د چاپ او نشر حق

د چاپ او نشر حق د معنوي شتمنۍ يو ډول دی، کوم چې د يو توليدي کار څښتن ته د هغې د کاپي کولو او وېش اختصاصي حق ورکوي، عموماً د محدود وخت لپاره وی. شونې ده چې دا توليدي کار يا په ادب، په هنر، تعلیم يا د موسيقۍ په بڼه کې وي. د چاپولو حق موخه دا ده چې د تولیدي کار په بڼه د يوې نظريې اصلي عبارت (اصل بڼه يا کلمه بندي) خوندي کوي، نه خپله نظريه. د چاپولو حق د عامې ګټې په نظر کې نيولو سره تر محدوديت لاندې راتلای شي، لکه په متحده ايالاتو کې د مناسب استعمال نظريه (د مناسب يا منصفانه استعمال نظریه هغه ده چې د څښتن له اجازې پرته خوندي موادو کارولو اجازه ورکړل شي).[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

ځیني قضايي حوزې په واقعي ډول د چاپ حق لرونکو اثارو «تثبيت» ته اړتيا لري. عموماً د ګڼو ليکوالانو تر منځ شریک وي، هر يو يې د يو لړ حقوقو لرونکی وي چې دا اثر وکاروي يا يې جواز ورکړي چې دوی عموماً د حقوقو د لرونکو په نوم يادېږي. ډېر ځله په دې حقوقو کې بيا توليد، پر اشتقاقي اثر واک (اشتقاقي اثر هغه چې له اصلي اثر څخه اخستل شوی وي)، وېش، د عامو خلکو په وړاندې تر سره کول او اخلاقي حقوق لکه انتساب شامل دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د چاپ او نشر حقوق د عام قانون پر مټ ورکول کېدای شي او په دې حالت کې «اقليمي حقوق» بلل کېدای شي (د چاپ او نشر د حقوقو په مفهوم کې territorial rights اقليمي يا سيمه ييز حقوق هغه دي د يو هيواد په داخل کې د قانون له مخې ورکړل شوي وي). دا معنا چې د يو ټاکلي هېواد د قانون له خوا د چاپ او نشر حقوق ورکړل شي، همدا حقوق د ټاکلې قضايي حوزې له ځمکنيو حدودو څخه دباندې نه وځي. د دې بڼې د چاپ او نشر حقوق په هېوادونو کې يو له بل څخه بدلون لري؛ ډېری هيوادونه او کله کله د هېوادونو يوه ستره مجموعه له نورو هېوادونو سره د هغې تګلارې په اړوند تړون کړی وي، کومه چې هغه مهال عملي کېږي، کله چې يو اثر د هېواد له پولو څخه اوړي يا د هېواد له حقوقو سره په تطابق کې نه وي.[۱۴]

عموماً، د قضايي حوزې تر مخې، د چاپ او نشر حقوقو د عام قانون موده د يو اثر د پنځونکي له مړينې وروسته له پنځوس څخه تر سلو کلونو پورې پای ته رسېږي. په ځېنو هېوادونو کې د چاپ او نشر حقوقو منځ ته راوړل، د چاپ او نشر حقوقو اړوند ځينو رسمياتو ته اړتيا لري، نور يې بيا له رسمي ثبت پرته د هر ډول بشپړ شوي اثر د چاپ او نشر حقوق په رسمي ډول پېژني. کله چې د يو اثر د چاپ او نشر حقوقو موده پای ته رسېږي، همدا اثر بيا عام ملکيت ته داخلېږي.[۱۵]

تاریخ سمول

شالید سمول

په اروپا کې د چاپ او نشر حقوقو تصور په پنځلسمه او شپاړسمه پېړۍ کې وروسته له هغې جوړ شوی، کله چې د مطبعې (چاپخانې) استعمال پيل شو. مطبعې توليدي اثار ډېر ارزانه کړل، خو له دې امله چې له دې وړاندې د چاپ او نشر حقوق نه و، هر چا کولای شول يوه مطبعه په بيه یا کرايه واخلي او هر متن چاپ کړي. مشهور نوي اثار په سملاسي ډول د سيالي کوونکو تر منځ بيا ترتيب او بيا خپاره شول، په همدې بنسټ د چاپونکو لپاره په پرله پسې ډول د نویو موادو د رسېدو اړتيا وه. د نويو اثارو لیکوالانو ته لوړ فيسونه تاديه کېدل او د ډېرو تعليمي پوهانو په عايد کې يې د پام وړ زياتوالی راووست.[۱۶][۱۷][۱۸]

