د چیلي تاریخ
د چیلي هېواد کې خلک له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکې هستوګن و. په ۱۶مه پېړۍ کې، هسپانوي فاتحانو د نننۍ ورځې چیلې د خاورې په مستعمره کولو لاس پورې کړ او دا هېواد له ۱۵۴۰ څخه تر ۱۸۱۸ میلادي کال پورې تر هغه چې یې له هسپانیا خپلواکي واخیسته، مستعمره و. د دې هېواد اقتصادي وده په لومړي سر کې د کرهڼیزو محصولاتو او بیا وروسته د مالګې او میسو په صادرولو ولاړه وه. د اومو موادو ثروت یې د اقتصادي ودې لامل وګرځېد، خو تر څنګ یې په نورو هېوادو باندې د اتکا او له ګاونډیو سره د جګړې لامل هم شو. چیلي د خپلې خپلواکۍ په زیاتره ۱۵۰ کلونو کې د محدود شوو حکومتونو له خوا اداره کېده، چېرته چې رای ورکوونکي په دقت سره د یوې نخبې ډلې له خوا څېړل کېدل او کنټرولیدل.
عمومي مالومات | |
---|---|
هېواد |
اقتصادي او ټولنیزو ناخوالو ته نه پاملرنه او د لږ هوسا وګړو سیاسي اګاهي زیاتوالی او همداشان د سړې جګړې د یوې برخې په توګه د امریکا د CIA له خوا غیرمستقیمه مداخله او اصلي سیاسي ډلو سره مالي او اقتصادي مرستې د سوسیالیست ولسمشر سلوادور الینده د واک پر مهال د یوه سیاسي کړکېچ لامل وګرځېدل. په پای کې دا کار د دې لامل شو چې په ۱۹۷۳ کال کې پوځي دیکتاتور جنرال اګوسټو پینوشه کودتا وکړي او د هغه ۱۷ کلن حاکم رژیم د زیات شمېر بشري حقونو د سرغړونو او د بازار له مخې ژور اقتصادي اصلاحات رامنځته کړي. په ۱۹۹۰ کال کې، چیلي وکولای شول چې دیموکراسۍ ته یو سوله ییز لېږد ولري او پر ځای یې دیموکراتیک حکومتونه راشي. [۱]
لومړی تاریخ (له ۱۵۴۰ کال وړاندې)
سمولشاوخوا ۱۰۰۰۰ کاله وړاندې، مهاجر امریکايي بومي خلک د چیلي په ساحلي حاصلخیزو سیمو کې هستوګن شول. د هسپانیا تر برید وړاندې په چیلي کې دولس بېلابېلې امریکايي ټولنې وي. اوسنۍ معمول نظریې دا دي چې دغې قارې یا د ارام سمندر څنډو ته د انسان لومړنی ورتګ سویل لور ته په چټکۍ سره ولاړ. دا نظریه د مونټه ورډ د لرغون پېژندنې د سایټ له موندنو سره زیات ورته والی لري. په چیلي کې د لومړني انسان د هستوګنې ځانګړې ځایونه په Cueva del Milodon او Pali Aike کې دي.[۲]
د دا ډول تنوع سره سره، شونې ده چې دا بومي خلک په دریو سترو کلتوري ډلو سره ووېشو: شمالي خلک، چا چې بډایه لاسي صنایع جوړول او او له اینکن وړاندې کلتورونو څخه اغېزمن و؛ د اراکانین کلتور، څوک چې د چواپا سیند او د چیلوی ټاپو تر منځ هستوګن وو او زیاتره ژوند یې پر کرهڼه ولاړ و او پټاګونین کلتور چې بېلابېل کوچي قبایل په کې شامل و او خپل ژوند یې د کب نیوونې او ښکار له مخې پر مخ وړ.[۳]
اراکانیان د ښکارځنو، را ټولوونکو او بزګرانو هغه وېشلې ټولنه وه چې په چیلي کې یې د بومي امریکايانو ستره ډله جوړوله. ګرځنده خلک چې په سوداګرۍ او له نورو بومي خلکو سره په جګړو کې ښکېل و په وېشلې بڼه او وړو کلیو کې یې ژوند کاوه. که څه هم اراکانیا کومه لیکلي ژبه نه لري، خو ژبه یې سره یوه وه. هغه چې په مرکزي چیلي کې پاتې شول هغوی زیاترو اوبو لګولې. هغه چې په سویلي کې پاتې شول هغوی بیا کرهڼیزې چارې او ښکار کاوه. د اراکانیانو له دریو ډلو څخه، هغو چې د خپلې خاورې د نیولو پر وړاندې تر ټولو زیات مقاومت له ځانه وښود، هغه ماپوچیان و چې معنی یې «د خاورې خلک» ده.[۴]
