د چټکې خبرتیا او کنټرول الوتکې

یو سیستم دی یا هم په الوتکه کې ځای پر ځای شوی د رادار سټیشن دی. دا سیستم د الوتکو، د پوځي قطار د ټانکونو او موټرو او د بېړیو د پیدا کولو لپاره کاریږي. له دې پرته په دې الوتکو څارنه او د دښمن د پوځي قطعو موقیعت او په نښه کول هم ترسره کیږي. کله چې لوړه الوتنه کوي په ځمکه کې د نصب رادار په پرتله له ډېر لرې د دښمن او خپل پوځ الوتکې پېژني. ځمکنی پوځ له ناخبره او ناڅاپه د دښمن له برید څخه خبروي.