د پېليپين تاريخ
د فیلیپین تاریخ په مجموع الجزایر کې د هومینین له تر ټولو لومړني فعالیت یعنې لږ تر لږه ۷۰۹۰۰۰ کاله وړاندې پیلیږي. هومو لوزوننسیس، د لرغونو انسانانو یو ډول، لږ تر لږه ۱۳۴۰۰۰ کاله وړاندې د لوزون په ټاپو کې شتون درلود.[۱][۲][۳][۴]
عمومي مالومات |
---|
برخه د |
---|
له تشرېحې اړخه مډرن پېژندل شوی لومړني انسان د پالوان په ټابون غارونو کې اوسېده چې قدامت یې شاوخوا ۴۷۰۰۰ کاله وړاندې ته رسیږي. د نګریټو ډلې هغه لومړني ساکنین وو چې په فیلیپین کې تر تاریخ وړاندې هستوګن شوي وو. چې له هغو وروسته بیا استرواسیاتیکان، پاپوانان او سویلي اسیايي خلک ورغلل. له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله وړاندې، سمندر کې سفر کوونکي استرواسیاتیکان چې د اوسنۍ وګړو اکثریت جوړوي له ټایوان څخه د سویل پر لور حرکت وکړ. له میلاد څخه ۲۰۰۰ کاله وړاندې، دا مجمع الجزایر د اقیانوس په کچه د فیلیپیني یشم کلتور مرکز و.[۵][۶][۷][۸][۹]
په عمومي توګه څېړونکې پر دې اند دي چې دغو قومي او ټولنیزو ډلو بالاخره د اقتصادي تخصص، ټولنیزې ډلبندۍ او سیاسي سازمان له مخې په بېلابېلو درجو کې بېلابېلې هستوګنې او حکومتونه رامنځته کړل. ځینې دا هستوګنې (زیاتره هغه چې د سیند د ډلټا په شاوخوا کې پراته و) داسې یو پیچلی ټولنیز مقیاس یې درلود چې ځینې څېړونکې باور لري چې هغوی ته باید د لومړنیو دولتونو خطاب وکړو. په دغو کې د نننۍ ورځې د وګړو مرکزونه هم شاملیږي لکه مانیلا، ټونډو، پانګاسینان، سبو، پانای، بوهول، بوټوان، کوټاباټو، لاناو، زامبوانګا او سولو او همداشان ځینې نور ایالتونه لکه مای چې د دې ممکنه موقعیت یا میندورو و یا لاګونا.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
دا حکومتونه د اسلامي، هندي او چینايي کلتورونو له خوا اغېزمن شول. اسلام له عربستان څخه راغی، په داسې حال کې چې له هند څخه بیا د راجندرا چولا ۱ د سویلي ختیځې اسیا د لشکرکشۍ په پایله کې هندو-بودايي مذهب، ژبه، کلتور، ادبیات او فلسفه راغلل. ځینې حکومتونه بیا په یو ډول سره چین تا وفاداره ول او همدا واړه سمندري ایالتونه له لومړۍ زریزې را وروسته ډېر اباد شول.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
دغو وړو پاچاهیو له هغو هېوادونو سره چې نن د چین، هند، جاپان، ټایلنډ، ویتنام او اندونیزیا په نوم یادیږي، سوداګرۍ کوله. پاتې هستوګنې بیا هغه خپلواکې سیمې وي چې تر ځان سترو ایالتونو سره یو ځای کېدل. دغه واړه دولتونه په متناوبه توګه له ځینو سترو اسیايي سترواکو سره یو ځای ترې اغېزمن وو، لکه د مینګ سلسله، ماجاپهیت او بروني او یا به یې هم د هغوی پر خلاف بغاوت کاوه.[۱۸]
د اروپایانو له خوا دغې سیمې ته لومړنۍ ثبت شوې لشکر کشي د ۱۵۲۱ کال د مارچ په ۱۷مه د فردیناند مګیلن له خوا تر سره شو چې هومونهون په ټاپو کې ښکته شول کوم چې اوس د ګیني یوه برخه ده. دوی د مکټان د مشر د لاپولاپو د لښکر پر وړاندې ماتې وخوړه او مګیلن هلته ووژل شو. په پاسفیک کې د نوي هسپانیې په پیلیدو سره هسپانوي فیلیپین هغه مهال پیل شو کله چې له مکسیکو څخه د ۱۵۶۵ کال د فبروري په ۱۳ مه د میګول لوپیز ډي لیګازپ لښکرې را ورسېدې. هغه په سیبو کې لومړنۍ دایمې هستوګنه رامنځته کړه.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
د همدې سیمې زیاتره ټاپوګان د هسپانیې تر واک لاندې راغلل، چې د لومړي ځل لپاره یې د فیلیپین تر نوم لاندې یو موټی سیاسي جوړښت رامنځته کړ. د هسپانیې حکومت په دغه هېواد کې مسیحیت تبلیغ کړ، قانون او په اسیا کې تر ټولو مډرن پوهنتون یې جوړ کړ. فیلیپین په مکسیکو کې د نوي هسپانیا د نایب السطنت تر څار لاندې ادراه کېده. له هغه وروسته، کله چې مکسیکو خپلواکي واخیسته، نو د هسپانیا له خوا اداره کېده.
