د ځمکې د ګرمېدو ځنډ(وقفه)

د ځمکې د ګرمېدو ځنډ(وقفه) چې کله ناکله د ځمکې د ګرمېدو توقف یا د ځمکې د ګرمېدو په سرعت کې کموالی هم بلل کېږي، د ځمکې په متوسطه تودوخه کې د نسبتاً کوچنیو بدلونونو دوره ده. د ځمکې د ګرمېدو په اوسنۍ دوره کې د ځمکې د تودوخې ګڼې داسې ۱۵ کلنې دورې راڅرګندېږي چې د اوږدمهالې ګرمۍ قوي شواهد لري. دا ډول وقفه تر هغو ۳۰ کلنو دورو لنډه ده چې اقلیم په کې په متوسط ډول په پام کې نیول کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د ۱۹۹۸ او ۲۰۱۳ ز کلونو تر منځ د ځمکې د ګرمېدو د وقفې اړوندې ادعاوې تبلیغاتو احاطه کړې وې. په ۱۹۹۸ ز کال کې د «ال نینو» فوق‌العاده ګرم کال د تودوخې له دوامه جلا و او له دې امله د راتلونکو کلونو په تودوخو کې وقفه پېښه شوه: د ۲۰۰۶ ز کال په جنورۍ میاشت کې ځینو داسې فکر کاوه چې د ځمکې د ګرمېدو بهیر درېدلی دی. په ۲۰۰۹ ز کال کې یوې څېړنې وښوده چې هغه لسیزې استنثایي نه وې چې د ځمکې کره نه ده په کې ګرمه شوې، او په ۲۰۱۱ ز کال کې بلې څېړنې وښوده چې که د پېژندل شوي بدلون لپاره محدودیتونه په پام کې ونیول شي، د تودوخې د ډېروالي بهیر له وقفې پرته دوام کوي. په ۲۰۱۳ ز کال کې د اقلیمي بدلونونو د حکومت‌منځي پلاوي د ارزونې د پنځم راپور په خپرېدو سره عمومي لېوالتیا ډېره شوه او پر دې اندېښنې سربېره چې د بامعنا بهیر د ټاکلو لپاره ۱۵ کلنه دوره ډېره لنډه ده، د اقلیمي بدلونونو حکومت‌منځي پلاوي په خپل کار کې د وقفې په اړه یوه برخه اضافه کړه او دا وقفه یې د یوه ډېر کوچني ډېرېدونکي خطي بهیر په توګه له ۱۹۹۸ز څخه تر ۲۰۱۲ ز کال پورې د ۱۵ کلونو په جریان کې د تېرو ۶۰ کلونو په نسبت له ۱۹۵۱ زڅخه تر ۲۰۱۲ ز کال پورې تعریف کړه. بېلابېلو څېړنو د لنډمهالي ځنډ احتمالي لاملونه څېړلي دي. حتا که اقلیمي سیستم د ځمکې د مثبتې انرژۍ د بودیجې په دلیل د انرژۍ ټولولو ته دوام هم ورکړی دی، د ځمکې په سطحه کې موجوده تودوخه ښيي چې د ځمکې د ګرمېدو کچه د نورو لسیزو په نسبت ټکنۍ ده. تر اتومسفیر پورته اندازه اخیستنې ښيي چې ځمکه د هغې په پرتله ډېره انرژي ترلاسه کوي چې بېرته فضا ته خپرېږي، نو پاتې انرژي باید د ځمکې د اقلیمي سیستم د ګرمېدو لامل شي.[۶][۷][۸][۹]

