د چيچنيا دويمه جګړه

د چيچنيا دويمه جګړه چې روسي ژبه کې ورته (Втора́я чече́нская война́) او چيچني ژبه کې ورته (ШолгIа оьрсийн-нохчийн тIом) وايي، په لفظي ډول «د روسيې او چيچنيا تر منځ دويمه جګړه» معنا لري. دا جګړه د ۱۹۹۹ ز کال اګسټ څخه د ۲۰۰۹ ز کال اپرېل پورې د روسي فدراسيون او د چين د Ichkeria جمهوريت تر منځ په چيچنيا او د شمالي قفقاز (Caucasus) په سرحدي سيمو کې وشوه. د ۱۹۹۹ په اګسټ مياشت کې د چيچنيا اسلامپالو جنګياليو د روسيې په داغستان (Dagestan) سيمه کې نفوذ وکړ، دا سيمه يې د خپلواک دولت په توګه اعلان کړه او د جهاد ادعا يې وکړه. د لومړنيو هلو ځلو پر مهال روسي فوځ او روسي پلويو پوځي وزمه چيچني ځواکونو په پرانيستې جګړه کې د چيچنيا له بېلتون غوښتونو سره مخامخ شول او د ژمي له کلابندۍ څخه وروسته يې، چې د ۱۹۹۹ ز کال د ډسمبر څخه يې د ۲۰۰۰ تر فبروري دوام وکړ؛ د چيچنيا پلازمېنه (Grozny) ونيوله. روسيې د ۲۰۰۰ ز کال په می کې پر چيچنيا باندې سيد حاکميت رامنځته کړ، که څه هم د شمالي قفقاز (North Caucasus) سيمې په اوږدو کې د چيچين نظامي ټينګار يا مقاومت د روسيې د درنو تلفاتو او د څو کلونو لپاره پر چيچنيا باندې د روسيې د سياسي واک د ننګولو تر بريده دوام وکړ. دواړو اړخونو د ملکيانو پر وړاندې بريدونه تر سره کړل. ياد بريدونه د نړيوالو له لورې وغندل شول. [۱]

د ۲۰۰۰ ز کال نيمايي کې د روسيې حکومت روسي پلويو چيچني ځواکونو ته ټاکلي پوځي ځواب وينې ولېږدولې. د پوځ د عملياتو دوره د ۲۰۰۲ ز کال په اپرېل کې پای ته ورسېده او د ساحوي عملياتو همغږي لومړی فدرالي امنيتي خدماتو او وروسته د ۲۰۰۳ ز کال اوړي کې د کورنيو چارو وزارت ته وسپارل شوه.

په ۲۰۰۹ ز کال کې روسيې د چيچن بېلتون غوښتونکی خوځښت په سخت ډول کمزوری کړی و او په پراخه کچه جګړه ودرول شوه. روسي لښکر او د کورنيو چارو وزارت پوځيانو پيره (ګزمه) بنده کړه. Grozny د بيارغونې هڅې وګاللې او د ښار ډېره برخه او ګردچاپېر سيمې په چټکۍ سره بيا ورغول شوې. په ټول شمالي قفقاز کې ځای ځای تاوتريخوالي دوام وکړ. په ياده سيمه کې اوس هم کله ناکله بم ايښودنې او مورچلونه يا کمينونه پېښېږي، چې فدرالي ځواکونه او د سيمه یيزو حکومتونو ځواکونه په نښه کوي. [۲][۳]

د ۲۰۰۹ ز کال په اپرېل کې په چيچنيا کې حکومتي عمليات په رسمي ډول پای ته ورسېدل. دا چې د لښکر ډېره برخه اېستل شوې وه، د ټيټې کچې سرکښۍ سره د راکړې ورکړې ځواب وينه سيمه یيز پوليس ځواک ته وسپارل شوه. درې مياشتې وروسته د بېلتون غوښتونکي خوځښت شړل شوی (تبعيد) مشر Akhmed Zakayev له اګسټ مياشتې څخه د چينچنيا د پوليس ځواک پر وړاندې د وسله وال ټينګار (مقاومت) د درولو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې نوموړی هيله لري چې «د همدې ورځې په پيل سره به، چيچنيان هيڅکله پر يو بل ډزې ونه کړي». دې چارې د چيچنيا د جګړې بشپړ پای په نښه کړ. [۴][۵]