په ۱۸۹۸ کال کې د هسپانیا-امریکا د جګړې په درشل کې د هسپانیې په ماتې سره هلته د هسپانیې واک هم پای ته ورسېد چې بیا را وروسته فیلیپین د امریکا د متحده ایالاتو تر واک لاندې و او د ایمیلو اګوینالډو په مشرۍ بغاوت هم د امریکايي ځواکونو له خوا وځپل شو. متحده ایالاتو هلته خپل لاسپوځی حکومت رامنځته کړ. په ۱۹۰۷ کال کې، د فیلیپین د ټولو ټاپوګانو څخه د ټولټاکنو له لارې د فیلیپین شورا وټاکل شوه. متحده ایالاتو د جونز په لایحه کې دې هېواد ته د خپلواکۍ ژمنه ورکړه. د فیلیپین کمون ویلټ په ۱۹۳۵ کال کې تر بشپړې خپلواکۍ ۱۰ کاله مخکې د یوه لنډمهاله ګام په توګه رامنځته شو. خو د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال جاپا په ۱۹۴۲ کال کې فیلیپین ونیو. په ۱۹۴۵ کال کې امریکا پر جاپان برلاسه شو او د مانیلا تړون په ۱۹۴۶ کال کې د فیلیپین خپلواک جمهوریت رامنځته کړ.[۲۳]
مخکې له تاریخ
سمولد کالینګا په ریزال کې کشف شوي ډبرین وسایل او د قصابي شوو څارویو فوسیلونه د دې ښکارندوی دي چې لومړني انسانان په دې هېواد کې ۷۰۹۰۰۰ کاله وړاندې اوسېدل. څېړونکو د کرګدن د هډوکو شاوخوا ۵۷ ډبرین لوښې وموندل چې د پرې کولو اثار په کې و او ځینې هډوکي هم مات شوي وو، چې دا په خپله د دې ښکارندويي کوي چې لومړني انسانان له مغذي موادو څخه ډک مغزونو به لټه کې و. په ۲۰۲۳ کال کې یوې څېړنې د کاګایان د لوزوننسیس د فوسیلونو د پاتې شونو عمر ۱۳۴۰۰۰ کلونه وښودل.[۲۴][۲۵]
دا او د ریزال په انګونو کې په ډبرو کې رسامي دلته د نګریتوسونو او استرونزي خلکو له ورتګ وړاندې د لومړنیو انسانانو د اوسېدو ښکارندويي کوي. د کالاو نارینه هډوکي او د هومینین انسانانو د دریو کسانو ۱۲ نور هډوکي چې د کالاو په غار کې وموندل شول، دا یې په ډاګه کړه چې دا د هومو لوزونینسیس په نوم د یو بل ډول انسانانو پاتې شوني دي. د نننیو انسانانو لپاره، د ټابون سړي پاتې شوني چې شاوخوا ۴۷۰۰۰ کاله قدامت لري لا هم تر ټولو زوړ انسان دی.[۲۶][۲۷][۲۸]
نګریټونان لومړني اوسېدونکي وو، خو په فیلیپین کې د هغوی ظهور کومه د اعتماد وړ خبره نه ده. له هغوی وروسته د مالايي- پلینزي ژبو ویونکي، چې د استرونزیايي ژبو د کورنۍ یوه ښاخه ده، راځي. لومړني سترونزیايان له میلاد څخه ۳۰۰۰ تر ۲۲۰۰ کاله وړاندې فیلیپین ته ورسېدل او هلته یې د باټانس او لوزون په شمال کې هستوګنه غوره کړه.[۲۹][۳۰]
له هغه ځایه څخه هغوی په چټکۍ سره ښکته خوا ینې د فیلیپین نورو ټاپوګانو او سویل ختیځې اسیا ته پسې وغځیدل او همداشان یې د ختیځ پر خوا حرکت وکړ او له میلاد څخه ۱۵۰۰ کاله وړاندې د شمالي ماریانا ټاپوګانو ته ورسېدل. هغوی پخواني اسټرالو-ملانشیین نګریتونان خپل ځان کې را جلب کړل، چې په پایله کې د مډرن وخت فیلیپیني قومي ډلې رامنځته شوي.
