د ځمکې تودوخې طاقت

د ځمکې تودوخې طاقت برېښنايي طاقت دی چې د ځمکې د تودوخې له انرژۍ څخه تر لاسه کېږي. په دې برخه کې کارېدونکو ټیکنالوژيو کې د وچ بخار (تپ/بړاس) طاقت مرکزونه، د فلش بخار طاقت مرکزونه او دوه څرخه دوران طاقت مرکزونه شامل دي. د ځمکې تودوخې څخه د برېښنا تر لاسه کول اوسمهال په شپږ ويشتو هېوادونو کې کارول کېږي، په داسې حال کې چې د ځمکې تودوخې له حرارت څخه په اويا هېوادونو کې کار اخيستل کېږي.[۱][۲][۳]

تر ۲۰۱۹ز کال پورې، په ټوله نړۍ کې د ځمکې تودوخې د انرژۍ ظرفيت تر ۱۵.۴ ګيګاواټه (GW) پورې رسېدو، له دې څخه ۲۳.۹ سلنه يا ۳.۶۸ ګيګاواټه يې په متحده ايالاتو کې نصب شوي وو. په نړیوالو بازارونو کې له ۲۰۱۵ز کال راهيسې د درې کلونو لپاره په کلني ډول پنځه سلنه زياتوالی راغلی او اټکل شوی چې تر ۲۰۲۰ز کال پورې به په نړیواله کچه د ځمکې تودوخې د طاقت (برېښنايي انرژۍ) وړتيا تر ۱۴.۵-۱۷.۶ ګيګاواټه پورې ورسېږي. د اوسنۍ جيولوژيکي پوهې او ټيکنالوژۍ پر بنسټ چې GEA په څرګند ډول روښانه کړې ده، د ځمنکې تودوخې طاقت ټولنې (GEA) اټکل کړی چې تر اوسه د نړۍ د ټولې وړتيا يواځې ۶.۹ سلنه کارول شوې ده، په داسې حال کې چې IPCC راپور ورکړی چې د ځمکې تودوخې طاقت وړتيا د ۳۵ ګيګاواټه څخه نيولې بيا تر دوه ټيراواټ پورې رسېږی. د ځمکنۍ تودوخې له سرچينو څخه له ۱۵ سلنه څخه زياته برېښنا تر لاسه کوونکو هېوادونو کې ايل سلواډور، کينيا، فلپين، ايس لینډ، نيوزيلينډ او کوسټا ريکا شامل دي. اندونيزيا د ۲۹۰۰۰ ميګاواټه (MW) ځمکنۍ تودوخې انرژۍ سرچينو ظرفيت لري – کومه چې په نړۍ کې تر ټولو زيات دی. په ۲۰۱۷ز کال کې، په اندونيزيا کې نصب شوي د ځمکې تودوخې طاقت وړتيا ۱۸۰۰۰ میګاواټه وه.[۴][۵][۶]

د ځمکې تودوخې ځواک (طاقت) د انرژۍ يوه دايمي، د نوي کېدو وړ سرچينه بلل کېږي، ځکه چې د ځمکې د حرارت د موادو په پرتله د تودوخې اخراج کم دی. د ځمکنۍ تودوخې د برېښنايي مرکزونو څخه د شنو خونو د ګازونو وتل په منځنۍ کچه پنځه څلوېښت ګرامه کاربن ډای اکسايډ په يو کيلو واټ يو ساعت برېښنا کې دی، يا د ډبرو سکرو په مټ چلېدونکي دوديزو مرکزونو له پنځه سلنه هم کمه ده. [۷][۸]

د انرژۍ او  تودوخې دواړو لپاره د نوې کېدو وړ انرژۍ د سرچينې په توګه، د ځمکې تودوخه تر ۲۰۵۰ز کال پورې د نړیوالې غوښتنې د ۳-۵٪ اړتيا پوره کولو وړتيا لري. د اقتصادي هڅونکو په توګه، اټکل شوی چې تر ۲۱۰۰ پورې به د نړيوالې غوښتنې لس سلنه طلب پوره کول شوني شي.[۹]