اینکن سترواکۍ خپلې سترواکي د نننۍ چیلي تر شمالي برخو پورې وغځوله، چېرې چې هغوی د کب نیوونکو او کروندګرو له وړو ډلو څخه مالیات را ټولول خو و یې نه شوای کولای چې په سیمه کې یو پیاوړي کلتوري شتون ولري. لکه څرنګه چې هسپانویان هم له دې سرنوشت سره مخ شول، نو د چیلي سویل لور ته اینکایان هم له کلک مقاومت سره مخ شول او ویې نشوای کولای چې د چیلي سویل لور ته پر مخ ولاړ شي. په ۱۴۶۰ او ۱۴۹۱ کلونو کې اینکایانو هڅه وکړه چې دا سیمې ونیسي، خو یوازې یې دومره وکولای شول چې د چیلي په مرکزي دره کې ځینې کلاګانې جوړې کړي، خو بیا یي هم و نشوای کولای چې دا سیمې د خان مستعمره کړي. ماپوچي د ساپا توپاک انیکا یوپانکي (د ۱۴۷۱-۱۴۹۳ کلونو شاوخوا) جګړه وکړه او د همدې خونړۍ جګړې په ترڅ کې چې دری ورځې وغځیده او د ماولي جګړې په نوم شهرت لري اینکایانو وکولای شول چې خپله خاوره د چیلې د ماولي تر سیند پورې وغځوي او همدا د دوی تر منځ د پولې په توګه پاتې شو تر څو چې بیا هسپانویان راغلل او دا سیمه یي ټوله ونیوله.[۵][۶][۷]
څېړونکي حدس وهي چې په ۱۵۳۰ مه لسیزه کې کله چې هسپانویان چیلي ته ورغلل د اراوکانیانو د وګړو شمېر ټولټال ۱.۵ میلیونه وګړي و. خو د اروپایانو له خوا د یوې پېړۍ لپاره د دغې سیمې نیول او هلته د رایجو ناروغیو له امله کېدای شي د دوی شمېر نیم ته را ټیټ شوی وي. د جګړې پر مهال، اراوکانیانو په چټکۍ سره اروپايي اسپونه او وسلې او تېر او کمانونه زده کړل او د هسپانویانو پر ښارونو یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ، که څه هم د دوی شمېر مخ په کمېدو و، خو بیا يي هم وکولای شول چې هسپانویان او د هغوی اولادونه د نولسمې پېړۍ تر وروستیو پورې را کنټرول کړي. د اراوکانیانو مېړانې د چیلي خلک دې ته وهڅول چې هغوی د هېواد د لومړنیو اتلانو په توګه وپېژني، خو بیا هم د دې خلکو د اولادونو د بېوزله ژوندانه د ښه والي لپاره هېڅ داسې خاص کوم کار تر سره نه شو.[۸][۹]
د چیلي پاټاګونیا چې په والدیویا کې د کاله-کاله سیند سویل خوا ته پروت دی له زیات شمېر قبایلو څخه جوړ و چې زیاتره یې تهویلیچان و چې په ۱۵۲۰ کال کې د ماژلان د سفر په اوږدو کې د هسپانویانو له خوا د لویو بلاوو په نوم سره یادیدل.
د پاټاګونیا کلیمه له patagón څخه را اخیستل شوې ده چې د ماژلان له خوا د هغو بومي خلکو لپاره کارول کېده چې دوی فکر کاوه دا ټول لکه بلاوې داسې دي. اوس باور پر دې دی چې پاټاګونیان په اصل کې همدا تهویلیچان و چې د دوی د قدونو منځنۍ اندازه د هغه وخت د هسپانویانو د منځني قد یعنې ۱.۵۵ په پرتله ۱.۸۰ سانتي متره و.[۱۰][۱۱]
د ارجنټاین په برخه کې پاټاګونیانو کې د نیوقوین، ریو نیګرو، شوبوټ او سانټا کروز ایالاتونه او همداشان د تیرا ډیل فویګو ختیځې برخې شاملیږي. د ارجنټاین په سیاسي-اقتصادي پاټاګونیک سیمه کې د لا پامپا ولایت شاملیږي.[۱۲]
د چیلي په پاټاګونیا سیمه کې د سویلي والدیویا، لس لاګوس، Llanquihue، Chiloé، Puerto Montt او د Monte Verde د لرغون پېژندنې سیمه او همداشان فیورډان او سویلي ټاپوګان Aisen او Magallanes او لویدیځ لور ته ټایرا ډیل فیوګو او کیپ هارن شامل دي.[۱۳]
اروپايي نیواک او مستعمره (۱۵۴۰-۱۸۱۰)
سموللومړنی اروپايي چې د چیلې خاوره یې ولیدله هغه فرډینانډ ماګیلان و، چې د ماګیلان له تراډې څخه د ۱۵۲۰ کال د نومبر په ۱ تېر شو. که څه هم د چیلي د کاشف لقب ډایګو ډي الماګرو ته ورکړل شوی دی. الماګرو د فرانسیسکو پیزارو همکار و او سویلي سیمه (نیووا تولیدو) یې تر لاسه کړه. هغه د یوې لشکرکشي ترتیبات ونیول چې په پایله کې یې په ۱۵۳۷ کال کې مرکزي چیلي ته را ورسېد، خو هغه د پیرو د اینکا په پرتله دلته ډېر کم سره زر او سلور وموندل. کله چې یې دلته ولیدل چې د سیمې خلک ډېر بېوزله دي و بیرته پیرو ته ولاړ او هلته د هیرناندو پیزارو له خوا په یوه کورنۍ جګړه کې مغلوب شو.[۱۴][۱۵][۱۶]
سرچينې
سمول- ↑ "Covert Action in Chile 1963-1973". US Department of State. Archived from the original on 11 September 2009. نه اخيستل شوی 25 February 2015.