د ټاپوګانو د وګړو په اړه تر ټولو زیاته منل شوې نظریه، د «ټایوان څخه بهر» موډل دی چې په نوي ډبرین عصر کې د یو لړ سمندري مهاجرتونو له امله چې له ټایوان څخه یې سرچینه اخیسته د سټرونزي د پراختیا ښیي چې د هند او ارام سمندرګي تر ټاپوګانو پورې یې پراختیا ومونده او بالاخره وروستی تمځای یې نیوزیلنډ، ایسټر ټاپو او ماداګاسکار و. په خپله سترونزیايانو د نوي ډبرین عصر د د سترونزیانو له مخکنیو تمدنونو څخه سرچینه اخیستې ده، چې په خپله د چین د هان قبیلې له خوا د همدې سیمو تر نیول کېدو وړاندې دا کار شوی و.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]
په دې کې د لیانګیژو کلتور، هموډو کلتور او ماجیابانګ کلتور په څېر تمدنونه شاملیږي. دا کار د استرونیزین ژبو ویونکي په یوه ګډ ژبني او جنیتیکي بڼه سره نښلوي چې له هغې ډلې کولای شو د ټایوان اصلي خلکو، د اسیا سویل ختیځ ټاپوګان، چامیان، د ټاپوګانو ملانیشین، میکرونیشین، پولنیشین او مالاګازي خلک یاد کړو. پرته له ژبې او جنیتیک، هغوی همداشان ګډې کلتوري نښې لري لکه خالونه، د وریجو کرل، په لندو ځمکو کې کرهڼه، د غاښونو تورول، د یشم کېندل، د پان ژوول، د نیکونو عبادت او د روته ګلانو او څارویو درلودل (له هغې ډلې سپی، خوک، چرګ، پټاټې، کیله، ګنی او کوپرۍ).[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]
سرچينې
سمول- ↑ Ingicco, T.; van den Bergh, G.D.; Jago-on, C.; Bahain, J.-J.; Chacón, M.G.; Amano, N.; Forestier, H.; King, C.; Manalo, K.; Nomade, S.; Pereira, A.; Reyes, M.C.; Sémah, A.-M.; Shao, Q.; Voinchet, P.; Falguères, C.; Albers, P.C.H.; Lising, M.; Lyras, G.; Yurnaldi, D.; Rochette, P.; Bautista, A.; de Vos, J. (May 1, 2018). "Earliest known hominin activity in the Philippines by 709 thousand years ago". Nature. 557 (7704): 233–237. Bibcode:2018Natur.557..233I. doi:10.1038/s41586-018-0072-8. PMID 29720661. S2CID 13742336.
- ↑ Mijares, Armand Salvador; Détroit, Florent; Piper, Philip; Grün, Rainer; Bellwood, Peter; Aubert, Maxime; Champion, Guillaume; Cuevas, Nida; De Leon, Alexandra; Dizon, Eusebio (July 2010). "New evidence for a 67,000-year-old human presence at Callao Cave, Luzon, Philippines". Journal of Human Evolution. 59 (1): 123–132. doi:10.1016/j.jhevol.2010.04.008. PMID 20569967.
- ↑ Détroit, Florent; Mijares, Armand Salvador; Corny, Julien; Daver, Guillaume; Zanolli, Clément; Dizon, Eusebio; Robles, Emil; Grün, Rainer; Piper, Philip J. (April 2019). "A new species of Homo from the Late Pleistocene of the Philippines" (PDF). Nature. 568 (7751): 181–186. Bibcode:2019Natur.568..181D. doi:10.1038/s41586-019-1067-9. PMID 30971845. S2CID 106411053.
- ↑ Grün, Rainer; Stringer, Chris (2023-12-15). "Direct dating of human fossils and the ever-changing story of human evolution". Quaternary Science Reviews. 322: 108379. Bibcode:2023QSRv..32208379G. doi:10.1016/j.quascirev.2023.108379. ISSN 0277-3791.