د جګړې د ټولې مړينې کره شمېر نه دی معلوم. روسي زيانونه نږدې ۷۵۰۰ (د روسيې د زيان رسمي شمېرې) يا د سرتېرو د ميندو د کمېټې (Committee of Soldiers’ Mothers) د معلوماتو له مخې نږدې ۱۴۰۰۰ تنه دي. نارسمي سرچينې له ۲۵۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰۰ پورې مړينې يا ورکېدنې اټکل کوي، چې ډېری يې چيچني ملکي وګړي دي. [۶][۷][۸]

نومونه سمول

د چيچنيا دويمه جګړه، د چيچنيا د دويمې مبارزې (روسي: Втора́я чече́нская кампа́ния) يا د چيچنيا د سرکښانو له نظره پر چيچنيا باندې د دويم روسي يرغل په نوم هم پېژندل کېږي. [۹]

د جګړې تاريخي بنسټ سمول

د روسيې سترواکي سمول

چيچنيا په شمالي قفقاز کې يوه سيمه ده، چې په ۱۵ پېړۍ کې د عثماني ترکانو په ګډون يې د بانديني حاکميت پر وړاندې په پر له پسې ډول جګړه کړې ده. د روسيې Terek Cossack Host د هغو خپلواکو Cossacks له لورې په ۱۵۷۷ز کال  کې د چيچنيا په هواره ځمکه کې رامنځته شوه، له Voga څخه Terek سيند هستوګن شوي وو. په ۱۷۸۳ ز کال کې روسي سترواکۍ او د ګرجستان د Kartli-Kakheti پاچهۍ د Georgievsk تړون لاسليک کړ، چې له مخې يې Kartli-Kakheti د روسيې تر څار يا قيموميت لاندې سيمه شوه. له ګرجستان او د Transcaucasia د نورو سيمو سره د اړيکو د خوندي کولو په موخه، روسي سترواکۍ په قفقاز سيمه کې په ۱۸۱۷ ز کال د قفقاز جګړې (Caucasus War) په پيلولو سره د خپل نفوذ خپرول پيل کړل. روسي ځواکونو په ۱۸۳۰ ز کال کې لومړی د چيچنيا لوړې سيمې ته حرکت وکړ او په ياده سيمه کې جګړې تر ۱۸۵۹ ز کال پورې هغه مهال پورې دوام وکړ، چې د جنرال Aleksandr Baryatinsky په مشرۍ ۲۵۰۰۰ کسيز پياوړي لښکر د نوموړي سيمې ټينګار (مقاومت) مات کړ. د روسيې او ترکيې تر منځ د ۷۸-۱۸۷۷ ز کلونو جګړې پر مهال په قفقاز کې پرله پسې پاڅونونه هم وشول. [۱۰]