- ↑ Hogan, C. Michael (2008). "Pali Aike". Megalithic Portal. Archived from the original on 2011-06-10. نه اخيستل شوی 2008-11-25.
- ↑ Bengoa, Jose (2000). Historia del pueblo mapuche: (siglo XIX y XX) (په اسپانيايي). Lom Ediciones. ISBN 978-9562822329. Archived from the original on 2023-01-23. نه اخيستل شوی 2020-11-01.
- ↑ Bengoa, Jose (2000). Historia del pueblo mapuche: (siglo XIX y XX) (په اسپانيايي). Lom Ediciones. ISBN 978-9562822329. Archived from the original on 2023-01-23. نه اخيستل شوی 2020-11-01.
- ↑ De la Vega, Garcilaso (1616). "Segunda Parte: Libro VII Cap. 18, 19 & 20". Comentarios reales (په اسپانيايي). Archived from the original on 2019-11-16. نه اخيستل شوی 2009-04-11.
- ↑ Minnis, Natalie (2002). Chile. Langenscheidt Publishing Group. p. 381. ISBN 978-9812348906. Archived from the original on 2023-01-23. نه اخيستل شوی 2013-09-18.
- ↑ "Chile". U.S. Department of State. Archived from the original on 21 January 2017. نه اخيستل شوی 25 February 2015.
- ↑ Bengoa, Jose (2000). Historia del pueblo mapuche: (siglo XIX y XX) (په اسپانيايي). Lom Ediciones. ISBN 978-9562822329. Archived from the original on 2023-01-23. نه اخيستل شوی 2020-11-01.
- ↑ Jarpa, Francisco Fantini (2007). Patagonia chilena: historia. Patagonia Media. ISBN 978-956-310-774-6.کينډۍ:Pn
- ↑ Antonio Pigafetta, Relazione del primo viaggio intorno al mondo, 1524: "Il capitano generale nominò questi popoli Patagoni." The original word would probably be in Magellan's native Portuguese (patagão) or the Spanish of his men (patagón). It has been interpreted later as "big foot" but the etymologyrefers to a literary character in a Spanish novel of the early 16th century (see text).
- ↑ Fondebrider, Jorge (2003). "chapter 1 (Ámbitos y voces)". Versiones de la Patagonia (په اسپانيايي) (1st ed.). Buenos Aires: Emecé Editores S.A. p. 29. ISBN 9500424983.
- ↑ "Servicio Geológico Minero Argentino (SEGEMAR)". Argentina.gob.ar. March 23, 2021. Archived from the original on April 14, 2010.
- ↑ Jarpa, Francisco Fantini (2007). Patagonia chilena: historia. Patagonia Media. ISBN 978-956-310-774-6.کينډۍ:Pn
- ↑ Prescott
- ↑ "Chile – Conquest and Colonization, 1535–1810". Archived from the original on 5 August 2011. نه اخيستل شوی 25 February 2015.
- ↑ Valdivia, Pedro de (October 15, 1550). Carta a sus apoderados en la corte (په اسپانيايي). Archived from the original on September 24, 2015. نه اخيستل شوی April 11, 2009.
...y llegado al valle de Copiapó, lo que trabajé en hacer la guerra a los naturales e fuertes que les rompí y la guerra que hice por todos los valles adelante, hasta que llegué al valle de Mapocho, que es cien leguas de Copiapó, e fundé la cibdad de Sanctiago del Nuevo Extremo, a los veinte e cuatro de hebrero del año de mill quinientos e cuarenta e uno, formando Cabildo, Justicia e Regimiento.