د ځمکې راتلونکې
له بیولوژيکي او جیولوژيکي پلوه د ځمکې راتلونکی د څو اوږدمهالو تاثیراتو د اټکل شویو اغېزو له مخې قیاس کولی شو. دغه تاثیرات د ځمکې په سطحه کې کیمیا، د سیارې د داخلي سړښت کچه، د لمریزې منظومې له نورو اجرامو سره د جاذبې دوهاړخیزه اغېزه او په دوامدار ډول د لمر ځلا ډېرېدل دي. یو نامشخص فکتور یا عامل هغه ټېکنالوژي ده چې انسانانو جوړه کړې ده، لکه اقلیمي انجنیري چې د ځمکې په سیاره کې لوی بدلونونه پېښولی شي. د بېلګې په توګه دا مهال چې هولوسون له منځه ځي، لامل یې ټېکنالوژي ده. دا غېزې ښايي تر پنځو میلیونو کلونو پورې باقي پاتې شي. د ټېکنالوژۍ له امله ښايي بشریت له منځه لاړ شي او د سیارې تکاملي سرعت ټکنی شي.[۱][۲]
د سلګونه میلیون کلونو په زماني واټنونو کې ناڅاپي اسماني پېښې بیوسفیر ته یو نړیوال ګواښ رامنځته کوي چې د ټولیز مرګ لامل کېدای شي. دغه ګواښ د لکۍ لرونکو ستورو ټکر او د هغه لوی ستوري د چاودنې احتمال دی چې لمر ته په ۱۰۰ نوري کاله شعاع کې پروت دی. د جیولوژۍ نورې پېښې په لویه کچه کې لا ډېرې د وړاندوېینې وړ دي. د میلانکوویچ تیوري وړاندوېینه کوي چې دا سیاره به لږ تر لږه تر هغه مهال پورې د کنګل دورو ته دوام ورکړي چې د «کوارټرنر» کنګل پای ته ورسېږي. دغه دورې له مرکز څخه په لرې کېدو کې د بدلونونو، محوري کږلون او د ځمکې د مداري انحراف له امله رامنځته کېږي. د سترې لویې وچې (supercontinent) د روانې څرخې په توګه ښايي د ځمکې د تختو جوړښت له ۲۵۰ تر ۳۵۰ کلونو پورې پر ستره لویه وچه بدل شي. په راتلوکو ۱.۵ تر ۴.۵ میلیارده کلونو کې ښايي د ځمکې په محوري کږلون کې تر ۹۰ درجو پورې ګډوډ بدلونونه راشي.
د لمر د رڼا تېزوالی یا ځلا په متوازن ډول ډېرېږي، په پایله کې یې د لمر هغه وړانګې زیاتېږي چې ځمکې ته را رسېږي او په دې توګه د سلیکاټ منرالونو د هوا وهنې کچه ډېرېږي چې دا چاره د کاربونټ-سلیکاټ پر څرخه اغېز کوي او بالاخره په اتومسفیر کې د کاربن ډای اکسایډ کچه کمېږي. په راتلونکو شاوخوا ۶۰۰ میلیونه کلونو کې به د کاربن ډای اکسایډ کچه تر هغې کچې کمه وي چې ونې یې د C3 کاربن د تثبیت د فوټوسنټېز ساتلو لپاره کاروي. ځینې نباتات د C4 کاربن د تثبیتولو مېتود کاروي تر څو د کاربن ډای اکسایډ په ټيټو غلظتونو کې پاتې شي. د بدلون اوږدمهالی بهیر دا دی چې د نباتاتو ژوند په ټولیز ډول له منځه ځي. دا چې نباتات د ځمکې پر مخ د خوړو څرخه ده، نو د نباتاتو له مرګ سره به کابو ټول حیوانات له منځه لاړ شي.
په شاوخوا یو میلیارد کلونو کې به د لمر د رڼا تېزوالی یا ځلا ۱۰ سلنه زیاته شي، له امله به یې اتومسفیر پر یوه «مرطوبه ګلخانه» بدل شي او په پایله کې به یې سمندرونه تبخیر شي. د یوې احتمالي پایلې په توګه به د ځمکې د تختو جوړښت او د کاربن ټوله څرخه پای ته ورسېږي. تر دې پېښې وروسته په شاوخوا ۲ تر ۳ میلیارد کلونو کې ښايي د سیارې مقناطیسي ډینامو ودرېږي چې له امله یې مګنټوسفیر ویجاړېږي او په بیروني اتومسفیر کې تبخیرېدونکي مواد په چټکۍ سره له منځه ځي. څلور میلیارد کاله وروسته د ځمکې د تودوخې ډېرېدو له امله یو ګلخانهيي اغېز را پيدا کېږي، دا اغېز تر اوسنۍ زهرې هم سخت شرایط رامنځته کوي او د ځمکې سطحه دومره ګرموي تر څو ویلې شي. هغه مهال به د ځمکې پر مخ ټول ژوندي موجودات له منځه لاړ شي. بالاخره د دغې سیارې ډېر احتمالي برخهلیک په شاوخوا ۷.۵ میلیارده کلونو کې د لمر جذب دی او دا به هغه مهال وي چې لمر د سره ستوري (red giant) پړاو ته دننه او د ځمکې له اوسني مدار څخه بهر ته پراخ شي.[۳][۴]
انساني اغېز