شوروي اتحاد سمول

د ۱۹۱۷ ز کال روسي اوښتون څخه وروسته چيچنيانو د قفقاز يوه لنډ مهالې امامتي رامنځته کړه، چې د چيچنيا، داغستان او Ingushetia برخې يې راونغاړلې. په سيمه کې د شمالي قفقاز غرني جمهوريت په نوم يو بې دينه او د ټول قفقاز [حکومت] هم و. د روسيې د کورنۍ جګړې دواړو اړخونو د چيچنيا د دولتونو مخالف وو او په ۱۹۲۲ ز کې زياتره ټينګار (مقاومت) د بلشويک سرتېرو له لورې له منځه تللی و. وروسته د شوروي اتحاد له رامنځته کېدنې څخه مياشتې مخکې د روسي SFSR د چیچين خپلواک Oblast جوړ شو، چې د پخواني Terek Cossack Host سيمې يوه برخه يې په ځان پورې وتړله. چيچنيا او ګاونډ Ingushetia په ۱۹۳۶ ز کال کې د چيچن او انګوش خپلواک شوروي سوسياليست جمهوريت جوړ کړ. د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال په ۱۹۴۱ ز کال کې د حسن اسرايلوف (Hasan Israilov) په مشرۍ يو چيچني پاڅون پيل شو. چيچنيان په ۱۹۴۴ز کال  کې د توکميزې پاکونې له مخې Kazakh SSR او Karghiz SSR ته وشړل شول. دا کړنه له نازي المان سره د چيچنيا د ډله یيزې مرستې د ناسمې پلمې له مخې تر سره شوه. يو پر درې يا يو پر څلور برخه چيچنيان د سختو حالاتو له امله مړه شول. زيات پوهان ياده شړنه د نسل وژنې د عمل په توګه پېژني؛ لکه څرنګه چې په ۲۰۰۴ کې اروپايي پارلمان همداسې وکړل. په ۱۹۹۲ ز کې بېلتون غوښتونکي حکومت د ۱۹۴۴ ز کال د کړنو قربانيانو ته يو ځانګړی څلی ودان کړ. د روسيې پلوي حکومت وروسته ياد څلی ړنګ کړ. د قبر ځينې تيږې چې د څلي يوه بشپړونکې برخه وه، د احمد قادروف (Akhmad Kadyrov) څلور لارې کې د ګرانيټ لوحې تر څنګ ښخې شوې وموندل شوې، چې د سيمه یيز روسي پلوي ځواک د زيانونو درناوی کوي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د چيچنيا لومړۍ جګړه سمول

په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد د ړنګېدلو پر مهال چيچنيا خپله خپلواکي اعلان کړه. په ۱۹۹۲ ز کال کې د چيچن او Ingush مشرانو يو تړون لاسليک کړ، چې له مخې يې د چيچن او Ingush ګډ جمهوريت په دوو برخو وېشنه يعنې Ingushetia له روسي فدراسيون سره پاتې کېدله او چيچنيا د خپلواک دولت په توګه. په چيچنيا کې د خپلواکۍ په اړه مناظرې په وروستي ډول له ۱۹۹۲ ز کال راهيسې د کوچنۍ کچې کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړې ده، چې روسيه په کې په پټ ډول د Dzhokhar Dudayev حکومت د غورځولو هڅه وکړه. د چيچن لومړۍ جګړه په ۱۹۹۴ز کال کې هغه مهال پيل شوه، چې روسي ځواکونه د اساسي قانون د بېرته جوړولو په موخه چيچنيا ته ننوتل. د ځينو اټکلونو له مخې له ۱۰۰۰۰۰ څخه د زياتې مرګ ژوبلې په لرلو سره، له نږدې دوه کلنې بې رحمه جګړې څخه وروسته د ۱۹۹۶ Khasavyurt اوربند تړون لاسليک شو او روسي سرتيري له جمهوريت څخه ووتل. [۲۱]