د ۲۰۱۵ ز کال په جولای میاشت کې د سمندري او اتومسفیري ملي ادارې د اپډېټ شوې ډېټا پر مجموعه ترسره شوې څېړنې د وقفې شتون په شک کې ګڼي او په تېرو کلونو کې یې د سرعت د کمېدو هېڅ نښه نه مومي. هغه ساینس‌پوهان چې د ډېټا پر نورو مجموعو کار کوي، د دغې څېړنې هرکلی یې وکړ، که څه هم دوی دا نظر څرګند کړ چې د ګرمېدو وروستی بهیر په هماغه اوږدوالي سره تر مخکېنیو دورو لنډ و. ورپسې یوې بلې دقیقې څېړنې دا پایله سمه وبلله چې د ځمکې د سطحې ګرمېدل دوام لري، خو دا یې هم ومونده چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۰ ز کلونو تر منځ د اقلیمي ماډلونو د وړاندوېینې په نسبت د ګرمېدو کچه کمه وه؛ او د سرعت دا کموالی ښايي د ارام سمندرګي په لس کلن نوسان کې له لنډمهالو بدلونونو سره تړلی وبلل شي چې په هغه دوره کې منفي و. یوه بله څېړنه د ځمکې په ګرمېدو کې د توقف یا ځنډ «هېڅ پام وړ سند» نه مومي. له ۱۹۷۰ ز کال راهیسې د ځمکنۍ تودوخې د ډېټا یوه احصایوي څېړنه دې پایلې ته رسېږي چې د «وقفې» یا «ځنډ» اصطلاح مناسبه نه ده. له دې سره سره، ځینې اقلیم پوهان دا ادعا شکمنه ګڼي چې ګواکي وقفه په شواهدو سره نه تاییدېږي او استدلال کوي چې په ډېټا کې وروستي اصلاحات د وقفې شتون نه ردوي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د مخکېنیو کلونو د ډېټا او اندازو په اړه تر دغو بحثونو ور هاخوا ۲۰۱۵ زکال د «ال نینو» د شرایطو تر پیل وړاندې تر نورو کلونو ډېر ګرم و. د ۲۰۱۵ ز کال ګرمۍ د هغو ادعاوو هر ډول علمي اعتبار ختم کړ چې ویل یې «وقفې» د اوږدمهالې ګرمۍ د بهیر لپاره اهمیت درلود. تر دې وروسته ۲۰۱۶ کال تر دې هم ګرم و. د ۲۰۱۷ ز کال په جنورۍ میاشت کې یوې څېړنې چې په «ساینس اډوانس» مجله کې خپره شوه، د ځنډ یا وقفې د شتون په اړه لا ډېر شک رامنځته کړ او داسې شواهد یې وړاندې کړل چې ګواکي د سمندرونو تودوخه له پامه غورځول شوې ده. د ۲۰۱۷ ز کال د اپرېل میاشتې څېړنې وښوده چې دغه ډېټا له ۱۹۷۰یمې ز لسیزې راهیسې د ځمکې په سطحه کې د ثابتې ګرمۍ له بهیر سره مطابقت لري. د ۲۰۱۷ ز کال په نومبر میاشت کې د «فیربنکس» او «پکن» پوهنتونونو د ساینس‌پوهانو یوې ګډې څېړنې وښوده چې کله د شمالي قطب د ګرمېدو په اړه له لاسه وتلي معلومات د ځمکې متوسطې تودوخې ته ور اضافه شول، دا تش په نامه وقفه په بشپړ ډول ورکه شوه.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د علمي بنسټونو راپورونه سمول

د متحدو ایالتونو د علومو اکاډمۍ-سلطنتي ټولنې راپور سمول

د ۲۰۱۴ ز کال په فبرورۍ میاشت کې د بریتانیا د سلطنتي ټولنې او متحدو ایالتونو د علومو اکاډمۍ په ګډ راپور کې راغلي چې په اقلیمي بدلونونو کې هېڅ ډول "ځنډ" نه‌شته او په غیر قطبي برخو کې د ځمکې د متوسطې تودوخې په ډېروالي کې د سرعت لنډمهالی کمښت به بیاځلي د چټکېدو لوري ته لاړ شي. د دغه راپور یو لیکوال او د اکسفورډ پوهنتون استاد «ټیم پالمر» وايي: "د ځمکې د سطحې متوسطه تودوخه راکمه شوې ده، زه نه وایم چې درېدلې ده. دا د ډېټا په هغو مجموعو پورې اړه لري چې تاسو یې ګورئ. که د هغې ډېټا مجموعې وګورئ چې شمالي قطب په کې شامل دی، څرګندېږي ده چې د ځمکې تودوخه لا هم د ډېرېدو په حال کې ده."[۲۹][۳۰]

د هواپېژندنې د نړیوال سازمان اقلیمي راپور سمول

د هواپېژندنې د نړیوال سازمان عمومي منشي «میشل جاروډ» د ۲۰۱۴ ز کال په مارچ میاشت کې د هواپېژندنې نړیوال سازمان د اقلیمي راپور د اعلانولو پر مهال وویل چې هېڅ وقفه نه وه موجوده، ځکه په ۲۰۱۳ کال کې د اوږدمهالې ګرمۍ بهیر دوام درلود چې "د ځمکې په ګرمېدو کې د ځنډ نه‌شتون" ښيي. ۲۰۱۳ ز کال د شپږم تر ټولو ګرم کال په توګه ثبت شوی و. ده وویل: "زموږ د سمندرونو په ژورو کې د ګرمېدو چټکتیا ډېره شوې ده. څه باندې ۹۰ سلنه هغه انرژي چې ګلخانه‌يي ګازونو راټوله کړې ده، په سمندرونو کې زېرمه کېږي."[۳۱][۳۲][۳۳]

