د چين نړيواله راډيو

د چين نړيواله راډيوچې پخوا د بيجنگ راډيو په نوم يادېده.اصلي نوم ېېراډيو پکنگ(چيني ژبه:中国国际广播电台;پين ين ليک بڼه :Zhōngguó Guójì Guǎngbō Diàntái) د ډسمبر په ۳ ۱۹۴۱ ز کال کې جوړه شوه . دا د چين يوه په درېؤ دولتي راډيو گانو کې شمېرل کېږي. بله ېې هم د چين ملي راډيو په نوم يادېږي . همدارنگه د چين ملي ټلويزيون سي سي ټي وي (CCTV)د چين د جمهوري هېواد تر ټولو لويه انځوريزه يا ټلويزيوني رسنۍ ده . لکه څنگه چې سي آر آی (CRI) د چين د جمهوري هېواد باندنۍ رسنۍ گڼل کېږي ، تر ټولو لومړۍ موخه ېې داده چې د چين او نورې نړئ سره په دوستانه اړيکو ، او د چين هراړخيزه مالوماتو په رسولو کې يو پرمخ تللی گام وبلل شي . سي آی آر (CRI) د ۱۵۲۰ ساعتونو شاوخوا هره ورځ د نړۍ په ۵۸ ژبو کې خپرونې لري . د سي آر آی (CRI) راډيو له څانه دغه خپرونې خپروي د بېلگې په ډول : خبرونه ، روانې چارې ، د سیاست په اړه لاسونديزې (مستند) ، وټه (اقتصاد) ، کلتور، ساينس ، او تخنيک . دا راډيو يو حکومتي بنسټ لري چې تر ډېره ېې خپرونې هم د چين د حکومتي پالېسۍ تر څارنې خپرونې کوي . لکه د ټايوان ايالت اړونده سکالو د چين د حکومت يوه پتمنه برخه د دريځ گڼل کېږي . د سي آر آی (CRI) راډيو په اسيا کې تر ټولو پراخه رسنۍ گڼل کېږي . په نړۍ کې د خپرونو په خپرېدا کې د ۵۰ شاوخوا لنډو څپو ټرانزميټر کاروي . ددې تر څنگ د سي آر آی (CRI) خپرونې د منځنيو څپو اې اېم ليکې باندې په ډېرو سیموکې اورېدل کېږي .

د لايسنس ښاربيجنگ
د خپرولو سيمهپه ټوله نړۍ کې
د لومړنيو خپرونو نېټه۳ د ډيسمبر، ۱۹۴۱ ز. کال
بڼهد بهرنيو ژبو راډيويي خپرونې
Affiliationsد دولتي ادارې راډيو، فلم او ټلويزون
خاوند چين
وېبپاڼهCRI, د چين نړيواله راډيو - پښتو څانگه

تاريخ

په لومړي سر کې راډيو په چين کې شاوخوا ۱۹۲۰ ز او ۱۹۳۰ ز کې وده ومومله . ځينو کورونو کې له هغه څخه پخوا هم د راډیو آلې موجودې وې . ډېرو لږو ښارونو د راډيو مرکزونه درلودل. په هغه وخت کې ډېری د راډيو خپرونې د سیاسي موخو لپاره کارېدې . په ځانگړې توگه ځايي ښارونو کې ېې د سياسي بوختياؤو هلې ځلې رابرسېره کولې . د چين کمونسټي گوند په لومړي ځل ۱۹۴۰ ز کال د مارچ په مياشت کې د يانان نومي ښار کې راډيويي خپرونې چې د روسيې له پلازمېنې مسکؤ څخه خپرېدې د راډيو لورې مخ کړ او راډيو ېې وکاروله . د شين هوا راډيو په نوم چې نوې چيني راډيو (XNCR) وه له يانان ښار څخه د ډسمبر په ۳۰ مې کال ۱۹۴۰ ز کې گړندۍ شوه . (XNCR) په لويه کچه سيه اييزې خپرونې په کال ۱۹۴۵ ز کې وغځولې او د خپرونو په لړ کې ېې د منظمه خبرونو خپرول ، رسمي اعلاميو خپرول ، د جگړې مالومات او خبرونه خپرول او د هنر او ادبياتو په هکله خپرونې يادېږي . انگرېزي څانگه د سپټمبر په ۱۱ مه ، کال ۱۹۴۷م زېږيز د شهې کلي په تايهانگ غرونو چې د هېبئ ولايت په چاپېريال کې راځي له ځايه هاغه وخت پیل شوه کله چې په چين کې کورنۍ جگړې تودې شوې . دا کار ددې هيلې په نيت پيل شو چې د چين سياسي او کلتوری موخې او شاليد د چين څخه دباندې نړۍ ته خپور او وغځېږي . دغه راډيو چې په نوموړي پير کې د اېکس ، اېن ، سي ، آر (XNCR) په نوم يادېده ، خپل کار ېې د غره په سوړه کې د سټوډیو په توگه پيل کړ . د دې څخه د هغوی موخه دا وه چې د نويو نيواکگرو په لاس ورغليو سيمو مالومات راوسپړي . همدا د راډيو مرکز له تايهانگ غرونو څخه پکنگ ته هاغه وخت ورکډه شو کله چې د چين د خلکو جمهوري هېواد په نوم بنسټ په کال ۱۹۴۹ ز کې کېښودل شو. پکنگ د چين يلازمېنې چيني نوم دی او بيجنگ ېې انگرېزي بڼه ده . د اپرېل په ۱۰ مه په کال ۱۹۵۰م زېږيز کې د همدې راډيو نوم په پکنگ واووښت . په ۱۹۶۰م کې دغه راډيويي مرکز د ماؤزدونگ تر ولکې د کلتوري پاڅون د مشمشو په خپرولو تورن او وپېژندل شو . د پکنگ راډيو تر سرليکه همدا راډيو په کال ۱۹۸۳ ز کې پاتې وه، تر هغه چې بيا ېې نوم د بيجنگ راډيو ته واړول شو .لومړۍ د جنوري په کال ۱۹۹۳ زېږيز د دغه راډيويي مرکز نوم بيا واړول شو او دا مهال ېې نوم د چين نړېواله راډيو ونومول شوه . دا هم ددې لپاره چې د ځايي بيجنگ راډيو له نوم سره ېې توپير وشي.

د لنډې څپې نړېوالې خپرونې

خپرونې

ماندارين چاينل

د سي آر آی خبرنيزه راډيو

چيني خپرونې

د راډيو ژبې او ژباړونکي

د سی ار ای په راډيو کې د زياتو کلونو د پرمختگ په ترڅ کې د استعداد لرونکيو کسانو يوه ډله رامنځته شوې ده. اوس د سی ار ای راډيو د ٣٨ بهرنيو ژبو يو زر تنه ژباړونکي، شپږ سوه تنه چلوونکي، خبريالان او فني کارکوونکي او له سلو څخه زيات بهرني کارکوونکي لري چې هره ورځ د گڼ شمېر اورېدونکو او لوستونکو لپاره په خدمت بوخت دي .

د اولمپک راډيو

باندنۍ تړنې

سر چينې