سرچينې سمول

  1. ""Путине болчул а алсам цабезам бу сан Кадыровга"". Маршо Радио (په شیشانیه ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "CIA – The World Factbook – Russia". Cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. It's over, and Putin won Archived 21 January 2013 at the Wayback Machine. The Guardian Retrieved on 23 February 2009
  4. (په 16 April 2009 باندې). Russia 'ends Chechnya operation'. BBC News.
  5. Chechen self-proclaimed government-in-exile lays down weapons Archived 2 August 2009 at the Wayback Machine. Russia Today Retrieved on 29 July 2009
  6. (په 17 February 2003 باندې). Новый спор о потерях в Чечне. 4,572 servicemen of all security agencies killed by December 2002, 680 Russian Armed Forces soldiers killed in 2003–2007 "Archived copy". مؤرشف من الأصل في ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  7. "Russia acknowledges 3,400 soldiers killed in Chechnya since 1999". Spacewar.com. 30 March 2005. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Chechnya War Archived 20 June 2010 at the Wayback Machine., Reuters, 11 April 2007
  9. Федеральный закон № 5-ФЗ от 12 января 1995 (в редакции от 27 ноября 2002) "О ветеранах" کينډۍ:In lang
  10. Jones, Stephen F. (2014). The Making of Modern Georgia, 1918-2012 : the First Georgian Republic and its Successors. Hoboken: Taylor and Francis. د کتاب پاڼې 77. OCLC 881415856. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-81593-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: التاريخ والسنة (link)
  11. Armstrong, Patrick. "Conflict in Chechnya: A Background Perspective." Journal of Conflict Studies. November 1999; Evangelista, Matthew. The Chechen Wars: Will Russia Go the Way of the Soviet Union? Washington, D.C.: Brookings Institution Press, 2003. کينډۍ:ISBN; Dunlop, John B. Russia Confronts Chechnya: Roots of a Separatist Conflict. Cambridge, Mass.: Cambridge University Press, 1998. کينډۍ:ISBN; Seely, Robert. Russo-Chechen Conflict, 1800–2000: A Deadly Embrace. Florence, Ky.: Routledge, 2000. کينډۍ:ISBN.
  12. In one estimate, based on a report by Lavrenti Beria to Joseph Stalin, 150,000 of 478,479 deported Ingush and Chechen people (or 31.3 percent) died within the first four years of the resettlement. See: Kleveman, Lutz. The New Great Game: Blood and Oil in Central Asia. Jackson, Tenn.: Atlantic Monthly Press, 2003. کينډۍ:ISBN. Another scholar puts the number of deaths at 22.7 percent: Extrapolating from NKVD records, 113,000 Ingush and Chechens died (3,000 before deportation, 10,000 during deportation, and 100,000 after resettlement) in the first three years of the resettlement out of 496,460 total deportees. See: Naimark, Norman M. Fires of Hatred: Ethnic Cleansing in Twentieth-Century Europe. Cambridge, Mass.: Harvard University Press, 2001. کينډۍ:ISBN. A third source says a quarter of the 650,000 deported Chechens, Ingush, Karachais and Kalmyks died within four years of resettlement. See: Mawdsley, Evan. The Stalin Years: The Soviet Union 1929–1953. Manchester, England: Manchester University Press, 2003. کينډۍ:ISBN. However, estimates of the number of deportees sometimes varies widely. Two scholars estimated the number of Chechen and Ingush deportees at 700,000, which would halve the percentage estimates of deaths. See: Fischer, Ruth and Leggett, John C. Stalin and German Communism: A Study in the Origins of the State Party. Edison, N.J.: Transaction Publishers, 2006. کينډۍ:ISBN
  13. Conquest, Robert. The Nation Killers. New York: Macmillan, 1970. کينډۍ:ISBN
  14. The European Parliament recognized this as an act of genocide on 26 February 2004.Campana, Aurélie. "Case Study: The Massive Deportation of the Chechen People: How and why Chechens were Deported." Online Encyclopedia of Mass Violence. November 2007. Archived 6 March 2016 at the Wayback Machine. Accessed 11 August 2008; Nurbiyev, Aslan. "Relocation of Chechen 'Genocide' Memorial Opens Wounds." Agence France Press. 4 June 2008 Archived 2 December 2008 at the Wayback Machine.; Jaimoukha, Amjad M. The Chechens: A Handbook. Florence, Ky.: Routledge, 2005. کينډۍ:ISBN.
  15. "Texts adopted - Thursday, 26 February 2004 - EU-Russia relations - P5_TA(2004)0121". www.europarl.europa.eu. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "UNPO: Chechnya: European Parliament recognises the genocide of the Chechen People in 1944". 2012-06-04. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Узел, Кавказский. "European Parliament recognizes deportation of Chechens and Ingushetians ordered by Stalin as genocide". Caucasian Knot. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Алексей Андреев (18 February 2014). "Память не слышит приказы сверху". Слово без границ (په روسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Елена Снежная (15 February 2014). "В Грозном убирают Мемориал памяти жертв сталинской депортации". ЮГ (په روسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جولای ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Муслим Ибрагимов; Александр Иванов (14 February 2014). "Чеченские власти демонтируют Мемориал памяти жертв депортации в Грозном". Кавказский узел (په روسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Campana, Aurelie."The Effects of War on the Chechen National Identity Construction."Article 8.2(2006):129–148