د ۲۰۱۳ ز کال کلنی راپور وايي چې "که څه هم د سطحي هوا د تودوخې د ډېرښت چټکتیا په وروستیو کلونو کې ټکنۍ شوې ده، خو ګرمي لا هم د ځمکې په سیستم کې راټولېږي. د ۱۹۷۱ او ۲۰۱۰ ز کلونو تر منځ د ځمکې په سیستم کې شاوخوا ۹۳ سلنه راټوله شوې اضافي ګرمي سمندر جذب کړې ده. له ۲۰۰۰ ز کال څخه تر ۲۰۱۳ ز کال پورې سمندرونو د تېرو ۲۰ کلونو په نسبت شاوخوا درې برابره زیاته ګرمي جذب کړې وه او په داسې حال کې چې تر ۲۰۰۰ ز کال مخکې ډېری ګرمي د سمندر د سطحې او ۷۰۰ متره (۰.۴۳ مایله) ژوروالي تر منځ راټوله شوې وه، له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۳ ز کال پورې بیا ډېری ګرمي په ۷۰۰ تر ۲۰۰۰ مترو (۲۳۰۰ تر ۶۶۰۰ فوټو) ژوروالي کې زېرمه شوې ده.[۳۴]

سرچينې سمول

  1. "Despite the robust multi-decadal warming, there exists substantial interannual to decadal variability in the rate of warming, with several periods exhibiting weaker trends (including the warming hiatus since 1998) ... Fifteen-year-long hiatus periods are common in both the observed and CMIP5 historical GMST time series", "Box TS.3: Climate Models and the Hiatus in Global Mean Surface Warming of the Past 15 Years", IPCC, Climate Change 2013: Technical Summary, p. 37 and pp. 61–63.
  2. Mooney, Chris (7 October 2013). "Who Created the Global Warming "Pause"?". Mother Jones. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. McGrath, Matt (21 August 2014). "Global warming slowdown 'could last another decade'". BBC News. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Meehl, Gerald A.; Julie M. Arblaster; John T. Fasullo; Aixue Hu; Kevin E. Trenberth (2011). "Model-based evidence of deep-ocean heat uptake during surface-temperature hiatus periods" (PDF). Nature Climate Change. 1 (7): 360–364. Bibcode:2011NatCC...1..360M. doi:10.1038/nclimate1229. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Planton, Serge (France; editor) (2013). "Annex III. Glossary: IPCC - Intergovernmental Panel on Climate Change" (PDF). IPCC Fifth Assessment Report. د کتاب پاڼې 1450. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The ups and downs of global warming". Climate Change: Vital Signs of the Planet. NASA. 21 September 2009. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 27 September 2013 باندې). Global Warming Slowdown Seen as Emissions Rise to Record.WGI AR5 Final Draft SPM Comments Archived 2014-12-02 at the Wayback Machine.
  8. Karl, Thomas R.; Arguez, Anthony; Huang, Boyin; Lawrimore, Jay H.; McMahon, James R.; Menne, Matthew J.; Peterson, Thomas C.; Vose, Russell S.; Zhang, Huai-Min (26 June 2015). "Possible artifacts of data biases in the recent global surface warming hiatus". Science. 348 (6242): 1469–1472. Bibcode:2015Sci...348.1469K. doi:10.1126/science.aaa5632. PMID 26044301. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 11 November 2014 باندې). Where is Global Warming's Missing Heat?. AAAS
  10. Johnson, Scott K. (24 January 2016). "Thorough, not thoroughly fabricated: The truth about global temperature data". Ars Technica UK. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "The Recent Global Surface Warming Hiatus". NOAA. 4 June 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 2015-06-04 باندې). Scientists Cast Doubt On An Apparent 'Hiatus' In Global Warming. National Public Radio.
  13. (په 2015-06-04 باندې). Global warming 'pause' didn't happen, study finds. The Guardian.
  14. Wendel, JoAnna (2015). "Global warming "hiatus" never happened, study says". Eos. 96. doi:10.1029/2015EO031147. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Vaidyanathan, Gayathri. "Did Global Warming Slow Down in the 2000s, or Not?", Scientific American (February 25, 2016): "Climate models, which are virtual representations of our planet, project that temperatures were much higher in the early 2000s than was the case in reality. ... Fyfe and his colleagues think the Pacific Decadal Oscillation (PDO), a natural variance in the climate system that switches between positive, neutral and negative phases, explains the recent slowdown."
  16. (په 2015-06-04 باندې). US scientists: Global warming pause 'no longer valid'. BBC News.