چاپ ژور ټولنيز بدلونونه منځ ته راوړل. په ټوله اروپا کې د سواد زياتوالي د لوستلو د توکو په غوښتنه کې هېښونکی زياتوالی راوست. د چاپ او نشر حقوقو له راتګ مخکې د الماني ژبې په بازارونو کې، د مشهورو افسانو په څېر تخنيکي مواد ارزانه او په پراخه کچه موندل کېدل؛ وړانديز شوی چې همدې چارې د المان په صنعتي او اقتصادي برياليتوب کې مهمه ونډه درلوده. له هغې وروسته چې د چاپ او نشر حقوق منځ ته راغلل (په انګلستان او سکاټلينډ کې په ۱۷۱۰ او په الماني ژبه خبرې کوونکو سيمو کې په ۱۸۴۰ز لسيزه کې) د کم نرخ ستر بازار له منځه ولاړ، کمې؛ خو ډېر ګران بيه ګڼې خپرې شوې؛ د ساينسي او تخنیکي معلوماتو وېش ډېر کم شو.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

پيل (مفکوره) سمول

د چاپ او نشر حقوقو مفهوم په لومړي ځل په انګلستان کې منځ ته راغی. د «رسوا کوونکو کتابونو او رسالو» د چاپېدو په غبرګون کې، د انګلستان پارلمان د جواز ورکولو د چاپ قانون ۱۶۶۲ تصويب کړ، د کوم تر مخې چې بايد ټولې خپرونې د حکومت له خوا د تاييد شوي قرطاسيې شرکت (د لیکنې اړوند لوازومو پلورونکي) سره ثبت او راجسټر شي او قرطاسيه پلرونکي ته يې د دې کار د ترتيبولو حق ورکاوه چې کوم مواد چاپېدای شي.[۲۰]

په انګلستان او سکاټلينډ کې په ۱۷۱۰ز کال کې نافذ شوي «ان» اساسنامې د چاپ او نشر حقوقو (خو د لیکوالانو حقوق نه) د ساتنې لپاره لومړۍ قانون جوړونه وړاندې کړه. د ۱۸۱۴ز کال د چاپ او نشر حقوقو قانون د ليکوالانو په حقوقو کې لا زياته پراختيا راوسته، خو برتانويان ته يې په متحده ايالاتو کې د بيا چاپولو خونديتوب ورنه کړ. په پايله کې د ۱۸۸۶ز کال د «برن چاپ او نشر حقوقو کنوانسيون/تړون» د هغو هېوادونو ليکوالانو ته خونديتوب ورکړ، چا چې په دې تړون لاسلیک کړی و، که څه هم تر ۱۹۸۹ز کال پورې متحده ايالات په برن کنوانسيون کې نه و داخل شوي.[۲۱]

په متحده ايالاتو کې اساسي قانون کانګريس ته دا حق ورکوي چې د چاپ او نشر حق او نوښت حق قوانين جوړ کړي. د اساسي قانون له تصويب کېدو ډېر ژر وروسته، کانګريس د ۱۷۹۰ د چاپ او نشر حقوقو قانون نافذ کړ او دا يې د «ان» د اساسنامې سره سم جوړ کړ. په داسې حال کې چې ملي قانون د ليکوالانو خپرو شويو اثارو ته خونديتوب ورکړ، ايالتونو ته دا واک ورکړل شو چې د ليکوالانو ناخپاره (ناچاپ اثار) شوي اثار هم خوندي کړي. په متحده ايالاتو کې د چاپ او نشر حقوقو تر ټولو وروستي ستر بدلون چې هغه د ۱۹۷۶ د چاپ او نشر حقوقو قانون دی، د چاپ او خپرولو فدرالي حقوق د تخليق او تثبيت سره سم ټولو اثارو ته پراخه کړل، بې له دې چې خپرولو يا ثبت ته اړتيا ولري. ايالتي قانون په هغو ناچاپو اثارو عملي کېږي، د کومو د چاپ او نشر حقوق چې د فدرالي قانون په مټ نه دي خوندي شوي. دې قانون همدا راز د چاپ او نشر حقوقو د مودې محاسبه له يوې ټاکلې مودې (چې هغه مهال تر ټولو زيات يې شبږ پنځوس کاله وه) څخه د «لیکوال د ژوند جمع پنځوسو کلونو» ته واړوله. همدې بدلونونو متحده ايالات د «برن» کوانسيون منلو ته نژدې کړل، په ۱۹۸۹ز کال کې متحده ايالاتو د چاپ او نشر د حقوقو په اړوند د خپل قانون بيا کتنه وکړه او په رسمي ډول يې په «برن» کنوانسيون کې ګډون وکړ.[۲۱]