تاريخ او وده سمول

په شلمه پېړۍ کې، د برېښنا زيات طلب، د ځمکې تودوخه د برېښنا پيدا کولو د سرچينې په توګه تر نظر لاندې ونيوله. «پرنس پيرو ګنوري کونټي» د ۱۹۰۴ز کال د جولای په څلورمه نېته، د ايټاليې په «لارډيريلو» کې د ځمکنۍ تودوخې د برېښنا د توليد لومړۍ تجربه وکړه. دې تجربې په بریاليتوب سره څلور روښانه کوونکي ګروپونه روښانه کړل. وروسته په ۱۹۱۱ز کال کې، د نړۍ په کچه د ځمکنۍ تودوخې د انرژۍ د توليد لومړی مرکز په دې ځای کې جوړ شو. تجربوي تولیدونکي د ۱۹۲۰ز لسيزه کې د جاپان په «بيپو» او د کليفورنيا په «ګيزر» کې جوړ شوي وو، خو تر ۱۹۵۸ز کال پورې ايټاليه د نړۍ په کچه د ځمکنۍ تودوخې د برېښنا يواځینی صنعتي توليدونکی هيواد و.[۱۰]

په ۱۹۵۸ز کال کې، نيوزيلينډ د ځمکې تودوخې د برېښنا دويم ستر صنعتي توليدونکی هېواد وګرځېد، هغه مهال کله چې د دې هېواد «ويراکي» مرکز پيل شو. ويراکي لومړی مرکز و، کوم چې د فلش بخار ټيکنالوژي استعمال کړه. د تېرو شپېتو کلونو په موده کې، سوچه بهېدونکی توليد له ۲.۵ کيلومتر مکعب څخه زيات و. په « Wairakei-Tauhara» کې  د ځمکې کېناستل، د نوي کېدو وړ انرژي د يوې وسيلې په توګه د دې نظام د پراخېدونکي پرمختګ لپاره د چاپيرياليزې رضامندۍ په اړوند په ګڼو رسمي ناستو کې يوه موضوع وه. [۱۱][۱۲]

په ۱۹۶۰ز کال کې، « Pacific Gas and Electric» د متحده ايالاتو د کليفورنيا په «ګيزل» کې د لومړي بریالي ځمکې تودوخې د برېښنايي انرژۍ د مرکز کار پيل کړ. اصلي توربين له دېرشو کلونو څخه زيات کار وکړ او يوولس ميګاواټه سوچه برېښنا يې توليد کړه.[۱۳][۱۴]

د غبرګ جريان انرژۍ مرکز په لومړي ځل په ۱۹۶۷ز کال کې په شوروي اتحاد کې وښودل شو او وروسته په ۱۹۱۸ز کال کې، د ۱۹۷۰ز کال د انرژۍ د بحران او تنظيمونکو تګلارو کې له مهمو بدلونونو پس، په متحده ايالاتو کې متعارف شو. دا ټيکنالوژي د هغو څخه د ډېرې کمې تودوخې درجې د سرچينو د استعمال سره مرسته کوي، چې مخکې تر لاسه کېدې. په ۲۰۰۶ز کال کې، د الاسکا په «چينا هاټ سپرينګز» کې يو غبرګ جريان مرکز پلی شو، کوم چې له تر ټولو کمې مايعې تودوخې درجې چې اوه پنځوس سانتيګراد (۱۳۵ فارنهايت) وه څخه هم کمه برېښنا توليد کړه. [۱۵][۱۶]

