د څاښت لمونځ

کله چې لمر ښه راوخيږي او رڼا ښه خپره شي نو د څاښت د لمانځ وخت شروع کيږي او له زوال نه مخکې پورې دوام لری دغه لمونځ څلور رکعته دی نبی ص به ددی لمانځه ډير اهتمام کاوه .

صلوة الاوابين : صلوة الاوابين له ماښام لمانځه ورسته ادا کيږي رسول الله ددی لمانځه ډير فضيلت بيان کړی دی او د کولو ترغيب يې کړی دی دا لمونځ له تهجد لمونځ څخه دوهمه درجه فضيلت لری .

د اوابين لمونځ دوه دوه رکعته ټول شپږ رکعته کول پکار دی .