- ↑ Reid, Lawrence A. (2007). "Historical linguistics and Philippine hunter-gatherers". In L. Billings; N. Goudswaard (eds.). Piakandatu ami Dr. Howard P. McKaughan. Manila: Linguistic Society of the Philippines and SIL Philippines. pp. 6–32.
The Negrito groups are considered to be the earliest inhabitants of the Philippines... genetic evidence (the occurrence of unique alleles) suggests that the Negrito groups in Mindanao may have been separated from those in Luzon for twenty to thirty thousand years (p.10).
- ↑ Détroit, Florent; Dizon, Eusebio; Falguères, Christophe; Hameau, Sébastien; Ronquillo, Wilfredo; Sémah, François (December 2004). "Upper Pleistocene Homo sapiens from the Tabon cave (Palawan, The Philippines): description and dating of new discoveries". Comptes Rendus Palevol. 3 (8): 705–712. Bibcode:2004CRPal...3..705D. doi:10.1016/j.crpv.2004.06.004. S2CID 140135409.
- ↑ Larena, Maximilian; Sanchez-Quinto, Federico; Sjödin, Per; McKenna, James; Ebeo, Carlo; Reyes, Rebecca; Casel, Ophelia; Huang, Jin-Yuan; Hagada, Kim Pullupul; Guilay, Dennis; Reyes, Jennelyn; Allian, Fatima Pir; Mori, Virgilio; Azarcon, Lahaina Sue; Manera, Alma; Terando, Celito; Jamero, Lucio; Sireg, Gauden; Manginsay-Tremedal, Renefe; Labos, Maria Shiela; Vilar, Richard Dian; Latiph, Acram; Saway, Rodelio Linsahay; Marte, Erwin; Magbanua, Pablito; Morales, Amor; Java, Ismael; Reveche, Rudy; Barrios, Becky; Burton, Erlinda; Salon, Jesus Christopher; Kels, Ma. Junaliah Tuazon; Albano, Adrian; Cruz-Angeles, Rose Beatrix; Molanida, Edison; Granehäll, Lena; Vicente, Mário; Edlund, Hanna; Loo, Jun-Hun; Trejaut, Jean; Ho, Simon Y. W.; Reid, Lawrence; Malmström, Helena; Schlebusch, Carina; Lambeck, Kurt; Endicott, Phillip; Jakobsson, Mattias (March 30, 2021). "Multiple migrations to the Philippines during the last 50,000 years". Proceedings of the National Academy of Sciences. 118 (13): e2026132118. Bibcode:2021PNAS..11826132L. doi:10.1073/pnas.2026132118. PMC 8020671. PMID 33753512.
- ↑ Bellwood, Peter, Hsiao-Chun Hung, and Yoshiyuki Iizuka. "Taiwan Jade in the Philippines: 3,000 Years of Trade and Long-distance Interaction." Paths of Origins: The Austronesian Heritage in the Collections of the National Museum of the Philippines, the Museum Nasional Indonesia, and the Netherlands Rijksmuseum voor Volkenkunde (2011): 31–41.
- ↑ Bellwood, Peter; Fox, James J.; Tryon, Darrell, eds. (2006). The Austronesians: Historical and Comparative Perspectives. Comparative Austronesian Series. ANU Press. pp. 37–38. ISBN 978-1-920942-85-4. JSTOR j.ctt2jbjx1.
- ↑ "Pre-colonial Manila". Malacañan Palace: Presidential Museum and Library (په انګليسي). Archived from the original on December 22, 2021. نه اخيستل شوی October 9, 2021.
- ↑ Jocano, F. Landa (2001). Filipino Prehistory: Rediscovering Precolonial Heritage. Quezon City: Punlad Research House, Inc. ISBN 978-971-622-006-3.
- ↑ Junker, Laura Lee (1998). "Integrating History and Archaeology in the Study of Contact Period Philippine Chiefdoms". International Journal of Historical Archaeology. 2 (4): 291–320. doi:10.1023/A:1022611908759. JSTOR 20852912. S2CID 141415414.
- ↑ Go, Bon Juan (2005). "Ma'I in Chinese Records – Mindoro or Bai? An Examination of a Historical Puzzle". Philippine Studies. Ateneo de Manila University. 53 (1): 119–138. JSTOR 42633737.
- ↑ Thakur, Upendra (1986). Some Aspects of Asian History and Culture. Abhinav Publications. p. 4. ISBN 978-81-7017-207-9.