د ځمکنۍ تودوخې برېښنايي مرکزونه اوسمهال په خصوصي ډول جوړ شوي دي، چېرته چې د سطحې سره نژدې د لوړې درجې تودوخې ځمکنۍ تودوخې سرچينې موجودې دي. د غبرګ جريان د انرژۍ مرکزونو پرمختګ او کېندل او د راايستلو ټيکنالوژۍ کې ښه والی، په ډېره زياته جغرافيايي محدوده کې غوره ځمکنۍ تودوخې نظام وړ ګرځولای شي. پرمختيايي پروژې د المان په « Landau-Pfalz» او د فرانسې په « Soultz-sous-Forêts» کې فعالې دي، په داسې حال کې چې د سويټزرلينډ په «باسل» کې له دې وړاندې يوه هڅه هغه مهال بنده کړای شوه کله چې د زلزلو لامل وګرځېده. نورې پرمختګيزي پروژې په استراليا، انګلستان او د امريکا په متحده ايالاتو کې د جوړېدو په حال کې دي. [۱۷][۱۸]

د ځمکنۍ تودوخې د برېښنايي مرکزونو د تودوخې مؤثريت کم دی، شا اوخوا ۷-۱۰٪  پوری، ځکه چې د ځمکنۍ تودوخې بهېدونکي د خوټکېدونکو څخه د پيدا کېدونکي بخار په پرتله د کمې تودوخې درجې لرونکي وي. د تودوخې د وړتيا د قوانينو سره سم، دا د تودوخې کمې درجې برېښنا د توليد پر مهال د ګټورې انرژۍ په ايستلو کې د تودوخې د ماشینونو فعاليت محدودوي. وتونکې تودوخه تر هغه وخته ضايع کېږي، تر کومه چې هغه نېغ په نېغه او په سيمه ييز ډول ونه کارول شي، د بېلګې په ډول شنې خونې، د لرګي کارخونې او سيمه ييز تودول. د دې نظام فعالیت د فعاليت پر لګښت اغېز نه اچوي، څنګه چې د ډبرو سکرو يا نورو فوسيلي توکو د سون توکو په مرکزونو کې وي، بلکې دا د مرکز په دوام اغېز پرېباسي. په دې موخه چې د پمپونو له لګښت څخه زياته انرژي توليد کړي، د برېښنا د توليد لپاره د لوړې کچې درجه حرارت لرونکي ځمکنۍ تودوخې سيمې او ځانګړي تودوخې جريان ته اړتيا ده. له دې امله چې د ځمکنۍ تودوخې انرژي، د انرژۍ په متغيرو سرچينو متکي نه وي، د بېلګې په ډول د هوا يا لمريزې انرژۍ په عکس، شونې ده چې د دې د وړتيا عنصر ډېر ستر وي – دا ستروالی تر ۹۶٪ پورې څرګند شوی دی. په هر حال، د IPCC تر مخې، په ۲۰۰۸ز کال کې د  نړیوال منځنۍ کچې وړتیا عنصر ۷۴.۵٪ و. [۱۹][۲۰][۲۱]

سرچینې سمول

د ځمکې د تودخې مواد نږدې 1×1019 TJ (2.8×1015 TWh) دي. دا تودوخه په طبيعي ډول ۴۴.۲ ټيراواټه په اندازه د لېږد په مټ په سطحه بهېږي او د ۳۰ تيراواټه چټکتيا سره د راډیو اکتيف په رسوب سره بېرته ډکېږي. د انرژۍ دا اندازې له بنسټيزو سرچينو څخه د انساني انرژۍ د اوسني لګښت له دوه چنده څخه زيات دی، خو د دې طاقت (انرژۍ) ډېره برخه دومره زيات خپور شوی (شا اوخوا په اوسط ډول 0.1 W/m2) چې د بيا تر لاسه کېدو وړ نه دی. د ځمکې قشر په اغېزناک ډول د یوې ډبلې جلا کونکې کمبلې په توګه کار کوي، کوم چې بايد د لاندې تودوخې د خوشې کولو لپاره د مايعو لارو (د ماګما، اوبو يا نورو په واسطه) په مټ سوری کړای شي.[۲۲][۲۳][۲۴]

