د چمن پرلت
د چمن پرلت د پښتنو د تاريخ یو ترټولو ستر پرلت دی چي د چمن د خلګو لخوا ترسره کېږي. دا پرلت د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۲۰مه د پاکستاني حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کي پیل سو چي پکښي ويل د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه به د ډېورنډ پر فرضي کرښه د تګ را تګ لپاره پاسپورټ او ویزې ته اړتيا وي. په دې پرلت هر ډول وګړو لکه ځايي سوداګران، د بېلابېلو سياسي ګوندونو او سازمانونو مشران، کارګران او پلويان او داسي نورو ونډه لرلې ده، خو هغه وګړي چي تر بل هر چا يې په دې پرلت کي ستره ونډه اخیستې ده لغړيان دي چي مشري یې کمانډر منډولی کوي.
د پوځ لخوا د پرلت ځپل
سمول۵ جون ۲۰۲۴؛
پاکستاني پوځ او امنيتي ادارو د پرلت ۷ مشران د مذاکراتو په پلمه ور بللي وو، خو تر ورتګ وروسته ېي د چمن د پرلت ځپلو په موخه ټول مشران ونيول او له هغه ځايه يې کوټې ته يووړل. تر دې وروسته يې د پرلت کونکو خېمې يې ور وسوځولې او اوښکې بهوونکی ګاز یې هم پر وکاروی.
تر دې وروسته د کوږک هغه لاره بېرته پرانېستل سول چي احتجاج کوونکو له شاوخوا يوې مياشتې د افغانستان پر لور د تلونکو لويو موټرانو پر مخ بنده کړې وه.[۱]
۷ جون ۲۰۲۴؛
د پرلت والو احتجاجونو ځکه نور هم زور واخیست چي د هغو د مشرانو سره زور زیاتی کېده او احتجاج کوونکي د پرلت ځای سربېره د چمن ښار کې د پوځي ځواکونو د مرکز مخ ته هم راټول سول، او په دې احتجاجونو کې درې نور پرلت کوونکي ټپيان سول.
او تر دې وروسته پرلت والو هم په جواب کي وویل چي تر هغې چې یې نیول سوي مشران خوشې او غوښتنې یې منل سوې نه وي، خپلو احتجاجونو ته دوام ورکوي او دا چې لا به یې پسې پراخ کړي. پرلت کوونکو ته په جواب کې د بلوچستان مشر وزیر سرفراز بګټي پرلت کوونکو ته شرپسندان وویل او وويل چي، «د حالاتو خرابولو سازش به کامیاب نه سي.»[۲]
سرچینې
سمول- ↑ بلوچستان کې امنیتي ځواکونو د چمن پرلت "خېمې سوځولې او مشران یې نیولي دي". "د بي بي سي پښتو څخه".
- ↑ چمن کې د وضعیت خرابېدو اندېښنې؛ د پرلت والو احتجاج درېیمې ورځې ته غځېدلی. "د بي بي سي پښتو څخه".