سمولانسانان په بیوسفیر کې مهم رول لري. ډېره برخه انسانان د ځمکې پر ګڼو ایکوسیستمونو حاکم دي. له همدې امله په اوسنۍ جیولوژيکي دوره کې ګڼې نوعې له منځه تللې دي چې دا مهال د هولوسون د له منځه تلو په نامه پېژندل کېږي. له ۱۹۵۰مې ز لسیزې راهیسې د انسانانو له امله په پراخه کچه د نوعو له منځه تګ یو ژواکناورین بلل کېږي چې اټکل کېږي تر ۲۰۰۷ ز کال پورې د ټولو نوعو له ډلې ۱۰ سلنه له منځه تللې دي. اوسنۍ کچې ته په کتو سره شاوخوا ۳۰ سلنه نوعې په راتلونکو سلو کلونو کې د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي. د هولوسون له منځه تګ د مېشتځایونو د ویجاړۍ، د پردیو یا غیر ځايي نوعو د خپرښت او اقلیمي بدلونونو پایله ده. دا مهال انساني فعالیتونو د سیارې پر سطحه لویې اغېزې کړې دي. د ځمکې څه باندې درېیمه برخه د انساني فعالیتونو په پایله کې بدله شوې ده او انسانان شاوخوا ۲۰ سلنه لومړنی نړیوال تولید کاروي. په اتومسفیر کې د کاربن ډای اکسایډ غلظت د صنعتي انقلاب له پیل راهیسې کابو ۵۰ سلنه زیات شوی دی.[۱][۵][۶][۷]
وړاندوېینه کېږي چې د یوه پایدار ژواک ناورین پایلې به لږ تر لږه پنځه میلیونه کاله دوام ولري. دغه چاره د ژواک رنګارنګۍ د کمېدو او د بایومونو د همجنس کېدو لامل کېدای شي چې پایله یې د مغرضو یا فرصتطلبو نوعو لکه افتونو او مضرو بوټو تکثیر یا ډېرېدل دي. ښايي نوې نوعې را پیدا شي؛ په ځانګړي ډول هغه نوعې چې په انساني ایکوسیستمونو کې بریالۍ دي، ښايي په چټکۍ سره پر ډېرو نویو نوعو بدلې شي. میکروبونه احتمالاً د هغو چاپېریالي مېشتځایونو له ډېرېدو څخه ګټه اخلي چې مغذي مواد لري. د لویو فقاریه نوعو له ډلې هېڅ نوعه نهشته او غذايي ځنځیرونه به احتمالاً لنډ وي.[۲]
د پېژندل شویو ګواښونو لپاره ګڼې سناریوګانې شته چې د ځمکې پر کره لویې اغېزې لرلای شي. د بشریت له نظره دغه ګواښونه پر پایښت وړ او ختموونکو ګواښونو وېشلی شو. هغه ګواښونه چې انسان یې پهخپله د ځان لپاره رامنځته کوي هغه اقلیمي بدلونونه، د نانوټېکنالوژۍ ناسمه استفاده، اتومي هولوکاسټ، له جنیټيکي پلوه بدله شوې ناروغي یا د فزیکي ازمېښت له امله راپیدا شوی ناورین دی. دې ته ورته ګڼې طبیعي پېښې ښايي د قیامت د ورځې ګواښ وي چې د بېلګې لپاره یوه ډېره خطرناکه ناروغي، د یوې اسماني ډبرې یا لکۍ لرونکي ستوري لګېدل، ګلخانهيي اغېز یا د سرچینو کمېدل یادولی شو. ښايي د فضايي یا غیر ځمکنیو موجوداتو د یرغل احتمال هم موجود وي. د دغو سناریوګانو رښتینی استنباط که ناشونی نه وي، ستونزمن خامخا دی.
احتمالي پېښې
سمولدا چې لمر«د شیدو لار کهکشان» پر شاوخوا څرخېږي، سیار ستوري ښايي دومره نږدې شي چې پر لمریزه منظومه ناوړه اغېزې وکړي. د ستورو یو نږدې ټکر ښايي په اورټ ورېځ (Oort cloud) کې د لکۍ لرونکو ستورو واټن په پام وړ ډول کم کړي – اورټ ورېځ د کنګلیزو اجرامو ځای دی چې له لمر څخه په نیم نوري کال واټن کې څرخېږي. دغه ډول ټکر د هغو لکۍ لرونکو ستورو د ۴۰ برابره ډېروالي لامل کېدای شي چې د لمریزې منظومې منځ ته رسېږي. د دغو لکۍ لرونکو ټکر په ځمکه کې د ژوندیو موجوداتو د ډلهييز مرګ لامل کېدای شي. دغه ویجاړوونکي ټکرونه په متوسط ډول په هرو ۴۵ میلیون کلونو کې یو وار پېښېږي. په ګاونډ کې له بل ستوري سره د لمر د ټکر متوسط وخت کابو ۳۰ ټریلیونه کاله دی چې د کایناتو له اټکل شوي عمر یعنې ۱۳.۸ میلیارد کلونو څخه ډېر زیات دی. دا د ځمکې د عمر په اوږدو کې د دغسې پېښې د کم احتمال نښانه ګڼلی شو.[۸]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Myers 2000، مم. 63–70.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Reaka-Kudla، Wilson او Wilson 1997، مم. 132–33.
- ↑ Ward او Brownlee 2003، م. 142.
- ↑ Fishbaugh او نور 2007، م. 114.
- ↑ "Illegal Wildlife Trade". U.S. Fish and Wildlife Services. نه اخيستل شوی 2021-07-16.
- ↑ Change, NASA Global Climate. "Carbon Dioxide Concentration | NASA Global Climate Change". Climate Change: Vital Signs of the Planet. نه اخيستل شوی 2020-12-19.
- ↑ Cowie 2007، م. 162.
- ↑ Tayler 1993، م. 92.