- ↑ Demetrio, Francisco R.; Cordero-Fernando, Gilda; Nakpil-Zialcita, Roberto B.; Feleo, Fernando (1991). The Soul Book: Introduction to Philippine Pagan Religion. GCF Books, Quezon City. ASIN B007FR4S8G.
- ↑ Junker, Laura Lee (1999). Raiding, Trading, and Feasting: The Political Economy of Philippine Chiefdoms. Honolulu: University of Hawaii Press. ISBN 9780824820350.
- ↑ Bisht, N. S.; Bankoti, T. S. (2004). Encyclopaedia of the South-east Asian Ethnography: Communities and Tribes (په انګليسي). Global Vision. p. 69. ISBN 978-81-87746-96-6.
- ↑ Abinales, Patricio N.; Amoroso, Donna J. (2005). State and society in the Philippines. Lanham, MD: Rowman & Littlefield Publishers, Inc. ISBN 978-0742510234. OCLC 57452454.
- ↑ Bergreen, Laurence (October 14, 2003). Over the Edge of the World: Magellan's Terrifying Circumnavigation of the Globe. William Morrow. ISBN 978-0-06-621173-2.
- ↑ Pigafetta, Antonio (c. 1525). Journal of Magellan's Voyage (په فرانسوي).
- ↑ "PH to Mark the First Circumnavigation Route". 2021 Quincentennial Commemorations in the Philippines (په انګليسي). National Quincentennial Committee. March 14, 2021. Archived from the original on January 28, 2022.
- ↑ De Borja, Marciano R. (2005). Basques In The Philippines. Reno: University of Nevada Press. pp. 17–29. ISBN 9780874175905.
- ↑ Zaide 1994, p. 281
- ↑ Ingicco, T.; van den Bergh, G.D.; Jago-on, C.; Bahain, J.-J.; Chacón, M.G.; Amano, N.; Forestier, H.; King, C.; Manalo, K.; Nomade, S.; Pereira, A.; Reyes, M.C.; Sémah, A.-M.; Shao, Q.; Voinchet, P.; Falguères, C.; Albers, P.C.H.; Lising, M.; Lyras, G.; Yurnaldi, D.; Rochette, P.; Bautista, A.; de Vos, J. (May 1, 2018). "Earliest known hominin activity in the Philippines by 709 thousand years ago". Nature. 557 (7704): 233–237. Bibcode:2018Natur.557..233I. doi:10.1038/s41586-018-0072-8. PMID 29720661. S2CID 13742336.
- ↑ Grün, Rainer; Stringer, Chris (2023-12-15). "Direct dating of human fossils and the ever-changing story of human evolution". Quaternary Science Reviews. 322: 108379. Bibcode:2023QSRv..32208379G. doi:10.1016/j.quascirev.2023.108379. ISSN 0277-3791.
- ↑ Jett, Stephen C. (2017). Ancient Ocean Crossings: Reconsidering the Case for Contacts with the Pre-Columbian Americas. University of Alabama Press. pp. 168–171. ISBN 9780817319397.
- ↑ Détroit, Florent; Corny, Julien; Dizon, Eusebio Z.; Mijares, Armand S. (2013). ""Small Size" in the Philippine Human Fossil Record: Is It Meaningful for a Better Understanding of the Evolutionary History of the Negritos?" (PDF). Human Biology. 85 (1): 45–66. doi:10.3378/027.085.0303. PMID 24297220. S2CID 24057857. Archived from the original (PDF) on March 23, 2019. نه اخيستل شوی May 20, 2020.
- ↑ Détroit, Florent; Mijares, Armand Salvador; Corny, Julien; Daver, Guillaume; Zanolli, Clément; Dizon, Eusebio; Robles, Emil; Grün, Rainer; Piper, Philip J. (April 2019). "A new species of Homo from the Late Pleistocene of the Philippines" (PDF). Nature. 568 (7751): 181–186. Bibcode:2019Natur.568..181D. doi:10.1038/s41586-019-1067-9. PMID 30971845. S2CID 106411053.
- ↑ Reid, Lawrence A. (2007). "Historical linguistics and Philippine hunter-gatherers". In L. Billings; N. Goudswaard (eds.). Piakandatu ami Dr. Howard P. McKaughan. Manila: Linguistic Society of the Philippines and SIL Philippines. pp. 6–32.
The Negrito groups are considered to be the earliest inhabitants of the Philippines... genetic evidence (the occurrence of unique alleles) suggests that the Negrito groups in Mindanao may have been separated from those in Luzon for twenty to thirty thousand years (p.10).
