د چين يووالی


د چين يووالی د “Cross-Strait” يووالي يا د چين د بيا يو ځای کېدنې (يووالي) په توګه هم پېژندل کېږي، د هغو سيمو شونی يووالی دی، چې اوسمهال د يوې سياسي هستۍ تر مشرۍ لاندې د چين د ولسي جمهوريت (چين) او د چين جمهوريت (تايوان) له لورې اداره او يا يې د اداره کولو ادعا کېږي او ښايي د دواړو جمهوريتونو تر منځ د يو سياسي يووالي جوړښت وي. د تايوان په بشپړې خپلواکۍ سره يو ځای ياد يووالی د تايوان د سياسي دريځ په اړه د پوښتنو په ګوته کولو په موخه يو له اصلي وړانديزونو څخه دی، چې د “Cross-Strait” اړيکو مرکزي تمرکز دی.

شاليد سمول

په ۱۸۹۵ز کال کې د چين د قينګ “Qing” کورنۍ د چين او جاپان تر منځ لومړۍ جګړه وبايلله او د شيمونوسيکي “Shimonoseki” تړون له لاسليکولو څخه وروسته اړ شوه، چې تايوان او پينګيو Penghu” د جاپان سترواکۍ ته پرېږدي. په ۱۹۱۲ز کال د قينګ کورنۍ واک له لاسه ورکړ او د چين جمهوريت “Republic of China” يا په لنډ ډول “ROC” يې ځايناستی شو. د دولتونو د ځايناستي د نظريې پر بنسټ د چين جمهوريت په اصل کې له تايوان څخه پرته د ټولې هغه سيمې ادعا وکړه، چې د قينګ کورنۍ د ماتې پر مهال يې په دې کورنۍ پورې اړه درلوده او هغه وخت يې په جاپان پورې د تايوان تړلتيا په رسميت وپېژندله. د چين جمهوريت د قينګ کورنۍ له پرځېدلو څخه د وروستيو کالونو پر مهال وتوانېد چې د يادې کورنۍ د قانوني ځايناستي دولت په توګه په پراخه کچه په رسميت پېژندنه تر لاسه کړي.

په ۱۹۴۵ز کال کې د چين جمهوريت يا “ROC” د چين او جاپان تر منځ دويمه جګړه “Second Sino-Japanese War” وګټه، چې له دويمې نړيوالې جګړې سره نغښتی و او د جاپان له غاړه ايښودلو (تسليمېدلو) څخه وروسته يې د متحدينو په استازولۍ يې د تايوان واک تر لاسه کړ. د چين جمهوريت سمدستي د تايوان په اړه خپله ادعا «د تايوان ولايت، د چين جمهوريت» په توګه څرګنده او ادعا يې د پوتسدام اعلاميې “Potsdam Declaration” او قاهرې د ګډې اعلاميې “Cairo Communique” پر بنسټ وکړه. په نږدې همدې وخت کې د چين جمهوریت د شېمونوسيکي تړون ‘Treaty of Shimonoseki’ لغوه کړ او هغه يې يو له هغو ګڼو «نابرابرو تړونونو» څخه وګڼه، چې «د سپکاوي پېړۍ» په نوم دورې پر مهال چين باندې لګول شوی و. په دې وخت کې کيومېنټنګ “Kuomintang (KMT)” د چين جمهوريت واکمن ګوند و او په ځانګړي ډول له متحدينو سره د دې ګوند د مشر چينګ کای شيک “Chiang Kai-shek” د مرستې له امله په پراخ ډول د ياد جمهوريت د قانوني استازي په توګه پېژندل شوی و.

