate, July 1951-July 1953 (US Army Center for Military History, 2000).
- ↑ James I. Matray, "Beijing and the Paper Tiger: The Impact of the Korean War on Sino-American Relations." International Journal of Korean Studies 15.1 (2011): 155-186.
- ↑ Xiaorong Han, "Spoiled guests or dedicated patriots? The Chinese in North Vietnam, 1954–1978." International Journal of Asian Studies 6.1 (2009): 1-36.
- ↑ Chen Jian, "China's Involvement in the Vietnam War, 1964–69." China Quarterly 142 (1995): 356-387 online