- ↑ Scott 1984, p. 138. "Not one roof beam, not one grain of rice, not one pygmy Negrito bone has been recovered. Any theory which describes such details is therefore pure hypothesis and should be honestly presented as such."
- ↑ Bellwood, Peter; Fox, James J.; Tryon, Darrell, eds. (2006). The Austronesians: Historical and Comparative Perspectives. Comparative Austronesian Series. ANU Press. pp. 37–38. ISBN 978-1-920942-85-4. JSTOR j.ctt2jbjx1.
- ↑ Chambers, Geoff (2013). "Genetics and the Origins of the Polynesians". eLS. John Wiley & Sons, Inc. doi:10.1002/9780470015902.a0020808.pub2. ISBN 978-0470016176.
- ↑ Mijares, Armand Salvador B. (2006). "The Early Austronesian Migration To Luzon: Perspectives From The Peñablanca Cave Sites". Bulletin of the Indo-Pacific Prehistory Association (26): 72–78. Archived from the original on July 7, 2014.
- ↑ Bellwood, Peter (2014). The Global Prehistory of Human Migration. p. 213.
- ↑ Goodenough, Ward Hunt (1996). Prehistoric Settlement of the Pacific, Volume 86, Part 5. American Philosophical Society. p. 52.
- ↑ "Bernice Pauahi Bishop Museum". Archived from the original on February 28, 2014. نه اخيستل شوی April 16, 2014.
- ↑ Sagart, Laurent (July 25, 2008). "The expansion of Setaria farmers in East Asia: a linguistic and archaeological model". In Sanchez-Mazas, Alicia; Blench, Roger; Ross, Malcolm D.; Peiros, Ilia; Lin, Marie (eds.). Past Human Migrations in East Asia: Matching Archaeology, Linguistics and Genetics. Routledge. pp. 165–190. ISBN 978-1-134-14962-9.
- ↑ Li, H; Huang, Y; Mustavich, LF; et al. (November 2007). "Y chromosomes of prehistoric people along the Yangtze River". Hum. Genet. 122 (3–4): 383–8. doi:10.1007/s00439-007-0407-2. PMID 17657509. S2CID 2533393.
- ↑ Ko, Albert Min-Shan; Chen, Chung-Yu; Fu, Qiaomei; Delfin, Frederick; Li, Mingkun; Chiu, Hung-Lin; Stoneking, Mark; Ko, Ying-Chin (March 2014). "Early Austronesians: Into and Out Of Taiwan". The American Journal of Human Genetics. 94 (3): 426–436. doi:10.1016/j.ajhg.2014.02.003. PMC 3951936. PMID 24607387.
- ↑ Bellwood, Peter (2014). The Global Prehistory of Human Migration. p. 213.
- ↑ Goodenough, Ward Hunt (1996). Prehistoric Settlement of the Pacific, Volume 86, Part 5. American Philosophical Society. pp. 127–128.
- ↑ Chambers, Geoff (2013). "Genetics and the Origins of the Polynesians". eLS. John Wiley & Sons, Inc. doi:10.1002/9780470015902.a0020808.pub2. ISBN 978-0470016176.
- ↑ Bellwood, Peter (2004). "The origins and dispersals of agricultural communities in Southeast Asia" (PDF). In Glover, Ian; Bellwood, Peter (eds.). Southeast Asia: From Prehistory to History. RoutledgeCurzon. pp. 21–40. ISBN 9780415297776.
- ↑ Liu, Li; Chen, Xingcan (2012). "Emergence of social inequality – The middle Neolithic (5000–3000 BC)". The Archaeology of China: From the Late Paleolithic to the Early Bronze Age. Cambridge World Archaeology. Cambridge University Press. p. 204. doi:10.1017/CBO9781139015301.007. ISBN 9780521644327.
- ↑ Chambers, Geoff (2013). "Genetics and the Origins of the Polynesians". eLS. John Wiley & Sons, Inc. doi:10.1002/9780470015902.a0020808.pub2. ISBN 978-0470016176.
- ↑ Bellwood, Peter (2004). "The origins and dispersals of agricultural communities in Southeast Asia" (PDF). In Glover, Ian; Bellwood, Peter (eds.). Southeast Asia: From Prehistory to History. RoutledgeCurzon. pp. 21–40. ISBN 9780415297776.
- ↑ Blench, Roger (2004). "Fruits and arboriculture in the Indo-Pacific region". Bulletin of the Indo-Pacific Prehistory Association. 24 (The Taipei Papers (Volume 2)): 31–50.