که څه هم د چين جمهوريت د واکمنۍ د ډېرې مودې په اوږدو کې چين په دنني ډول وېشلی و او دا د هغې دورې مهال و، چې «د جنګ سالارۍ دورې» په توګه پېژندل کېږي. د عام نکل له مخې د چين جمهوريت په زياتو بېلابېلو ډلو او بېلتون غوښتونکو ايالتونو باندې وېشل شوی و، چې د واک يا قدرت له هغې تشې (خلا) وروسته د واک په ثابته هڅه کې وو، چې د قينګ کورنۍ له پرځېدلو څخه وروسته رامنځته شوې وه. د دې دورې پر مهال دوه واکمن ګوندونه له نورو څخه پورته شول، چې يوه يې متحده ايالتونو په ملاتړ د کيومېنټنګ ګوند او بل يې د شوروي اتحاد په ملاتړ د چين کمونيست ګوند “Chinese Communist Party (CCP)” و. د دې دوه معلومه سياسي ګوندونو يا ډلو تر منځ د واک هلې ځلې د چين د کورنۍ جګړې “Chinese Civil War” په توګه پېژندل کېږي. د چين کورنۍ جګړه د چين جمهوريت د تاريخ په اوږدو کې وخت ناوخت يا کله کله وشوه؛ ياده جګړه د چين او جاپان تر منځ د دويمې جګړې له امله له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوه.

وروسته له هغې چې د چين او جاپان تر منځ دويمه جګړه پای ته ورسېده، د چين کورنۍ جګړه بيا پيل شوه او د چين کمونيست ګوند “CCP” د کيومېنټنګ ګوند پر وړاندې (چې د چين جمهوريت يې اداره کاوه) په چټکۍ سره پراخه ګټه تر لاسه کړه. په ۱۹۴۹ ز کال کې د کېومېنټنګ ګوند خپل حکومت، فوځ او نږدې له ۱،۲ څخه تر ۲ ميليونو پورې شاهي اتباع تايوان ته واستول، چې په دې وخت کې د نږدې څلور کالونو لپاره پرې يوازې همدا ګوند واکمن و. د چين په اصلي ټاټوبي کې د چين کمونيست ګوند د چين ولسي جمهوريت “People’s Republic of China (PRC)” اعلان کړ، چې په ګټور ډول د دوه چينونو حقيقت جوړوي. د دوه چينونو له رامنځته کېدنې څخه وروسته د چين ولسي جمهوريت د چين د يوازيني قانوني حکومت په توګه د رسميت پېژندنې لپاره د تايوان په اړه د چين جمهوريت پر وړاندې سياسي (ديپلوماتيک) جګړه پيل کړه. په پای کې د چين ولسي جمهوريت جګړه وګټله او په ۱۹۷۱ز کال ملګرو ملتونو کې د «چين» دريځ ته پورته شو او د چين جمهوريت يې له ياد دريځ څخه لرې کړ.

دې چارې يو نا اشنا حالت پرېښود، چې د چين جمهوريت په کې لا هم تايوان اداره کاوه، مګر د ملګرو ملتونو د غړي دولت په توګه په رسميت نه و پېژندل شوی. په وروستيو کالونو کې د ملګرو ملتونو غړيتوب نږدې د دولتولۍ يو اړين شرط ګرځېدلی و. زياتره دولتونو د ټاکلې يا محدودې پېژندنې په درلودلو سره هيڅکله د زياتره حکومتونو او د حکومتونو تر منځ سازمانونو له لورې په رسميت نه دي پېژندل شوي. که څه هم د چين جمهوريت له دې امله يو بې سارې حالت دی، چې لا هم د نارسمي نړيوالې پېژندنې د پام وړ کچې د ترلاسه کولو وړتيا لري، که څه هم زياتره هېوادونه يې د يو خپلواک دولت په توګه په رسميت نه پېژني. دا په اصل کې د هغه حقيقت له امله دي، چې د چين جمهوريت پخونا د چين د قانوني حکومت په توګه پېژندل شوی و، چې همدا دريځ د چين جمهوريت او نورو هېوادونو تر منځ د نارسمي ديپلوماتيکو اړيکو د تر سره کولو لپاره پراخه کارچوکاټ برابروي.