د برېښنا د توليد لپاره د لوړې کچې تودوخې د سرچينو اړتيا وي، کوم چې یواځې د ځمکې لاندې ژورو څخه تر لاسه کېدای شي. تودوخه بايد د مایع د جريان په مټ سطحې ته راوړل شي، یا د ماګما د لارو، تودو چينو، هايډرو ترمل ګردش، د تيلو د څاګانو، د کيندل شويو اوبو د څاګانو په مټ، يا د دې ټولو د مجموعې په مټ. دا جريان کله کله په طبيعي ډول موجود وي، په کوم ځای کې چې قشر نازک وي: د ماګما لارې تودوخه سطحې ته نژدې کوي او تودې چینې تودوخه سطحې ته راپورته کوي. که توده چينه نه وي موجوده، يوه څاه بايد په تودو اوبو کې وکيندل شي. د ټيکټونيک تختو له پولو څخه لرې، د نړۍ په ډېرو برخو کې د ځمکې تودوخې کوږوالی ۲۵-۳۰ په کيلو متر (کيلو متر) په ژورتيا کې وي، په همدې بنسټ د برېښنا د توليد سره د مرستې کولو لپاره، دا څاګانې بايد څو کيلو متره ژورې شي. د تر لاسه کېدو وړ سرچينو اندازه او معياري کيندنې ژوروالی او د ټيکټونيک تختو د پولو سره نژدې کېدلو ښه کېږي.[۲۵]