د چاپ او نشر حقوقو قوانين ادبي او هنري توليداتو په څېر د بشري فعاليتونو توليدي محصولاتو ته اجازه ورکوي چې په ترجيحي ډول ګټه ځينې واخستل شي او په دې ډول وهڅول شي. ګڼې دوديزې رويې، ټولنيز سازمانونه، اقتصادي نمونې او حقوقي چوکاټونه ليدل کېږي چې په اروپا کې د چاپ او نشر حقوقو د منځ ته راتلو لاملونه روښانه کوي، خو د بېلګې په ډول همدا بيا په اسيا کې نه دي. په اروپا کې د منځنيو پېړيو پر مهال، عموماً د محصولاتو د عمومي اړيکو، ادبي محصولاتو د ځانګړي تنظيم او په ټولنه کې د کلتور د ونډې له امله د ادبي شتمنۍ مفهوم نه و. کلتوري اړخ يې د ژبنيو ټولنو تمايل ته اشاره کوي، لکه د منځنيو پېړيو پر مهال په اروپا کې، پوهې او علم ته د انفرادي ملکيت په توګه د کتنې پر ځای د ټولنيز محصول او تعبير په توګه کتل. په هر حال، د چاپ او نشر حقوقو قوانينو په جوړېدو سره، فکري محصول ته د یو فرد د محصول په سترګه کتل پيل شول چې اړوند حقوق هم لري. تر ټولو مهمه نقطه دا ده چې د نوښت او چاپ او نشر حقوقو قوانين د انساني تخليقي فعالیتونو په دايره کې له پراختيا څخه ملاتړ کوي، کوم چې په سوداګريز مال (متاع/جنس) بدلېدای شي. دا د هغو طريقو سره موازي یوه ده، په کومو کې چې پانګوال نظام د ټولنيز ژوند ډېر اړخونه په سوداګريزو مالونو د بدليدو لور ته بيولي دي، کومو چې مخکې په خپله هېڅ ډول نقدي يا اقتصادي ارزښت نه درلود.[۲۲]

د چاپ او نشر حق د يو داسې تصور په توګه جوړ شو، د کوم چې نږدې په هر نوي صنعت مهم اغېز وغورځيد، په کوم کې چې نه يواځې ادبي کارونه شامل دي، بلکې د تخليقي کار بڼې هم پکې شاملې دي، لکه د اواز ثبتول، فلمونه، انځورونه، سافټوير (پوستکالی) او ودانيز کارونه (معماري).

سرچينې سمول

  1. "Definition of copyright". Oxford Dictionaries. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite dictionary
  3. Nimmer on Copyright, vol. 2, § 8.01.
  4. "Intellectual property", Black's Law Dictionary, 10th ed. (2014).
  5. "Understanding Copyright and Related Rights" (PDF). www.wipo.int. د کتاب پاڼې 4. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Stim, Rich (27 March 2013). "Copyright Basics FAQ". The Center for Internet and Society Fair Use Project. Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Daniel A. Tysver. "Works Unprotected by Copyright Law". Bitlaw. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lee A. Hollaar. "Legal Protection of Digital Information". د کتاب پاڼې Chapter 1: An Overview of Copyright, Section II.E. Ideas Versus Expression. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Copyright, University of California, 2014, د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۴ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Journal Conventions – Vanderbilt Journal of Entertainment & Technology Law". www.jetlaw.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Blackshaw, Ian S. (20 October 2011). Sports Marketing Agreements: Legal, Fiscal and Practical Aspects. Springer Science & Business Media. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789067047937 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Kaufman, Roy (16 July 2008). Publishing Forms and Contracts. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780190451264 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Copyright Basics" (PDF). www.copyright.gov. U.S. Copyright Office. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Understanding Copyright and Related Rights" (PDF). www.wipo.int. د کتاب پاڼې 4. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Copyright in Historical Perspective, p. 136-137, Patterson, 1968, Vanderbilt Univ. Press
  16. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Joanna Kostylo, "From Gunpowder to Print: The Common Origins of Copyright and Patent", in Ronan Deazley et al., Privilege and Property: Essays on the History of Copyright (Cambridge: Open Book, 2010), 21-50; online at books.openedition.org/obp/1062
  17. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ (په 18 August 2010 باندې). No Copyright Law: The Real Reason for Germany's Industrial Expansion?. Spiegel Online.
  18. Lasar, Matthew (23 August 2010). "Did Weak Copyright Laws Help Germany Outpace The British Empire?". Wired. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Nipps, Karen (2014). "Cum privilegio: Licensing of the Press Act of 1662" (PDF). The Library Quarterly. 84 (4): 494–500. doi:10.1086/677787. S2CID 144070638. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Day O'Connor, Sandra (2002). "Copyright Law from an American Perspective". Irish Jurist. 37: 16–22. JSTOR 44027015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bettig, Ronald V. (1996). Copyrighting Culture: The Political Economy of Intellectual Property. Westview Press. p. 9–17. کينډۍ:ISBN.