  17. Dai, Aiguo; Fyfe, John C.; Xie, Shang-Ping; Dai, Xingang (2015). "Decadal modulation of global surface temperature by internal climate variability". Nature Climate Change. 5 (6): 555–559. Bibcode:2015NatCC...5..555D. doi:10.1038/nclimate2605. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Fyfe, John C.; Meehl, Gerald A.; England, Matthew H.; Mann, Michael E.; Santer, Benjamin D.; Flato, Gregory M.; Hawkins, Ed; Gillett, Nathan P.; Xie, Shang-Ping; Kosaka, Yu; Swart, Neil C. (2016). "Making sense of the early-2000s warming slowdown" (PDF). Nature Climate Change. 6 (3): 224–228. Bibcode:2016NatCC...6..224F. doi:10.1038/nclimate2938. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Trenberth, Kevin E. (2015). "Has there been a hiatus? Internal climate variability masks climate-warming trends". Science. 349 (6249): 691–692. doi:10.1126/science.aac9225. PMID 26273042. S2CID 206640966. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 24 November 2015 باندې). No substantive evidence for 'pause' in global warming. Bristol University.On the definition and identifiability of the alleged “hiatus” in global warming : Scientific Reports, Lewandowsky, Risbey & Oreskes (2015) doi:10.1038/srep16784
  21. "New study finds 'no substantive evidence' of a global warming 'pause'". The Washington Post. 24 November 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Cahill, Niamh; Rahmstorf, Stefan; Parnell, Andrew C (1 August 2015). "Change points of global temperature". Environmental Research Letters. 10 (8): 084002. Bibcode:2015ERL....10h4002C. doi:10.1088/1748-9326/10/8/084002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Fyfe, John C.; Meehl, Gerald A.; England, Matthew H.; Mann, Michael E.; Santer, Benjamin D.; Flato, Gregory M.; Hawkins, Ed; Gillett, Nathan P.; Xie, Shang-Ping; Kosaka, Yu; Swart, Neil C. (1 February 2016). "Making sense of the early-2000s warming slowdown" (PDF). Nature Climate Change. 6 (3): 224–228. Bibcode:2016NatCC...6..224F. doi:10.1038/nclimate2938. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  24. Hansen, James; Sato, Makiko; Ruedy, Reto; Schmidt, Gavin A.; Lob, Ken (19 January 2016). "Global Temperature in 2015" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Study confirms steady warming of oceans for past 75 years". PhysOrg. 4 January 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Climate change: Fresh doubt over global warming 'pause'". BBC News. 5 January 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Rahmstorf, Stefan; Foster, Grant; Cahill, Niamh (2017). "Global temperature evolution: recent trends and some pitfalls". Environmental Research Letters. 12 (5): 054001. Bibcode:2017ERL....12e4001R. doi:10.1088/1748-9326/aa6825. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Huang, Jianbin; Zhang, Xiangdong; Zhang, Qiyi; Lin, Yanluan; Hao, Mingju; Luo, Yong; Zhao, Zongci; Yao, Yao; Chen, Xin; Wang, Lei; Nie, Suping; Yin, Yizhou; Xu, Ying; Zhang, Jiansong (20 November 2017). "Recently amplified arctic warming has contributed to a continual global warming trend". Nature Climate Change. 7 (12): 875–879. Bibcode:2017NatCC...7..875H. doi:10.1038/s41558-017-0009-5. S2CID 91016054. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Wolf, Eric; et al. (27 February 2014). Climate Change, Evidence & Causes (PDF). Royale Society (UK) and National Academy of Science (USA). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 27 February 2014 باندې). Now the two most famous scientific institutions in Britain and the US agree: 'Climate change is more certain than ever'.
  31. WMO Statement on the Status of the Global Climate in 2014 (PDF). Geneva: World Meteorological Organization. 2015. OCLC 922168130. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9263111524. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۴ مارچ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Vaughan, Adam (24 March 2014). "13 of 14 warmest years on record occurred in 21st century – UN : Environment". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 24 March 2014 باندې). Global warming not stopped, will go on for centuries: WMO. Reuters
  34. "E-Library: WMO Statement on the status of the global climate in 2013". World Meteorological Organisation. 24 March 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)