تايوان ته د چين جمهوريت له بېرته ستنېدنې څخه وروسته کالونو کې تايوان د پام وړ ټولنيزو، سياسي، اقتصادي او کلتوري بدلونونو يوه لړۍ تېره کړه، چې د تايوان او د چين اصلي خاورې تر منځ وېش يې پياوړی کړ. دا حالت د جاپان سترواکۍ د مستعمرې په توګه د تايوان د تاريخ له لورې نور هم خراب شو، چې د تايوان د بې سارې پېژندنې يا شناخت او د تايوان د خپلواکۍ لپاره د هيلې رامنځته کېدلو لامل شو. د تايوان د خپلواکۍ خوځښت په وروستيو پېړيو کې د پام وړ پياوړې وده کړې ده او د هغه څه پر مهال يو ګڼ ګوندي نظام ته د چين د جمهوريت د لېږد له راهيسې پر ټاپو باندې وده وال ځواک شوی دی، چې د تايوان د ديموکراتي کېدنې “Democratization of Taiwan” په توګه پېژندل شوي دي. د دې نوي سياسي حقيقت له امله خپلواکۍ پلوي ګوندونو د ټاکنو له لارې تايوان باندې د ډېره کي واک تر لاسه کولو وړتيا درلوده.

چين (د چين ولسي جمهوريت) د تايوان خپلواکي هيڅکله په رسميت نه ده پېژندلې. چين ټينګار کوي چې د چين جمهوريت (تايوان) شتون په ۱۹۴۹ز کال کې هغه مهال پای ته ورسېد، چې د چين ولسي جمهوريت (چين) اعلان شو. چين د تايوان له لورې اداره کېدونکي سيمه په رسمي ډول د تايوان سيمه بولي او د تايوان حکومت د تايوان چارواکو په توګه يادوي. چين د ۲۳ ولايت په توګه د تايوان ګڼلو ادعا ته دوام ورکوي او هغه فيوجياني “Fujianese” سيمې چې لا هم د تايوانيانو تر واک لاندې دي، د فيوجين ولايت برخې ګڼي. چين د خپلې ارادې د روښانه کولو په موخه د يو چين “One-China” سياست رامنځته کړی دی. په ۲۰۰۵ز کال کې چين د بېلتون ضد قانون “Anti-Secession Law” تصويب کړ، چې يوه موخه يې د تايوان د خپلواکۍ احساساتو کمزروي کول او بله موخه يې د تايوان پر وړاندې د ځواک کارونې قانوني کول وه، چې د چين د ادعا له مخې به خپلواکۍ ته د تايوان د نږدې کېدلو حالت کې «د چين د کورنۍ نښتې» تر پېژندنې يا تعريف لاندې راشي.

ګڼ تايواني وګړي د بېلابېلو لاملونو له مخې له چين سره د يو ځای کېدنې مخالفت کوي، چې له ډلې يې د تايوان د ديموکراسۍ، بشري حقونو او د تايوانيانو د ملتپالنې له لاسه ورکولو وېره يادولی شو. مخالفين د چين د جمهوريت د دې دريځ ساتلو پلوي دي، چې يا تايوان اداره کړي او يا يې خپلواکي وڅاري. د چين جمهوريت اساسي قانون څرګندوي چې په خاوره کې يې اصلي خاوره شامله ده، مګر د تايوان حکومت رسمي سياست په دې پورې تړلی دی، چې کوم ائتلاف اوس په واک کې دی. د “Pan-Blue” ائتلاف دا دريځ چې کېومېنټنګ رانغاړي، د خلق لومړی ګوند “People First Party” او نوی ګوند “New Party” په پای کې اصلي خاوره د چين جمهوريت کې يو ځای کوي، په داسې حال کې چې د “Pan-Green” ائتلاف دريځ چې د مخ پر وده ديموکراتيک ګوند “Democratic Progressive Party (DPP)” او د تايوان د ثبات اتحاديې “Taiwan Solidarity Union” څخه جوړ شوی دی، د تايوان خپلواکي تعقيبوي. [۱][۲][۳]

سرچينې سمول

  1. "政治大學 選舉研究中心". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Taiwan (Republic of China)'s Constitution of 1947 with Amendments through 2005" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۷ نومبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. . {{{title}}}.