د چک وردگو د برېښنا فابريكه

دابرېښناکوټ په ١٣١٩ل.ل کال دالماني کارپوهانوپه واسطه دزمنس کمپنۍ لخواجوړشوی.دغوائي ترکودتا يې وړاندې درې عشاريه درې ميگاواټه(درې زره اودرې سوه کيلوواټه) برېښناتوليدوله،چې هان ٤٠ کيلوواټه برېښنايې دکابل ځينودولتي اداروته هم ورکوله.له بده بخته ددې برېښناکوټ کاسې اوس له خټونه ډکې دي اوتوربينونه يې له کاره لوېدلي دي.چک برېښناکوټ ددى ولايت يوه ستره اقتصادي شتمني ده چې اوس دبيارغونې انتظارباسي.څوځله دوالي عبدالجبارنعيمي لخواداوبواوبرېښنا وزيرمحمد اسماعيل خان ته يې دجوړولو وړانديزوشو، چې دا دى ايله، ايله يې اوس (١٣٨٧جوزا) کې لومړني کارونه پيل شويدي. دچک دبندپرغاړه يوهوټل هم شته،چې يومهال به سيلانيان پکې دېره کېدل خوبدبختانه هغه هوټل هم دجوړېدولارې څاري.( دپښتونځار له يادښتونو څخه)