د پکتيا ولايت ځاځي اريوب ولسوالي منډهېر سېمه د هيواد پۀ کچه پۀ يو ستر ميله ځای بدله شوې.

د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالي منډهېر تفریحي سیمه د هیواد په کچه په یو ستر میله ځاي بدله شوې. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ لیکنه:احمد «پکتين»

پکتیا ولایت د هیواد یو لۀ سویل ختیځو ولایتونو څخه دی، چې له ننګرهار، غزني، پکتیکا، لوګر، خوست او د پاکستان له هیواد سره شریکه پوله لري. پکتیا ولایت لۀ مرکز کابل څخه پۀ یو سل او شل کیلو مترۍ کې موقیعت لري، چې مرکز یې د ګردیز ښار او څوارلس نور اداري واحدونه یا ولسوالي لري، دا چې پکتیا یو غرنی ولایت دی او دغه دنګ غرونه یې په رنګارنګ طبیعي بوټو، ونو او ګلانو پوښل شوي، چې دغۀ ولایت ته یې ځانګړې طبیعي ښکلا ور بښلې ده. د پکتیا لۀ څوارلس ګونو ولسوالیو څخه یوه یې د ځاځي اریوب ولسوالي ده، د یادي شوې سیمې طبیعي ښکلا د ډېرو هیوادوالو پام ځانته اړولی، څنګه چې اسلامي امارت تر بریا ورسید، په ټول هیواد یې د امن څادر خپور کړ او د افغان ولس د کلنو ارمانونه پوره شول، نو هیوادوالو له دې ستر نعمت څخه دغه کټه واخیسته، چې د هیواد بیلابیلو سیمو ته یې د سیاحت او تفریح لپاره سفرونه پیل کړل، چې یو له هغو سیمو د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالي د منډهېر سیمې تفریحي ملي پارک وو، په دغه سیمه کې ولایتي ادارې اړوند ریاستونو ته جدي سپارښتنه کړې وه، تر څو د هیواد لۀ بیلابیلو سیمو ورتلونکو سیلانیانو ته غوره سهولتونه او اسانتیاوي برابرې کړي، چې په دغه سیمه کې د ډاډمن امنیت تر سیوري لاندې پۀ ټولو برخو کې سهولتونه او اسانتیاوي برابرې وې. دلته د اسلامي امارت نظامي ځواک د نظم، ډسپلین او ترتیب برابولو لپاره ځای پر ځای شوی وو او په پارک کې د زراعت، ښاروالۍ، چاپیریال ساتنې او امرباالمعروف ریاستونو مسؤلین په خپلو برخو کې د سیلانیانو په خدمت کې وو، چې په دې سره دلته د ورتلونکو سیلانیانو خوښي یو په دوه  شوې وه او د اسلامي امارت له دې ستر شفقت او پیرزوینې څخه یې خوښي څرګندوله. د راپورونو په اساس دغې سيمې ته هر وخت سیلانیان د تفریح او چکر لپاره ورځي، خو د اخترونو او نورو خوښیو ورځو کې یاده سیمه د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه د زرګونو سیلانیانو د ورتګ شاهده وي، چې اوس دغه سیمه د هیواد په کچه په یو ستر میله ځای بدله شوې او داسي میله ځاي چې د ډاډمن امنیت تر څنګ د اړتیا وړ هر ډول سهولتونه او اسانتیاوې هم پکې موجودې وي او حتی د سیمې خلکو ته غوره کاري زمینه هم برابره شوې ده.

 احمد پکتين