سرچينې سمول

  1. Geothermal Energy Association. Geothermal Energy: International Market Update Archived 25 May 2017 at the Wayback Machine. May 2010, p. 4-6.
  2. Bassam, Nasir El; Maegaard, Preben; Schlichting, Marcia (2013). Distributed Renewable Energies for Off-Grid Communities: Strategies and Technologies Toward Achieving Sustainability in Energy Generation and Supply (په انګلیسي ژبه کي). Newnes. د کتاب پاڼې 187. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-397178-4. مؤرشف من الأصل في ۱۱ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. کينډۍ:Cite conference
  4. (په 27 January 2020 باندې). The Top 10 Geothermal Countries 2019 – based on installed generation capacity (MWe). Think GeoEnergy - Geothermal Energy News
  5. "The International Geothermal Market At a Glance – May 2015" (PDF). GEA—Geothermal Energy Association. May 2015. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۶ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Craig, William; Gavin, Kenneth (2018). Geothermal Energy, Heat Exchange Systems and Energy Piles. London: ICE Publishing. د کتاب پاڼي 41–42. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780727763983. مؤرشف من الأصل في ۲۱ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Rybach, Ladislaus (September 2007), "Geothermal Sustainability" (PDF), Geo-Heat Centre Quarterly Bulletin, Klamath Falls, Oregon: Oregon Institute of Technology, 28 (3), د کتاب پاڼي 2–7, ISSN 0276-1084, مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۷ فبروري ۲۰۱۲, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Moomaw, W., P. Burgherr, G. Heath, M. Lenzen, J. Nyboer, A. Verbruggen, 2011: Annex II: Methodology. In IPCC: Special Report on Renewable Energy Sources and Climate Change Mitigation (ref. page 10) Archived 27 June 2013 at the Wayback Machine.
  9. Craig, William; Gavin, Kenneth (2018). Geothermal Energy, Heat Exchange Systems and Energy Piles. London: ICE Publishing. د کتاب پاڼي 41–42. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780727763983. مؤرشف من الأصل في ۲۱ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Tiwari, G. N.; Ghosal, M. K. Renewable Energy Resources: Basic Principles and Applications. Alpha Science Int'l Ltd., 2005 کينډۍ:ISBN
  11. IPENZ Engineering Heritage Archived 22 June 2013 at the Wayback Machine.. Ipenz.org.nz. Retrieved 13 December 2013.
  12. Craig, William; Gavin, Kenneth (2018). Geothermal Energy, Heat Exchange Systems and Energy Piles. London: ICE Publishing. د کتاب پاڼي 41–42. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780727763983. مؤرشف من الأصل في ۲۱ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lund, J. (September 2004), "100 Years of Geothermal Power Production" (PDF), Geo-Heat Centre Quarterly Bulletin, Klamath Falls, Oregon: Oregon Institute of Technology, 25 (3), د کتاب پاڼي 11–19, ISSN 0276-1084, مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۷ جون ۲۰۱۰, د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. McLarty, Lynn; Reed, Marshall J. (اکتوبر 1992), "The U.S. Geothermal Industry: Three Decades of Growth" (PDF), Energy Sources, Part A: Recovery, Utilization, and Environmental Effects, London: Taylor & Francis, 14 (4): 443–455, doi:10.1080/00908319208908739, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 16 مې 2016 باندې, د لاسرسي‌نېټه 29 جولای 2013 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Lund, J. (September 2004), "100 Years of Geothermal Power Production" (PDF), Geo-Heat Centre Quarterly Bulletin, Klamath Falls, Oregon: Oregon Institute of Technology, 25 (3), د کتاب پاڼي 11–19, ISSN 0276-1084, مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۷ جون ۲۰۱۰, د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Erkan, K.; Holdmann, G.; Benoit, W.; Blackwell, D. (2008), "Understanding the Chena Hot Springs, Alaska, geothermal system using temperature and pressure data", Geothermics, 37 (6): 565–585, doi:10.1016/j.geothermics.2008.09.001, ISSN 0375-6505 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Tester, Jefferson W. (Massachusetts Institute of Technology); et al., The Future of Geothermal Energy (PDF), of Enhanced Geothermal Systems (Egs) on the United States in the 21st Century: An Assessment, Idaho Falls: Idaho National Laboratory, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-615-13438-6, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 10 مارچ 2011 باندې, د لاسرسي‌نېټه 7 فبروري 2007 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Bertani, Ruggero (2009). "Geothermal Energy: An Overview on Resources and Potential" (PDF). Slovakia. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۶ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Schavemaker, Pieter; van der Sluis, Lou (2008). Electrical Power Systems Essentials. John Wiley & Sons, Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0470-51027-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Goldstein, B., G. Hiriart, R. Bertani, C. Bromley, L. Gutiérrez-Negrín, E. Huenges, H. Muraoka, A. Ragnarsson, J. Tester, V. Zui (2011) "Geothermal Energy" Archived 5 June 2012 at the Wayback Machine.. In IPCC Special Report on Renewable Energy Sources and Climate Change Mitigation, Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, USA Geothermal Energy. p. 404.
  21. Lund, John W. (2003), "The USA Geothermal Country Update", Geothermics, Elsevier Science Ltd., 32 (4–6): 409–418, doi:10.1016/S0375-6505(03)00053-1 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. کينډۍ:Cite conference
  23. Pollack, H.N.; S. J. Hurter, and J. R. Johnson; Johnson, Jeffrey R. (1993), "Heat Flow from the Earth's Interior: Analysis of the Global Data Set", Rev. Geophys., 30 (3), د کتاب پاڼي 267–280, Bibcode:1993RvGeo..31..267P, doi:10.1029/93RG01249, مؤرشف من الأصل في ۰۳ مارچ ۲۰۱۲, د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Rybach, Ladislaus (September 2007), "Geothermal Sustainability" (PDF), Geo-Heat Centre Quarterly Bulletin, Klamath Falls, Oregon: Oregon Institute of Technology, 28 (3), د کتاب پاڼي 2–7, ISSN 0276-1084, مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۷ فبروري ۲۰۱۲, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. کينډۍ:Cite conference